جاپان کې يو چا په ۲۰۱۹م کال کې له هولوګرام سره واده کړی وو، هغه د هولوګرام ملاتړی کمپيوټري پروګرام اوس کار نه کړي، سړی یې له ښځې خلاص کړ. دا په جاپان کې د يوه ډيريدونکی پديدې برخه ده، چې دوی ورته فکټوسکشواليټي اصطلاح کاروي، يعنې داسې يو حالت چيرې چې يو څوک د ټلويزون يا ټکنالوژئ پر يو تخيلي کرکټر/لوبغاړي ميينيږي. بيا داسې شرکتونه او ټکنالوژۍ شته چې دغو کرکټرونو ته د مشتري له غوښتنو سره سم مصنوعي ژوند او شخصيت ورکوي، او پر مشتري يې پلوري.
د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته آنلاين معاشقې مخ په ډيريدو دي، يعنې هغه مصنوعي جنۍ/ هلک درته هر هغه څه وايي چې دا شخص يې غواړي واوري، د هرې پوښتنې ځواب در کوي، هر هغه څه چې مقابل لوری ترې غواړی هغه ورسره مني، خو مقابل لور ته بيا هلک/جنۍ نه وي، بلکه يو کمپيوټري پروګرام وي، چې ستاسې له غوښتنو او تمو سره سم ځواب درکوي.
خو له دغې فکر سره ستونزه دا ده چې ژوندی بشر بيا هیڅکله د بل بشر له طبعې سره سل په سله نه عياریږي، آن غلامان هم تر يوه حده خپله اراده لري.
د ټکنالوژۍ دغه ډول عياريدل يا هر وخت ستاسې خدمت ته حاضر يا خوښ اوسيدل، د ټکنالوژۍ کاروونکي ته مصنوعي اخلاق او بې ځايه تمې ورکوي، هغه دغه فکر غواړي په عملي ژوند کې له بل بشر سره هم وويني.
لدې سره د روږدتيا بحث هم دی، چيرې چې شخص د انټرنېټ او په ځانګړي ډول د ټکنالوژئ وسيلې له شتون سره خوښ او د نه شتون په صورت کې يې ناخوښی وي. يا د اړيکو وسيلې لکه فيسبوک يا واټس آپ د نه شتون په صورت کې ځان نارامه احساسوي.
کمپيوټري روږدتيا يو اصل دی، تر اوسه د مسلک متخصصينو له کمپيوټر سره ډېره مينه د روږدتيا په ډله کې نه ده ور اچولې خو يو پريکنده اکثريت يې دا مني چې د ځينو انسانانو له کمپيوټر يا ټکنالوژئ سره ارتباط له صحي بريده ور اوړي او اکثره وختونه له اړتيا ډير وخت ورسره تيروي.
دغه بحث اوس له منځه تللی دی چې په مجلس کې به ناست وی او خلک ټليفون کاروي، دا ښايي ناخوښه خو يو منل شوی اصل دی، د ماشومانو له آرامولو نيولې د غټانو تر ساعتيرئ پورې هر څه ټکنالوژي رانغاړي.
د يوې نوې څيړنې له مخې هغوی چې په ورځ کې ۱۵ ساعتونو ډير آنلاين/ پر انټرنېټ تيروي، د انټرنېټ په نه شتون کې خپګان احساسوي، ځان د انټرنېټ استعمال پر مهال نشي کنټرولولای يعنې د وخت حساب ترې ورکيږي او د ډېر استعمال وروسته د پښيمانۍ احساس کوي.
هر کله چې انټرنېټ يا کومه ځانګړې ويبپاڼه کاروي نو که څوک يې پام ورپرې کړي يا مداخله وکړي نو په قهريږي او د انټرنېټ د شتون پر مهال بې حده خوښ وي او د نشتون په صورت کې ځان خپه احساسوي، دا او ورته ټولې نښې له ډېر وړاندې ارواپوهانو له روږدتيا سره تړي. د روږدتيا د تعريف يو اساسي ټکی بيروني توکي يا هڅوونکي پورې د خپلو احساساتو تړل دي.
د ټکنالوژئ نړۍ تر ډېره د يووالي په لور روانه ده، چيرې چې تاسې د يوې وسيلې له لارې خپلې ټولې چارې اجرا کوئ، له دفتري کارونو نيولي تر بانکي چارو تر ټولنيزو چارو تر ساعتيرئ پورې، ټول اوس د ټکنالوژئ له لارې شوني دي، د غښتلې ټکنالوژئ وسيلې لکه ګرځنده ټليفون او انټرنېټ اړيکې له لارې تاسې له خپل ځای څخه هر څه اجرا کولای شئ، چې دا د ټکنالوژئ وسيلې د ډير استعمال سبب ګرځي او موږ د ژوند نږدې هرې چارې لپاره ورته محتاجيږو.
ښه نو پدې کې تاوان څه دی، انسان به په ټکنالوژيکه توګه پرمختګ وکړي او ښه هم دی ځکه موږ به نورو ډيرو چارو ته وزګار شو، ټکنالوژئ د انسان پخوانئ رواجي چارې آسانې کړي دي، د ټليفون او ايميل له لارې ډېرې ستونزې حليږي، اوس خو آن د جنازو او ختمونو اعلانونه هم د فيسبوک له لارې کيږي جنازه به ورته پرته وي خو تر څو چې يې خپل د فيسبوک سټيټس نه وي آپ ډيټ کړې تر هغې مړې له ځايه نه خوځوي. لدې سره په ختيځه آسيا لکه فليپين، تايوان، او نورو هېوادونو کې د خپلو مړو هولوګرام جوړول هم رواج دي، يعنې د وفات شوي شخص ټول معلومات يو کمپيوټري پروګرام ته ورکول کيږي، هغه د دغو معلوماتو په مرسته د هغه شخص مصنوعي شخصيت جوړوي، بيا دغه شخصيت د ژونديو په موبايلونو يا کمپيوټرونو کې ځای په ځای کيږي، او دغه ژوندي ورسره تل غږيږي.
په ټولنيز ډول سره لدې چې د مفاهمې او ټولنيزې اړيکو وسيلې ډيرې شوې دي خو موږ د ټولنيز دود له ننګونې سره مخ يو، په يوه کوټه کې به درې څلور نفره ناست وي ټول به يې پر فيسبوک بوخت وي او بيرته به بيا له يو بل سره د همدې فيسبوک په اړه بحث کوي، هر څه چې له ضرورته ډير استعمال شي خپل تاوانونه او ننګونې زيږوي.
د کمپيوټر يا ټولنيزې ميډيا روږدتيا تر ټولو خطري اړخ په ټولنه کې د هغې قبوليت دی، په ټوله نړۍ کې ټکنالوژئ ته په ښه سترګه کتل کيږي او له اړتيا ډير استعمال يې بد نه ګڼل کيږي، په نورو نشو کې نشه يې توکې ټول بد انګيري خو دلته نشه يې توکې مثبت او د زحمت نښه ګڼل کيږي.
د ټکنالوژيو راتلونکي نسلونه بشر ته يو مصنوعي ژوند هم برابروي، چيرې چې له مصنوعي ځيرکتيا نيولې تر مصنوعي چاپيريال هر څه شته. تاسې د يوې وسيلې په توګه له حقيقې نړۍ مصنوعي نړۍ ته چې هر څه مو پر خوښه او خواهشات مو پکې پوره وي، ته د يوې وسيلې پر کارولو داخليږئ. هلته د خپلې نړۍ حاکم ياست، هر څه ستاسې پر اشاره او خواهشاتو چليږي.
دا هر څه د بشر پر تمو، زحمتونو او اړيکو اغيزه لري. موږ د ټکنالوژۍ نوې وسيلې او آسانتياوې ډير ژر قبلوو، خو له هغې سره اړونده سمو عادتونو خپلولو او ورسره ځان عيارولو لپاره بيا وخت ته اړتيا لرو.
له کمپيوټر کار واخلئ مينه مه ورسره کوئ، مينې لپاره د خدای بنده پيدا کړئ، سم خلک همداسې کوي!!!
ورته ليکنی: سايبري مينه – اخيري برخه، د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه، مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه






څرګندون پریږدئ