د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – لومړئ برخه

ټکنالوژي پراخه نړۍ راپرانيسته، د انټرنېټ له يوې اړيکی سره انسان کولای شي د نړۍ بیلابيلو څنډو ته ولاړ شي، او بې شمېره وسايلو، آسانتياوو او زيرمو ته لاسرسی حاصل کړي. سره لدی د انټرنېټ او آنلاين نړۍ له ګټو سترګی نه پټيږي، او نه په نننئ نړۍ کې لدې پرته ژوند کيږي، خو د دې هم اړتيا شته چې له همدې نړۍ څخه ګټی اخيستنی لپاره له ځينو لارښوونو او مشورو ګټه واخلو.

موږ دلته د ماشومانو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ پيلوو، دا ليکنې په اساسي توګه د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده  لارښودو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولای شي له استعمالوونکي سره د دی وسيلو په بهتره استعمال کې مرسته وکړي.

دې لړۍ کې ماشومانو، د هغوی والدینو او نورو اړونده ادارو لپاره لارښوونی او وړانديزونه شته چې څرنګه ماشومان/ ځوانان او زلمکيان آنلاين وساتي او وکولای شي له انټرنېټ او اړونده وسيلو څخه زده کړه ييزه، صحي او بهتره ګټه واخلي.Children Protection Online-1

د دې لړۍ کې دا لومړئ ليکنه د ماشومانو لپاره لارښودونو لومړئ برخه ده، چې خپله د دوی او ځينې وختونه د مور/پلار يا وليانو په مرسته عملي کيږي، په نورو ليکنو کې موږ مور/پلار او وليانو لپاره لارښوونی لرو، او په اخيره کې پاليسي جوړوونکو لپاره ځينې وړانديزونه دي.

دا لیکنی په عمومي توګه نړيوالو لارښوونو او بهتره استعمال په رڼا کې ليکل شوي، د هغو هېوادونو له تجاربو درس اخيستل شوی چې ټکنالوژي يې د ښوونی او روزنی، تجارت، ټولنيز ژوند، ساعتيرئ، لوبو او نورو برخه ده، او په افغانستان کې د ټکنالوژئ پراخيدونکي استعمال له کبله موږ هم په هماغه لور روان يو، بهتره ده چې زموږ ماشومان او د هغوی وليان د دې وسيلې پر بهتره او ښه استعمال پوه شي.

دا ليکنی يوازې د ماشومانو او ځوانانو لپاره نه دي، زموږ په هېواد کې چيرې چې حکومت يوازې شمېرو پسې منډې وهي، دلته د مشتري د خوندتيا ميکانيزمونه او د خدمت عمومي زيربناوی ډيرې ضعیفه دي، دا لارښود او کړنلارې د استعمالوونکي، کورنيو، ملګرو او نورو اړونده سره مرسته کوي، تر څو څرنګه ځان وساتي او که چيرې له يوه ناغوښتي حالت سره مخ شو، څه بايد وکړي.

آنلاين د کمکيانو، نجونو او هلکانو ساتنه

آنلاين ټکنالوژئ ځوانانو (نجونی/هلکان) ته د اړيکو نيولو بیشمیره امکانات برابروي، د نوو مهارتونو له زده کړی تر ابتکاره او په نړيواله توګه د ټولنو د بهترئ سبب ګرځيدای شي، خو ورسره آنلاين کيدل دوی له خطرونو سره هم مخ کوي چې ممکن ناوړه محتوياتو، وايرسونو، تهدیدولو، ويرولو، جنسي ازار او نورو سره مخ شي.Children Protection Online - 2

بدبختانه، تر اوسه موږ داسې روښانه او څرګنده کړنلاره نه لرو چې وکولای شي کمکيان او ځوانان آنلاین وساتلی شي، دا يوه نړيواله ستونزه ده او نړيوال حل غواړي، د همدې هڅې په رڼا کې ملګرو ملتونو د خپلو اړونده ادارو پر همغږئ ځينې لارښودونو رامنځ ته کړي، چې دا د همدې لارښودو لړئ د لومړي لارښود چې ماشومانو لپاره لیکل شوی، څخه بحث کوي.

پدې ليکنه کې کمکيانو، ماشومانو، ژڼکيو او ځوانانو ټکي استعمال شوي دي، لومړی لدې څخه هدف دواړه نجونی او هلکان دي، او همداسې په عمومي توګه ترې هدف هغوی دي چې عمر يې له ديارلسو کالو کم وي، خو په ځينو برخو کې بيا له عمرونو او جنسونو څخه څرګنده يادونه شوې ده.

ماشومان، ځوانان او د ټکنالوژئ استعمال

معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژئ (ICTs) د ماشومانو له يو بل سره د اړيکو، معلوماتو ته لاسرسئ، او د خپلو نظرونو او خلاقو محتوياتو شريکولو طريقې بدلې کړي دي. ماشومان او ځوانان د انټرنېټ اړونده خدمتونو ډير تبادله يي او دخيلوونکي شکل څخه خوند اخلي. په عمومي توګه پر انټرنېټ ماشومان ځان خوندي احساسوي، يو څه چې دوی ورته خوښيږي او جالب، ساعتيره، آراموونکی، ګټور او ښه ورته ښکاري.

لاسرسی

بيلابيلو څيړنی ښيي چې انټرنېټ ته د لاسرسئ عمر مخ په کميدو دی. د امريکا په متحده ایالاتو کې له پنځه کاله ټيټ عمر ۸۰٪ ماشومان په اوونيزه ډول انټرنېټ کاروي، او څومره چې يې عمر ډيريږي د انټرنېټ استعمال يې هم لوړيږي، نږدې ۹۰٪ ځلمکیان وايي چې دوی نږدې هره ورځ آنلاين وي. په نړيواله توګه، سويلي کوريا چې په نړئ کې انټرنېټ ته د لاسرسئ تر ټولو بهتره هېواد ګڼل کيږي او ولس يې تر ټولو ډير انټرنېټ ته لاسرسی لري، دولتي معلومات ښيي چې  د دوی ۱۰ او ۱۹ کالو عمرونو ځوانانو په هرو لسو کې يو يې پر انټرنېټ روږدی دی.

له نهه کاله ټیټ عمره ماشومان انټرنېټ څخه بیلابیلو آنلاین فعالیتونو لپاره خوند اخلي، چې په هغې کې د ويډيو ليدل، معلوماتو لټول، د کورني کار کول او نورو ماشومانو سره آنلاین اړيکی نيول شامل دي. د فعاليتونو دا شمېره له عمر سره ډيريږي. له ۹ تر ۱۶ کالو عمرونو اروپايي ځلمیان بیا سندرو اوريدل، ټولنيزو شبکو کارول او ويډيو کليپونو ليدلو څخه تر هر څه ډير يادونه کوي. نور ټولنيز فعاليتونه چې ډير ترې يادونه کيږي د سکايپ او واټس آپ کارول دي. همداسې په هرو دريو کې يو ماشوم په ورځني ډول معلوماتو لټولو، ښوونځي کار او لوبو (يوازې يا ډله ييزه توګه) لپاره له انټرنېټ څخه د کار اخيستنی يادونه کوي.Children Protection online - 4

په پرمختللي هيوادونو کې براډ بينډ انټرنېټ اړيکی له لارې آنلاين کيدل خوښيږي، خو په پرمختلونکو هيوادونو کې چيرې چې زيربناوو ډيره وده نه ده کړی، هلته د انټرنېټ کيفی (کلب/دوکان) او نور ټولنيز جوړښتونه دا خلاوی ډکوي. خو، په دې نږدې وختونو کې د ګرځنده وسيلی انټرنېټ مخ پر وده دی، په نړيواله توګه په چين او هند کې د انټرنېټ تر ټولو ډير کاروونکي لري. په نړۍ کې د ګرځنده ټليفونونو نږدې ۷ ميليارده اړيکي فعاله دي، چې په هغې کې ګرځنده انټرنېټ هم شامل دی. د افغانستان په څير په جنوبي امريکا کې هم ګرځنده انټرنېټ لاسرسي شمیره د براډ بينډ انټرنيټ په پرتله ډيره لوړه ده. د اسټراليا شميرې ښيي چې په ۲۰۱۵ کې د ۸ او ۱۱ کالو عمرونو ۳۵٪ ماشومانو له ځان سره ګرځنده ټليفون درلود، چې د ۲۰۰۷ کال په پرتله دا شمېره دوه چنده لوړه ده، لدې شمېرو څخه ښکاري چې ځوانان او ماشومان به په ډيريدونکي توګه له ټليفون او ټبليټ په شمول له ګرځنده وسيلو څخه انټرنېټ ته لاسرسي لپاره کار اخلي.

ډيجيټل وسيلی

ماشومان او ځوانان انټرنېټ ته لاسرسئ لپاره له بیلابیلو ډيجيټل وسیلو کار اخلي، چې په هغې کې ډيسکټاپ او ليپټاپ کمپيوټری، ګرځنده او ځيرک ټليفونونه، ټيبليټ او نورې لاسي وسيلی لکه ای پاډ، ډيجيټل کتابونو لوستونکي او لوبو وسیلی شاملی دي، خو څيړنی ښيي چې د ګرځنده ټليفون او ټبليټ له لارې انټرنېټ ته لاسرسی مخ پر لوړه او د کمپيوټر او ليپټاپ له لاری لاسرسی مخ پر ټيټيدو دی.

Children Protection Online - 3خو، هغه ماشومان چې د ګرځنده وسيلې (ټليفون/ټبليټ) له لارې انټرنېت کاروي د والدينو يا وليانو محدود څارنی له کبله د آزار له لوړ تهدید سره مخ وي، همداسې دا ماشومان نسبت نورو ته انټرنېټ ډير کاروي او په پراخو فعاليتونو کې دخيل او لوړ شمېر آنلاین مهارتونه لري.

ځيرک ټليفونونو له لارې انټرنېټ ته لاسرسی ګټی هم لري. لکه ليرې پرتو کليو او ټولنو ته د دې وسيلو له لارې تعليمي خدمتونه هم برابريدلی شي. همداسې ماشومان کولای شي د دې وسيلو له لارې يو بل سره ونښلي او په تعليمي او زده کړې فعاليتونو کې برخه واخلي. دا د هغو ټولنو لپاره په ځانګړي ډول ګټور دي چې دوامداره په حرکت کې وي لکه کوچيان يا هغوی چې د جګړو یا طبعي آفاتو له کبله بې ځايه شوي وي.

(په راتلونکي برخه کې موږ همدې بحث ته دوام ورکوو او پر ټولنيزو شبکو، آنلاين لوبو، او آنلاین پروفايل غږيږو)

(ورته ليکنی: پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، پر ماشومانو د ټکنالوژئ استعمال اغېزې، آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار)



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , ,

6 replies

Trackbacks

  1. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – درېيمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – څلورمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – پنځمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  5. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – شپږمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  6. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: