د ټکنالوژۍ ځيرکو وسيلو او ټولنيزو شبکو له برکته بشر په دوامداره توګه د ساعتيرۍ په لټه کې وي، داسې څه چې د ده پام له ځان سره وساتي، او د دغو وسيلو جوړوونکي هم هڅه کړي، چې خپل کاروونکي د بیلابيلو الګوريتمونو او محتوا له برکته له ځان سره اوږدمهال لپاره وساتي.
دغه ساعتيري خو تر هغه ښه ده چې خلکو خپل مهم کارونه سر ته رسولي وي، او په ورځ کې ساعت دوه دغو وسيلو ته سر ورښکاره کړي، خو که چيرې په دوامداره توګه له همدې وسيلو سره بوخت وي، نو بيا ښايي پر مزاج درانده کارونه ترې پاتې شي.
د همديو ساعتيريو يو قرباني ژوره او مسلکي پوهه ده، پخوا به خلکو د زده کړې لپاره د پوهې منابعو ته مراجعه کوله، اصل پسې به تلل، خو نن د شهرت بازار ګرم دی، خبره له اصله پاتې وي، بلکه له پوهې پکې د ساعتيرئ عنصر مهم وي. مهمه نه ده چې څه زده کوي، خو که ورسره یې ساعت تير وي، نو سمه ده.
د پوهې رسولو شکل هم بدل شوی دی، يوه زمانه کې د پوهې زيرمه ليکلې ټکی وو، له هغې وړاندې خو له ښوونکو مخامخه زده کړه وه، خو د چاپ له ماشينونو او کتابونو له رواج سره پوهې کتابي شکل خپل کړ، اما د پوهې د منابعو له ډيروالي سره زده کړه هم تخصصي شوه، او خلکو يې د لنډوالي او تخصص غم وخوړ.
مګر، د پوهې له ودې او پرمختګ سره تخصص هم څو کلن شو، ورپسې خلک د همدې پوهې لنډولو پسې شو، چې اوس خو د لنډوالي دغه حال دی که موضوع مو په څو ثانيو او انځورونو کې لنډه نه کړه، نو خلک درڅخه درومي.
نن زمانه کې د انټرنيټ سرعت او هر چا سره د انځور اخيستو وسيلو له کبله، له پوهې زيات د هغه ويناوال د خپل ځان مشهورولو غم اخيستی وي. نن زمانه کې دغه چاره ډيره عامه ده چې ليکنه دې له محتوا زيات د ويناوال/ ليکوال له انځور او ويډيو سره مل وي. او دا هم ناشونې نه ده چې څومره ويناوال ښکلی وي، همدومره به يې محتوا مشهوره وي.
د شهرت بل کمال دا دی چې خلک درباندې له انتقاد څخه ډډه کړي، که تاسې د کوم مشهور مبلغ، ويناوال يا ملاتړ لرونکو له کومې وينا يا عمل سره موافق نه ياست، نو هغه شخص به خبر نه وي، خو ملاتړو به یې درڅخه د قربانۍ مناره جوړه کړې وي.
د نن زمانې د عامې پوهې بل شکل کوچنيوالی او لنډوالی دی، په کمپيوټر کې معلومات د بيټ شکل لري، يعنې پر حروفو تلل کيږي تر څو ورته کاريدونکي او تسهيلوونکی وسيلې پر همدې بنسټ تنظيم شي. د نن زمانې پوهې هم بيټ شکل خپل کړی دی، يعنې پوهه چې هر څومره لنډه، کوچنۍ او ښه وړاندې شوې وي، همدومره يې بازار ګرميږي.
تاسې به يو ډير ښه شعر واورئ، خو وينئ چې د دغه شعر يوازې څو کرښې به شهرت مومي. يا د يوه کتاب مثال راواخلئ، چې يوازې څو محدود پراګرافونه يې ښکلی طراحي کيږي، او شريکولو او شهرت لپاره وړاندې کيږي.
بله بيلګه يې خبرونه دي، سره لدې چې نن موږ څلرويشت ساعته له خبر رسوونکو وسيلو سره وصل يو، خو يوازې هغه خبرونه زموږ پام ځان ته رااړوي چې ساعتيری اړخ ولري، او هر کله چې موږ ساعتيري يادوو نو يو اصل عنصر يې احساسات دي. هر هغه خبر چې تاسې احساساتي کوي، هغه خبر تاسې ته دررسول کيږي، او دغه د خبر رسونه خپل الګوريتمونه لري، چې ستاسې د سيمې، خوښې، جنس، پوهې، سياسي فکر، عقيدې او نورو پر اساس دا ټاکي چې کوم خبر به تاسې ته په زړه پورې وي.
که يوه زمانه کې د څو سوو صفحو کتابونو ليکل او د هغوی لوستل عام وو، د نن زمانې نسل لپاره، له يوه پراګراف اخوا ليکنه هم اوږده ښکاري. دغه ستونزه يوازې د زده کوونکو لپاره مهمه نه ده، بلکه په مسلکي چاپيريال کې هم څوک اوږده راپورونه او ارزونې نه لولي، ټولو ځان لپاره يوه ښه بهانه زده کړې ده، چې له مشر سره وخت نه شته، خبره لنډه کړئ او په يوه جمله يا پراګراف کې يې خلاصه کړئ.
له مطالعې وروسته په ذهن کې د معلوماتو پاتې کيدو څيړنې وايي، هر څومره چې د مطالعې وسيله مړه وي، همدومره پکې له مطالعې وروسته ډير معلومات د شخص په ذهن کې پاتې کيږي، يعنې هر څومره چې وسيله د کتاب يا اخبار په څير له خپل اساسي کار اخوا نور څه ونه لري، همدومره د مطالعې لپاره ګټوره وي.
دې پسې بيا هغه ډيجيټل وسيلې دي چې يوازې د مطالعې لپاره جوړې شوي دي، هر څومره چې ستاسې د مطالعې وسيله غښتلې او پرمختللې کيږي، همدومره پکې مطالعه بې ګټې کيږي، ځکه چې پر مطالعه مو تمرکز کميږي، او نورو شيانو ته مو پام اړوي، او هر څومره چې مو پام څو ځایه ويشل کيږي، همدومره د مطالعې او پاملرنې اغيزه کميږي.
د ټيک ټوک، سټوريو او سټيټسو په دې زمانه کې هر څه تر ثانيو رارسيدلي دي، موږ په دوامداره توګه له ناپامۍ سره مخ کيږو، يعنې په هره چاره چې بوخت ياست، بايد ځان پرې بوخت وساتئ، د دوامداره مسيجنو او د دغو وسيلو په ټړينګو پړينګو کې پر يوه چاره پام کول ستونزمن شوي دي، او اوږدمهاله زده کړې لپاره دوامداره پاملرنه حياتي ده.
د زده کړې لپاره تر ټولو ښه بيلګه ماشومان دي، هر کله چې غواړي يو څه زده کړي، په هغې کې ډوب شي، او آن که چيرې يې پام بل څه ته واړوئ، نو له هغې سره مزاحمت کړي، تر څو چې هغه چاره زده نه کړي، د نن د ساعتيرئ په زمانه کې زموږ دغه دوامداره پاملرنه مخ په ناممکناتو روانه ده.
ورته ليکنی: مشري: پريکړې او پوهه، واک او اغيزه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه






Leave a reply to وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه