ښه مفاهمه يو ډېر کليدي مهارت دی، هم د ويناوال لپاره چې څرنګه وکولای شي خپله خبره په مناسه او احسنه توګه ورسوي او هم د اوريدونکي لپاره چې له فلترولو، جانبي کولو او ملامت پرته خبره واوري او درک يې کړي. په غوره مفاهمه کې غږيدا او اوريدا دواړه مهم وي. غږيدونکی، مهم نه دی چې وينا کړي يا ليکل، بايد پوه شي چې څه او څرنګه وايي.
ورسره، اوريدونکی بايد پوه شي چې وينا پر هماغه ډول تعبير کړي، په کوم ډول چې ويناوال غواړي خپل پيغام ورسوي. د وينا په څير، اوريدنه هم د اوريدونکو له افکارو او احساساتو اغيزمنه وي، بې طرفه اوريدنه او ځان غبرګون ته برابرولو وړاندې د ويناوال پر مفهوم ځان پوهول هڅه غواړي.
مفاهمه د اغېزې لپاره وي او د اغېزې ښندلو تر ټولو لومړی شرط خپل منځي باور دی، او د دغه باور تر لاسه کولو تر ټولو کليدي ټکی همدا افهام او تفهيم دی، پوهول او پوهيدل دي. د افهام او تفهيم ناقصه او نيمګړي مهارتونه کولای شي شخص ته هم په مسلکي او هم په شخصي توګه زيان ورورسوي، او ورسره يې اعتبار هم خام کړي چې نشي کولای يو څوک په ښه توګه پوه کړي.
هغه چې نه شي کولای څوک پوه کړي، له هغه شخص سره هیڅ توپير نه لري، چې نه پوهيږي څه غواړي. مفاهمه يو زده کيدونکی مهارت دی چې په دوامداره توګه ښه کيږي، دلته زموږ بحث پر پنځو عمومي اصولو بنا دی چې کولای شي، له تاسې سره په غوره پوهيدنه او پوهولو کې مرسته وکړي.

۱. پيغام مو څرګنده او ځانګړی کړئ
تر څو چې تاسې پوه نه شئ، چې څه رنګه په څرګنده توګه خپل پيغام ورسوئ، تر هغې روښانه ځواب نه تر لاسه کوئ، نو ځکه مخکې لدې چې موږ مفاهمې ته ولاړ شو بايد پوه شو چې څرنګه خپل پيغام په څرګنده توګه ورسوو. له څرګندوالي څخه هدف د وينا ټکو او هغې رسولو په اړه فکر، له کومې لارې بايد پيغام ورسول شي او څرنګه که چيرته اړتيا وي نو پيغام نور هم روښانه کړو، چې په هغې کې ښايي بيلګې، انځورونه، يا نور مواد شامل وي.
لدې سره دوهم ټکی، د وخت ځانګړي کول دي، هر کله چې مو خپل پيغام په څرګنده ډول ورسوو، بايد پوه شئ چې څه وخت او څرنګه ځواب غواړئ. که چيرې پر غبرګون د وخت قيد کينږدئ، او ځواب مو ځنډنی شو، نو پوه شئ چې پيغام په څرګنده توګه د وخت له قيد سره نه دی رسولی.
۲. هغه سلوک په نښه کړئ چې تاسې يې تمه لرئ
څومره به مو اوريدلي وي “والله پلانکی مې چندان ښه نه ايسي”، «رنګ يې پر ما ښه نه لګي»، مفاهمه داسې ګونګه او مجهوله نه کيږي، هر څومره چې يوه موضوع پراخيږي همدومره يې ارزښت کميږي، نو ځکه بايد هغه سلوک يا کړه وړه په نښه کړئ چې نه مو خوښيږي يا يې غواړئ نور هم ووينئ.
که له يوه شخص غواړئ چې دفتر ته پر وخت راشي نو ورته وواياست، که غواړئ پر وخت مو ايميل ته ځواب درکړي ورته وواياست، که له جامې، عطر، ټوکو، ژبې، بې ځايه ځان ښودنې هر څه سره چې يې ستونزه لرئ ورته وواياست او ورسره په ګوته يې ورته کړئ چې څه غواړئ، آن له ډېرو مشرانو به مو اوريدلي وي چې ما ته يې ووايه چې څه وکړم
تر څو چې پرې ګوته کينږدئ، تر هغې يې د بدلون تمه عبثه ده.
۳. پيغام ته مو لوری وټاکئ
پيغام بايد د څه لپاره؟ ولې؟ څرنګه؟ داسې او نورې د لوري پوښتنې ځواب کړي. ، هغه بحث چې لوری ونه لري هغه بې ګټې دی، که مفاهمه يوې ټاکلې نتيجې ته رسيدو لپاره سر ته رسيږي نو ټول بحث بايد پر هماغه استقامت وي، که چېرې مفاهمه د يوه توافق او تړون لپاره کيږي نو لوری بايد څرګند وي، يوازې هغه څه بايد تر بحث لاندې وي چې موږ دغه لوري ته بيايي او مزل مو لنډوي.
د بحثونو له دايروي شکل بايد ډډه وشي، داسې يو حالت چې پر يو ټکي توافق وشي، بيا له يو څه ځنډ وروسته هماغه لومړي د توافق ټکي ته راستانه او سره يې بيا شاربي.
۴. متقابل درناوی ولرئ
مهمه نه ده چې له څومره ستونزمن او کړکيچن حالت سره مخ ياست، ښه پر درناوي ولاړه مفاهمه يې تر ټولو ښه حل دی. خو، په داسې حالاتو کې چې مفاهمه هر څومره کړکيچنه کيږي، همدومره د مقابل لورو احساساتي کيدو امکان هم ورسره لوړيږي. نو ځکه، په دې حالاتو کې دا ډير مهمه ده چې په هیڅ صورت کې بايد مفاهمه د غږ لوړوالي، نامناسبو ټکو کارولو، د مقابل لوري سپکولو او نورو لارو منفي اغيزمنه نه شي.
لدې سره دوهم بحث د مفاهمې ريښتينوالی دی، مفاهمه بايد پر ريښتياوو او واقعيتونو بنا وي، آن که دغه رښتيا هر څومره ځوروونکي وي، بيا هم بايد له درواغو ډډه وشي. که چيرې مو يو کار ته زړه نه وي، نو ډيره ښه ده چې هملته ورته انکار وکړئ، نه دا چې د مقابل لوري له ډيرو کړولو وروسته هغه شخص پر خبره پښيمانه کړئ.
۵. لومړی فکر بيا غږيدنه
د نن د موبايلونو او دوامداره بې پامۍ په زمانه کې پاملرنه طلايي مهارت دی. په يوه وخت کې له څو چارو لاس راتاوول د نن يو عام عادت دی، چای په څښي خو سترګې به يې پر موبايل خښې وي، تا ته به سر خوځوي خو د واټس آپ مسیجې به لولي، مړۍ به يې په خوله کې وي خو پر ټلويزون به د کرکټ شپږيزې ته په تمه وي.
د مفاهمې لپاره دوه اړخيزه پاملرنه ډېره مهمه ده، هغه شخص چې څه وايي يا د مفاهمې مشري په غاړه لري بايد خپلې خبرې ته متوجه وي ورسره هغه چې اوري يې يا د مفاهمې مخاطب وي بايد په سمه توګه ځان پوه کړي، وايي کنه “د تورې ټپ جوړيږي خو د ژبې نه” داسې څه ونه واياست چې سبا به پرې پښيمانه وئ.

د مفاهمې توانونو ولې ژوبليږي
د مفاهمې لټ عادتونه
مفاهمه تياری غواړي، هر غښتلی ويناوال له وينا وړاندې خپله وينا څو ځل تکراروي، له ملګرو سره يې شريکوي، همداسې پر خپله خبره څو ځلې فکر کوي، بې فکره او بې تيارئ مفاهمه اکثراً ناقصه وي، د مفاهمې لټ عادتونه د دې خطاوو يو له اساسي دلايلو څخه دی.
د سلوک بدوالی
وايي “نرمه غاړه توره هم نه پريکوي” په سړيتوب او انسانيت خبره تر اوږده پاتې وي، ويناوال قصداً يا سهواً خبره پر دا ډول کوي چې پر مقابل لورې بده لګيږي. په مفاهمه کې موږ اکثراً وايو چې ستونزه د پيغام نه وي، بلکې د ويناوال د پيغام د رسولو طريقې وي. په مفاهمه کې مهمه ده چې اړونده سلوکونه هم موجود وي، که خبره هر څومره ښه شي، خو پر مناسبه طريقه ملاتړ نه شي بيا هم “خبره سمه ده، خو لکۍ يې کږه ده”
هغه څوک چې غږيږي هغه اکثراً ځان پر حقه ګڼي، خو مهمه دلته داده چې مقابل لوری دې باره کې څه فکر کوي، د ويناوال سلوک د هغې د نيت ډېر ښه ښکارندوی دی.
بدنيتي
که د دواړو لورو تر منځ بدنيتي يا بدبيني وي نو سمه خبره هم کږيږي، ځکه دا ډېره مهمه ده چې د دواړو لورو تر منځ د باور فضا بايد موجوده وي، يا دا فضا بايد رامنځ ته شي. په کړکيچنو خبرو اترو کې د باوري فضا رامنځ ته کول تر ټولو لومړی کار وي، دواړه لوري داسې کوچني خو مهم ګامونه اخلي چې يو بل ته خپل ښه نيت وښيي او د باور يوه فضا رامنځ ته کړي.
که بحث رالنډ کړو، لومړی، مفاهمه د غبرګون لپاره کيږي، که اړونده غبرګون نه ترلاسه کوئ، نو مهمه نه ده چې کومه ژبه يا ټکي کاروئ، مفاهمه اغېزمنه نه ده، خو که چيرې ډېره ساده خبره يا يوه موسکا تاسې لپاره اړونده غبرګون زيږوي نو هدف مو تر لاسه کړ.
دوهم، غږيدونکی بايد تل له اوريدونکي د ښه نيت تمه ولري، او پخپله هم دا اعتبار ورکړي چې د دواړو نيت يو بل ته پاک دی، خو که چيرې د بدنيتئ پريکنده اثار واوسي، ډېر مهال به مو ليدلي وي چې وايي پلانکی لټ دی په سر يې ونه دريږې کار نه کوي، يا دلته پوره پوره ادارې پر لټئ او بېکارئ ملامته کيږي چې پخپله يې ونه کړې څوک دې کار نه کوي، او همداسې نور…، يعنې مخکې لدې چې مفاهمه صورت ونيسي يا کار پيل کړي له ځان سره يې د منفي فکر او بدنيتئ يو بار روان کړی وي چې تر ډېره د مقابل لوری سره د هغوی معامله او اړيکې تر اغېزې لاندې راولي. او بيا هڅه کړي چې هره اندکه ستونزه او خنډ له خپل دغه فکر سره عياره کړي.
درېيم، د مفاهمې لپاره تر ټولو غوره وخت همدا اوس دی. هر څومره چې خبره ځنډنئ کيږي همدومره نورې جانبي ستونزې زيږوي، ورسره که تاسې اوس وغږيږئ نو ممکن له بې ځايه ځنډ مخنيوې به مو کړی وي، اکثره وختونه مقابل لورې ستا په تمه او ته د هغې په تمه ناست يې. وخت مشکل نه حلوي، که مفاهمه نن سخته ده سبا به هم سخته وي. هر څومره چې اړوند چارې ته مفاهمه لنډه وي، همدومره يې د حل امکان ډير وي.
ورته ليکنی:هوښيارتيا، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه






Leave a reply to مشري: پريکړې او پوهه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه