د بشر په تاريخ کې پوهه په دوامداره توګه ډيره شوې ده. خو، په دې وروستيو څو لسيزو کې د پوهې ډيريدا دغه مزل ګړندی شوی دی، چې د مسلک پوهان يې د پوهې غبرګيدل بولي، يعنې مخ په ګړندي کيدونکي ډول د بشر مجموعي پوهه ورځ تر بلې غبرګيږي.
او لدې سره پر هغه څه چې نن پوهيږئ نو هغه هم په ګړنديوالي سره خپل ارزښت له لاسه ورکوي،يعنې که څوک نن پر څه پوهيږي، سبا دغه پوهه خپل ارزښت له لاسه ورکوي، يا که څوک کوم مسلکي سند لري، له وخت سره ځان پوه ونه ساتي، نو يوه زمانه وروسته دغه سند خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
د پوهې غبرګيدل يعنې څه؟
له پوهې غبرګیدو څخه زموږ هدف دا دی چې په تخميني ډول د بشر پوهه په څومره وخت کې غبرګيږي، له تاريخي لحاظه د بشر د پوهې پراختیا او پرمختګ سست وو. داسې ګڼل کيږي چې:
- د شلمې پيړۍ په پيل کې د بشر پوهه هرو سلو کالو کې غبرګيده.
- د شلمې پيړۍ په منځ کې دغه موده پنځه ويشت کلونو ته راټيټه شوه.
- نن، په اکثره تخنيکي مسلکونو کې هر څو کلونو کې پوهه غبرګيږي، په ځينو کې خو دا موده د مياشتو ده.
دا سرعت څو لاملونه لري لکه ډيجیټل ټکنالوژئ، په نړيواله توګه د څیړونکو يو بل سره همکاري، مصنوعي ځيرکتيا، د پراخې کچې معلومات ارزولو توانونه او ورځ تر بلې د ساينسي کشفياتو ګړندی کیدونکی سرعت.
چې له کبله يې نن د بشر په تاريخ کې په بيساري ډول پوهه پراخيږي.
ولې له هر وخت ډير نن ذغه پوهه پراخيږي
څو لاملونه لري، لکه
- ډيجيټل اړيکې، په نړيواله کچه څيړونکي په ثانيو کې خپلې موندنې له يو بل سره شريکوي، د يو بل له پوهې زده کوي او له کشفياتو يې خبریږي.
- معلوماتو چاوديدل، د بیلابيلو ډيجيټل وسيلو، سنسورونو، اتومات سيسټمونو او نورو له لارې بې خرته معلومات رامنځ ته کيږي، چې دغه د معلوماتو له ويش زیات د چاودنې مثال لري.
- مصنوعي ځيرکتيا، دغه وسيلې د معلوماتو سترو ذخيرو د ارزولو او لنډولو ګړندی توان لري، چې دغه سرعت د بشر له وسه بهر خبره ده.
- د معلوماتو ولسي کیدل، نن پوهه يوازې پوهنتونونو يا څيړنيزه ادارو پورې محدوده نه ده. د آنلاين وسيلو له لارې په ميليونونه خلک د پوهې په رامنځ ته کولو او پراخولو کې ونډه لري.
ننګونه: پوهه په ګړندي کيدونکي ډول ارزښت له لاسه ورکوي
د پوهې همدا ګړندئ وده د يو تضاد يا پاراډوکس سبب هم ګرځي. سره لدې چې پوهې ته د بشريت لاسرسی ورځ تر بلې پراخيږي، خو د ګټورې او با ارزښته پوهې موده په دوامداره توګه لنډيږي.
هغه پوهه، مهارتونه، کړنلارې او معلومات چې له لسيزو يې ارزښت درلود، ښايي په کال دوه کې تاريخ تيره شي، او دا د مسلکيانو، ادارو او ټولنو لپاره پراخه اغيزې لري.
نن يوازې تحصيلي سندونه او تجربه کفايت نه کړي. هغه څه چې نن مهم دي هغه په دوامداره توګه پر خپلې پوهې کار کول او له واقعيتونو سره ځان عيارول دي.
د ژوند تر پايه د زده کړې رواج
د پوهې دغه غبرګيدل په دې معنا هم دي چې زده کړه يوازې تر مسلکي تحصيلي سندونو محدوده نه ده او نه هلته پای ته رسیږي. مسلکيان بايد د دوامداره زده کړې، ابتکار او ځان عيارونې چمونه زده کړي.
دا په دې معنا چې:
- خپل مهارتونه په دوامداره توګه نوي کړي
- پخوانئ پوهه او فکرونه وننګوي
- نوې ټکنالوژئ، کړنلارې او طريقې خپلې کړي
- ځان له بدلیدونکو حالاتو او طريقو خبر وساتي
هغوی چې دوامداره زده کړه کړي، ارزښتمن پاتيږي، هغوی چې پر دې اصل سترګې پټوي، ښايي وروسته پاتې شي.
د ځيرکتيا نوی تعريف
په داسې نړۍ کې چې پوهه مخ په ډيریدونکي ډول غبرګيږي، هلته د ځيرکتيا تعریف يوازې دا نه چې يو څوک پوهيږي، بلکه، په ډيريدونکي ډول ځيرکتيا دې ته ګوري، چې:
- يو څوک دې د يو څه د ژر زده کړې توان ولري
- نوې پوهې او مهارتونو عملی کولو ظرفیت دې ولري
- له پخوانۍ پوهې او فکر د تيریدو جرأت دې ولري.
تر ټولو بریالي اشخاص او شرکتونه به هغه وي چې د دوامداره زده کړې سیسټمونه او دودونه رامنځ ته کړي.
څه ترې زده کولای شو
د پوهې پراختيا او پرمختګ سرعت غبرګیدل يوازې د ټکنالوژئ بحث نه دی. بلکه دا په بنسټيزه توګه دا اصل هم بدلوي چې موږ څه ډول زده کړه، کار او مسلکي پرمختګ کړو. راتلونکی د هغوی نه دی چې نن تر ټولو ښه پوهيږي، بلکه د هغوی دی چې سبا تر ټولو ډير د زده کړې توان ولري.
په داسې يوه زمانه کې چې پوهه مخ په ډيریدونکي ډول غبرګيږي، ښايي تر ټولو مهم خو ساده مهارت همدا وي: چې هيڅکله خپله زده کړه مه دروئ.
ورته ليکنی: آیا زده کړه يوازې مالدارو ته پاتې ده، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، پر ځان واکمن، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، د بې وسئ زده کړه، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، د مشر نیمګړتياوې او کاري ډله





Leave a Reply