يونانیان کيسه کړي چې پخوا د پيګميلین په نامه کوم بنده وو، ډير تکړه مجسمه ساز وو، له ډير زحمت سره يې يوه ډيره ښکلې مجسمه جوړه کړه، هر څومره يې چې پرې کار کاوه، خپله مجسمه يې خوښيده، ورو ورو پرې ميين شو، څرنګه چې په خپله مينه کې ريښتونی وو، مجسمه راژوندئ شوه، او له هغې وروسته دواړو سره خوښ ژوند درلود.
نن سبا د پيګميلين ايفيکټ يا اغيزې په نامه يوه منل شوې مفکوره شته، چيرې چې خلک له خپل جوړ شوي توکي سره مينه لري او هر هغه څه چې دغه فکر او احساس هڅوي هغې ته هم ريښتونی وي.
امير عبدالرحمن خان په تاج التواريخ کې لیکي (روزی به دربار نشته بودم کاغذی از جانب دختر عمویم، دختر سردار محمد اعظم خان که نامزد من و در کابل بود به من رسید. مشار الیه به قاصد خود دستورالعمل داده بود که کاغذ او را به شخص خودم بدهد و باید کاغذ مذکور را کسی نبیند و جواب را هم باید شخصا مهر نمایم. چنانچه قبلاً بیان داشته ام، من هیچ وقت مایل خواندن و نوشتن نبودم اندکی هم که خوانده بودم فراموش داشتم.
قلبم تپيدن ګرفت خود را ملامتها کردم که اګر چه من لاف میزنم و خود را آدم خوبی میدانم. چون بیسواد هستم در حقیقت هیچ انسانیت ندارم و آن شب وقت خوابیدن ګریه زیادی کردم…)
احساسات تل د بشر د ژوند برخه وو، او د نن بشر هم له دغه احساس خالي نه دی، هر کال د دې مياشتې په منځ کې د مينې ورځ لمانځل کيږي، دغه ورځ خلک يو بل ته د مينې اقرارونه کوي، او کاروبارونه د خلکو له دغه احساس کاروباري ګټه اخلي. دا په کال کې يو تر ټولو ډيره مصروفه او اړوند کاروبارونو لپاره د تجارت بهترينه ورځ ده.
د ټکنالوژئ په تعريف کې د کار اجرا طريقه او آسانول هم راځي. ټکنالوژي د بشر د ژوند چارې اسانوي او هغه رانغاړي او لدې اغیزې احساسات هم خالي نه دي.
د مصنوعي ځيرکتيا په دې زمانه کې داسې بېشمیره پروګرامونه شته چې بنده یې له خپلې خوښې سره عياروي، او کاروونکي ته د هغې د ميين په توګه عمل کړي، که هغه نارينه وي يا ښځينه، تاسې يې هر ډول مشخصات ټاکئ، او هغه ستاسې د دغو مشخصاتو په رڼا کې هر ډول چې وغواړئ، هغسې عمل کړي.
له ډيرو کارولو سره د ګرځنده ټليفون د مصنوعي ځيرکتيا دا کوچنی پروګرام له تاسې سره دومره بلد شي، چې له هر څه او هر فکر مو خبر وي. د بهترين ميين په توګه عمل کړي، او ستاسې هرې اندکې خبرې او فکر ته متوجه وي.
لدې سره بيا د بشري تعلق له اړخه، دوامداره اړيکې هم د نن د مينې خاصه ده، د سترګې له غړولو تر بیدیدو پورې له يو بل سره په اړيکه کې وي، داسې د ګرځنده ټليفون پروګرامونه هم شته چې يو بل هره ثانیه د يو بل له احواله خبروي. دغه کوچني پروګرامونه چې په ګرځنده ټليفون کې ځای په ځای کيږي، د خپلو شتو مشخصاتو پر اساس کولای شي هرو څو دقيقو کې مقابل لوري ته ستاسې لخوا پيغام واستوي، او یو بل له احواله مو خبر کړي.
د نن مينه له پخوانيو پدې توپير لري، چې پخوا به مخامخ اقرارونه وو، بیا د لیکونو زمانه شوه چې په اونيو او مياشتو به يو څوک د بل له احواله خبريده، ورپسې ټليفونونه راغلل، خو نن سبا هر څه په ثانيو کې حسابيږي.
څيړنې ښيي چې د احساساتو د ښودلو لپاره د ټکنالوژئ کارولو رواج مخ په عام کيدو دی، ځکه هر څوک ميين لري او غواړي خوښ يې کړي، ورسره په دوامداره توګه په اړيکه کې واوسي.
په احساساتو کې دغه د ټکنالوژيو کارول د پيغامونو له لیکلو نيولې تر انځورونو او ويډيو جوړول هر څه رانغاړي، دا هر څه په پيل کې ښه وي، خو د وخت له تيريدو سره د نوي والي احساس له لاسه ورکوي. دوامداره اړيکه ستړی کوونکي وي.
د ټکنالوژیو په ځانګړي ډول د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته د مينې اقرارونو تر ټولو ستر نقص دا وي چې بشر ته د مينې او مقابل لوري يو ډير ستر او کاذب معيار ږدي، داسې معيار چې هم په ژبه، هم په انځور او هم په کردار کې د ريښتوني بشر لپاره يې پوره کول ناشوني وي.
د مينې لپاره، د دغو پروګرامونو کارول ممکن د ساعتیرئ لپاره ښه وي، خو ورسره څيړنې ښيي چې کله خلک مخامخ له بل بنده سره ويني، نو د دغو وسيلو معيار پر هغوی عملي کوي، يعنې دوی تمه لري چې مقابل لوري بايد د دوی له هرې خبرې سره موافق وي، په هره خبره کې ورته جان قربان ووايي، په ظاهري توګه د دوی له خوښې سره سم ښايیست او نور مشخصات ولري.
له بشر سره په تعلق کې داسې غوښتنې او تمې لري، چې د مقابل لوري لپاره يې پوره کول ناشوني دي، نو ځکه دا پديده هم مخ په عام کیدو ده چې خلک اړيکو لپاره دغه وسيلو ته راګرځي، او متقابلې بشري اړيکې په ځانګړي ډول په نوي ځوان نسل کې مخ په کمیدو دي.
ټکنالوژي سلوکونه بدلوي، د پرون شرم نن ممکن هغه جدیت ونه لري، هغه نسل چې له دې وسیلو سره راستر شي، له خپل پخواني نسل مختلف تمې او خواهشات لري.
هر څوک احساسات لري، او ټکنالوژي کولای شي د دغو احساساتو په بیان او رسولو کې مرسته وکړي، ورسره کولای شي چې اړيکې غښتلي کړي، فزيکي واټنونه له منځه يوسي او هر څوک هر چيرې د يو بل له احواله خبر کړي.
خو، د هر بل څه په څير دا وسيلې خپل عيبونه هم لري. لدې لارو کولای شئ، په اړیکو کې له ناوړو اغيزو يې ځان وساتئ:
- له مصنوعي ځيرکتيا وسيلو څخه د احساساتو په اړه مشورې مه اخلئ.
- هر بنده عیب لري، که څوک درته ګران وي، له عيبونو سره يې ومنئ.
- د مصنوعي ځيرکتيا وسيلو لخوا ټاکل شوو مشخصاتو په رڼا کې بشري اړيکه مه پالئ، هيڅوک هر وخت په بهترين حالت کې نه وي.
- هڅه وکړئ، خپل احساسات په خپله ژبه، په خپله طريقه په خپلو ټکو کې مقابل لوري ته ورسوئ، د بشر لپاره احساس مهم وي، نه دا چې هر څه باید په هر حالت کې بهترین وي.
- د دنيا ډير درانه او قدرمن شیان ټول د بشري زحمت بیلګه وي، پر هغې زحمت سترګې پټول د مقابل لوري ارزښت کمول دي، د ټکنالوژیو بې خرته کارول ممکن داسې حدس شي چې مينه مو پر دومره زحمت نه ارزي. هر څوک ستاسې اخلاص او زحمت ته ګوري، پر بشري اړيکو کار وکړئ.
- نيمګړتياوې، عیبونه، زده کړې، د یو بل پيژندل او نور دا ټول له وخت سره ښه کيږي، اړيکو ته وخت ورکړئ، پریږدئ چې خپل مزل وکړي او دواړه سره يو بل پوره کړئ.
ورته ليکنی: ټکنالوژي او ذهني وده، وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، معلوليت او ټکنالوژي، ټکنالوژي او بشري سلوک، ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي، آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، آنلاين شريکول – لنډ احساس اوږده اغيزه، آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې، مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، سايبري مينه – اخيري برخه






څرګندون پریږدئ