ستړي مه شئ، ښه راغلاست!
دا بلاګ (Hiwadpal.com) د قدرت الله هېوادپال شخصي فکري بلاګ دی، چې د بریاليو کاروبارونو، مسلکي ژوند، مشرۍ، بدلون، ټکنالوژي او پر ادارو او ټولنو د دوی پر اغيزو غږيږي، ورسره دې ته ورته نور معاصر موضوعات هم څيړي.
قدرت الله هېوادپال د مشرۍ او ستراتيژيو ليکوال او سلاکار دی، د کاروبارونو او ټکنالوژئ په ساحه کې لوړې زده کړې او د ستراتيژيو، پروژو، بدلون او معلوماتو مديريت په ساحه کې نړيوال سندونه لري، او له نړيوال بانک او د ملګري ملتونو له ادارو څخه نيولې تر حکومت، شخصي سکتور او غير انتفاعي ادارو سره له پنځه ويشتو ډیرو کالو راهيسې په همدې ساحو کې د کار مسلکي تجربه لري.
په دې موده کې هغه د وزيرانو، معينانو، د سترو شرکتونو څښتنانو او اجرايوي رئیسانو (CEOs)، د غير دولتي بنسټونو مشرتابه او لوړپوړو تصميم نيوونکو همکار او مشاور پاتې شوی دی، او دوی سره د ستراتيژۍ، مشرۍ، بدلون او ادارې د پياوړتيا په برخو کې د همکارئ وياړ لري، له دغه ادارو او کاروبارونو سره يې د ودې او پرمختګ په پړاوونو کې مرسته او ترې زده کړه کړې ده.
په خپل مسلکي ژوند کې يې دغه تجربه یوازې تر رسمي دندو محدوده نه ده پاتې، بلکې له نږدې يې د پرېکړو اغیزې ليدلي، په ملي او نړيواله کچه يې پيچلې پروژې او چارې طراحي او پياده کړي دي، د برياوو او ناکاميو شاهد پاتې شوی، او دا يې درک کړې چې په واقعي او عملي ژوند کې مشري څنګه کار کړي، د ستر ارزښت پريکړو اغيزې يې ليدلي.
پوه شوی چې څرنګه مفکورې، سياستونه، کلتورونه، سيستمونه او انساني چلند سره يو ځای کار کوي، دا بلاګ (hiwadpal.com ) د همدې تجاربو د شريکولو يوه وسيله ده. اوسمهال ښاغلی هېوادپال د بريا سلاکاري خدمتونو (BARYA Consulting Services) مسؤل دی، چيرې چې يې پر همدې موضوعاتو په زرګونه مسلکيان روزلي او له دوه سوو زياتو ادارو سره يې بیلابیلې پروژې پياده کړې دي.
دا بلاګ د شعارونو، لنډمهالو رواجونو/ ټرينډونو او سطحي نصيحتونو ځای نه دی. دلته ليکنې د عملي تجربې، اوږدمهاله مشاهدې او فکري ژورتيا پر بنسټ ولاړې دي. موخه دا نه ده چې فورمولونه وړاندې شي، بلکې دا ده چې لوستونکی فکر ته وهڅول شي، پوښتنې راپورته شي، او په پيچليو حالاتو کې روڼتيا او لاره روښانه شي.
په ځانګړي ډول، زموږ تمرکز به:
- د مشرۍ معاصر او اسلامي، ختيځ او سيمه ييز اړخ راسپړل وي.
- زموږ په څير ټولنو کې به د بدلون او غوره والي بحث کيږي، داسې ټولنې چې له ګړندي بدلونه تيريږي او د پرمختګ يو اوږد مزل ورته پروت وي.
- د واک، مسئوليت او دندو اخلاقي او انساني اړخ به راسپړي، له امتياز زيات به ورته د مسؤليت له اړخه ګورو.
- د معلوماتي ټکنالوژئ او مصنوعي ځيرکتيا (AI) او ورته موضوعاتو پر ټولنيز اړخ به غږيږو، دا به راسپړو چې څرنګه لدې وسيلو څخه د ټولنې او هېواد پرمختګ لپاره غوره ګټه واخلو.
- دا به هم راسپړو چې څرنګه کاروبارونه له اوسنيو محدوديتونو راوباسو او نړيوالو سيالیو او ستروالي ته يې برابر کړو.
د بلاګ ژبه پښتو ده، ځکه بايد په خپله ژبه او وطن کې د مشرۍ، ټکنالوژئ، ستراتيژيو او بدلون په څير پر معاصرو موضوعاتو وغږيږو، د نن پريکړو پر سبا وغږيږو، چې څرنګه نن يو کوچنی بدلون د سبا د ستر خوځښت سبب ګرځي.
دا بلاګ د يو اوږد مزل پيل ده، د يو خپلواک، مسلکي او باوري فکر رامنځ ته کولو هڅه چې د نن د بحث برخه وي، او سبا د مشورې، شراکت، مشرئ، ستراتيژيو او ګډ کار بنسټ ګرځي.
دلته هدف آسانه ځوابونه او ګړندي حلونه نه دي، بلکه دا د فکر او بدلون ځای دی. دا د تجربې پر أساس ليکل شوي شخصي نظرونه دي، چې له مسؤليت سره لوستونکو او راتلونکو مشرانو سره شريکيږي.
د بلاګ او لیکوال نوم پر څرګندولو/ يادولو د بلاګ مواد بیا خپريدلای شي. هيله من يم چې خپلې تبصرې او نظرونه له موږ سره شريک کړئ.
About Hiwadpal
Hiwadpal.com is a personal blog by Qudratullah Hiwadpal — a space for reflection, analysis, and informed opinion on leadership, strategy, change, technology, and society.
Over more than two decades, Mr. Hiwadpal has worked at the intersection of strategy, leadership, reform, and transformation, advising ministers, deputy ministers, boards, entrepreneurs, businessmen, CEOs, senior executives, and leaders of large companies, NGOs, and public institutions. His experience is shaped not only by formal roles, but by close, hands-on engagement with decision-makers during periods of growth, crisis, reform, and institutional change.
This national and international exposure – across government, private sector, civil society, and international organizations—has given him a deep understanding of how leadership actually works in complex environments: where theory meets politics, culture, systems, and human behavior.
Hiwadpal.com exists to share that understanding, currently Mr. Hiwadpal is CEO of BARYA Consulting Services, where he has trained/ mentored thousands of professionals on aforementioned topics and worked with more than two hundred organizations on designing and implementation of their projects and strategies.
The writing on this blog is grounded in experience rather than slogans, and in thinking rather than trends. It draws from real advisory work, organizational failures and successes, social realities, and long-term observation of how institutions and leaders evolve over time. The intention is not to teach formulas, but to invite reflection, challenge assumptions, and offer clarity in a world overloaded with noise.
A particular focus is given to:
- Leadership through Islamic, Eastern and contextual lenses
- Change and reform in fragile and transitioning systems
- The human and ethical dimensions of power and responsibility
- Technology and AI as forces shaping work, leadership, and society
- Helping organizations and business break growth barriers and compete on international market.
Most of the content is written in Pashto, out of a belief that serious ideas deserve serious language—and that local languages must carry complex, contemporary thinking.
This blog is part of a longer journey: to build a credible, independent intellectual voice that contributes to public discourse today and supports advisory, consulting, and leadership work tomorrow. It is written for leaders, professionals, students, and thinkers who value depth over speed, and substance over popularity.
Hiwadpal.com is not a platform for easy answers. It is a place for considered thought.






