بيه او ارزښت

ماري کيوري پولنډۍ فزيکپوهه او کيمياپوهه وه، لومړۍ ميرمن ده چې نوبل جايزه يې ګټلې ده، لومړی شخص دی چې دوه نوبل جايزې يې وړي دي، او تر اوسه يوازينې شخص دی چې د ساينس په دوو څانګو کې ورته د نوبل جايزې ورکړل شوي دي. د نوموړې د کيمياوي وړانګو په څيړنو کې مخکښه وه، او نن سبا داسې ګڼل کيږي چې د همدې شعاعو/ وړانګو له کبله په سرطان اخته او د هم هغې له کبله وفات شوه.

هر هغه څوک چې غواړي چې د يوه بدلون سبب شي، که دغه شخصي بدلون وي يا مسلکي، بايد خپلې هڅې ته يوه بيه او ارزښت وټاکي. که له تجارتونو يې راواخلئ هر هغه بريالی تجار چې نن يې تاسې وينئ، هغوی دغې ځای ته رسيدو لپاره خپل زيارونه کاږلي او بيې يې پرې کړي دي.

هر څه بيه لري، هغوی چې هیڅ نه کړي، هم د خپل ژوند طريقې لپاره خبرې اوري، ښايي تر ټولو ډيرې ويناوې همدې بيکاره شخص ته کيږي، چې هيڅ نه کړي، دغه اوريدنه هم زغم غواړي. آرامه کيناستل هم بيه لري، خلکو ته د نړۍ تر ټولو لټ شخص ښکارې او فکر کړي چې که چيرې ته فعاله او کاريګر شي، د نړۍ ټولې ستونزې به حل شي.

هرې چارې ته چې لاس اچول کيږي، د بيې او ارزښت محاسبه یې کیږي. ضرور نه ده چې دغه محاسبه دې ډيره پرمختللې او پيچلې وي، يوازې دوه پوښتنې وي چې دغه کار پر کولو ارزي او هغه زيار چې ورسره يې باسئ دغه کار لپاره مناسب دی. يعنې يو کار کوئ او هغې لپاره د ټولنې يا کورنۍ له مخالفتونو سره مخ کيږئ، سره لدې چې د کولو توان به یې لرئ، خو د خبرو اوريدو حوصله يې نه لرئ نو له چارې تيريږئ.

هر بريالی شخص د خپلې بريا بيه پرې کوي. دا نړۍ پر راکړه ورکړه چليږي، نو څه غواړئ د هغې په مقابل کې څه ورکوئ. راکړه ورکړه پر ارزښت کيږي، که پيسه درسره ډيره وي نو بل زرګون به درته دومره ارزښت ونه لري، خو که ټوله سرمايه مو همدا زرګون وي نو بيا به درته ډير ارزښت ولري.

مهمه داده هر هغه څه چې تاسې تبادله کوئ، تاسې يې ورکوئ او بل يې رانيسي، دواړو لورو ته مختلف ارزښتونه لري. که يو څوک چيرې څوک د يوه ځانګړي خدمت لپاره ګماري، نو خدمت برابروونکی خپل وخت ورکوي او خدمت اخيستونکی د وخت په مقابل کې پیسې يا بل څه ورکوي.

لدې سره بل تړلې بحث د ارزښتونو لوړول دي، موږ په دوامداره توګه هڅه کړو چې بيه راټيټه او ارزښت لوړ کړو. که په مسلکي توګه ورته وګورو، يو څوک به اته ساعته دنده تر سره کوي، د هغې دندې لپاره به يو ځانګړی معاش اخلي، اوس که غواړي چې معاش يې لوړ شي، بايد خپل ارزښت لوړ کړي، او د نن د پوهې په اقتصاد کې د ارزښت لوړولو تر ټولو غوره لار پر خپلې پوهې او مهارتونو پانګونه ده.

هر څومره چې تاسې وکولای شئ، درسپارل شوې چاره په غوره توګه له اړونده پوهې او مهارت سره سرته ورسوئ، همدومره مو ارزښت لوړيږي، د چارې د اجرا وخت راکميږي او کولای شئ دوامداره بوختياوې ولرئ.

که څوک د برياليتوب د بيې له پريکولو ډډه کړي نو هغه د خپلې ناکامۍ يا لټۍ بيه پرې کوي. ښايي فکر وکړئ د ژوند هیڅ بدلون مو نننی ژوند نه ښه کوي، خو کله چې سبا د همدې د نن د نه زحمت او نه خوځښت بيه پرې کوئ، نو هغه تکليفونه به مو بې دليله نه وي.

که تاسې وغواړئ يا نه، نړۍ بدليږي، شاوخوا ملګري، ټولنې او هېوادونه بدليږي. که غواړئ سيال پاتې شئ نو لږ تر لږه په هغه سرعت به حرکت کوئ چې ټولنه ورسره روانه ده. د ونې بيلګه راواخلئ، تاسې دوه ونې کرئ، يوې ونې ته ډيره پاملرنه کوئ، هغه د بلې په پرتله ډيره وده کړي، کله چې دواړه ونې ثمر ته ورسيږي، نو هغه ونه چې ورته پام شوې وو، ښايي ډيره وده به یې کړي وي، نو دا دوهمه ونه به تل د هغې سترې ونې په سيوري کې ژوند کوي.

ستاسې د نن سلوکونه ستاسې سبا ټاکي، که چيرې ځان ودې ته برابر کړئ، د چارو پر ارزښت پوه او اړونده بيه يې پرې کړئ، ښايي نور مو سيوري ته کښيني، خو که چيرې نن له زحمته او سختو تير شئ، ژوند دې تيريږي، سبا به هغه وده ونه کړئ چې توان يې لرئ، او د بل چا سيوري ته به ناست ياست.

خپله سيورې برابرول يا د بل سیوري ته کيناستل دا شخصي فکر دی، هر يو چې شخص ته مناسب ښکاري. خو تاريخ او نړۍ د هغو ده چې نورو ته سيورې برابروي.

ورته ليکنې: د مسلک بيه، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د بریالي ژوند معيار، شکوڼ او ګيدړ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

13 responses to “بيه او ارزښت”

  1. د ادارو ښه کار او نتايج: خلک که سيسټمونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  2. ستراتيژي هدف که پروسه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  3. فرصت، پر کومه بيه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  4. د ناکامۍ ارزښت  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  5. هوښيارتيا – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  6. د مشرۍ درس – ناکاميو منل – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  7. د ودې ستراتيژي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  8. مشري او ابتکار – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  9. د ذکاوت ضياع  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] اوږد مزل، ډله ييز فکر، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  10. په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  11. د انتقال وسيلې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] اوږد مزل، ډله ييز فکر، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  12. مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

  13. متضاد – Paradox – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان […]

    Like

Leave a reply to د ادارو ښه کار او نتايج: خلک که سيسټمونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading