شخصي وده

د کاروباري عمودي او افقي تکامل له نقطې نظره

 Personal Growth, from Vertical and Horizontal integration perspective

عمودي او افقي وده يا تکامل د تجارت يو منل شوې اصل دی، په دا ډول پراختيا کې تجارت د خپلې کاروباري پروسې عمودي او افقي اړخ ته ځان غځوي.

داسې فکر وکړئ يو څوک دوکاندار دئ، هغه له شرکتونو يا لويو کاروبارونو مواد رانيسي او مصرفوونکو ته يې خرڅوي، د دې دوکاندار عمودي تجارتي پروسه له توليدوونکي (فابريکې) يا لوی کاروباري پيل، ورپسې دا پخپله او درېيم ګام کې مصرفوونکی دی، همداسې افقي پروسه به يې هغه ټول دوکانداران وي چې له ده سره په ګاونډ کې همدې کاروبار کې سيالي کوي.

هر کله چې دا دوکاندار وغواړي خپل کاروبار ته عمودي پراختيا ورکړي نو يو ګام به يا د شرکتونو يا لويو کاروبارونو په لور اخلي او يا به پخپله د خپلو موادو مصرفوونکی کيږي، همداسې که وغواړي افقي پراختيا وکړي نو په ګاونډ کې به خپل سيال پيري (اخلي به يې)، همداسې په عمودي او افقي پراختيا کې به دا وکولای شي يو وخت د خپل کاروبار ټوله پروسه او ورسره په سيمه کې ټول سيالان راخپل کړي. دې هر څه ته د يو ځنځير په توګه وګورئ، د دې ځنځير دا پخپله يوه کړئ ده، نو هر کله چې غواړي وده وکړي بايد يوې بلې کړئ ته داخل شي.

کال نوی شو، او اکثره خلک ځان لپاره د کال اهداف ټاکي، څومره يې پوره کوي هغه پخپله پوهيږي، خو د پیل لپاره دا يو ښه ټکی دی، موږ کولای شو د عمودي/افقي ودې دا اصل پر خپل شخصي ژوند او ځان هم عملي کړو.

د نوي مهارت زده کول به د شخص لپاره عمودي پراختيا وي، خو د شته مهارت نور هم ښه کول افقي پراختيا بللی شو، لکه غواړئ موټرواني زده کړئ يا غواړئ د شته موټروانئ مهارت مو نور هم غني کړئ لکه د ټاير بدلولو يا موبلايل بدلول طريقه ورسره هم زده کړئ.

عمودي پراختيا به يو څه ستونزمنه او اوږدمهاله وي، غواړئ چې مهارت، لکه نوې ژبه زده کړئ، نو بايد له ځان سره معلومه کړئ چې نوې ژبه د څه لپاره زده کوئ، مسلکي، غږېدنه، يا يوازې بنسټيزه چې ورځنئ ستونزې مو حل کړي، ورپسې بايد وټاکئ چې څومره وخت کې بايد زده شي او پيل به له کومه کوئ او کومه کړنلاره لکه يوازې مطالعه، صنف اخيستل يا نورې لارې چارې په کار اچوئ.

په افقي پراختيا کې ممکن تاسې سره دا ټولې پوښتنې حل وي، لکه ژبه مو معلومه کړې ده، پوهيږئ چې بنسټيزه پوهه لرئ، همداسې ورسره مو يو څه لارې چارې ازمويلې هم دي، دلته يوازينې شی چې تاسې يې په نظر کې نيسئ دې نوې زده کړې ته وخت ورکوئ او له ځان سره ژمنه کوئ چې بايد ژبه نوره هم غني کړئ.

په نن وخت کې له مسلک يا اصل مهارت سره دويمګړي مهارتونه په ژوند کې ډېر مهم رول لري، که تاسې کمپيوټر مسلکي هم نه ياست خو بايد پر بنسټيزه کارونو او اساساتو يې پوه شئ، که مسلکي نطاق نه ياست خو بيا هم عامه يا ولسي خبرو کې يو څه مهارت ولرئ، که مسلکي د بشري منابعو مدير نه ياست خو بايد پوه شئ چې دفتري چاپيريال کې کومې بشري کړنلارې او لارښودونه عملي دي، همداسې نور بېشميره دويمګړي مهارتونه دي چې کولای شي ستاسې شخصي او مسلکي ژوند ډېر آسان کړي.

د يو لومړنی مسلک به د بل شخص دويمګړی مسلک وي، يو څوک به شوقي فيسبوک کاروي او بل به پرې تجارتي شرکت چلوي، دا پوښتنه بايد تاسې له ځان سره حل کړئ چې زه داسې څه بايد زده کړم چې کولای شي زما د لومړني مسلک ارزښت راډېر او کار مې آسان کړي، لکه يو څوک بزګر دی که هغه له بزګرئ سره د زراعتي بازار موندنې مهارت هم زده کړي ډېر به ورته ګټور وي، نسبت د يو برق انجينر ته چې ممکن هيڅکله بزګري ونه کړي. يا په بله وينا د هر چا عمودي وده او افقي وده به له يو بل سره توپير ولري.

شخص د خپل مسلکي مهارتونو لپاره استخداميږي او ورسره دويمګړي مهارتونه يې هم مسلکي او هم شخصي ژوند ډېر آسانوي، د استخدام په ډېرو مرکو کې دوو سيالو نوماندانو تر منځ دويمګړي مسلکونو اصل پرېکړه کړې وي. په کورونو اوفترونو کې به موږ څومره ليدلي وي چې د يو برقي سويچ بدلولو، عادي ژباړنې، کوچنئ کمپيوټري ستونزې، عادي ميخ وهلو/ ترکاڼئ او نورو ساده کارونو لپاره له بهره شخص راغوښتې وي.

کال نوی شو، نوې مسلک، نوې ژبه، نوې مهارت زده کړئ، هر څه پکاريږي، يوازې دومره پام کې ولرئ چې وخت محدود دی خو مهارتونه نه!، يوازې هلته وخت ولګوئ چې تاسې ته ارزښت لري او فکر کوئ ګټه ترې اخيستلای شئ.

داشته آید به کار   ګرچه باشد زهر مار


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

7 responses to “شخصي وده”

  1. Be Zrrah Avatar

    Thank you Hiwadpal Saib. I am proud of you. Mananah

    Like

    1. قدرت الله هېوادپال - Qudratullah Hiwadpal Avatar

      ډېره مننه!! هيله من يم چې له موږ سره پاتې شې، او پر خپله نيکو مشورو، لارښوونو او نظرونو مو ونازوی
      بيا هم مننه

      Like

  2. مشوره ناکامي نه ده – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، شخصي وده، د هدف ټاکلو ۱۲ مرحله یې پروسه، د نامعلوم قبلولو […]

    Like

  3. په ځان کې ورک – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د معلوماتو […]

    Like

  4. د کال ارزونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب […]

    Like

  5. د انتقال وسيلې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د معلوماتو واکداري، مشري او ابتکار، د کار سړی، د فکر […]

    Like

  6. د ژوند که د بدلون تکليف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب […]

    Like

Leave a reply to مشوره ناکامي نه ده – مشري || ټکنالوژي || مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading