څرنګه ترې خوندي پاتې کيدای شو
اکثره هېوادونه په عمومي توګه د ميرمنو آزار لپاره قوانین لري، چې آنلاين او د ټکنالوژۍ په مرسته د آزار مخنيوی هم پدغه ساحه کې راځي، لدې سره د ټکنالوژۍ د ساحې شرکتونه هم خپل اصول او کړنلارې لري چې کولای شي له قربانيانو سره مرسته وکړي. موږ دلته د ټکنالوژئ وسيلو کاروونکو لپاره وړانديزونه لرو، چې څرنګه کولای شي لدې وسيلو د خپل ژوند بهترئ لپاره کار واخلي.
آنلاين ژوند او ډيجيټال نړۍ له خپلو ټولو ننګونو سره د بشر ژوند ډير غني کوي او له کارولو پرته يې نه کيږي او نه بايد د دې ننګونو له کبله د هغې له استعمال څخه ډډه وشي.
لانديني وړانديزونه کولای شي له تاسې سره د دغو ننګونو په مخنيوي کې مرسته وکړي، ورسره درته پر هغې پوهيدو لپاره د مزل پيل ټکی وي. دا وړانديزونه د دغو ټکنالوژئ وسيلو کاروونکو او د هغوی وليانو/ والدينو دواړو لپاره دي.

۱. ډيجيټل پوهه او خبريدنه
ځان پر ډيجيټال خوندتيا پوه کړئ: ځان او ماشومان مو پر دې پوه کړئ چې څرنګه آنلاین ځان خوندي وساتي، دغه خوندتيا بیلابيل شکلونه لرلای شي، خو اساسي يې په لاندې ډول دي:
فشنګ، دا عموماً جعلي بریښنالیکونه، پيغامونه يا ويبپاڼې وي چې ستاسې شخصي او محرم معلوماتو غلا کولو لپاره جوړيږي، لکه تاسې ته ايميل راځي چې پلانکی مړ شوی دی او دومره پيسې يې په بانک کې پريښي دي او موږ ستاسې ملاتړ ته اړتيا لرو چې له بانکه يې راوباسو، يا په کوم بل هېواد کې تکړه کارکوونکو ته اړتيا ده او که تاسې غواړئ هلته دنده واخلئ.
د هر داسې ايميل/ بريښنالیک له پرانيستنې او د هغې پر اړيکو له کليک کولو ډډه وکړئ يا ورسره احتياط وکړئ، چې پرې شکمن او راليږونکی يې نه پيژنئ.
معلوماتو محرميت: ځان پوه کړئ چې ولې له تاسې څخه معلومات اخيستل کيږي، چيرې به ساتل کيږي او آیا له نورو ويبپاڼو يا پروګرامونو سره به شريکيږي که نه.
پاسورډونه او غبرګ تائيد: ځانګړي او غښتلي پاسورډونه وکاروئ، هڅه وکړئ هر حساب لپاره ځانګړی پاسورډ ولرئ، او چيرې چې امکان ولري د خپلو حساسو حسابونو لپاره د غبرګ تائيد نظام فعاله کړئ، يعنې کله چې دغې حساب ته داخليږئ نو له پاسورډ سره تاسې ته د ټليفون يا ايميل يا بلې وسيلې له لارې هم پيغام راشي، چې دغه حساب ته څوک داخليږي آیا تاسې ياست يا بل څوک دي.
ډيجيټل چاپ: پر دې پوه شئ هر څه چې آنلاين شريکوئ، هغه تلپاتې دي، آن که له خپل حساب او نورو يې پاک هم کړئ، بيا هم شته. د هر څه له شريکولو وړاندې له ځان سره ښه فکر وکړئ چې دا په شريکولو ارزي يا نه.
۲. د حدودو او محرميت ټاکنه
نن د مصنوعي ځيرکتيا په زمانه کې هر څه پر معلوماتو چليږي. هغه آنلاين وسيلې چې تاسې يې وړيا کاروئ که هغه ټولنيزې شبکې وي يا بريښناليکونه، دوی ستاسې معلومات د يوه محصول په توګه کاروي، نو ځکه بهتره ده چې پوه شئ کوم معلومات لدوی سره شريکيږي او څرنګه يې محدودولای شئ.
په دوامداره توګه د محرميت حدود وڅارئ: د خپلو ټولنيزو شبکو، پيغام استوونکو پروګرامونو او ويبپاڼو د محرميت ټاکنې په دوامداره توګه وڅارئ. وګورئ چې څوک ستاسې معلومات ويني، له چا سره شريکيږي او که امکان لري نو آن خپل د ټولنيزو شبکو حسابونه هم محرم او شخصي وساتئ.
د موقعيت/ ځای معلومات: پر ګرځنده ټليفون او نورو خپل د ځای معلومات ناتوانه وساتئ، يوازې د اړتيا په صورت کې يې فعالوئ. او هيڅکله پر ټولنيزو شبکو خپل اوسنی ځای مه څرګندوئ.
شخصي معلوماتو شريکول: آنلاين يا بې اعتباره شبکو کې د خپلو شخصي حساسو معلوماتو لکه ټليفون شميرو، آدرسونو، مالي حالت او نورو شريکولو څخه ډډه وکړئ.
۳. د اړيکو او مفاهمې خوندي چارې
عامه شريکول محدود کړئ: پر ټولنيزو شبکو له بې ځايه شريکولو ډډه وکړئ، عموماً شخصي ورځني معلومات، ښايي ځينې ترې ناوړه ګټه واخلي.
له ناپيژاندو سره احتياط وکړئ: که آنلاين له چا سره غږيږئ نو له احتياطه کار واخلئ، په ځانګړي ډول داسې خلکو سره چې نه يې پيژنئ، عموماً د ناوړه پيښو عاملين په پيل کې ځان ډير ښه ښيي، خو وروسته وروسته يې پيژندنه په ستونزه بدليږي.
د محتوا مخه نيول او خبرول: ځان له دې سره بلد کړئ چې څرنګه د ځانګړې محتوا يا پيغام مخه ونيسئ، هره ټولنيزه شبکه يا د پيغامونو پروګرامونه تاسې ته د يوه شخص، محتوا، پيغام او نورو مخې نيولو/ بلاک کولو واک درکوي، او که اړتيا يې وينئ نو د خدمت برابروونکی يا شبکې پرې خبرولای شئ، چې د يوه حساب يا شميرې له لارې ځورول کيږئ او له کبله يې ښايي ناوړه کاروونکی له ټولې شبکې محدود شي.
۴. د وسيلو او حسابونو خوندي کول
د والدينو او وليانو لپاره، د خپلو کوچنيانو پر وسيلو د څارونکو پروګرامونو ځای پرځای کول او فعالول له تاسې سره مرسته کړي چې پوه شئ دوی څه کړي او آیا له ناوړې محتوا سره خو نه دي مخ شوي.
د ځيرکو وسيلو خوندتيا: خپلې ځيرکې وسيلې تل پر پاسورډ، ګوتې يا مخ نښانونو خوندي کړئ، لدې لارې بې اجازې څوک ستاسې وسيله نه شي کارولی. ورسره تل دې ته هم تيار اوسئ چې که چيرې مو دغه وسيله ورکه کړه يا درڅخه غلا شوه، نو د حل لار به یې څه وي، څرنګه يې ناوړه اغيزه کمولای شئ.
د ځيرکو وسيلو پروګرامونه نوي وساتئ: هڅه وکړئ چې په دوامداره توګه مو د خپلو وسيلو پروګرامونه نوي او خوندي وساتئ
د خوندتيا پروګرامونو ځای په ځای کول: اکثره ځيرکو وسيلو لپاره داسې ځانګړي پروګرامونه شته چې تاسې له وایرسونو، بې ځای لاسرسئ او معلوماتو شریکولو څخه ساتي. ورسره له تاسې سره مرسته کړي چې داسې پروګرامونه، لوبې او نور وپيژنئ چې په ټليفون کې يې ځای پر ځای کول خوندي نه وي.
۵. غلطو معلوماتو پيژندنه
آنلاين نړۍ له درواغو او ډنډورچيانو ډکه ده، نو ځکه هر څه چې انلاين وينئ ضرور نه ده رښتيا دې وي، نو ځکه هڅه وکړئ ټول معلومات تصديق کړئ، پوه شئ چې څوک يې خپروي، په لومړي ځل چا خپاره کړي وو او له خپرولو څخه یې د ده شخص هدف څه دی.
۶. ذهني روغتيا
بیلابيلې څيړنې ښيي چې ټليفون په ځانګړي ډول د ټولنيزو شبکو ډير کارول د ذهني ستړيا او ناهيلئ سبب ګرځي. خلک له کاره باسي او له نورو سره يې په بې ځایه سيالۍ کې دخيلوي.
ټليفون مو يوې ډډې ته کړئ: هڅه وکړئ چې له ټليفون او ټولنيزو شبکو اخوا هم فعاله ژوند ولرئ. عمومي اصل يې دا دی چې هر څومره لږ يې وکاروئ همدومره درته ښه ده.
د کارولو حدود وټاکئ: وخت وټاکئ چې څه وخت به دا شبکې کاروئ. بيلابيلې څيړنې ښيي چې له خوب وړاندې د ټليفون او ټولنيزو شبکو کارول د بې خوبئ او ناراحته خوب سبب ګرځي. سهار له هر څه وړاندې کارول يې د ورځې د بې نظمۍ سبب ګرځي.
مثبته اغيزه ترې واخلئ: داسې ټولنيزې شبکې او آنلاين محتوا وکاروئ چې ستاسې د روغتيا، هيله مندۍ، خوښئ او مثبت احساس سبب شي. آنلاين داسې ډير څه شته چې ستاسې د زده کړې او ودې سبب ګرځي، ويې لټوئ، ويې کاروئ او له افراط څخه ډډه وکړئ.
له نورو سره مرسته وکړئ: که فکر کوئ چې څوک د آنلاين آزار او ستړيا قرباني دی، مرسته ورسره وکړئ، که هیڅ نه وي له هغوی واورئ، اکثره وختونه يوازې اوريدنه او غوږ نيونه هم د ډيرو ستونزو حل سبب ګرځي.
آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې
د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – اخيري برخه ، څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ، آنلاين دروغ رښتيا







Leave a reply to د مصنوعي ځيرکتيا زمانې مشري – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه