ډيجيټل ټکنالوژيو د کار، زده کړې، ساعتيرئ او اړيکو بې شميره فرصتونه رامنځ ته کړي دي، خو ورسره یې زموږ د ټولو ژوند په ځانګړي ډول د نجونو او ميرمنو ژوند ته نوي ګواښونه او ننګونې هم متوجه کړي دي. په نړيواله توګه آنلاين آزار او ګواښ، ډیجيټال ابتزار (چې د هغې په خوښه ونه کړی، نو ګواښل کيږي) او د بل شخصي معلوماتو ناوړه کارونه مخ په ډيریدو ده.
د افغانستان په څير ټولنو کې چيرې چې کورنی نوم، شهرت او ناموس حياتي وي، هلته آن دا کوچنۍ بدنامۍ د کورنيو او په ځانګړي ډول نجونو او ميرمنو لپاره ډيرې ناوړه پايلې لرلی شي.
هدف له ډيجيټال آزار او ځورونې څخه هر هغه عمل دی چې د ټکنالوژۍ وسيلو پر کارونه د مقابل شخص او قرباني نارامولو، ځورولو او ګواښلو لپاره تر سره کيږي.
څيړنې څه وايي
په نړيواله توګه څيړنې ښيي چې:
- نږدې ۳۸٪ ميرمنې لږ تر لږه له يو ځل له آنلاين آزار سره مخ شوي دي (د ملګري ملتونو میرمنو ادارې ډيجيټل خوندتيا سروی ۲۰۲۳م کال)
- د ۱۵ – ۱۹ کلنۍ عمرونو نجونې له هلکانو او نورو ډير له دغه ډول آزار سره مخ کيږي (يونيسيف او آی ټي يو ۲۰۲۲م کال)
- په څلورو کې يوه ميرمن له داسې پيښو او ګواښونو سره مخ شوې ده چې د هغې له اجازې پرته يې شخصي انځورونه يا معلومات آنلاين شريک شوي دي.
- څرنګه چې خلک په دوامداره توګه آنلاین کيږي، نو د ۲۰۲۰م کال په پرتله د آنلاين څارنې او ځورونې قضيي ۷۰٪ ډيرې شوې دي.
- مخ پر وده هېوادونو کې چيرې چې د پوهې کچه له وړاندې په ميرمنو کې ټيټه ده، يوازې په دريو کې يوه ميرمن د ډيجيټل وسيلو پر غوره کارونه پوهيږي، چې له کبله یې د غلطو معلوماتو، بې اجازې لاسرسئ او احساساتي ځورونې له لوړ ګواښ سره مخ وي.
- سره لدې چې په افغانستان کې د آنلاين خدمتونو او ډيجيټل وسيلو استعمال څيړنې محدودې دي، خو بیلابيل ډول معلومات څرګندوي چې دلته هم د جعلي آنلاين پروفايلونو جوړول، آنلاين آزار او ګواښ پيښې رامخ ته کيږي، او اکثريت يې د بدنامۍ د ويرې، کورنۍ پايلو او د باوري چاپيريال نه شتون له کبله نه راڅرګنديږي.
- زموږ په څير د ځوان نسل په هېواد کې چې د نفوس پریکنده برخه یې پيغلې او ځوانان دي، د ډيجيټل مواردو محدوده پوهه د دوی د آنلاين آزار له ننګونو سره د مخ کيدو ګواښ ډير لوړوي.
له دغه شميرو او پيښو ښکاری چې ډيجيټال آزار څه ناڅاپي او ليری څه نه دي، لدې سره هر کاروونکی په ځانګړي ډول نجونې او ميرمنې مخ کيږي يا د مخ کيدو امکان يې لري، نو ځکه غوره ده چې ځان او نورې پرې پوه کړئ.

آنلاين خوندتيا ولې مهمه ده
په نړيواله توګه او په ځانګړي ډول زموږ په څير ټولنو کې:
- د کورنيو ننګ، ناموس او درناوی تر ډيره د ميرمنو نيکنامۍ او په ټولنه کې د هغوی په اړه فکر پورې تړلی دی.
- د انځورونو يا پيغامونه هر ډول ناوړه استعمال که ريښتوني وي يا جعلي جوړ وي، د نارامۍ، بدنامۍ، ټولنيز فشار او آن فزيکي ګواښ او آزار سبب ګرځيدای شي.
- شرم، بدنامي او ټولنيزه کرکه د ډيرو نجونو او ميرمنو مخه نيسي چې که چيرې له آنلاين آزار سره مخ شي، نو د مرستې په لټه کې شي.
- د ټولنې قضاوت عموماً د قرباني يا جنۍ او ميرمنې په اړه وي، نه دا چې عامل يې ملامته وګڼي.
- انجونۍ او پيغلې په ستر سرعت سره ډيجيټل وسيلې او ژوند قبلوي، او اکثره وختونه کورنۍ يې دوی په پوهولو کې پاتې راځي، دوی ته دا نه ښيي چې څرنګه دا وسيلې خوندي وکاروي، آنلاين ځان وساتي او د ستونزو په صورت کې څه وکړي.
عمومي آنلاين ګواښونه او ننګونې چې د نن ميرمنې او انجونې ورسره مخ کيږي
- آزار، ځورونه او ګواښل: آنلاين ځورولی او ګواښل کيږي
- جعلي حسابونه چې د بل په نامه جوړيږي يا يې د بدنامۍ سبب ګرځي
- د انځورونو ناوړه کارونه يا جعلي جوړول تر څو قرباني يا نجونې/ ښځې وګواښل شي
- د ضعيفو پاسورډونو له کبله د قرباني د ټولنيزو شبکو حسابونو په واک کې اخيستل
- د مرستندوی او مرستې په نامه د قرباني راتلونکي آزار ته برابرول يا احساساتي کول
- د شخصي انځورونو يا معلوماتو شريکولو لپاره احساساتي فشار
- پر انجونو يا پيغلو اغيزې لرلو لپاره درواغ ويل يا غلط معلومات ورکول
دا ګواښ بيا په داسې چاپيريال کې نور هم ستر وي چېرې چې خبرې پټيږي، په ستونزو کې قرباني ملامتيږي او افواهات سترې ټولنزې اغيزې لرلی شي.
د آنلاين خوندتيا لپاره ميرمنو او نجونو لپاره عملي لارښودونه
آنلاين خوندتيا/ امنيت غښتلي کول
- غښتلی او ځانګړی پسورډ وکاروئ، هر حساب ته بيل پسورډ ورکړئ، د پسورډ ټاکلو لپاره د کاريدونکي ډيجيټل وسيلو لارښود ومنئ چې غښتلی پاسورډ غواړي.
- له پسورډ سره دوه فکتوره تضمين عملي کړئ، يعنې کله چې تاسې خپل آنلاين حسابونو ته داخليږئ نو هغه غوراوې يې فعاله کړئ چې تاسې ته ستاسې پر ټليفون يا ايميل پيغام راوستوي يا کوډ راوليږي.
- پر فيسبوک، انسټاګرام، ټيک ټوک، واټس آپ او نورو کې د محرميت يا پرايوسي غوراوی فعال کړئ، يعنې څوک مو محتوا ليدلی شي، څوک درته د ملګرتوب غوښتنه او پيغام راستولی شي.
- آنلاين شخصي معلومات لکه د کور آدرس، ښوونځی، جومات، کارځای، ورځنيو چارو او تګ راتګ مه شريکوئ.
له آنلاين شريکولو وړاندې فکر وکړئ
- شخصي انځورونه بايد يوازې له باوري خلکو سره شريک شي، نړيوالې څيړنې ښيي چې د انجونو او ميرمنو شخصي انځورونو او ويډيو د بل هر ډول معلوماتو په پرتله اته ځلې ډير وړاندې شريکيږي، او اکثره وختونه دا خيانت هغوی کړي چې دا انځورونه یا ويډيو ورسره په باور کې شريک شوي وي.
- هڅه وکړئ د داسې انځورونو، پيغامونو يا ويډيو له ليږلو څخه ډډه وکړئ، چې سبا ستاسې په وړاندې د ګواښ يا ناوړه څه په توګه کاريدلی شي.
- د سفر پر مهال هڅه وکړئ خپل دقيق ځای او حالت هماغه وخت شريک نه کړئ.
ګواښونه وپيژنئ
- له نابلدو يا هغوی څخه چې حساب يې پر خپل نامه نه وي، د ملګرتوب غوښتنې مه منئ
- په ګواښونکي يا نامناسب بحثونو او پيغامونو کې برخه مه اخلئ، سمدستي يې بند او بلاک کړئ.
- د نامناسبو بحثونو انځورونه يا سکرين شاټس واخلئ، راتلونکي کې مو ښايي په کار شي.
- اکثره وختونه هغوی چې نور ګواښي، عموماً ځان پټ ساتي، ويريدونکي او له ګواښ څخه ويريږي، شواهد ولرئ او ورته وواياست چې که له خپل عمل تير نه شو، نو ښايي تاسې يې رسوا کړئ.
کورنۍ څرنګه خپلې لوڼې/ خویندې ملاتړولی شي
- هر کله چې خپلو ماشومانو په ځانګړي ډول انجونو يا ميرمنو ته ډیجيټل وسيله ورکوئ، ځيرکه ټليفون وراخلئ نو له ممکنه ستونزو او ننګونو يې خبر کړئ.
- خوندي چاپيريال رامنځ ته کړئ، هغوی چې له داسې پيښو سره مخ کيږي، هغه له وړاندې ويريدلي او فشار لاندې وي، هغوی بايد دا باور ولري چې د پلار، ورور، مور يا خور په توګه تاسې ته هر څه ويلای شي.
- پر لارښوونو او پوهه تمرکز وکړئ، يوازې قيودات مه ټاکئ، باور رامنځ ته کړئ، له ډيجيټل وسيلو پرته نه کيږي، بهتره ده ښه استعمال يې وهڅوئ.
- هلکانو او ځوانانو ته وښاياست چې څرنګه د خپلې کورنۍ د ميرمنو قدر کوي، همداسې آنلاين د نورو انجونو او ميرمنو درناوی هم ولري او څرنګه ښه سلوک وهڅوي.
- آنلاين ارزښتونو لکه محرميت، متقابل درناوی، مسؤلیت او د حدودو پيژندل وڅيړئ، پرې وغږيږئ او ويې هڅوئ.
د قرباني لپاره تر ټولو غښتلې وسيله د هغې چار چاپيره ملاتړي خلک او چاپيريال وي، هڅه وکړئ کورنۍ لپاره داسې يو ځای رامنځ ته کړئ.
ښوونځي، ټولنی او نور څه کولای شي
- ښوونځي، مدارس او پوهنتونونه باید خپلو زده کوونکو ته ډیجيټال پوهه او آنلاين اخلاق وښيي.
- والدين او ټولنې کولای شي په ټولنه کې داسې بحثونه وهڅوي، او يو بل ملاتړ کړي.
- ادارې او ټولنيزې ډلې کولای شي دا ډول معلومات راټول او څيړنې تر سره کړي.
ډيجيټل خوندتيا د ټکنالوژۍ له ستونزې او بحثه ډير يوه ټولنيزه موضوع ده چې ټولنې يې بايد مسؤلیت واخلي او ټول پوه کړي.
که چيرې له آنلاين آزار سره مخ شوئ، څه وکړئ
- احساساتي کيږئ مه، ستاسې ويره، فشار، انديښنې او نور ټول ستاسې په مقابل کې کاریدلی شي.
- ټول پيغامونه مستند کړئ، انځورونه ترې واخلئ، چيرې يې خوندي کړئ.
- د آزاروونکي حساب بلاک او راپور کړئ، هغوی چې له تاسې سره اړيکه نيسي، يو نه يوه شبکه کاروي، که هغه فيسبوک وي، يا هر يو وي، دغه شبکې دغه ډول سلوک په وړاندې غښتلي ميکانيزمونه لري، هغه وکاروئ.
- له کورنۍ يا ملګرو مرسته وغواړئ.
- که چيرې تخنيکي شبکه، اداره يا نور پيژنئ، له هغوی مرسته وغواړئ. د مرستې ګړندۍ غوښتنه مو په راتلونکي کې له ډيرو کړاوونو ساتي.
ډيجيټال غښتلتیا يا د دغو وسيلو ښه کارول د نن زمانې يو حياتي اصل دی. د نن ځيرکه وسيلې او خدمتونه د ژوند هره برخه رانغاړي، او دا پراخوالی مخ په ډيریدو دی، په داسې صورت کې خپلو کورنيو او اولادونو ته ډيجيټل وسيلو ښه او خوندي استعمال ښودنه دوی له ډيرو ممکنه کړاوونو ساتي.
دا وسيلې د زده کړې، پرمختګ، روزګار، اړيکو او خوشحالۍ سبب ګرځي، د بلې هر چارې په څير دا هم خپلې ممکنه ننګونې او کړاوونه لري، چې ښه او پر وخت پوهه او مهارتونه يې تر ډيره مخه نيولی او غوره استعمال هڅولی شي.
ورته ليکنی: آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، آنلاين شريکول – لنډ احساس اوږده اغيزه، آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې، مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا






څرګندون پریږدئ