ټکنالوژي او ذهني وده 

د ټکنالوژئ او په ځانګړي ډول د مصنوعي ځيرکتيا په زمانه کې د ټکنالوژئ په اړه ليکنې عموماً د دې پديدې له سرعت او آسانتيا غږيږي، په پريکنده ډول دا ليکنې وايي چې څرنګه دغو وسيلو کار ګړندی او آسانه کړ، خو لدې سره تړلی مهم بحث زموږ پر روغتيا او طبعي توانونو د دوی اغیزه ده. 

چې څرنګه يو څوک کولای شي له دومره وسیلو سره بيا هم په ذهني او فزیکي توګه فعاله او ځيرکه پاتې شي.  

د بشر د ځيرکتيا د اندازه کولو يوه ازموينه د ځايونو يا ادرسونو موندل او منزل ته رسيدل دي. په بیلابيلو څيړنو کې چې پر داسې خلکو شوې وې، چې اکثره بیرون وي يا داسې کاروبارونو کې دخيل وي چې بیلابيلو سيمو ته ځي، سفرونه کوي، هغوی په عامه اصطلاح د نورو په پرتله چې دا کار نه کړي، بازاري هوښيار وي.  

د دغو څيړنو يوه ښه بيلګه د ټکسيو چلوونکي وو، په ځانګړي ډول داسې هېوادونو کې چيرې چې ښاروالئ يا جواز ورکوونکو له دوی څخه غوښتل چې د ښار له بیلابیلو سیمو، ځايونو او بازارونو سره باید بلد وي، دغو څيړنو وښوده چې دا ټکسي چلوونکي د نورو په پرتله په بازار او آدرسونو میندلو کې ځيرکه دي، پر خبره يې ژر سر خلاصيږي او پيچلې موضوع ژر راسپړلی شي. 

خو، د جي پي ایسو او ګوګل ميپس په څير کمپيوټري پروګرامونو له راتګ سره اوس زمانه کې خلک د ادرسونو موندلو لپاره ځان نه په عذابوي، او ځيرکې وسيلې ته يې پريږدي، چې دوی خپل منزل ته ورسوي، له کبله يې دغه د ځایونو موندلو توان هم مخ په ورکیدو دی.  

Kitten playing with a telephone cord in grass.

مصنوعي ځيرکتيا به د زمانې له تيريدو سره غوره کيږي، زده کړه به کوي، او پيچليو چارو ته به لاس اچوي، بشر به هم هر وخت دې ته تيار ناست وي چې خپلې چارې هغې ته وروسپاري، خو هر هغه څه چې بل ته وسپارل شي، ستاسې لخوا یې توان کمزوری کيږي. 

لکه يو څوک د کور کار لپاره کاريګر نيسي، نو د کور کار توانونه به يې اغيزمن کيږي، بل څوک پخوونکی نيسي، نو د پخلي مهارتونه به يې ژوبليږي، يو څوک به موټروان نيسي، يو څوک به د خرڅلاوو لپاره څوک نيسي، يعنې هره هغه چاره چې بل ته وسپارئ، هغه چاره کې به مقابل لوري ښه کيږي، او تاسې به پکې ضعيفه کيږئ.  

که دا ساده او آسانه چارې وي، نو ممکن دومره ستره اغيزه ونه لري، خو که چيرې غښتلې او پيچلې چارې وي، نو ممکن يوه اتکا رامنځ ته کړي، داسې يو حالت چې په دوامداره توګه د بشر فکري، احساساتي او ابتکاري عضلات او توانونه ضعيفه کاندي، او هغه ځيرکتيا چې پخوا يې لرله له لاسه ورکړي.  

د ایم آی ټي يوه څيړنه چې پر ذهن يې د چيټ جي پي ټي اغيزه څيړلې وه، ښيي هغوی چې د مصنوعي ځيرکتيا پر مرسته خپلې چارې پر مخ بیایی ذهناً سست وي، خپل کار يې په ياد نه پاتيږي او د خپلو ليکنو کم ملکيت احساسوي، دومره يې خپلې نه ګڼي لکه څرنګه په خپل لاس ليکل شوي متنونه خپل ګڼي. 

دلته له بحث څخه هدف د دغو وسيلو مستردول يا يې پر ارزښت سترګې پټول نه دي، بلکه لدوی څخه داسې ګټه اخيستل دي چې ستاسې ژوند آسانه کړي، توانونو مو بهتره کړي او ورسره مو ځان له بې ځايه اتکا ساتلی وي.  

هغه څه چې بشر ته امتياز ورکوي، هغه فکر، نوښت يا ابتکار، تدبر او ژورتيا، او بشري ځانګړتياوې او اړيکې دي. 

فکر 

مخکې له دې چې ټکنالوژئ وسيلې ته کينئ، له ځان سره فکر وکړئ چې تاسې ترې څه غواړئ، خپل فکر هغې ته مه پریږدئ. لومړی فکر سخت وي، مفکوره مخکې لدې چې جامع شکل خپل کړي، بدليږي رابدليږي، خو همدا یې کمال دی، چې تاسې خپل ځان او ټولنه له هر څه ښه پيژنئ، پر خپلې مفکورې او نظر ځان پوه کړئ، يو شکل ورکړئ، بیا د ټکنالوژئ مرسته واخلئ. 

نوښت يا ابتکار 

د نوښت اساسي استعمال له داسې يوه حالته ځان ويستل وي چې تاسې نارامه کوي، ورسره نابلده ياست او فکر کوئ چې يو حل غواړي. په داسې حالت کې په يوه وخت کې مو څه فکره په ذهن کې ګرځي راګرځي، خو نه پوهيږئ، چې له کومه يې پيل کړئ، هغه هڅه چې له يو ټاکلي او څرګنده هدف پرته يې سر ته رسوئ. 

د نوښت دغه هڅه پرمختګ او ودې لپاره حياتي ده، دغه نارامتيا د ستړيا سبب ګرځي او بيا انسان د يو حل په لور بيايي، خو په دغسې حالت کې د ټکنالوژئ تر ټولو ستر نقص دا دی چې هر کله انسان نارامه شي، نو سمدلاسه د ټکنالوژئ وسيلې ته لاس کړي، او ځان له دغه نارامئ باسي، يا د نن ستونزه سبا ته پریږدي.  

هڅه وکړئ هره ورځ يو څه وخت يوازې له ټکنالوژئ ليرې تير کړئ، ستړی او نارامه فکر وهڅوئ، داسې حالت چې تاسې زړه تنګی کړي، پر خپلو ستونزو فکر وکړئ چې څرنګه يې له بلې لارې حلولای شئ، فکر مو منظم او کرار کړئ، ضرور نه ده چې هر څه دې همدا نن حل ولري، پريږدئ چې يو خبره مو په ذهن کې پاتې وي، له وخت سره یې لاره پيدا کيږي.  

تدبر او ژورتيا 

د نن د بريالي بشر کمال د چارو په ختمولو کې دی. نن سبا د هر څه پيلول ډير آسانه شوي دي. کله چې د ټولنيزو شبکو پاڼې پرانيزئ هر څوک هر څه کوي. د مسلکونو معناوې بدلې شوي دي، هغه څه چې پخوا يوې خاصې ډلې او مهارت خلکو ته محدوده وه، هغه اوس ټولو ته عام دي. 

خو، کمال په هر فن مولا کې نه دی، بلکې په يوه يا دوو تخصصي چارو کې دی. فکر وکړئ يو څوک په ځغاسته يا فوټبال په لوبه کې برخه اخلي، هغوی چې د همدې کسب مسلکي دي او هغوی چې هیڅ پرې نه پوهيږي، دواړه به د ځغاستې بوټان او فوټبال جامه په تن کړي، خو له يو څو ګامه منډو وروسته به دا نابلده ستړی او چيغې وهي، خو مسلکي به یې تر پايه رسوي.  

هر څوک فکر کړي چې پر هر څه پوهيږي، چيټ جي پي ټي او ګوګل ته کيني، له تا به ستا پر مسلک ښه غږيږي، خو هر کله چې يې وشرموله بيا يې د پاکولو څوک نه وي.  

په داسې يوه نړۍ کې چې د شیدو د پيروي يا اوبو د ځږ په څير مو په يوه وخت کې لسګونو څيزونو ته راکاږي، اصل کمال دا دی چې يوه يا دوه چارې داسې راټينګې کړئ، چې پر تاسې ګرانې وي، او په هغې کې د نړۍ نامتو او له ټولو ممتاز شئ. 

بشري ځانګړتياوې او اړيکې 

موږ که د هر بريالي او نامتو بشر ژوند وينو، نو ټول تمرکز مو د هغې پر نتيجه وي، پر نهایی منزل چې هغه ور رسیدلی وي، خو هغې هڅې، زحمت، سختو او تنګو ته نه ګورو چې هلته رسیدو لپاره يې زغملي دي.  

انساني زحمت او اړيکې ټکنالوژئ ته نه شي سپارل کیدی، هغه وخت، حضور او کار غواړي. ته بايد هلته ورته کينی، لستوڼي رابډوهی او وخت ورکړی.  

هره اړيکه که هغه د خپلوئ وي يا مينې، هغه وخت غواړي، له خپل اولاد سره د ناستې پر مهال ټليفون کاروئ، نو له هغې تمه مه ساتئ چې ټليفون دې بد وګڼي، که له خلکو سره مړی ژوندی يوازې پر فيسبوک او واټس آپ کوئ، نو له نورو تمه مه ساتئ چې تاسې ته دې کور او حجرې ته راشي.  

Computer screen displays "love" and a heart symbol.

نن زمانه کې ذهني ستړيا او خپګان ډير زيات شوی دی، او د هغې يو تر ټولو اساسي لامل د بشري اړيکو ضعيفه کيدل او مخامخ لیدو کاتو کمیدل دي. هڅه وکړئ چې خپلو ملګرو دوستانو سره مخامخ ووينئ، فزيکي چارو ته لاس ورکړئ، له ځمکې او طبيعته ځان مه پرې کوئ. 

د بشر د تاريخ هره ټکنالوژي غښتلتياوې لري، ژوند آسانوي، خو ورسره ننګونې هم لري، زموږ راتلونکي نسلونه به د مصنوعي ځيرکتيا له وسيلو سره راستر شوي وي، ښه او بد به يې وپيژني، خو له موږ لپاره ممکن يو څه مزل راپاتې وي، چې غوره استعمال په لور يې ولاړ شو. 

ورته ليکنی: وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، معلوليت او ټکنالوژي، ټکنالوژي او بشري سلوک، ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي، آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، آنلاين شريکول – لنډ احساس اوږده اغيزه، آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې، مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، ټکنالوژي او وړ کاروونکي


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading