آنلاين هر څه رښتيا نه وي

انټرنيټ د بشر ژوند ډير آسانه کړی دی، په ثانيو کې د نړۍ له احوالو خبريږئ، هر څوک داسې وسيلو ته لاسرسی لري چې په نړيواله توګه د محتوا شريکول آسانوي او پراخوي. لدې ټول پرمختګ سره يو ننګوونکی اړخ د آنلاين غلطو معلوماتو، درواغو او بدنامولو دی.

د درواغو کيسه څه نوې نه ده، د بشر تاریخ له درواغو ډک دی، خو نن يوازې د دغې خبرو د پراخه خپرولو امکانات د پخوا په پرتله ډير دي، او هغوی چې له وړاندې په يوه ځانګړي نظر وي، دغه درواغ ورته د خپل نظر تحميلولو يوه وسيله ده.

له آنلاين درواغو هدف هر هغه دروغ يا خبر وي چې د سياسي اهدافو، مخالفينو بدنامولو يا شهرت او پيسو ګټلو لپاره نشريږي، دا د دروغ خبرونه داسې څه نه وي چې انتقاد پرې وکړئ يا ويې نه منئ، نه ملنډې وي او نه د بل نقل، بلکه ريښتوني خبر ته ورته جوړ شوی ليکنه وي تر څو لوستونکي يې د اصل په توګه قبول او وړاندې شريکه کړي.

په نړيواله توګه د دغه خبرونو تر ټولو مشهور شکل سياسي نه بلکه پيسو لپاره شهرت وي، د نن په خواله رسنيو کې چيرې چې ډېر خوښيدل له رښتياوو ارزښتمن دي، او همداسې د ټکنالوژئ دا توان چې د خبر اصل خپروونکی له منځه باسي، د دا ډول خبرونو بازار ډېر کړې او شهرت ته يې لاره آسانه کړې ده.

غلط معلومات او درواغ تل تاواني وي، او د افغانستان په څير هېواد کې چيرې چې اکثره خلک خپل خبرونه له فيسبوک، ټيک ټاک، واټساپ او نورو ټولنيزو شبکو تر لاسه کوي، دغه ډول معلومات ډير ګړندي خپريږي او اکثره وختونه ستر تاوانونه لري.

a man reading a newspaper while holding a fire

افغانستان ولې دغه ډول خبرونو او پروپاګند ته حساس دی

د افغانستان پريکنده نفوس ځوان دی او نوي نوي له انټرنيټ سره وصليږي. د بیلابيلو شميرو له مخې په افغانستان کې د انټرنيټ استعمال مخ په پراخيدو دی، په داسې صورت کې اکثره خلک خپل خبرونه او د نړۍ احوال له همدې ټولنيزو شبکو او انټرنيټي کانالونو تر لاسه کوي.

لدې سره دلته ډيجيټل پوهه ډيره محدوده ده، چې له کبله يې څوک نه پوهيږي، (الف) کوم حساب اصل او کوم يو يې جعلي دی، (ب) کوم انځور يا ويډيو کې ګوتې وهل شوي دي، اصليت يې نه معلوميږي، (ج) د خبر اصليت او جعليت معلومول ډيرو ته ستونزمن دي، نه پوهيږي چې معلوم کړي دا خبر رښتيا دی يا درواغ.

لدې سره د خلکو عمومي مطالعه او پوهه هم محدوده ده، نو ځکه هر هغه څه چې د يو چا په طبعه برابر وي، هغه پراخه خپريږي او څه چې د دوی له ليد سره سم نه وي، هغه که هر څومره رښتيا او ګټور هم وي، مخ په وړاندې نه ځي.

کوم ډول محتوا ډيره خپريږي

د نړۍ هر څنډې په څير دلته هم د لايکونو او فالوورز بازار ګرم دی، هر هغه څه چې پراخه بازار او ليدونکي ولري هغه مخ په وړاندې شريکيږي، پدې کې عموماً دا ډول معلومات ډير راځي:

(۱) درواغ يا فوري خبرونه، چې د يو څو لايکونو سبب ګرځي خو څو چې اصل خبره معلوميږي، خپروونکی يې مشهور کړی وی. (۲) لاسوهل شوي انځورونه يا ويډيو، د مصنوعي ځيرکتيا په زمانه کې د يو چا غږ يا څيره بدلول ډير آسانه شوي دي. نن سبا خو آن د دغو جعلي ويډيوګانو استعمال دومره پراخه او پرمختللی شوی دی چې په ځيني صورتونو کې آن په لومړي ځل ليدلو سره يې هم له اصل سره فرق نه کيږي، او دا مزل نور هم پراخيدونکی دی.

د مصنوعي ځيرکتيا د ويډيو په جعلکارۍ کې د بريد لاندې شخص انځورونه راټوليږي، د غږ نمونه يې حاصليږي، او بيا د مصنوعي ځيرکتيا د ماشين/ پروګرام په مرسته دغه انځورونو ته خوځنده شکل ورکول کيږي او شاته يې غږ نشريږي. له دغې ځورونې د نړۍ ډير نامتو خلک اغيزمن شوي دي، او داسې بريښي چې دغه رواج مخ په ډيريدو دی.

دا ډول خبرونه ولې بازار او اغيزه لري

هر هغه خبر چې انسان په احساساتي توګه تحريک کړي، هغه بازار لري. پدغه احساساتو کې ويره، هيله مندي، قهر او پيژندنه او تعصب راځي. ويروونکی خبر پراخه خپريږي. هيله بښونکی خبر خلک خوښوي. هغه څه چې يو څوک په قهر کړي، هغه پام ځان ته رااړوي او بحث رامنځ ته کوي.

هر څوک غواړي چې يوه ځانګړی پيژندنه ولري، نو هر هغه څه چې دغه پيژندنه هڅوي يا ننګوي هغه هم پراخه بازار لري، او له دغې پيژندنې سره بيا تړلی بحث د تعصب دی، يعنې هر څه چې زما له پيژندنې او فکره اخوا وو، هغه يا زه منم او يا يې ردوم او نور هم هڅوم چې له ما سره پر همدې فکر ولاړ شي.

حل لاره یې څه ده، څه رنګه ترې ځان وساتو:

متل کا “چې رښتيا راځي، درواغو به کلي نړولي وي”، دروغ، پروپاګنډ، بل پسې بد او د ځان ښه ويل، تل د انساني سلوکونو برخه وه، خو پر هغوی پوهيدل نسبتاً آسانه وو، د نن په زمانه کې چې ډيرو ته اسلام، وطن، سياست، دروغ او رښتيا هر څه فيسبوک يا ټويټر دی، بايد پدې پوه شي چې هر هغه څه چې په فيسبوک يا په ټولنيزو شبکو کې خپريږي رښتيا نه دي.

۱. د خبر سرچينه وګورئ:

خبر له کومه شو، آیا کوم رسمي حساب دا خبر خپور کړی دی. او هغه شخص يې چې ستاسې له پاره خپروي يا تاسې ترې خبريږئ، هغه څومره اعتباري دی، او د ده پکې ګټه څه ده؟

۲. ثبوتونه یې ولټوئ:

په ثبوتونو کې ښايي تاريخونه، نومونه، رسمي موقف، اصلي منبع او نور راشي. وګورئ چې دا خبر له کوم ځايه راپيل شو. اکثره وخت په څيړنو کې موږ د خبر منبع يا زيرمې ته ځو او له هغه ځایه يې رانيسو.

۳. د واټساپ له پيغامونو سره احتياط وکړئ:

په هند کې داسې ډيرې پيښې لیدل شوي دي چې د واټسپ د پيغامونو له کبله يو څوک آزار شوی وي، خو وروسته بيا معلومه شوې وي چې خبره درواغ وه. اکثره درواغ او شايعات له همدې لارې خپريږي.

۴. احساساتي انځورونو او ويډيوګانو سره احتياط وکړئ:

ژړا، خندا، موسيقي، چيغې او نور د پروپاګنډ وسيلې دي، لدې لارې يو پيغام پراخه اوريدونکي او ليدونکي پيدا کوي. بيا هم هر هغه څه چې تاسې احساساتي کوي، له هغې سره احتياط وکړئ.

۵. له څو سرچينو ځان باوري کړئ:

که چيرې يو حساس خبر له يوه ځايه واورئ، هڅه وکړئ چې له نورو سرچينو يې هم باوري کړئ، خپله هڅه وکړئ چې آیا دا خبر په همدې شکل خو بل چيرې نه دی نشر شوی، عموماً درواغ خبرونه يوازې سرسري شيانو ته پام کوي، او ډير ژور موضوع ته نه داخليږي.

۶. د کورنۍ نور غړي مو هم پوه کړئ:

دغه ستونزه پراخه ده، نو د کورنۍ نور غړي مو هم پوه کړئ چې آنلاين هر څه رښتيا نه وي. په ځانګړي ډول له ماشومانو او مشرانو سره کار وکړئ، ځکه دا دواړه نسلونه ښايي په لومړي ځل له ټکنالوژۍ سره وصلیږي نو ځکه له هر څه به يې خبر نه وي او ډير څه به يې پر ذهنونو ناوړه اغيزه ولري.

د غلطو معلوماتو او دروغو خپرول يوازې تر سياسي موضوعاتو محدود نه دي، د کرونا/ کويډ۱۹ د خپریدو او د مخنيوي ناکامۍ يو اساسي دليل يې آنلاين د غلطو معلوماتو خپرول وو، آن د ډيرو هېوادونو ولسمشرانو دا نه منله چې دا مرض دې رښتيا وي، تر څو چې پرې پخپله اخته شو.

په پای کې، پدې هم پوه شي چې بیلابيلې څيړنې د دې شبکو استعمال او د انسانانو روحي آرامتيا تر منځ پر اړيکه غږيدلي او ښودلې يې ده چې د دې وسيلو ډير استعمال انسان ځوروي او خپه کوي، نو ځکه (۱) هر څه چې آنلاين وينئ ضرور نه ده هغه دې رښتيا وي (۲) آن که رښتيا هم وي نو تاسې له يې څه يا پر تاسې ولې اغېزه وکړي (۳) او هغه شخص چې دغه محتوا شریکوي د هغې پکې څه خير دی.

ورته ليکنی: آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، آنلاين شريکول – لنډ احساس اوږده اغيزه، آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې، مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، مشري: مشوره، وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading