ټکنالوژي په دوامداره توګه په ډير سرعت سره بدلیږي، چې له کبله يې عموماً د کړنلارو جوړول د ټکنالوژۍ له خپلولو وروسته کيږي. نن سبا يې ښه بيلګه د مصنوعي ځيرکتيا لپاره د اصولو ټاکل دي، سره لدې چې دغه آسانتيا آن تر ځيرکو ټليفونونو راورسيده، خو تر اوسه ورته جامع قانوني چوکاټنشته، څه چې شته هغه يوازې وړانديزونه دي چې هر څوک يې پخپله تعبيروي.
د انټرنېټ سرعت ورځ تر بلې ډيريږي او بيې يې راپريوځي، چې له کبله يې د ولس لخوا کارول هم ډيریږي، هر څه آنلاين کيږي، سره لدې چې آنلاین کيدل به بيشميره ګټې ولري، خو ورسره آنلاين کيدل خپلې ننګونې هم لري، آنلاين غلاوې او غیر قانوني کاروبارونه، ناموسي پيښې، شخصيت وژنه، او نور داسې ډير مخ په عام کيدو دي.
لدې سره د يو بيوزله هېواد په توګه دلته د ټکنالوژئ ډمپنګ يا کباړ پلورنه هم روانه دی، ښه بيلګه يې شمسیانې يا لمريزې انرژۍ دړې دي چې له نورې نړۍ مستعملې دلته راځي، د دغو وسيلو يوه تر ټولو ستره ننګونه له استعمال وروسته د هغې په غوره او مسؤله توګه له منځه وړل دي، يعنې په داسې توګه چې شته کيمياوي او نور مواد يې چاپيريال زيانمن نه کړي، دلته خو د بطريو تيزاب هم په سيندونو کې بهول کيږي.
بله بيلګه يې موټران دي، د نړۍ تر ټولو کباړ موټرې دلته راراوانې دي، همداسې د ټکنالوژۍ نورو وسيلو کباړ هم ښه زړه د اخلاصه را وارديږي. هر څه له وخت سره ارزښت له لاسه ورکوي او له کاريدنې سره يې قيمت کميږي، د کباړ او په ځانګړي توګه د بريښنايي مستعمل توکي رانيولو اقتصادي تاوان دا دی چې دغه ارزښت په ډير سرعت سره د صفر په لور روان وي، يعنې که تاسې نوي څه واخلئ نو له استعمال وروسته هم د خرڅ وړ وي، خو که مستعمل څه واخلئ، هغه له استعمال وروسته صفر کيږي، هسې يو بار دی چې ګرځوئ يې.
د بريښنايي توکو په ځانګړي توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ وسايلو په رانيولو کې تر ټولو اساسي اصل دا دی چې هیڅ مستعمل توکی بايد را ونه نيول شي، ښايي ځینې ورسره د اړتيا پر مهال ووايي چې يوازې د اشدې اړتيا پر مهال، خو په عمومي توګه ښه خبره دا ده چې يو موډل ښکته راونيسئ، خو د مستعمل توکي له رانيولو ډډه وکړئ.
لدې سره بل بحث د محتوا دی، که هغه کمپيوټري پروګرامونه وي، ټولنيزې شبکې وي يا يې اړونده نور څه وي، د دې ټولو مصرفوونکي ياستو. اوسمهال د افغاني محتوا رامنځ ته کولو هڅې ګړندۍ شوي دي، ډير افغانان پر ټولنيزو شبکو فعال دي، خو چې دا د کوم کيفیت محتوا ده، هغه بیل بحث دی، خو د دغې محتوا يو اساسي دليل د هغې د غوښتنې او مصرف اړخ دی.
که يو څوک د ټکنالوژئ يا په ځانګړي ډول د انټرنيټ يوه افغانۍ د بلې افغانۍ ګټلو لپاره کاروي، يا څوک يې د ساعت تيرئ له پاره کاروي او يا څوک پرې ځان يا بل ازاروي، د دې دريواړو افغانيو د ارزښت تر منځ توپير شته. موږ د ټکنالوژئ وسيلې او آن انټرنيټ هم واردوو، پيسې پرې ورکوو، او بيا له دغو پیسو کاروباري ګټه نه اخلو، دلته د انټرنېټ تر ټولو ښه ګټه يوازې له يو بل سره اړيکې دي، يعنې موږ له انټرنېټ څخه تر اوسه هغه کاروباري او اقتصادي ګټه نه اخلو، د کومې چې دغه وسيله ظرفيت لري.
که دولت د آنلاین کاروبار آسانتياوې برابرې نه کړي بيا هم زموږ هر څه د ضیاع په لور روان دي.
بيلابيلو څيړنو ښودلې چې د معلوماتي ټکنالوژئ پرمختګ په پريکنده توګه پر زيربناوو ولاړ دی او د زيربناوو جوړول ستره پانګونه او د حکومتونو لخوا اوږد او متمرکز کار غواړي، زموږ تر اوسه پرمختګ چې څومره د محدودو زيربناوو له کبله شونی وو، او شخصي سکتور يې توان درلود، همدومره وشو لدې وړاندې مو ښايی پرمختګ ډير سست وي. لدې وړاندې تګ غښتلېو زيربناوو او کاري ځواک ته اړتيا لري. او زيربنا يوازې د مزو غځول نه دي، بلکه غښتلې قانوني چوکاټ، ماهره کاري ځواک او پوه مصرفوونکي غواړي.
د ليکنو پدې لړۍ کې هڅه شوې ځينې هغه ساحې په ګوته شي چې ممکن د معلوماتي ټکنالوژئ او مخابراتو دوامداره پرمختګ کې مرسته وکړي او وکولای شي ريښتونې او پر سالمې سيالئ ولاړ بازار غښتلی کړي چې د هر چا ګټې او استعدادونه پکې خوندي وي. پدې بحث کې موږ پر قانوني چوکاټ، اوږدمهاله فکر يا ستراتيژي، د کاروونکو او د هغوی د معلوماتو خوندتيا، د ظرفيتونو پر لوړولو، ټکنالوژۍ ګڼوالي او سيمه ييز پرمختګ، مناسب تعليمي نظام، د ايکو سيسټم رامنځ ته کول او له نړۍ سره پر نښلیدلو غږيدلي يو.
قانوني چوکاټ
د ټکنالوژۍ سکتور عموم او معلوماتي ټکنالوژئ سکتور بالخصوص پر شخصي مهارتونو ولاړ دی، هر کله چې موږ له قانون څخه بحث کړو نو دا نه يوازې چې د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژئ اړونده موضوعات رانغاړي، بلکه د شخصي او شرکتي ابتکاراتو، کشفياتو او ځانګړو خدمتونو قانوني خوندتيا هم څيړي.
ټکنالوژیو لپاره د قوانينو جوړول عموماً ډير ستونزمن وي، ځکه چې ټکنالوژئ پر ډير ګړنديوالي بدليږي او ورسره څوک نه پوهيږي چې کومه ټکنالوژي به په پراخه توګه قبوله شي چې قانوني چوکاټ ته به اړتيا ولري او ورسره دغه نوي څه يو بل لوری او توکی دی چې باید قانوني پوښښ ولري يا د پخوانيو نوی شکل دی.
په نړيواله کچه هغه هېوادونه چې د ټکنالوژئ لپاره جامع عملي قوانين ولري، داسې څه چې د ټکنالوژئ اړونده ټولې چارې تر پوښښ لاندې راولي، د نورو په پرتله ښه وده کوي او ډيره پانګونه جذبوي.
هر کله چې دغسې قوانين جوړيږي نو په هېواد کې د ټکنالوژئ اړونده مواردو استعمال ته ګوري او ورته قانوني چوکاټ برابروي، داسې چوکاټ چې د خدمت کاروونکي او برابروونکي دواړو حقوق وساتي، محاکم يې د تفسير او تعبير توان ولري او قانون عملي کوونکې ادارې يې د جامعې څيړنې وسايل او مهارتونه ولري.
د ټکنالوژيو قوانين عموماً له کاروونکي د معلوماتو اخيستو نيولې، د دې معلوماتو ارزولو، کارولو، پاکولو او هيرولو ټولې چارې رانغاړي. ورسره هغه وسيلې چې د دغه معلوماتو راټولو لپاره کاريږي، هغه شرکتونه چې له دې معلوماتو کاروباري او رسمي ګټه اخلي او ورسره څرنګه يې له نورو سره شریکوي، دا ټول اړخونه تر پوښښ لاندې راولي.
لدې سره د کشفياتو، ابتکاراتو، مفکورو، پانګونو، شراکتونو، ماهره کاري ځواک جذبولو روزلو او ورته ودې ورکولو اړخونه هم راسپړي. لدې سره د تجارتونو ودو او پرمختګ لپاره هم اغيزمن چاپيريال رامنځ ته کوي.
بيا د دې قوانينو جوړولو، تشريح کولو او عملي کولو لپاره د ظرفیتونو بحث هم کوي. که يو څوک بهترين قوانين ولري، خو نه ترې ګټه اخيستلای شي او نه په اړونده ادارو کې دا ظرفيت وي چې د هغې په چوکاټ کې د ټولو حقوق وساتي، بیا هم د قانون ستونزه شته.
اوس چې موږ څومره دغه قوانين لرو، څومره عملي دي، او څومره خلکو ته یې پوښښ ورکړی دی، دغه پوښتنه دې هغه څوک ځواب کړي چې مسؤليت يې لري.
(په راتلونکې ليکنو پر اوږدمهاله فکر يا ستراتيژي، د کاروونکو او د هغوی د معلوماتو خوندتيا، د ظرفيتونو پر لوړولو، ټکنالوژۍ ګڼوالي او سيمه ييز پرمختګ، مناسب تعليمي نظام، د ايکو سيسټم رامنځ ته کول او له نړۍ سره پر نښلیدلو غږيږو.)
ورته ليکنی: ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه






Leave a reply to د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه