وخت محدود دی خو چارې نا محدودې، د دنيا کارونه نه خلاصيږي خو د دنيا وخت خلاصيږي، نو ځکه کله چې له خلکو سره د وخت د کموالي فکر راپيدا شي نو د هغې د مديريت هڅه کړي، خو په اصل کې تاسې وخت نه مديريت کوئ، بلکه خپل لومړيتوبونه ټاکئ.
يعنې مهم وخت نه دی، مهم دا دی چې تاسې په يوه ټاکلي وخت کې څه کړئ، لکه د ډوډۍ په وخت کې تمه د ډوډۍ وي، د لمانځه په وخت کې تمه د لمانځه وي، او د لوبو په وخت کې تمه د لوبو وي. که چيرې په مجلس کې ناست د بنډار او فیسبوک تر منځ يو ټاکئ، نو هماغه مو لومړيتوب دی.
لدې سره تړلی بل بحث د زړه د زور يا انرژئ دی، يعنې د ورځې په کوم وخت کې مو د زړه زور ډير دی، عموماً سهار کله چې خلکو ښه شپه خوب کړی وي هر څوک ځواکمن وي، انرژي لري، زغم لري، ښه کار کولای شي، نو له وخت څخه د بهتره ګټه اخيستنې لومړئ لاسته راوړنه همدلته وي، هغوی بريالي دي چې خپلې مهمې چارې همدا سهار خلاصې کړي.
د دې انرژۍ د بحث اساس ذهني ستړيا ده، د ټولنيزو شبکو استعمال تر ټولو ستره نيمګړتيا پر ذهني ستړيا د هغې اغېزه ده، د ټولنيزو شبکو له لارې په دوامداره توګه د پاملرنې غوښتنه شخص ستړی کوي، انرژي يې زبيښي، نو ځکه کله چې يو څوک ذهناً ستړی شي، بيا له نور کاره پاتې وي.
د عادتونو په بحث کې هر څوک پوهيږي چې څه وکړي خو هغه نه کړي، د ناوړه عمل لپاره توجيه او دليل لرل هغه نه ښه کوي، نو ځکه موږ دلته د ټولنيزو شبکو يا د ذهني ستړيا پر نورو عواملو نه غږيږو، خو که چيرې فکر کوئ، چې له وخته ښه ګټه نه شئ اخيستلای، نو ممکن دا لارې چارې درسره مرسته وکړي.
– په اصل کې موږ ناوړه عادت نه پريږدو، بلکه د هغې بديل ټاکو، وخت بيا هم مصرفيږي، دا تاسې پورې ده چې هغه وخت کې درته څه مهم دي، که چيرې آنلاين کاروبار لرئ، نو ښايي ټولنيزې شبکې درته له هر څه مهمې وي، خو که چيرې زده کوونکي ياست نو ممکن مطالعه درته له هر څه مهمه وي. خپل ناوړه عادت لپاره ښه بديل ولټوئ، پر هغې ځان بوخت کړئ، هلته چې مصروفه شوئ، بد عادت مو پخپله له منځه ځي.
– عادت بد او ښه نه لري، ځای لري، توازن او اوسط لري. لکه يو چا لپاره چې ډير ټولنيز نه وي، له ميلمنو سره ناسته پاسته به ورته ښه وي، خو که چيرې همدا بنډارونه د هغې د دندې او کورنۍ مسؤليتونو مخه نيسي نو بيا ممکن ښه نه وي. آنلاين په هره موضوع نظر ورکول ښايي د ځينو کار وي، خو ممکن ډير له کاره وباسي.
– چارو ته مو لومړيتوب ورکړئ، هر څه چې درته مهم وي هغه د ورځې په پيل کې خلاص کړئ. که هغه ليکئ، ټليفون يې ځان ته وايس مسيج له لارې راليږئ، فکر کې يې ساتئ، هغه مو خپله خوښه ده، خو مهم دا وي چې څوک پوه شي، څه غواړي.
– هغه څه چې نن تاسې ته يو وخت نيوونکی بد عادت ښکاري، هغه مو هم له يوه ځایه پيل کړی وو، په پيل کې کوچنی وو، خو نن ترې بلا جوړه ده، ستر شوی دی، نو ځان ترې خلاصولو لپاره یې بايد بيرته کوچنی کړئ.
– کوچنی يې پيل کړئ، که ډيره درته ستونزمنه وي، له دقيقو يې پيل کړئ، لکه پنځه دقيقې ګرځيدنه، مطالعه، له موبايل پرته په مجلس کې ناسته، هر څه چې وي، کوچنی يې پيل کړئ، بيا يې وغځوئ.
– پوه شئ له ورځې، اونۍ يا مياشتې څه غواړئ، دا به نه وايو چې له ژونده څه غواړئ، دا ستر بحث دی، خو د هر ساعت، ورځې يا اونۍ ښه مصرف د ښه ژوند سبب ګرځي، او همداسې د دوی ضايع کول د ژوند د ضياع سبب ګرځي. یودايان وايي چې په تخم کې ونه ده، او په ونه کې ځنګل دی، او په ځنګل کې بيا تخم دی. ثانيې د ژوند لوری ټاکي، او د ثانيو حساب ممکن د همدې ښه ژوند ښه پيلامه وي.
– هغوی چې پر دې نه پوهیږي چې ورځې، مياشتې يا له ژونده څه غواړي، نو هغه دې بيا دا انديښنه هم نه کړي چې وخت مې چيرې مصرفيږي، هغه د ماشومانو په څير چې په خيټه موړ وي، آرامه وي او ساعت يې تير وي، همدا يې بس دي، تر څو چې بيرته بيا په خيټه وږی نه شي يا ستړی شي.
– هر څومره چې امکان ولري، ورځ له ټليفونه مه پيلوئ، د اکثرو لپاره له راويښيدو او مات ګوډ عبادت وروسته لومړی کار د ټليفون او په ځانګړي ډول د ټولنيزو شبکو کارول دي، دا شبکې همداسې جوړې شوې وي، چې ستاسې پام ځان ته راواړوي، نو هڅه وکړئ چې د سهار لخوا يا آن د ورځې په لومړي نيمايي کې ترې ځان وساتئ.
– فزيکي فعاليت ولرئ، هر څه چې مو خوښيږي او له ټکنالوژئ مو ليرې کوي، هغې ته پام وکړئ، که هغه پياده ګرځيدل وي، تمرين وي، ځغاسته وي، يا آن بيرون لمر ته کيناستل وي، خو په دې شرط چې ځيرک ټليفون به درسره نه وي.
ورسره هغوی ته چې بیا هم د وخت پر ډيروالي باوري دي او فکر کړي چې ممکن دا بحث بې ځایه وي.
– خپل وخت ته ارزښت ورکول په اصل کې ځان ته درانه کتل دي. د بشر وخت محدود دی، د ژوند لاسته راوړنې د وخت پر بهتره استعمال ارزول کيږي. هغه تاسې پورې ده چې ځان ته څومره درانه ګورئ، ارزښت ورکوئ، دا پر فيسبوکو او نورو ضايعاتو قرباني کوئ، يا له ځانه څه جوړوئ چې ځان، کورنۍ او ټولنې ته مو خير ورسيږي.
– هغوی چې وخت ضايع کوي، هغه د هغوی خپل ژوند دی، بل چا ته يې تاوان نه رسيږي، څوک چې په خپله د خپل ځان په ارزښت نه پوهيږي، له هغې دې دا تمه نه کيږي، چې د بل چا په ارزښت دې پوه شي.
که يو څوک نه شي کولای چې د کار پر مهال، په ټولګي کې يا په مجلس کې ټليفون کيږدي، نو هغه پر ځان د واک لرلو ستونزه لري، له هغې څخه لومړيتوب ورک دی، د هغه ماشوم مثال لري چې ځي او راځي چاکليټو او خوږې پورې نښتی وي، يا يې والدين هره روا ناروا مني، هغه چې د دغه ماشوم پر تربيه او روغتيا څه تاثير کړي، خلک یې په اړه څه وايي، همدا فکر دې غټانو په باره کې کيږي، چې څومره ټولنيز نزاکتونه او تربيه په پام نيسي. څومره هر وخت له خپل ټليفونه راتاوو وي.
وخت مو خپل دی، ژوند مو خپل دی، پریکړه مو خپله ده، که ترې کړيږئ حل لارې لري، خو مزل به تاسې کوئ، ګامونه به تاسې اخلئ، او د خپلو پريکړو او دغو مزلونو عواقب او پايلې به هم تاسې زغمئ. که ځان مو بدل کړ يا نه، په دواړو کې يې خير او تاوان تاسې ته رسيږي، يوازې دومره ده چې له ښه بنده سره لومړی دا او بيا ټول راحته او له نيمګړي لومړی دا بيا نور په عذاب وي.
ورته ليکنی: ساعت تيره پوهه، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، د وخت پر وړاندې، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله، ټکنالوژي او د وخت ارزښت






Leave a reply to پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟ – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه