ستاسې ډيجيټل نقل 

د انټرنېټ او ټولنيزو شبکو کاروونکی هر شخص ځان لپاره يوه آنلاين پيژندنه لري، چې موږ يې د بنده آنلاين نقل بولو. له نقل څخه اصل هدف د کلون دی، کلون په بيالوژي کې هغه نقل ته وايي چې له اصل حجرې څخه راپيدا کيږي او د هغې مشخصات ساتي. د ډيجيټل وسيلو که هغه کمپيوټري پروګرامونه وي يا فزيکي وسيلې وي کارول او ستاسې آنلاين کړه وړه ستاسې ډيجيټل نقل رامنځ ته کوي.

څيړنې ښيي چې په اوسط ډول د نن ډيجيټل بنده له پنځو تر اوو فزيکي ډيجيټل وسيلې کاروي، پدې کې ځيرکه ساعت او ټليفون، کمپيوټر، ټبليټ، د کورنۍ غړو وسیلې، ښايي موټر او نور هم پکې شامل شي. دغه ټول وسايل بيا معلومات زيږوي، د دغو معلوماتو پريکنده برخه ماشيني اړخ لري، يعنې دا معلومات ستاسې د دغو ډيجيټل وسيلو لخوا د استعمال تاريخچې او طريقې پر بنسټ پر اتومات ډول رامنځ ته کيږي او تاسې پکې دومره ونډه نه لرئ.

Crowd of walking digital people. The concept of the symbiosis of man and technology. 3d rendering crowd of walking digital people. The concept of the symbiosis of man and technology. Computer integration in humans. 3d rendering digital clone stock pictures, royalty-free photos & images

له ټولنيزو شبکو يې راواخلئ، عموماً د کاروونکي عمر شبکه ټاکي. لکه فيسبوک نږدې شل کاله پخوانۍ ده، نو هغه خلک چې په دغه زمانه کې له ټکنالوژئ سره بلد شو، ډيره به يې کاروي، بيا همدلته به د دوی ملګري او د کورنۍ غړي وي، چې ورسره اړيکه ټينګوي. ټيک ټوک نوی نسل او نوی محتوا ده، انسټاګرام هم د نوي نسل ده، ټويټر بيا خبري او سياسي اړخ لري، لنکډآن يې بيا مسلکي اړخ لري.

لدې سره څرنګه آنلاين کيږئ، کومه فزيکي وسيله د آنلاين کيدو لپاره کاروئ، څه وخت آنلاين کيږئ، له آنلاين کيدو وروسته کوم پروګرامونه کاروئ، پر ټولنيزو شبکو کوم خدمتونه کاروئ، کومو ډلو/ ګروپونو کې برخه اخلئ، کوم څوک يا پاڼې تعقيبوئ، کومو خدمتونو او محصولاتو سره مينه لرئ، دا او داسې نور ټول معلومات په اتومات ډول راټوليږي.

د اړيکو وسيلې يا مسينجرو ته هم وګورئ، عام يې واټس آپ دی، بيا لدې سره سګنال هم دی، نن سبا د ټليګرام خبرونه ښکته پورته کيږي چې مشر يې ورته فرانسې نظربند کړی دی. څوک يې څرنګه کاروي.

په سيمه ييزه توګه هم د ځانګړی سيمې خلک ځانګړې وسيلې کاروي، لکه د چين ګاونډي هېوادونه چې په عقيده او ژبه کې سره نږدې دي، له چينايي وسيلو کار اخلي، د وي چيټ له چين وروسته ډير کاروونکي د فليپين، تايلنډ او تايوان په څير هېوادونو کې دي.

فزيکي وسيلې هم بيا څيړل کيږي، لکه د امريکا تر نفوذ لاندې هېوادونو او ولسونه ډير د ايپل له مصنوعاتو که ټليفون دی يا نور هغه يې کاروي، بيا نور آسیايي او افريقايي هېوادونو کې د سامسنګ بازار ګرم دی. د دغو وسيلو په ټاکنه کې بيا د کاروونکي اقتصادي حالت هم ونډه لري، هغوی چې پيسه لري ښايي د دغو شرکتونو ګرانبيه وسيلې او موډلې واخلي، او بيوزله يې بيا ارزانه وسيلې رانيسي.

آنلاين خدمتونه يې همداسې درواخلئ، د روس او يوکراين په جګړه کې هر هغه خدمت چې له روس څخه يې سرچينه اخيسته، اروپايي هېوادونو او امريکا بند کړل، روس بيا همداسې له امريکايي آنلاين خدمتونو سره وکړل، خو بيا هغه خدمتونه چې بند شول، ډير ژر يې د بديلونو بازار او ارزښت لوړ شو.

د افهام او تفهيم طريقه مو هم ارزول کيږي، يعنې په څه طريقه آنلاين غږيږئ، کومه ژبه کاروئ، له ليکلي متن، انځورونو او که نښو کار اخلئ، آنلاين تر ټولو ډيره کاريدونکی ژبه انګليسي ده، او په زړه پورې توګه د دغې ژبې ډير کاروونکي بيا هندوان، فليپينيان او چينايان دي. اروپا کې يې کاريدنه کمه ده.

لدې سره نوې څيړنې دا هم ښيي چې اوسنی ځوان نسل له خبرو سره دومره جوړ نه دی، دوی د پخوانيو په پرتله له انځورونو او نښونښانو ډير کار اخلي او د خبرو لپاره ټليفون ډير نه کاروي، غواړي ډير څه پر کوچنيو پيغامونو او دوامداره پيغامونو سر ته ورسوي.

ورسره، دويمګړي معلومات هم راټوليږي، لکه يو هغه معلومات وي چې ستاسې له کړو وړو راټوليږي، دويمګړي معلومات بيا هغه وي چې ستاسې د کړو وړو پر اساس انګيرل/ حدس کيږي، لکه ماښام له يوه ځانګړي وخت وروسته ټليفون نه رااخلئ، نو وسيله مو حدس وهي چې ويده وئ، يا د ورځې ټولنيزې شبکې نه کاروئ او يوه ځانګړي ځای ته هره ورځ ځئ او ډير وخت پاتې کيږئ، نو دغه مو د کار ځای دی.

ورسره آنلاين له چا سره ډير غږيږئ، يا ورسره مصروفه پاتې کيږئ، پر انځورونو او نورې محتوا يې نظر ورکوئ، ورسره بحث ته ځئ، نو دا مو آنلاين نږدې ملګري دی. د سواد کچه مو بيا لدې موندل کيږي، چې کوم خدمتونه د څه لپاره کاروئ، لدې سره د مسلک، سواد کچې او صنعت په اړه معلومات راټوليږي.

دې او دې ته ورته معلوماتو په رڼا کې ستاسې ډيجيټال نقل برابريږي، دغه نقل عموماً په دوامداره توګه نوی کيږي، يوازې فيسبوک وايي چې موږ د هر کاروونکي لپاره د معلوماتو راټولولو آن تر دوه نيم زره نقطې لرو، همداسې دا نور خدمتونه هم د خپلو کاروونکو په اړه معلومات راټولوي.

Digital Personalization Concept Digital immortality concept. Digital cloning. 3D render digital clone stock pictures, royalty-free photos & images

د بنده ډيجيټل نقل جوړول اساساً دې ته د دې خدمتونو کارول آسانوي، دغه آسانتياوې د ټليفون د زنګ او انځور له انتخاب څخه نيولې پدې وسيله کې د پروګرامونو تر ځای په ځای کولو هر څه رانغاړي. د نقل دغه جوړول مخ په پراخيدو دي او هم کاروونکي او هم شرکتونه غواړي چې دغه نقل ولري، او هر کله چې دوی ډيجيټل وسيله بدلوي يا د نوي خدمت کارول پيلوي، يوازې خپل دغه نقل ورکوي او وسيله يې له طبعې سره برابريږي.

تر اوسه دغه نقل تر ډيره د کاروونکي په واک کې نه دی، او معلومات يې هم يوځای نه دي، هر خدمت د شخص په اړه يوازې د هغوی د خدمت تر محدودې معلومات لري، خو اوس د نړۍ هېوادونو هڅه کړي چې کاروونکي ته لږ تر لږه دغه اختيار ورکړي چې د دوی په اړه کوم معلومات بايد راټول شي، پوه شي دا معلومات چيرې ساتل کيږي، د چا په واک کې وي او څه بايد ورسره وشي.

ځينې کاروبارونه خو آن دا هم اعلانوي چې د بنده له مرګه وروسته دوی کولای شي د دوی دغه ډيجيټل نقل په يوه وسيله کې ځای پر ځای کړي او د دغه مړي خپلوانو ته يې ورکړي تر څو د هغه له مرګه وروسته هغه په ډيجيټل ډول ژوندی وساتي، غږ يې واوري، انځورونه يې وګوري او آن په ځينې صورتونو کې د پخواني غږ او پوهې پر اساس ورسره وغږيږي.

ورته ليکنی: سايبري مينه – اخيري برخه،  د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

6 responses to “ستاسې ډيجيټل نقل ”

  1. ډيجيټل ملګری – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري مينه – اخيري برخه،  د مخابراتو او ټکنالوژي […]

    Like

  2. ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري مينه – اخيري برخه،  د مخابراتو او ټکنالوژي […]

    Like

  3. ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] دي، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري مينه – اخيري برخه،  د مخابراتو او ټکنالوژي […]

    Like

  4. ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] دي، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري مينه – اخيري برخه،  د مخابراتو او ټکنالوژي […]

    Like

  5. ټکنالوژي او بشري سلوک – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] دي، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري مينه – اخيري برخه،  د مخابراتو او ټکنالوژي […]

    Like

  6. معلوليت او ټکنالوژي – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] دي، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري مينه – اخيري برخه،  د مخابراتو او ټکنالوژي […]

    Like

Leave a reply to ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading