مشري: د بېوزله اختیار

هدف له بيوزلۍ څخه یوازې مالی کمزورتيا نه ده، بلکه هر کله چې يو څوک ونه شي کړای هغه څه چې دا يې غواړي وکړي، اما د هغې لپاره وسايل ونه لري، نو په هغه ساحه کې بيوزله دی. دا له مالي امکاناتو نيولې، تر وخته او اړيکو هر څه رانغاړي.

د ټولنو او هېوادونو د پرمختګ له نظره په نړۍ کې پرمختللی هیوادونه په پریکنده توګه په څيړنه او پرمختګ پانګونه کړي، دا پانګونه د نور پرمختګ او نوښتونو سبب ګرځي، چې له کبله يې له نورو وړاندې يا لږ تر لږه ځان له نورو وړاندې بولي.

همداسې په کاروبارونو کې ستر شرکتونه پوهيږي چې د دوی پرمختګ د نوښتونو او بازار موندنې له کبله دی، نو ځکه په دوامداره توګه نوي څه بازارونو ته وړاندې کوي، او هغه څه چې کار نه کړي، هغه له منځه وړي، له کبله يې داسې شرکتونه شته چې عاید له هیوادونه ډیر وي، او مشري او مديريت يې د هېوادونو چلولو پر معنا وي.

په فردي توګه هم، د بشر تر ټولو ستره پانګه د هغې وخت دی، د همدې وخت مصرف يې دا ټاکي چې دا شخص به په کومه روان وي، که له وخته ښه ګټه واخلي، ځان د وخت بيوزلئ او خوارئ ته پرينږدي، نو کولای شي چې د وخت غني شي، يعنې دومره وخت ولري چې يوازې د عايد ګټلو لپاره يې ضايع نه کړي، بلکې چيرې چې يې غواړي هلته يې ولګوي او په مالي توګه ژوبل هم نه شي.

person holding brown leather bifold wallet

په ملي کچه له بيوزله هېوادونو سره تل دا پوښتنه وي چې پر بنسټيزه خدمتونو وسايل مصرف کړم يا پر ټکنالوژئ او زده کړه پانګونه وکړو، سره لدې چې په لنډه کې پر ټکنالوژيو يا د عامه خدمتونو پر غوره والي پانګونه تاواني ښکاري، ګټور فکر نه کيږي، خو همدا د عامه خدمتونو بهتريو لپاره د ټکنالوژيو کارونه د بنسټيزه خدمتونو د پرمختګ او غوره والي سبب ګرځي.

هغوی چې نوي کاروبارونه پيلوي يا د کوچنيو تجارتونو او تشبثونو څښتنان وي، ممکن فکر وکړي چې له سترو کاروبارونو سره سيالي ممکنه نه ده، خو بايد پر دې پوه شي چې د پيل ټکی مهم دی.

او پيل به د خپل د قوت له نقطې کوئ. اکثره وختونه زموږ تمرکز پر هغه څه وي چې نه يې لرو، له هغه ځايه غواړو پيل کړو چې ځان پکې نيمګړی احساسوو.

داسې ډير استثناً پيښيږي چې يو څوک دې له هر اړخه په هر څه کې بيوزله وي، که څوک د وخت له کمبود سره مخ وي، نو هغه عموماً پر ګټورو څه مصروف وي چې له کبله يې مالي امکانات لري، نو بيا د دغو مالي امکاناتو پر مټ هغه ځان ته وخت اخيستلای شي، يعنې خپل تر ټولو بوخت او وخت اخيستونکې چارې نورو ته سپاري، او هغوی ته د هغوی د زحمت په وړاندې پيسې ورکوي.

که له مالي اړخه بيوزله وي، نو بيا مجبور دی چې دغه نقص د زحمتونو يا وخت د مصرف له لارې مجرا کړي، چې هر څومره نور څوک زحمت باسي، له هغې ډير او منظم زحمت ولري، تر څو وکولای شي، ځان له دغې بيوزلۍ خلاص کړي.

د مشرئ له اړخه، مشر بايد پوه شي چې اساساً له څه ډول محدوديت سره مخ دی، د مشر پریکړې عموماً نسلي او اوږدمهاله اغيزه لري، که چيرې يو نسل وخت ضايع کړي، نو بل نسل يې عموماً وروسته پاتې او بيوزله وي، خو که چيرې يو نسل زحمت وباسي، بل نسل غښتلی او غني راځي، خو بيا دا غښتلتيا او غنا د بې غورئ سبب ګرځي، وخت ضايع کوي، او بل نسل وروسته پاتې او بې مهارته روزي.

دوامداره پرمختګ او وده، دوامداره هڅه غواړي، که پر بيوزلئ پراخه نظر وشي، نو له منځه نه ځي، بلکه شکل يې بدليږي، يوازې دومره ده چې ځينو ته يې ځينې شکلونه د منلو وړ وي، ځينې له مالي اړخه، ځينې له وخته، ځينې له اړيکو او ځينې له معنا بيوزله وي.

که فکر کوئ په ځانګړي ساحه کې بيوزله ياست، هغه ساحه وپيژنئ چې پکې ځان غښتلی احساسوئ، اوس د دې ساحې پر وسايلو ځان څرنګه د خپلې بيوزلئ له ساحې باسئ، دا مو اصل کمال دی، ډيرو همدا لاره پرمخ بيولې ده، ضرور نه ده چې هر څوک دې هر څه پر ځان تجربه کړي، له نورو يې زده کړئ، ځان پوه کړئ چې ولې ځان بيوزله احساسوئ او څرنګه کولای شئ هغه څه چې لرئ، پر هغه څه تبادله کړئ، چې نه یې لرئ.

ورته ليکنی: د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې،  مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی،  زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading