مصنوعي ځيرکتیا ښايي د بشري تاريخ يو له هغه محدودو ټکنالوژيو څخه وي چې د بشر ذهني توان او مهارت يې د پوښتنې لاندې راوستی وي، تر اوسه اکثره ټکناژيو که هغه موټر وو، اتومات ماشینونه وو، د کرهڼې او معادنونو وده وه، ټولو د بشر فزيکي توان او زور غښتلی کاوه يا يې ورته اړتيا کموله، خو د ځيرکتيا دغې وسيلې د انسان ذهني توان وننګاوه.
او د هرې بلې وسيلې په توګه دا هم خپل تاوانونه او ګټې لري. پر دې ټول قانع دي چې بشر يو ځل يو څه ته لاس ورسيد له هغې بيا نه تيریږي، ممکن کارول يې فرق وکړي، دا اوسنی هاهو چې تر ډيره تجارتي اړخ لري، به يو وخت کيني، خو دغه ټکنالوژي به د کار او زموږ د ژوند يوه نه بيليدونکي برخه وي.
هره وسيله د هغې د کاروونکي لخوا غښتلې يا ضعيفه کيږي، د وسيلې غښتلتيا د هغې د کاروونکي له برکته وي، که تاسې د موټر مثال راواخلئ، ممکن موټر به ډير ښکلی او غښتلی وي، خو که چلوونکی يې پخوانی ټانګه وان وي، نو لدې به هم د ټانګې کار اخلي، هغه توانونه او غښتلتياوې چې دا وسيله يې لري، هغې ته به يې نه شي رسولای.
د ټکنالوژيو په وسيلو کې تر ټولو اساسي بحث د بشر او د هغې د کاروونکي د توانونو دی، دا وسيلې هیڅکله د بشر بديل نه دی، دا غښتلي کوونکي وسيلې دي، يعنې که يو څوک له وړاندې غښتلی وي، هغه به نور هم ښه کړي، او څوک چې له پخوا خوار وو، هغې ته به نوی شکل ورکړي، يوه وسيله به وي چې خوارتيا يې پټه کړي، خو بيا به هم خوار وي.
کمپيوټر ډيره غښتلې وسيله ده، خو پريکنده خلک ترې د ټايپنګ يا ليکلو يوې وسيلې په توګه کار اخلي، همداسې يې نورې وسيلې راواخلئ، د نن سبا ټليفونونه درې څلور نسله وړاندې کمپيوټرونو په څير غښتلي دي، چې توانمندو خلکو پرې سپوږميو ته خلک ليږل، اتومي بټۍ يې پرې کنټرولی يا يې پرې ستر بندونه او سرکونه جوړول.
بيا هم ستونزه د ټکنالوژۍ نه ده، بلکه د هغې د کاروونکي ده.
د ټکنالوژۍ تر ټولو مخکنينو بيلګو کې ليکل هم راځي، ممکن ليکل د ډيرو خلکو زده وي، څومره خلکو له پخوا څخه داسې لیکلي څه پريښي دي چې د بشر لپاره لارښوونکي وي، څومرو يې هیڅ نه دي لیکلي او څومرو يې بې ګټې څه لیکلي دي.
د مصنوعي ځيرکتيا وسيله هم له دې اصله مستثنا نه ده، هغوی چې له وړاندې ځيرکه او هوښيار وي، په خپل مسلک کې ممتاز وي، او خپل محدوديتونه پيژني، هغه پوهيږي چې لدې وسيلې څرنګه غوره ګټه واخلي.
آیا تاسې به له داسې ډاکتر سره راحت ياست چې په هیڅ نه پوهيږي، خو د مصنوعي ځيرکتيا وسيلو په مرسته درته ډيرې ښې نسخې او تشخيص ليکي، له داسې انجينر سره به راحت ياست چې ټوله منډه یې تر همدې وسيلو وي، له داسې ښوونکي سره به راحت ياست چې يوازې د همدې وسيلو په مرسته درته تدريس کوي؟
نو که چيرې له بل دا نه غواړئ چې يوازې د همدې وسيلو په مرسته تاسې ته خدمتونه وړاندې کړي، نو بيا ولې ځان ته دا حق ورکوئ، چې يوازې پر همدې وسيلو ملا وتړئ او پر ځان هیڅ کار ونه کړئ؟
هره نوی پديده او بدلون له ځان سره ابهام او ويره لری. ابهام له نامعلوم څخه وي چې دا وسيله به څه کړي او زما په ژوند به څه اغيزه ولري او دغه ابهام بیا د ويرې سبب ګرځي.
د دغې ابهام او ويرې لاندې کولو تر ټولو غوره لار پر ځان کار دی، د دغې ابهام ناوړه اغيزې راکمول دي، د ځان پوهول، شتو مهارتونو غني کول، د بې ګټو او بې کاره سلوکونو او مهارتونو پریښودل او نوو څه زده کول دي.
نو، د مصنوعي ځيرکتيا په زمانه کې د ګټورتيا او ارزښت لپاره:
– ځان پرې پوه کړئ، هیڅ يوه وسيله د هر څه ځوابده نه ده، نن سبا چې د مصنوعي ځيرکتيا کوم بازار ګرم دی، د هغې تر ټولو اساسي لامل تجارتي ګټه ده، هر شرکت غواړي چې د دغو وسيلو له لارې مالداره شي، معلومات اوس هم د غرب په لاس کې دي، او دا دغو معلوماتو د ارزولو وسيلې دي، نو هر څومره چې دوی خپل ارزښت او توانونه له ضرورته زيات وپړسوي، همدومره به ډير پانګه اچوونکي او کاروونکي ولري، او د دوی به ورسره غوا لنګه وي.
– خپل محدوديتونه وپيژنئ، ځان پوه کړئ چې مسلک مو څه دی، څه کار کوئ، او څرنګه پدغه محدوده کې له دې وسيلو کار اخيستلای شئ. يو نفر چې د ټکنالوژئ ماهر وي، مسلک يې وي، او هغه پاڅيږي د هېواد يا ادارې پر تجارتي لارو چارو د همدې چيټ جي پي ټي په مرسته غږيږي، نو هم ځان او هم اداره له ستونزو سره مخ کوي، دا وسيله د هیڅ چا د مسلکي پوهې بديل نه دی، نو ځکه يوازې يې په خپله محدوده کې وکاروئ.
او که مسلک زده کوئ، نو پر ځان کار وکړئ، هغه مسلک زده کړئ، او لدې وسيلې څخه د يوې مرستندویې وسيلې په توګه کار واخلئ.
– معلومات چڼيږي، تاسې ته هر در رسيدونکي معلومات چاڼ شوي وي، دررسوونکي له خپل نظره هغه تير کړي او یوازې هغه در رسوي چې ده ته مناسب ښکاري. نو کله چې معلومات چاڼ شوي وي، نو تاسې بايد پوه شئ چې له دغو معلوماتو څه ګټه واخلئ او له هغې اخوا څه څرنګه ومومئ.
دا وسيلې هر برابريدونکي معلومات له خپل الګوريتم او فکر سره سم ارزوي، چڼوي او تاسې ته يې وړاندې کوي. نو که چيرې فکر کوئ چې د دغو وسيلو له لارې برابر شوي هر څه د کاڼي کرښه ده، بايد ځان پوه او نور معلومات تر لاسه کړئ.
– تاسې يو بل غښتلی کوي، که چيرې تاسې په خپل مسلک کې ماهر نه ياست، نه پوهيږئ چې څه وکړئ، او هر څه له چيټ جي پي ټي غواړئ، يا همداسې ډير ښه پوهيږئ، مسلکي ياست او سترې لاسته راوړنې لرئ، خو بيا هم لدې وسيلو کار نه اخلئ، نو دواړه نيمګړې لارې چارې دي.
له يو بل ګټه واخلئ، خو محدوديتونه یې وپيژنئ.
د ودې او بریاليتوب تر ټولو اساسي عنصر دوامداره زحمت او زده کړه ده، خپل کار به پخپله کوئ، هیڅوک او هیڅ شی تاسې لپاره زحمت نه باسي، او زده کړه پر دې چې بايد پوه شئ له هرې راتلونکې وسيلې څخه د خپل ژوند آسانولو لپاره څه ګټه واخلئ.
ورته ليکنی: ټکنالوژي او ذهني وده، وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، معلوليت او ټکنالوژي، ټکنالوژي او بشري سلوک، ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي، آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، آنلاين شريکول – لنډ احساس اوږده اغيزه، آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې، مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، سايبري مينه – اخيري برخه






څرګندون پریږدئ