معلوليت او ټکنالوژي

انسان تر هغه د يو څه په قدر نه پوهيږي تر څو چې يې له لاسه ور نه کړي، پر موږ اکثرو د الله (ج) رحم دی چې په ټولو حواسو او فزيکي توانونو يې پوره پيدا کړي يو، خو داسې ډېر خلک شته چې يو نه يو فزیکي يا حسي محدوديت لري، چې دا محدوديت دوی د ژوند په اکثرو چارو کې له ننګونو سره مخ کوي، او نشي کولای چې په عادي حالت کې له فزيکي روغ شخص سره سيالي وکړي.
افغانستان بدبختانه د معلولينو پراخه نفوس لري، چې يا د جنګ قربانيان دي، او یا د بيوزلۍ او ناپوهۍ له کبله روغتيايي ستونزو په صورت کې د ژوند تلپاتې معلوليت سره مخ شوي دي، ټکنالوژي د ژوند هره چاره کې ډېرې آسانتياوی راوړي چې کولای شي له معلولينو سره هم پراخه مرسته وکړي.
د ټولنې په توګه موږ ته د فزيکي معلول او ذهني ناروغ قبلولو لوی مزل راپاتی دی، هغه متقابل درناوی چې دوی يې بايد ولري تر اوسه نه ورکول کيږي، په يوه نه يوه نامه وروسته پاتې کيږي او په اکثره ځايونو له سپکاوي او ننګونو سره مخ کيږي، د انسان ناوړه سلوک تر ډېره د هغې د ناپوهئ ښکارندوی وي، او زموږ پوهه په دې ساحه کې ډېره محدوده ده، چې له همدې کبله دوی ته د يوه مکمل، روغ او سالم انسان په توګه کتل اکثرو ته ناشونې بريښي.
د همدې ستونزو پر احساسولو په نړيواله توګه د ټکنالوژئ داسې ډيرې وسيلې شته چې له داسې اشخاصو سره مرسته کوي تر څو د ټولنې فعاله غړي شي.

لومړی ډله ټکنالوژي يې مرستندویه ټکنالوژئ دي، ځيرکه وسيلې پراخه توګه کاريږي، دغه مرستندويه ټکنالوژئ مثلاً له ليد محروم يا ژوبل شخص سره مرسته کوي تر څو ډيجيټال محتوا وکاروي، د متن پر غږ بدلول يا د غږ پر متن پروګرامونه مثلاً له حرکته پاتې خلکو سره مرسته کړي تر څو متن واوري، يا د متن پر غږ بدلول له هغوی سره مرسته کړي چې په لوستل ورته ستونزمن وي.
لدې سره بيا فزيکي وسيلې هم شته چې معلولو اشخاص غښتلی کوي، لکه د اوريدو وسيلې چې په اوريدا کې مرسته کړي او ورسره د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته د اضافي غږونو مخه نيسي. يا ماشيني عضلات چې انسان يې کولای د خپلو مغزو له لارې کنټرول کړي او لدوی سره په تګ راتګ کې مرسته کړي.
بله ډله يې د کور او شيانو ځيرکولو وسيلې دي، مثلاً تاسې ځيرک ټليفونونو کې شتو پروګرامونو له لارې هم دا ټليفونونه او هم ورسره تړلې وسيلې په واک کې لرلای شئ. اتومات دروازې او ځيرک قلفونه يې نورې وسيلې دي. همداسې د ساعتيرئ په ډګر کې داسې کمپيوټري لوبې هم شته چې معلول اشخاص يې کارولی شي.
د زده کړې په ساحه کې بيا داسې وسيلې شته چې له شخص سره مرسته کړي تر څو اوريدونکې/ لیدل کيدونکې محتوا هماغه وخت پر متن واړوي، لکه يو څوک ويډيو ګوري نو دغه ټکنالوژي د ويناوال خبرې پر متن بدلوي. که څوک بيا د ليد ستونزه لري يا د يو انځور پر مفهوم نه پوهيږي، نو بل ډول ټکنالوژي ورته دغه انځور تشريح کوي. لدې سره مصنوعي ځيرکتيا داسې پروګرامونه هم شته چې د آټيزم، غږيدا يا فکري محدوديتونو او ستونزو لرونکو لپاره د زده کړې ځانګړی چاپيريال برابروي، او لدوی سره د دوی له طبعې سره برابر په زده کړه کې مرسته کړي.
څرنګه چې اوس مخ په ډيريدونکي ډول هر څه آنلاين کيږي، نو ځکه ملګري ملتونو اړونده ادارې د ويبپاڼو لپاره ويب محتوا ته د لاسرسۍ تر عنوان لاندې ځينې لارښودونه لري او اساسی هدف يې د دغو محتواوو هر يو ته لاسرسۍ وړ کول دي. پدې کې بيا داسې ټکنالوژئ راځي چې د ويبپاڼې له کاروونکي سره مرسته وکړي د موس يا کيبورډ له کارولو پرته ويبپاڼه وکاروي، متن او انځورونه يې داسې ترتیب شوي وي چې هر څوک يې ولوستلی او وکارولی شي او چيرې چې اړتيا وي انځور يا متن غږيزه تشريح هم ولري يا دا توان ولري چې کاروونکو ته بيان شي.
تګ راتګ معلوليت لرونکو اشخاصو لپاره ستره ننګونه ده. پخپله چليدونکي انتقالوونکی وسيلې يا داسې موټرې چې ويلچيير سره ورته د ورختلو آسانتيا لري يا د جي پي ايس په مرسته د شاوخوا تشريح او مزل ځينې وسيلې دي چې لدغو اشخاصو سره په تګ راتګ کې مرسته کړي.
زموږ لپاره د دغو وسيلو کارولو تر ټولو ستره ننګونه مالي اړخ دی، سره لدې چې دغه وسيلې ژوند آسانوي، خو ګرانې او بهرنۍ دي، پدې هېواد کې نشته، بل اړخ يې د کاروونکو د سواد درجه ده، څرنګه چې معلول شخص په ټولنه کې د ژوند له سترو ننګونو سره مخ وي، ډيرې بنسټيزه چارې ورته ستونزمنې وي، نو ځکه ډير امکان لري چې بې سواده دې هم وي، او دغو وسيلو کارول په پريکنده توګه د بهرنيو ژبو زده کړه او لومړنۍ پوهه غواړي.

دلته د دې اړتيا هم شته چې په ولسي او ځانګړي ډول دولتي سطحه د پروژو په طرحه او جوړولو کې دې چارې ته پاملرنه وشي، زموږ ودانئ تر اوسه په داسې شکل جوړيږي چې د فزیکي محدوديت شخص لپاره د هغوی کارول ډېر ستونزمنوي، تعليمي نظام کې مو د دا ډول اشخاصو برخه اخيستنه ډېره محدوده او ستونزمنه ده، همداسې ټرانسپورټ، عامه خدمتونو ته لاسرسی هم ستونزمن دی او ورسره په کاروباري سطحه دلته معلوليت مستقيماً د بيوزلۍ سبب ګرځي او بدبختانه مسلکي خيراتخورو ترې د خيرات غوښتلو يوه وسيله جوړه کړې ده.
دولتي ويبپاڼې د عامه خدمت په توګه بايد غږيزه، تصويري او متنني/ ليکي محتويات ولري، چې هر څوک يې وکولای شي په آسانه وکاروي، که يو څوک د ليد ستونزه لري بايد غږيزه محتوياتو له لارې خپله ستونزه حل کړي، ورسره که له رنګونو سره ستونزه ولري بايد وکولای شي د رنګونو او نورو بدلولو له لارې ویبپاڼه استعمال کړي، همداسې که وغواړي نو بايد د ټليفون ځانګړې نومرې واوسي چې يوازې همدې ځانګړې طبقې وګړو په خدمت کې وي.
دولت د عامه خدمت برابرونکي په توګه ټولو ته مسؤل دی، او هر څوک حق لري چې فزیکي توانونو په نظر کې له نيولو پرته له عامه خدمتونو آسانه او بهتره ګټه واخلي، او دا زموږ د ټولو او په ځانګړي ډول د دولت مسؤليت دی چې د اړونده ټکنالوژيو او وسايلو پر کارولو دې خدمتونو استعمال آسانه او لاسرسی ورته عام کړي.

ورته ليکنی: ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري مينه – اخيري برخه،  د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading