پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل

څو ورځې وړاندې، افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظيم اداری (اترا) له مخابراتي شرکتونو وغوښتل چې واټس آپ، ټليګرام خدمتونه ته لاسرسی محدود کړي، همداسې ځينې د فيسبوک او ټويټر حسابونه ته هم د لاسرسي محدودولو مکتوب ښکته پورته کيږي، خو چارواکي وايي چې هغه مکتوب جعلي دی.

نجیب ننگیال، سخنگوی وزارت تکنالوژی و مخابرات به روزنامهی ۸صبح گفت که خدمات تلگرام و واتساپ به دلیل پایینبودن خدماتش در افغانستان بسته میشود. او در صحبتهایش افزود: «از طرف مردم شکایتهایی دریافت کردیم که کیفیت تلگرام و واتساپ خوب نیست، برای اینکه کیفیت خدمات خوب شود، حکومت تصمیم گرفت که برای ۲۰ روز فعالیت واتساپ و تلگرام را به صورت موقت قطع کند که این مشکل در آینده حل شود.»”

پر ټولنيزې ميډيا قيودات څه نوی خبره نه ده، زموږ په سيمه کې پاکستان لومړی د يوټيوب بندولو هڅه وکړه، بیا يې د ځانګړو فيسبوکي پاڼو بندولو هڅه پيل کړه، او آن دا اخطار هم وو چې ټولې پاڼې له يوه سره بند کړي، هند په کشمير کې دا هڅه وکړه چې نږدې ۲۰ پاڼې او خدمتونه يې بند کړي، چين تير کال وکولای شو د فيسبوک ټول خدمتونه او ځينې نورې مسينجری هم بندی کړي، ايران هم د دې وسيلې محدودلو کړنلارې عملي کړي دي، عرب آماراتو محدوده بندونه پرې وضع کړي، او سعودي له تير کال راهيسې ترې بندونه ليرې کړي دي.

يوه زمانه کې يوه نظام پر ټلويزونونو بنديز ولګاوه ځکه هغه څه چې پکې نشريږي له هغې سره ستونزې لري، د انجونو ښوونځي يې وتړل ځکه د هغوی لپاره يوازې انجونو ښوونځي يې نشو مديريت کولای، د نن زمانه د ټولنيزې ميډيا او د کاروونکي د محتوياتو زمانه ده، دلته هر هغه څوک چې موبايل يا د ټکنالوژئ وسيله ولري هغه خپل غږ هر چا ته رسولی شي، نن هر څوک د پرون ټلويزون په څير د وينا خپرولو توان لري.

افغانستان د مخابراتو سکتور تل د يوه بريالي سکتور په نامه خرڅيږي، چې نږدې دوه ميليارده ډالر پکې پانګونه شوې ده، نږدې د ولس هر غړی په يوه نه يوه طريقه مخابراتي وسيلې ته لاسرسی لري، د دې حکومت له راتګ سره سم دا سکتور د نااهلئ ښکار شو، لومړی يې پرې لس فيصده ماليه وتپله چې تر اوسه يې حساب ورک دی، بيا يې پخوانی وزير د فساد په تور پر کور کيناوه چې وروسته يې نوم پاک شو، خو يوه لويه بدنامي يې ورته پريښوده، اوس هم د مخابراتو سکتور د کاروونکي حقوقو ساتنی له ضعيفه ميکانيزم، اوږدمهاله ستراتيژئ له نشتون، ظرفيت، خدمتونو او ډيټا له کيفيت او ضعيفه څارنيزه ميکانيزم له ستونزو سر ټکوي.

مسينجری يو له هغو ساحو څخه دی چې بې حسابه بديلونه لري، د يوه بندول د بل بازار ښه کوي، که يو بنديږي خلک به بل ته ولاړ شي، که چيرې پدې نامه بند شوی وي چې خدمتونه يې خراب دي، نو دا ولې د دولت مسؤليت شي چې د آزاد بازار په اقتصاد کې د دوو ځانګړو شرکتونو پر خدمتونو له کوم شکايت يا اصلاح وخت پرته بنديز لږوي، که چيرې زموږ نفوس ډير وای، يا دې دوو شرکتونو دې هېواد ته په جدي سترګه کتلای نو اوس به همدا وزارت او حکومت له قانوني ستونزې سره مخ وو، چې د نړيوالو تجارتي اتحاديو غړي په توګه ړندی پرېکړې کوي. او پدې ۲۰ ورځو کې به بندوونکی اداره څه توره وکا؟

که چيرې امنيتي دليل وي، نو لدې دواړو نور مسينجرې او ټولنيزې ويبپاڼې شته چې هلته کاروونکي څو چنده ډير دي، دلته د امنيت په نامه د کوڅو او سرکونو بندول خو يو عام رواج دی، اوس همدا نااهلي آنلاين نړئ ته هم درومي، د امنيت په نامه بندول داسې وي لکه څوک چې له هېواده ټول ټوپکونه راغونډ کړي ځکه چې امنيتي تهدید زيږوي، خو پدې کې اول بايد همدا امنيتي ادارې خپلې سلاوې وسپاري، دلته ستونزه له محتوياتو سره ده نه دا چې له وسيلې سره، همدې وسيلو د ډيرو ژوند آسانه کړی دی، ډير داسې خلک به وي چې له دې وسيلو څخه سمه ګټه اخلي، خو بند پر ټولو عملي دی، له وچو سره به لامده هم سوځي.

يوازې د دوو مسينجرو بلاک کول چې د انکرپشن غښتلی میکانيزم لري، د فيسبوک او ټويټر ځانګړو پاڼو په نښه کول له امنيت زيات سياسي اړخ ته هوا ورکوي، د امنيت چارواکي ترې انکاري دي، د مخابراتو وزارت وايي چې موږ نوی خدمت وړاندې کوو، لدې صرفنظر چې ولې شته شی له سره کشفيږي يا وزارت دومره ظرفيت لري چې بل څه رامنځ ته کړي، يا د دوی خدمت ښه کړي؟ پوښتنه داده چې داسې يو امر چې پراخه اغيزې ولري ولې په تياره کې د اغېزو له ارزونی پرته اخيستل کيږي؟ د مخابراتو چارواکي ولې يوازې ړنګولو او خپل دولتي زور عملي کولو ته لومړيتوب ورکوي؟ ولې د قوانينو په رڼا کې د کارکوونکي د حقوقو دفاع ميکانيزمونه تر اوسه فلج دي؟ ولې بايد ټکنالوژي سياسي شي؟ ولې پداسې حال کې چې د دولتي فرعونانو ستونزه له محتوياتو سره ده، خو وسيله بنديږي؟ ولې بد سلوک هڅول کيږي؟ او په ټکنالوژيکي اړخه د افغانستان د انټرنېټ اوسني جوړښت ته پر کتلو څومره دا بند عملي کيدونکی دی؟ اوس هم له بنده څو ورځې وروسته يوازې څو استثناتو کې دا دواړه وسيلې کار کوي.

که د مخابراتو چارواکي هرې دوهمی خبری سره دا يادوي چې زموږ مخابراتي خدمتونه ډير پرمختللي دي او د نړئ له بهترو وسيلو کار اخلي، نو دا مسؤليت هم بايد ومني چې همدا پرمختللي مخابرات پرمختللی فکر او پرمختللي مهارتونه غواړي، نوره نړئ ډيټا، آنلاین کاروبار، آنلاين زده کړو، آنلاين دولتدارئ او نورو ورته معاصرو پديدو لپاره قوانين جوړوي، دلته تر اوسه دوی همدې ته تکړه ناست دي چې څوک يې پيغام لايک کوي او څوک پرې کمنټ ورکوي.

له ټانګی څخه د سپوږمکئ مديريت ذهنيت بايد بدل شي، د آنلاين نړئ مديريت لپاره بايد فزيکي بيوروکراسئ جنجالونو ذهنيت بدل شي، که دولت د قوانينو يوازې هغه اړخ رااخلي چې موږ حق لرو هر څه وکړو، خو د قوانينو هغه اړخ هم بايد عملي کړي چې د شخصي سکتور، کاروونکي او مشتري شکايتونو، دعوا او حقوقو ساتلو لپاره بايد رامنځ ته شي.

که د امنيت په نامه بنديږي، نو د امنيت ساتلو مسؤل هم دولت دی، دا لکه يوې سپږی لپاره د ټول پوټکي سوځول دي، که چيرې سياسي موخی ولري نو عامه دارايي بايد د سياسي ګټو قرباني نه شي، که چيرې ناوړه استفاده بلل کيږي د ښه ګټی تعريف به څوک کړي، او آیا داسې مخابراتي سکتور چې بيې په سيمه کې له ټولو ګرانی دي، تدريسي نظام يې مسلکي خلکو په روزلو کې پاتی راځي، د مخابراتو خدمت کيفيت په همدې کابل کې خراب دی، ډيرې کړنلاری يې مبهمه او ورکی دي، د کاروونکي حقوقو ميکانيزم يې ضعيفه دی، هلته هر څه سم شو، اترا ته نور هیڅ پاتی نه شو، چې اوس په لسګونو مسينجرو کې يوازې دوه بلاکوي.

سره لدی چې د مسلمانانو او افغانانو په توګه زموږ خپل قوانين، کلتور او رسم رواجونه دي، پر ټولنيزه ميډيا او فيسبوک ډير داسې مواد شته چې بايد نه وي، همداسې په نوره نړئ کې عمر، جغرافيوي محدودی، جنسيت او نورو اصولو په رڼا کې ځانګړي محتويات بلاک کيږي، خو د وسيلې بندول تل يو بد مثال دی، سره لدې موږ له ډيرو امنيتي ستونزو سره مخ يو، او دا هم امکان لري چې دا به امنيتي منطق هم ولري، خو يو څوک چې تل د قوانينو تابع وي او بل چې تل باغي وي، دولت د هغې باغي د عمل له کبله پر دې تابع هم خدمت بندوي، او که چيرې سياسي دليل وي چې ټول خان پسې بد وايي، نو دا له منطقه لوړه خبره ده.

د وسيلې بندول هيڅکله هغه محتويات له منځه نه وړي د کوم له کبله چې دا وسيله بنديږي، يوازې هغه محتويات به ځان لپاره يو بل کانال پيدا کړي چې د چارواکو او څارونکو له نظره پټ وي، دا د کوترې فکر باید هر چيرې ونه شي چې که چيرې زه سترګی پټی کړم، نو پيشو ولاړه، که څوک څه نه وايي يا څارونکي څه نه ويني، دا بايد په دې معنا وانخيستل شي چې خير خيریت دی.

ټکنالوژي د نني ژوند يوه نه بيليدونکي برخه ده، له شخصي ژونده نيولې د ټولنې په پرمختګ او د هېوادونو په اقتصادي وده کې کلیدي رول لري، آن په ځينې هېوادونو کې انټرنېټ ته لاسرسی د يوه عامه حق په توګه قبليږي، د دې وسيلې زيربناوی د عامه ولس زيربناوو په توګه منل شوي دي، د داسې وسيلې په اړه پريکړې بايد تل روښانه او څرګنده دلايل ولري، که چيرې د سياسي خوښيو قرباني کيږي، نو موږ راتلونکي لپاره يو بد مثال ږدو، او هغوی ته چې غواړي په دې سکتور کې پانګونه وکړي يا مصروف شي، دا پيغام ورسوو که چيرې د خان له مزاج سره سم وی نو ښه راغلاست، که په مزاج يې برابر نه وی نو له داسې نااهله او نه عملي کيدونکي پريکړو به سر ټکوی.

(ورته ليکنی: د انټرنېټي او مخابراتي اړيکې ړانده چڼول/ فلترول، دروغ خبرونه، انټرنېټ، فيسبوک او ټولنيزې ميډيا رول او د معلومولو يې نهه لارې چاری، آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری، دولتي مامورين او فیسبوک)


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

12 responses to “پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل”

  1. د ماشومانو آنلاين ساتنه: ماشومانو لارښود – لومړئ برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، پر ماشومانو د […]

    Like

  2. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – لومړئ برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] ليکنی: پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، پر ماشومانو د […]

    Like

  3. پر ذهن د ټولنيزه رسنیو (سوشل ميډيا) استعمال اغیزې – څيړنی څه وايي | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – دوهمه برخه، پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، ګوګل او بيړا – آیا انټرنيټ موږ د ذهني سستوالي په لور […]

    Like

  4. آیا ټولنيزې شبکې پر ټاکنو اغېزه کړي؟ | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] رسنیو (سوشل ميډيا) استعمال اغیزې – څيړنی څه وايي، پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، ګوګل او بيړا – آیا انټرنيټ موږ د ذهني سستوالي په لور […]

    Like

  5. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – پنځمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] – څيړنی څه وايي، خپل موبايل له بايسکلي غلاوو وساتئ، پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې […]

    Like

  6. آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، د آنلاين محتوياتو ننګونه،  آنلاین د کمکيانو او […]

    Like

  7. د آنلاين لوبو بندول – مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] واټس آپ او ورته ټولنيزو پروګرامونو د بندولو شوق کړی وو (دلته پرې غږيدلي يو)، څرنګه چې دا ټولې ټکنالوژئ موږ ته له بهره راځي نو که له […]

    Like

  8. ټولنيزې شبکو خپل محتوياتو څرنګه اداره کوي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] معلومات اصل بدلوي، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، پوهه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  9. ټولنيزې شبکې خپل محتويات څرنګه اداره کوي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] اصل بدلوي، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، پوهه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  10. د فيسبوک پر وړاندې – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنۍ: پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، ټکنالوژي او د وخت ارزښت، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ […]

    Like

  11. ډيجټيلي استبداد – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنۍ: پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، ټکنالوژي او د وخت ارزښت، د وبا پر مهال انټرنېټ ته […]

    Like

  12. ټولنيزې شبکې او متنوع فکر – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنۍ: له انساني بيالوژي اخوا، پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، ټکنالوژي او د وخت ارزښت، د وبا پر مهال انټرنېټ ته […]

    Like

Leave a reply to د ماشومانو آنلاين ساتنه: ماشومانو لارښود – لومړئ برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading