ساعت تيره پوهه   

د ټکنالوژۍ ځيرکو وسيلو او ټولنيزو شبکو له برکته بشر په دوامداره توګه د ساعتيرۍ په لټه کې وي، داسې څه چې د ده پام له ځان سره وساتي، او د دغو وسيلو جوړوونکي هم هڅه کړي، چې خپل کاروونکي د بیلابيلو الګوريتمونو او محتوا له برکته له ځان سره اوږدمهال لپاره وساتي.

دغه ساعتيري خو تر هغه ښه ده چې خلکو خپل مهم کارونه سر ته رسولي وي، او په ورځ کې ساعت دوه دغو وسيلو ته سر ورښکاره کړي، خو که چيرې په دوامداره توګه له همدې وسيلو سره بوخت وي، نو بيا ښايي پر مزاج درانده کارونه ترې پاتې شي.

د همديو ساعتيريو يو قرباني ژوره او مسلکي پوهه ده، پخوا به خلکو د زده کړې لپاره د پوهې منابعو ته مراجعه کوله، اصل پسې به تلل، خو نن د شهرت بازار ګرم دی، خبره له اصله پاتې وي، بلکه له پوهې پکې د ساعتيرئ عنصر مهم وي. مهمه نه ده چې څه زده کوي، خو که ورسره یې ساعت تير وي، نو سمه ده.

turned-on headrest monitors

د پوهې رسولو شکل هم بدل شوی دی، يوه زمانه کې د پوهې زيرمه ليکلې ټکی وو، له هغې وړاندې خو له ښوونکو مخامخه زده کړه وه، خو د چاپ له ماشينونو او کتابونو له رواج سره پوهې کتابي شکل خپل کړ، اما د پوهې د منابعو له ډيروالي سره زده کړه هم تخصصي شوه، او خلکو يې د لنډوالي او تخصص غم وخوړ.

مګر، د پوهې له ودې او پرمختګ سره تخصص هم څو کلن شو، ورپسې خلک د همدې پوهې لنډولو پسې شو، چې اوس خو د لنډوالي دغه حال دی که موضوع مو په څو ثانيو او انځورونو کې لنډه نه کړه، نو خلک درڅخه درومي.

نن زمانه کې د انټرنيټ سرعت او هر چا سره د انځور اخيستو وسيلو له کبله، له پوهې زيات د هغه ويناوال د خپل ځان مشهورولو غم اخيستی وي. نن زمانه کې دغه چاره ډيره عامه ده چې ليکنه دې له محتوا زيات د ويناوال/ ليکوال له انځور او ويډيو سره مل وي. او دا هم ناشونې نه ده چې څومره ويناوال ښکلی وي، همدومره به يې محتوا مشهوره وي.

د شهرت بل کمال دا دی چې خلک درباندې له انتقاد څخه ډډه کړي، که تاسې د کوم مشهور مبلغ، ويناوال يا ملاتړ لرونکو له کومې وينا يا عمل سره موافق نه ياست، نو هغه شخص به خبر نه وي، خو ملاتړو به یې درڅخه د قربانۍ مناره جوړه کړې وي.

د نن زمانې د عامې پوهې بل شکل کوچنيوالی او لنډوالی دی، په کمپيوټر کې معلومات د بيټ شکل لري، يعنې پر حروفو تلل کيږي تر څو ورته کاريدونکي او تسهيلوونکی وسيلې پر همدې بنسټ تنظيم شي. د نن زمانې پوهې هم بيټ شکل خپل کړی دی، يعنې پوهه چې هر څومره لنډه، کوچنۍ او ښه وړاندې شوې وي، همدومره يې بازار ګرميږي.

تاسې به يو ډير ښه شعر واورئ، خو وينئ چې د دغه شعر يوازې څو کرښې به شهرت مومي. يا د يوه کتاب مثال راواخلئ، چې يوازې څو محدود پراګرافونه يې ښکلی طراحي کيږي، او شريکولو او شهرت لپاره وړاندې کيږي.

بله بيلګه يې خبرونه دي، سره لدې چې نن موږ څلرويشت ساعته له خبر رسوونکو وسيلو سره وصل يو، خو يوازې هغه خبرونه زموږ پام ځان ته رااړوي چې ساعتيری اړخ ولري، او هر کله چې موږ ساعتيري يادوو نو يو اصل عنصر يې احساسات دي. هر هغه خبر چې تاسې احساساتي کوي، هغه خبر تاسې ته دررسول کيږي، او دغه د خبر رسونه خپل الګوريتمونه لري، چې ستاسې د سيمې، خوښې، جنس، پوهې، سياسي فکر، عقيدې او نورو پر اساس دا ټاکي چې کوم خبر به تاسې ته په زړه پورې وي.

که يوه زمانه کې د څو سوو صفحو کتابونو ليکل او د هغوی لوستل عام وو، د نن زمانې نسل لپاره، له يوه پراګراف اخوا ليکنه هم اوږده ښکاري. دغه ستونزه يوازې د زده کوونکو لپاره مهمه نه ده، بلکه په مسلکي چاپيريال کې هم څوک اوږده راپورونه او ارزونې نه لولي، ټولو ځان لپاره يوه ښه بهانه زده کړې ده، چې له مشر سره وخت نه شته، خبره لنډه کړئ او په يوه جمله يا پراګراف کې يې خلاصه کړئ.

a close up of a wooden board game

له مطالعې وروسته په ذهن کې د معلوماتو پاتې کيدو څيړنې وايي، هر څومره چې د مطالعې وسيله مړه وي، همدومره پکې له مطالعې وروسته ډير معلومات د شخص په ذهن کې پاتې کيږي، يعنې هر څومره چې وسيله د کتاب يا اخبار په څير له خپل اساسي کار اخوا نور څه ونه لري، همدومره د مطالعې لپاره ګټوره وي.

دې پسې بيا هغه ډيجيټل وسيلې دي چې يوازې د مطالعې لپاره جوړې شوي دي، هر څومره چې ستاسې د مطالعې وسيله غښتلې او پرمختللې کيږي، همدومره پکې مطالعه بې ګټې کيږي، ځکه چې پر مطالعه مو تمرکز کميږي، او نورو شيانو ته مو پام اړوي، او هر څومره چې مو پام څو ځایه ويشل کيږي، همدومره د مطالعې او پاملرنې اغيزه کميږي.

د ټيک ټوک، سټوريو او سټيټسو په دې زمانه کې هر څه تر ثانيو رارسيدلي دي، موږ په دوامداره توګه له ناپامۍ سره مخ کيږو، يعنې په هره چاره چې بوخت ياست، بايد ځان پرې بوخت وساتئ، د دوامداره مسيجنو او د دغو وسيلو په ټړينګو پړينګو کې پر يوه چاره پام کول ستونزمن شوي دي، او اوږدمهاله زده کړې لپاره دوامداره پاملرنه حياتي ده.

د زده کړې لپاره تر ټولو ښه بيلګه ماشومان دي، هر کله چې غواړي يو څه زده کړي، په هغې کې ډوب شي، او آن که چيرې يې پام بل څه ته واړوئ، نو له هغې سره مزاحمت کړي، تر څو چې هغه چاره زده نه کړي، د نن د ساعتيرئ په زمانه کې زموږ دغه دوامداره پاملرنه مخ په ناممکناتو روانه ده.

ورته ليکنی: مشري: پريکړې او پوهه،  واک او اغيزه،  پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي،  د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

6 responses to “ساعت تيره پوهه   ”

  1. وخت او مطالعه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ۴۰ مشورې، د رښتياوو زغملو کچه، د مشرۍ نشه او حرص – ۴، ساعت تيره پوهه   ، د بې وسئ زده کړه  ، تعليم او د عايد تمې، […]

    Like

  2. تدبر او تمرکز – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او ګټور کار، اته وړانديزونه، سم کار که د کار سموالی، ساعت تيره پوهه   ، د کار سړی ، تعليم او د عايد تمې، د وخت پر […]

    Like

  3. معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره پوهه،  مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او […]

    Like

  4. وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر […]

    Like

  5. راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او عادتونه، د ناکامۍ ارزښت،  مشري: مشوره، ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر […]

    Like

  6.  د هڅونې او نظم تر منځ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او عادتونه، د ناکامۍ ارزښت،  مشري: مشوره، ساعت تيره پوهه،  تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر […]

    Like

Leave a reply to وخت او مطالعه – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading