محمد نجيب عصمتي
(له http://najibasmaty.blogspot.com څخه په مننه)
د تيرې ليکنې په دوام (د دندې مرکې پوښتنې، لومړئ برخه)
هوښیاران وايي د راتلونکي د عمل بهترین ښکارندوی د پخوا عمل دی. کوم چا چې پخوا یو عمل کړی وی ډېر امکان یی شته چې په آینده کی یی هم تکرار کړی. که یو کس په یو اضطراری حالت کی خپل حواس/ سد له لاسه ورکړی وی او اشتباه ترې ترسره شوې وي نو دا سړی په آینده کی هم تر فشار لاندی سمه فیصله نشی کولای. همدا وجه ده چی نن سبا د مصاحبی اکثره پوښتنی د پخوا د کار په هکله وي او په اکثره پوښتنو کی د یو حالت عکس درته وړاندې کړي او د هغی په باره کی بیلابیلی پوښتنی کوي.
یو څو پوښتی د مثال په توګه:
۱. ایا کوم وخت داسی شوی چی امر دي ۲ او یا ۳ کارونه درکړی وی چی دری واړه باید په یو وخت خلاص شی؟
د پوښتنی اصل هدف دا ده چی وګوری چی تاسو دکارونو پر لومړيتوب ټاکلو (Prioritization) پوهيږئ او کنه. دوهمه خبره دا ده چې ایا تاسو کولای شئ چې د خپلو مامورینو نه په سمه توګه کار واخلی (Delegation of work)، يعنې وبه کولای شئ چې هغوی ته کار په څرګنده او اندازه کيدونکې توګه وسپارئ.
لومړيتوب ټاکنه یو له ډېرو مهمو مهارتونو څخه دی او نږدې په هره مصاحبه کی د دی په باره پوښتنه کيږي.
۲. دداسی وخت کيسه راته وکړه چی له يوې ستونزمنې پریکړی له حالت سره مخامخ شوی وی؟ او په څه توګه نتیجې ته رسیدلې ياست؟
لومړی هدف ستاسو دی تشریح کولو د مهارت معلومول دي او دوهم دا چې ستاسو د یو پریکړې ته د رسیدو پروسه څه ده، کوم مهم شیان دي چې باید په نظر کی ونيول شي.
دا مضمون د يوې لړئ برخه ده، چې د تيرې ليکنې پر دوام (د دندې مرکې پوښتنې، لومړئ برخه) ليکل شوې دی.
ټولي:HR, مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ