په غونډو او مجالسو کې به مو فکر شوی وي چې اکثراً ټول په يوه فکر وي، یا هغه چې فکر يې بدل وي، ټول هڅه کړي خپل فکر ته يې راواړوي، ځکه د فکر اختلاف خپل يووالي ته خطر ګڼي.
همداسې په کاروبارونو کې هم هڅه کيږي له داسې خلکو سره کاروبارونه او راکړې ورکړې وشي چې فکرونه يې سره ورته وي. دا نظر عام دی چې د فکر ورته والی د اوږدمهاله اړيکې سبب ګرځي.
فکر او عادات دوه بيل څه دي. دوه اشخاص به د نړۍ به بیلو ځايونو کې اوسيږي، عادتونه به يې ډير سره فرق لري خو فکرونه به يې ورته وي. د دې په وړاندې د ځينو عاداتونه به سره ورته وي خو فکرونه به يې سره بدل وي.
يو څوک به رشوت اخلي، د بيوزله هېواد چارواکی به يې د خپل عايد ټيټوالي له کبله توجیه کوي، د دې په وړاندې د يوه غني هېواد چارواکی به يې له سيالانو سره د سيالۍ له کبله توجيه کوي، يا به دا دواړه وايي چې ټول يې کړي زه يې ولې ونه کړم، دوی په يوه ډله يا خپلې کوچنۍ ټولنه کې ژوند کړي چې دا هر څه پکې عام دي.
د فکر اساس د ژوند اسانول دي، او د همدې اسانتيا لپاره بيا د عادتونو خپلول دي. د آسانتيا اصل له بې ځايه نقد او مخالفتونو څخه د ځان ساتل دي، يعنې هڅه کيږي چې داسې چارې يا عادتونه خپل نه شي چې د ټولنې يا هغې ډلې له مخالفت سره مخ شي، نو ځکه عموماً په ډلو، ادارو او ټولنو کې هغه فکرونه او عادتونه رواجيږي چې مخالفت ورسره کم وي.
اوس دا فکرونه او عادتونه سم وي يا غلط دا بيل بحث دی.
په ادارو کې ډله ييز فکر ډير عام وي، په ځانګړي ډول داسې ادارو کې چيرې چې له خلکو سره دا احساس وي چې د مخالف فکر له کبله ښايي زيانمن شی. له همدې کبله په دغو ادارو کې د غوړه مالۍ رواج عام وي، په ځانګړي ډول د هغوی په وړاندې چې خلک فکر کوي ما ته يو څه ګټه رارسولی شي.
غوړه مالي هر څوک کړي، يوازې نابلده پکې رسوا کيږي، پوه غوړه مال پوهيږي چيرې څه په څه طريقه ووايي چې د ده نيکنامي هم پر ځای پاتې شي، خپله خبره هم ورسوي او نورو ته ريښتونی هم معلوم شي.
د غوړه مالیو بدنامۍ يو اساسی دليل د وينا او فکر تر منځ توپير دی، يعنې اوريدونکی پوهيږي چې رښتيا دا نه دي يا د ده په فکر خبره بايد بل ډول وشي، خو څرنګه چې دلته حاکم او ډله یيز فکر دا دی نو ځکه خبره دغې خوا ته راتاوه شوې ده.
په عمومي توګه ادارې پر ابتکار بريالۍ کيږي، او ابتکار پر بدلون ولاړ وي، او بدلون له فکره پيليږي او پر عادتونو پالل کيږي. سره لدې چې ډله ييز فکر ادارې او په ځانګړي ډول مشري له ډيرو ننګونو ساتي، همداسې مشوره د ښې پریکړې اساس دی، خو لدې سره به مشر په دوامداره توګه دا هڅه کړي چې د ډله ييز فکر ښکار نه شي.
د بدلون فکر له مخالفت سره مخ کيږي، هر بدلون له ځان سره مخالفت او ويره لري. هغوی يې مخالفت کړي چې په اوسني حالت کې يې ګټه وي، پوهيږي چې که څه بدل شو ښايي اوسنۍ ګټې ورته پاتې نه شي، لدې سره بيا هغوی چې د بدلون ملاتړ کړي په دې ويريږي چې موږ خو د خلکو دومره مخالفت قبول کړ، که چيرې بدلون کار ونه کړ بيا به څه کړو.
خو لدې مخالفت او ويرې پرته نه کيږي. د برياليو مشرانو لپاره يو منل شوې اصل دی چې هڅه کړي له هر چا يې واوري، په ځانګړي ډول داسې نظرونو پسې ګرځي چې پر منطق ولاړ مخالفت بنا وي، يا هر څوک چې يې مخالفت کړي د خپل بدل فکر لپاره باید اړونده منطقي دلايل ولري.
د ځينو بریاليو سترو شرکتونو او ادارو د مشرانو له عادتونو دا هم څرګنديږي چې هر کله به ټول په يوه فکر شو، نو غونډه به يې معطله کړه او ورته به یې وويل چې ولاړ شئ دا موضوع بیا وڅيړئ، څرنګه امکان لري چې ټول دې موضوع ته له يوه اړخه ګورئ او هیڅ مخالفت نشته.
د اوږدمهاله ستراتيژيو په جوړولو کې دا کړنلاره هم شته، چې ټاکلي خلک ګمارل کيږي او ورته ويل کيږي چې په دې فکر او پریکړه کې نواقص ولټوي. که چيرې دغه پریکړه زموږ مخالفين وکړي، يا دا سند د هغوی لاس ته پریوزي هغه کومې ساحې دي، چې دغه مخالفين کولای شي د هغوی په کارولو موږ وننګوي او زيان راورسوي.
انسان چې هر چيرې ژوند کړي له هغه ځايه اغيزمنيږي، هره اداره، ډله او ټولنه خپل تاثيرات لري. داسې ډیر خلک شته چې نورو هېوادونو ته کډوال شي، خپل پخواني ژوند ته په بله سترګه ګوري او ښايي د پښيمانۍ يا ارمان له احساسه تير شي. همداسې ادارې هم خپل رواجونه لري، څوک چې دنده بدله کړي د خپلې پخوانۍ ادارې ښه او بد ارزوي.
د پريکړو لپاره، په ځانګړي ډول مشرۍ کې دا ډيره مهمه ده چې ادارې دې د ډله یيز فکر پر اغيزو او نښو پوه شي. ډله بايد داسې میکانيزمونه رامنځ ته شي چې مخالفتونه وهڅوي، خلک پوه کړي چې تاسې په ډله کې د خپل ځانګړي فکر له کبله ځای په ځای شوي ياست، او بايد پر منطقي دلايلو مخالفت وکړئ.
د مخالف نظر منل ناکامي نه ده، او نه ډله ييز فکر ناکامي ده، يوازې دومره په کار دي چې که چيرې ډله ييز فکر د ادارې، ډلې يا ټولنې پر تاوان تماميږي، داسې لارې چارې بايد واوسي چې يو څوک هغه تاوانونه په نښه او اغيز يې راکم کړي.
ورته ليکنی: عبادات او کاري چاپيريال، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د برياليتوب دوام، سيالي له چا سره، سيال مو څوک دی؟، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه






Leave a reply to د ودې ستراتيژي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه