ډله ييز فکر

په غونډو او مجالسو کې به مو فکر شوی وي چې اکثراً ټول په يوه فکر وي، یا هغه چې فکر يې بدل وي، ټول هڅه کړي خپل فکر ته يې راواړوي، ځکه د فکر اختلاف خپل يووالي ته خطر ګڼي.

همداسې په کاروبارونو کې هم هڅه کيږي له داسې خلکو سره کاروبارونه او راکړې ورکړې وشي چې فکرونه يې سره ورته وي. دا نظر عام دی چې د فکر ورته والی د اوږدمهاله اړيکې سبب ګرځي.

فکر او عادات دوه بيل څه دي. دوه اشخاص به د نړۍ به بیلو ځايونو کې اوسيږي، عادتونه به يې ډير سره فرق لري خو فکرونه به يې ورته وي. د دې په وړاندې د ځينو عاداتونه به سره ورته وي خو فکرونه به يې سره بدل وي.

يو څوک به رشوت اخلي، د بيوزله هېواد چارواکی به يې د خپل عايد ټيټوالي له کبله توجیه کوي، د دې په وړاندې د يوه غني هېواد چارواکی به يې له سيالانو سره د سيالۍ له کبله توجيه کوي، يا به دا دواړه وايي چې ټول يې کړي زه يې ولې ونه کړم، دوی په يوه ډله يا خپلې کوچنۍ ټولنه کې ژوند کړي چې دا هر څه پکې عام دي.

د فکر اساس د ژوند اسانول دي، او د همدې اسانتيا لپاره بيا د عادتونو خپلول دي. د آسانتيا اصل له بې ځايه نقد او مخالفتونو څخه د ځان ساتل دي، يعنې هڅه کيږي چې داسې چارې يا عادتونه خپل نه شي چې د ټولنې يا هغې ډلې له مخالفت سره مخ شي، نو ځکه عموماً په ډلو، ادارو او ټولنو کې هغه فکرونه او عادتونه رواجيږي چې مخالفت ورسره کم وي.

اوس دا فکرونه او عادتونه سم وي يا غلط دا بيل بحث دی.

white and brown bird on brown wooden fence during daytime

په ادارو کې ډله ييز فکر ډير عام وي، په ځانګړي ډول داسې ادارو کې چيرې چې له خلکو سره دا احساس وي چې د مخالف فکر له کبله ښايي زيانمن شی. له همدې کبله په دغو ادارو کې د غوړه مالۍ رواج عام وي، په ځانګړي ډول د هغوی په وړاندې چې خلک فکر کوي ما ته يو څه ګټه رارسولی شي.

غوړه مالي هر څوک کړي، يوازې نابلده پکې رسوا کيږي، پوه غوړه مال پوهيږي چيرې څه په څه طريقه ووايي چې د ده نيکنامي هم پر ځای پاتې شي، خپله خبره هم ورسوي او نورو ته ريښتونی هم معلوم شي.

د غوړه مالیو بدنامۍ يو اساسی دليل د وينا او فکر تر منځ توپير دی، يعنې اوريدونکی پوهيږي چې رښتيا دا نه دي يا د ده په فکر خبره بايد بل ډول وشي، خو څرنګه چې دلته حاکم او ډله یيز فکر دا دی نو ځکه خبره دغې خوا ته راتاوه شوې ده.

په عمومي توګه ادارې پر ابتکار بريالۍ کيږي، او ابتکار پر بدلون ولاړ وي، او بدلون له فکره پيليږي او پر عادتونو پالل کيږي. سره لدې چې ډله ييز فکر ادارې او په ځانګړي ډول مشري له ډيرو ننګونو ساتي، همداسې مشوره د ښې پریکړې اساس دی، خو لدې سره به مشر په دوامداره توګه دا هڅه کړي چې د ډله ييز فکر ښکار نه شي.

man holding his head while sitting on chair near computer desk

د بدلون فکر له مخالفت سره مخ کيږي، هر بدلون له ځان سره مخالفت او ويره لري. هغوی يې مخالفت کړي چې په اوسني حالت کې يې ګټه وي، پوهيږي چې که څه بدل شو ښايي اوسنۍ ګټې ورته پاتې نه شي، لدې سره بيا هغوی چې د بدلون ملاتړ کړي په دې ويريږي چې موږ خو د خلکو دومره مخالفت قبول کړ، که چيرې بدلون کار ونه کړ بيا به څه کړو.

خو لدې مخالفت او ويرې پرته نه کيږي. د برياليو مشرانو لپاره يو منل شوې اصل دی چې هڅه کړي له هر چا يې واوري، په ځانګړي ډول داسې نظرونو پسې ګرځي چې پر منطق ولاړ مخالفت بنا وي، يا هر څوک چې يې مخالفت کړي د خپل بدل فکر لپاره باید اړونده منطقي دلايل ولري.

د ځينو بریاليو سترو شرکتونو او ادارو د مشرانو له عادتونو دا هم څرګنديږي چې هر کله به ټول په يوه فکر شو، نو غونډه به يې معطله کړه او ورته به یې وويل چې ولاړ شئ دا موضوع بیا وڅيړئ، څرنګه امکان لري چې ټول دې موضوع ته له يوه اړخه ګورئ او هیڅ مخالفت نشته.

د اوږدمهاله ستراتيژيو په جوړولو کې دا کړنلاره هم شته، چې ټاکلي خلک ګمارل کيږي او ورته ويل کيږي چې په دې فکر او پریکړه کې نواقص ولټوي. که چيرې دغه پریکړه زموږ مخالفين وکړي، يا دا سند د هغوی لاس ته پریوزي هغه کومې ساحې دي، چې دغه مخالفين کولای شي د هغوی په کارولو موږ وننګوي او زيان راورسوي.

انسان چې هر چيرې ژوند کړي له هغه ځايه اغيزمنيږي، هره اداره، ډله او ټولنه خپل تاثيرات لري. داسې ډیر خلک شته چې نورو هېوادونو ته کډوال شي، خپل پخواني ژوند ته په بله سترګه ګوري او ښايي د پښيمانۍ يا ارمان له احساسه تير شي. همداسې ادارې هم خپل رواجونه لري، څوک چې دنده بدله کړي د خپلې پخوانۍ ادارې ښه او بد ارزوي.

د پريکړو لپاره، په ځانګړي ډول مشرۍ کې دا ډيره مهمه ده چې ادارې دې د ډله یيز فکر پر اغيزو او نښو پوه شي. ډله بايد داسې میکانيزمونه رامنځ ته شي چې مخالفتونه وهڅوي، خلک پوه کړي چې تاسې په ډله کې د خپل ځانګړي فکر له کبله ځای په ځای شوي ياست، او بايد پر منطقي دلايلو مخالفت وکړئ.

د مخالف نظر منل ناکامي نه ده، او نه ډله ييز فکر ناکامي ده، يوازې دومره په کار دي چې که چيرې ډله ييز فکر د ادارې، ډلې يا ټولنې پر تاوان تماميږي، داسې لارې چارې بايد واوسي چې يو څوک هغه تاوانونه په نښه او اغيز يې راکم کړي.

ورته ليکنی: عبادات او کاري چاپيريال، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د برياليتوب دوام، سيالي له چا سره، سيال مو څوک دی؟، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

20 responses to “ډله ييز فکر”

  1. ستراتيژي هدف که پروسه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او […]

    Like

  2. فرصت، پر کومه بيه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او […]

    Like

  3. د ناکامۍ ارزښت  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او […]

    Like

  4. هوښيارتيا – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او […]

    Like

  5. د مشرۍ درس – ناکاميو منل – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او […]

    Like

  6. د ودې ستراتيژي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او […]

    Like

  7. مشري او ابتکار – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او […]

    Like

  8. د ذکاوت ضياع  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] تپل، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – […]

    Like

  9. په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او […]

    Like

  10. د انتقال وسيلې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – […]

    Like

  11. مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او […]

    Like

  12. متضاد – Paradox – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او […]

    Like

  13. مشري: مشوره – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] د مشرۍ نشه او حرص – ۲، د فکر تپل ، واک او اغيزه ، آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې، مشري: پريکړې او پوهه ، ډله ييز فکر […]

    Like

  14. د مينې ړانده – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: مشوره، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، […]

    Like

  15. د خيراتونو کاروبار او شخصيت وژنه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: مشوره، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، […]

    Like

  16. د مشرۍ ۷ایس موډل او ملي تګلارې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره […]

    Like

  17. معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره […]

    Like

  18. وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر وړاندې، ذکاوت ټولنيز اړخ […]

    Like

  19. راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ارزښت،  مشري: مشوره، ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر وړاندې، ذکاوت ټولنيز اړخ […]

    Like

  20.  د هڅونې او نظم تر منځ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ارزښت،  مشري: مشوره، ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر وړاندې، ذکاوت ټولنيز اړخ […]

    Like

Leave a reply to متضاد – Paradox – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading