له فلتر عموماً د يو څه پاکولو يا چڼولو معنا اخيستل کيږي، د ټکنالوژئ په اصطلاح کې موږ د فلتر او کنټرول ميکانيزم له وسيلو څخه د مناسب او ښه استعمال لپاره کار اخلو، ادارې عموماً د اخلاقياتو، مناسب استعمال، کنټرول، او داسې نورو ورته نامو خپلې وسيلې تر نظارت لاندې نيسي.
د افغانستان انټرنېټ له ګاونډيو هېوادونو موږ ته رارسيږي، له ازبکستان، ايران، پاکستان او نورو ګاونډيو سره د انټرنېټ شريکولو تړونونه لرو، او دا د نړېوالو قوانينو له مخې د هغه هېواد (له کوم څخه چې راتيريږي) له لاسوهنې او نظارت څخه مسثنی وي، خو د افغانستان په قضيه کې موضوع داسې نه ده، او هغه زموږ د بحث موضوع هم نه ده، خو داسې ډېر موارد شته چې د هغه ځای د فلتر پيغامونه دلته استعمالوونکو ته ښکاره شوي وي، چې تاسې د اړونده هېواد له قوانینو سرغړاوی کوئ او دې پاڼې ته لاسرسی نه لرئ.
د افغانستان دولت او په ځانګړي ډول د مخابراتو وزارت په يوه نه يوه بهانه د انټرنېټ څارلو ناکامې هڅې کوي، ناکامې پدې معنا چې تر اوسه زموږ د ډيټا/ معلوماتو ليږلو رالېږولو پايپونه افغاني نه دي، سره لدې افغان ټليکام فايبر د افغانستان په انټرنېټ کې کليدي رول لري خو دا پايپ تل د کيفيت او دوامداره شتون له ستونزې سره مخ وي نو ځکه اوس هم پريکنده فيصدي کاروبارونه انټرنېټ له نورو منابعو رانيسي چې هغه د افغانستان قوانينو په ځانګړي ډول فلټرولو تابع نه دي.
اخلاق او محرميت هر څوک په خپل چوکاټ کې تعريفوي، سره لدې چې له ډېرو به واورئ چې له “اسلامي نواميسو سره په ټکر کې نه وي” “له افغاني ادابو سره تضاد ونه لري” خو دا نواميس او تضاد به څوک تعريفوي، ډېر داسې څه دي چې اکثره خلک به يې د نورو په مخ کې نه کوي، خو کله چې له نورو پټ انټرنېټ يا نورو آنلاين وسيلو ته لاسرسی پيدا کړي، نو ډېر داسې څه به ترې ووينئ چې هيڅ د هغې له عمومي ښود سره نه برابريږي، او ممکن دا غير اخلاقی څه نه وي، خو دلته د کفر، بد اخلاقئ او بې ادبئ ټاپې دومره عامې دي، چې هر يو يې پر بل تپلو لپاره له نورو وړاندې درومي.
د يوه اسلامي هېواد په توګه موږ ځيني مسؤليتونه لرو چې هر اوسيدونکی يې بايد درناوی وکړي، ورسره د افغانيت هم ځينې حدود شته چې زموږ د پيژندنې سبب کيږي، اکثره حالاتو کې شخص پخپله پوهيږي چې څه بايد وکړي او له څه باید ډډه وکړي، ورسره د اقتصادي او ټکنالوژيک اړخه هم ځينې صورتونو کې د انټرنېټ څارلو اړتيا وي، يو څه موده وړاندې زموږ دولتي ادارو له کمپيټورونو څخه د نورو هېوادونو کمپيوټرونو ته بې اجازې لاسرسئ لپاره کار واخيستل شو، او دلته د پايريټډ/ بې قانونه غلا شوو کمپيوټري پروګرامونو له برکته دا څه دومره د تعجب خبره هم نه ده، خو دلته چې کله بحث د څارلو کيږي نو خدمت برابروونکی وسيله بايد وڅارل شي، نه دا چې د خدمت استعمالوونکی دا وسيله د څه لپاره کاروي.
د انټرنېټ فعاليتونو څارلو او چڼولو اخلاقي اړخونه دومره جنجالي نه دي ځکه زموږ لپاره يې حدود ممکن ډېر ښه مشخص شي، خو هر کله چې موضوع سياسي شي او هر هغه څه چې حکومت يا چارواکو ته له چوکاټه بهر ښکاره شي نو بیا ستونزه جنجالي کيږي، دلته بحث د شخصي آزادئ او وسيلې کارولو پوری هم دی، که چيرې يو شخص په خپله شخصي وسيله کې، پر شخصي لګښت، د شخصي اړتياوو سره سم انټرنېټ کاروي، نو دلته ولې بايد بل څوک چې هيڅ له موضوع خبر نه وي د يوه عمومي فرمول پر اساس د ده کړه وړه تعبير او کنټرول کړي، ورسره که چيرې يو څوک له دولت يا چارواکو سره سياسي اختلاف ولري، نو ولې بايد هغه اختلاف د شخص پر اعمالو عملي شي يا د هغې له برکته نور هم وتلل شي.
زموږ په هېواد کې انټرنېټ د انټرنېټ خدمت برابروونکو او بې سيمه ټليفوني شرکتونو لخوا برابريږي، همداسې کله چې تاسې داسې يوې ویبپاڼې ته چې د دوی له تعريف سره اخلاقي نه وي نو د هغې خلاصولو څخه منع کيږئ، دا مخنيوی اکثراً د ټکو/ ويناوو پر استناد کيږي، چې د دې ټکو تعريف دولت يا بله حاکمه اداره کوي، که يو څوک د بيلګې په ډول جنسي معلوماتو پسې ګرځي، دا معلومات کولای شي روغتيايي، پوهنيز يا څيړنيز اړخ ولري يا به د ساعتيرئ لپاره وي، خو پدې دواړو مثالونو کې انټرنېټ برابروونکی ممکن د حاکمه قوانينو په رڼا کې تاسې هغې اړونده پاڼو ته تګ منع کړي.
که چيرې اساسي قانون اووه ديرشمه ماده وايي چې مخابراتي اړيکه له بريده خوندي ده، نو انټرنېټ اړيکه هم بې دليله بايد فلتر يا بنده نه شي، د ټکو پر بنا فلتر عموماً ړوند وي، نو ضرور نه ده چې يو څوک هغه ټکی د څيړنې، مطالعې، پوهنتون او يا خوند لپاره لټوي په هره کې د انټرنېټ برابروونکي لخوا پيغام راشي چې تاسې دې پاڼې ته لاسرسي اجازه نه لرئ، ورسره په شخصي توګه داسې دوه د سوفټوير او ټکنالوژئ شرکتونو مالکين پيژنم چې ويبپاڼې يې د افغان ټليکام د سيسټم لخوا بندې دي، يوازې پدې دليل چې د ړانده سيسټم د فلترولو پر ميکانيزم برابرې شوي دي، اوس نو دلته که وغواړئ چې لدې سيسټمه ځان وباسئ هيڅ نه پوهيږې کومې درګاه ته ورشی.
ممکن په ځينې صورتونو کې د وسیلې له څارلو پرته بله چاره نه وي، خو ورسره باید اړونده نور ميکانيزمونه هم واوسي، چې که چيرې پر تاسې د ړانده لنډ فکر فرمان اغېزه راشي نو څه بايد وکړئ، که چيرې دا اړيکه څارل کيږي کاروونکی بايد ترې خبر وي، که چيرې څوک ځانګړی ويبپاڼې ته اړتيا لري او هغه ته لاسرسی نه کيږي نو بايد پوه شي چې له کوم لارو چارو ورته لاسرسی حاصلولای شي او ولې بنده ده، او په پای کې چيرې د ستاسې ويبپاڼه دې ګوزار ته برابره شي نو بايد څه وکړئ.
د انټرنېټ په نړۍ په اوسط ډول هره دقيقه نږدې ۱۰۰۰ ویبپاڼې/بلاګونه/ او نور آنلاين فورمونه راژوندي کيږي، د انسان ژبې او ټکي محدود دي، هر څومره چې ښه د چڼولو او فلتر نظام جوړ شي بيا به هم پکې داسې زيرمې/منابع اغېزمنيږی چې باید دې تورې ته برابر نه شي، خو هغوی چې اغېزمنيږي بايد پوه شي چې چا ته ولاړ شي، او که څوک وايي چې بايد اترا سره اړيکه ونيسي، نو هلته تر اوسه داسې روښانه ميکانيزم نه د دوی په ويبپاڼه او نه په نورو عامه معلوماتو کې شته چې څه بايد وکړي، هو که څوک وپيژنئ…
(اړونده ليکنه د اساسي قانون ۳۷ ماده او د مخابراتي اړيکو محرمیت)
مننه کوم قدرت الله جانه په رښتیا چې ډیر په زړه پوري معلومات له خپلو دوستانو سره شریکوي الله تعالی دي نور هم وس او همت درکړي چې تل همدعسی زړه راښکونکي معلوماتو په لیکلو او نشرولو ته ادامه ورکړي او د لوستونکو او لیدونکو تنده ورباندي ماته کړه.
بیا هم مننه درڅخه کوم ښاغلي قدرت الله جانه د نورو همکاریو په هیله….
LikeLike