د ځان اداره او پيژندل – دوهمه برخه

(لومړئ برخې پر دوام)

زه څرنګه کار کوم؟

حيرانوونکي ده چې يوازې محدود خلک پر ځان پوهيږي چې څرنګه کار کوي. موږ اکثره پدې نه پوهيږو چې هر څوک بيل ډول کار کوي. اکثره خلک د خپل کار له طريقې مخالف توګه کار کوي، چې د ضعيفه کار سبب ګرځي. د پوهې کارکوونکي لپاره دا پوښته چې زه څرنګه کار کوم، له لومړئ پوښتنې چې زما توانونه څه دي څخه مهمه ده.

د هر شخص توانونو په څير د هر چا د کار طريقه هم مختلفه وي. دا د شخصيت برخه ده. د انسان شخصيت د هغې کار ته له تګ ډير وړاندې بنا شوی وي. شخص چې څرنګه کار کوي، د همدې په څير چې په څه کې ښه او څه کې ښه نه دی، له وخته ټاکل شوي وي. د شخص د کار طريقه يو څه بدليدای شي، خو په مکمله توګه استثناً بدليږي يا بدلولو لپاره ډير زيات زحمت غواړي. لکه څرنګه چې خلک په څه کې ښه وي هغې څخه برياليتوب ته رسیږي، همداسې په کومه طريقه چې ښه کار کولای شي ښې نتيجې ته رسیږي.

د انسان د شخصيت ځينې عمومي ځانګړنی دا ټاکي چې شخص څرنګه ښه کار کوي.

آیا زه لوستونکي يا اوريدونکی يم؟

لومړي څه چې بايد پرې پوه شئ، دا معلومول دي چې آیا لوستونکی يا اوريدونکی ياست. ډير کم خلک آن پدې پوهيږي چې لوستونکي او اوريدونکي خلک شته، او استثناً دواړه ډول خلک وي، او لدې هم کم خلک پخپله ځان پيژني چې څه ډول خلکو کې حسابيږي.

دا فرق په سياسي مشرانو کې ډېر روښانه وي، ځينې سياسي مشران مخکې لدې چې ژورنالستانو يا نورو پوښتنو ته ځواب ورکړي، له خپلو همکارانو غواړي دوی ته ليکل وکړي، او د هغې ليکلو له مخې ځواب ورکوي، ځينې نور چې اوريدونکي وي، هر ډول پوښتنې ته ځواب ورکوي، او که هيڅ نه وي په ټوکه ځان له پوښتنې خلاصوي.

له لوستونکي اوریدونکي ته، يا همداسې له اوريدونکي لوستونکي ته اوړيدل سخت دي، ځان پوه کړئ چې په کوم کې ښه ياست او د هغې پر بهترئ کار وکړئ.

زه څرنګه زده کړه کوم؟

دوهم څه چې زه څرنګه کار کوم، کې پرې بايد پوه شئ هغه د زده کړې طريقه ده. اکثره مشهوره ليکوالان په ښوونځيو کې ډير ضعيفه وو. هغوی اکثره خپل ښوونځي دوران ته د يوه عذاب په سترګه ګوري، خو ټولګيوال يې بيا بل ډول فکر کوي. داسې ګڼل کيږي چې ليکوالان د اوريدلو او لوستلو له لارې نه زده کوي، بلکه د دوی زده کړه د ليکوالئ له لارې وي. څرنګه چې ښوونځي دوی ته له دې طريقې زده کړې اجازه نه ورکوي، نو يې نتيجه خرابه وي، او اکثره په مکتب کې زړه تنګي کيږي.

ښوونځي هر چيرې په همدې يو شکل جوړ شوي چې د زده کړې يوازې يوه طريقه ده او د هر چا لپاره صدق کوي. خو د زده کړې تحميلول لکه څرنګه چې ښوونکي خلک مجبوروي د هغو زده کوونکو لپاره چې په مختلف ډول يې زده کوي، يو عذاب دی. په واقعیت کې، د زده کړې تقريباً نیم درجن مختلفی طريقې شته.

ځينې خلک يې د ليکنې له لارې زده کوي، ځينې يې د نوټونو/يادداشتونو اخيستلو له لارې زده کوي. يوه مشهور ميوزيک پوه، بیتووین، له ځانه د رساميو ډيره لويه زیرمه وروسته پريښوده، د زده کړې پر مهال يې رسامي کوله، خو وروسته يې هیڅ نه لوستله، چا ترې وپوښتل چې ولې يې رسموی، هغه ويل چې که چيرې يې هماغه وخت رسم نه کړم، هيريږي مې، خو چې کله يې رسم کړم، هیڅ مې نه هيريږي، سره لدې چې دا رسمونه هيڅ بیرته نه ګورم، خو رسمول زما د زده کړې لپاره مهم دي. ځينې يې د اجرا کولو له لارې زده کوي، او ځينې نور يې له ځان سره غږيدو او پخپله اوريدو له لارې زده کوي.

د ځان رسولو په ټولو ميتودونو، کې پر دې پوهيدل چې زه څرنګه زده کړه کوم، تر ټولو آسان دی. کله چې له يو چا وپوښتئ څرنګه يې زده کوئ، اکثره پوهيږي، خو چې کله ترې وپوښتئ آیا پرې عمل کوئ؟ ډير کم يې په هو ځوابوي. دا پداسې حال کې ده چې پر دې عمل د انسان په بريا کې کلیدي رول لري، او نه عمل پرې شخص ناکامئ او ضعيفه کار پر لور بيايي.

آیا زه لوستونکی يا اوريدونکی یم؟ او څرنګه يې زده کوم؟ ممکن لومړئ پوښتنې وي چې له ځانه يې وکړئ، خو يوازينئ پوښتنې نه دي. د ځان بهتره اغېزمنتيا لپاره له ځانه دا هم وپوښتئ، آیا له خلکو سره ښه کار کولای شم؟ آیا يوازیتوب مې خوښيږي؟ که چيرې ستاسې له خلکو سره کار کول خوښيږي، نو بیا له ځانه وپوښتئ چې په کوم تعلق کې؟

ځينې خلک په مادونئ کې خوښ وي. ځينې په ډله کې ښه کار کوي. ځينې په فوق العاده توګه ښه روزونکي او مربي وي، ځينې هیڅ تدريس نه شي کولای.

بله مهمه پوښتنه داده، چې آیا د پریکړه کوونکي په توګه ښه نتيجه ورکوم يا د مشوره ورکوونکي په توګه؟ ډير خلک ښه سلا ورکوونکي وي، خو د پریکړې کولو جنجال او وزن نشي اخيستلای. ځينې خلک بيا سلاکار ته اړتيا لري تر څو دوی فکر ته وهڅوي، بيا پريکړه کوي، او له باور او زړورتيا سره يې پياده کوي.

دا يې يو دلیل دی چې کله د ادارې دوهم کس د لومړي کس ځای ته پرمختګ وکړي، او بيا ناکاميږي. لوړ مقام پریکړې غواړي. غښتلي پريکړه کوونکي عموماً دوهم مقام ته اعتباري کس د سلاکار په توګه راولي، او دلته دوهم کس له ځان ډيره بهتري ښيي، خو په لومړي مقام کې همدا کس بيا ناکاميږي. هغه پوهيږي چې سمه پريکړه به څه وي، خو د هغې د مسؤليت له قبلولو ډډه کوي.

نورې مهمی پوښتنې چې بايد له ځان يې وپوښتئ، آیا په فشار کې ښه کار کوئ؟ يا منظم او ثابت چاپيریال ته اړتيا لرئ؟ آیا په لوی يا کوچنئ اداره کې ښه کار کولای شم؟ ډير محدود خلک په هر ډول چاپيريال کې ښه کار کولای شي. موږ ډير داسې خلک ليدلي دي چې په لویو ادارو کې ډير بریالي وو، خو چې کوچنيو ادارو ته راغلل له ناکاميو سره مخ شو، همداسې دا بل ډول هم مساويانه رښتيا دي چې له کوچنيو ادارو لويو ته تلونکي هلته ناکام شوي دي.

بيا هم هماغه نتیجه تکراروو: ځان مه بدلوئ، د ناکامئ امکان يې ډير دی، خو د خپلو توانونو پر بهترولو زحمت وباسئ، او داسې چارو ته لاس مه اچوئ چې نه يې شئ کولای يا يې په لړلو تپلو خلاصوئ.

زما ارزښتونه څه دي؟

د ځان بهتره مديريت لپاره بايد په اخيره کې له ځان وپوښتئ چې، زما ارزښتونه څه دي؟ دا د اخلاقياتو پوښتنه نه ده، ځکه اخلاق د ټولو لپاره يو څه وي. دې ته ځينې وخت د آينې ازميښت هم وايي.

د تيرې پيړئ په پيل کې، په لندن کې د جرمني سفير د يوه قدرتمنده لوی هېواد استازي په توګه له ډير واکه برخمن وو. هغه ډير بااستعداده وو او داسې ګڼل کيده چې که د جرمني صدراعظم نه خو يوه ورځ به حتماً د هغه هېواد بهرنيو چارو وزير شي. خو په ۱۹۰۶ کې يې ناڅاپه استعفا ورکړه، او ویې نه غوښتل چې هغه ماښامنئ مشري وکړي چې د انګلستان بادشاه ايډوارډ اووم لپاره ديپلوماتيکو کړيو برابره کړې وه. ايډوارډ د فسق او فحشا لپاره مشهور وو، او څرګنده يې ويلي وو چې څرنګه ماښامنئ غواړي. دې سفير د استعفا دليل لپاره ويلي وو: زه نه غواړم چې سهار د ږيرې خريیلو پر مهال په آينه کې (ځان) دلال (دیوث) په توګه ووينم

دا د آينې ازميښت دی. اخلاق له تاسې غواړي، چې له ځانه وپوښتئ سهار په آینه کې څرنګه شخص غواړم ووينم؟ په يوه اداره يا حالت کې څه اخلاقي دي او په بله اداره کې څه دي. اخلاق د ارزښت د سيسټم په ځانګړي ډول د اداری د ارزښتونو د سيسټم يوازې يوه برخه ده.

پداسې يوه اداره کې کار کول چې ارزښتونو سيسټم يې د شخص له ارزښتونو سره سم نه وي، هم د ستړيا او هم ضعيفه کار سبب ګرځي. زموږ د هېواد عام مثال يې، د بشري منابعو د مسلکیانو او مشرانو داسې ډيرې نمونی شته، چيرې چې دا مسلکي خلک په اداره کې دنده يوازې په دې دليل پريږدي چې استخدام تر ډيره د لیاقت پر ځای پر سیاسي ملحوظاتو او خپلويو کيږي.

همداسې، کاروبار بايد لنډې ګټی په پام کې ونيسي يا اوږدمهاله نتیجو ته پام وکړي هم د ارزښتونو بحث دی. د مالي چارو پوهان وايي چې اداره دواړه لرلای شي، کاروباريان لدوی هم ښه پوهيږي، د دوام لپاره کاروبار بايد دواړه نتایج ولري، داسې نه ده چې دواړه بايد په ټکر کې وي، خو هره اداره خپل لومړيتوبونه ټاکي، او دا يوازې اقتصادي بحث هم نه دی، په همدې هېواد کې داسې ډير شرکتونه وو او شته چې په هره طريقه وي پروژې اخلي، کار له سره تيروي او چې ډير بدنامه شو، شرکت بندوي یا ورکيږي او يا بل شرکت خلاصوي، خو داسې نور ډير کاروبارونه هم شته چې د خپلو ارزښتونو په رڼا کې د ادارې راتلونکي لپاره ډير څه ته لاس نه اچوي.

د ارزښتونو ټکر يوازې کاروبارونو ته محدود نه دی، په سياستونو کې سياسيون د ټاکنو پر مهال د هر چا دروازې ته د رايو او ګټی لپاره دريږي، داسې سياسي اتحادونه کوي چې له ټاکنو وړاندې يې ورته ښکنځل کول، خو چې يو ځل واک ګدئ ته ورسيږي، نو بیا ډير څه بدل کړي.

اداری د خلکو په څير ارزښتونه لري. د اغېزمنتيا لپاره د شخص ارزښتونه بايد د اداری له ارزښتونو سره مطابقت ولري، ضرور نه ده چې يو وي خو دومره بايد سره نږدې وي چې شريک ژوند وکړای شي. که نه وي، نو نه يوازې چې شخص به تل ستړی وي بلکه کار به يې ښه نتیجه هم نه لري.

د شخص غښتلتيا او څرنګه کار کوي استثناً په ټکر کې وي، دا دواړه يو بل ملاتړوي، خو ځينې وخت د شخص ارزښتونو او هغې غښتلتياوو تر منځ ټکر وي. يو څه چې څوک يې ښه کوي، آن ډير ښه يې کوي، ممکن د هغې له ارزښتونو سره سم نه وي. پداسې حالت کې دا کار په دې نه ارزي چې شخص دې ورته خپل ټول ژوند يا د ژوند لويه برخه وروسپاري.

ډير خلک ښه کاروبارونه لري، ښې وظيفې هم لري، ښه پيسه به هم ګټي، خو ممکن وبه نه غواړي چې په هديره کې تر ټولو مالداره مړی وي، يا به نور له اوسني د کار او عاید د لوړې  ګټې نورې مراجع هم ولري، خو غواړي چې له اوسني کار سره پاتی شي، متل کا چې د زړه قناعت راکوي، دا هغه څه وي چې عموماً د شخص له ارزښتونو سره سمون خوري. ارزښتونه بايد د هر څه نهایی تله وي.

ځای مې چيرې دی؟

ډير کم خلک د ژوند په لومړي کې پوهيږي چې ځای يې چيری دی. داسې ګڼل کيږي چې د ځينو مسلکونو لکه اشپزي، ریاضي پوه، او نورو خلک آن په وړوکوالي کې پوهيږي چې په څه کې ښه دي، خو اکثریت بيا پدې نه پوهيږي چې په څه کې ښه او په څه کې ښه نه دي، تر څو چې له هغې تجربی پخپله تير نه شي.

شخص بايد پوه شي چې په څه کې ښه دی یا په څه کې ښه نه دی. هغوی چې پوهيږي چې په لويه اداره کې ښه کار نشي کولای، بايد پدې پوه وي چې لويه اداره د ده لپاره نه ده. هغوی چې ښه پريکړه کوونکی نه وي، بايد پوه وي چې د پريکړو توان نه لري.

لدې سره دا هم مهمه ده، چې شخص بايد پورته يادو شوو (غښتلتياوو، څرنګه کار کوم او ارزښتونو) پوښتنو ځوابونو ته هم وګوري، مخکې لدی چې يو فرصت، داوطلبئ يا کار ته لاس واچوي، بايد خپل شرايط معلوم کړي، لکه سمه ده دا کار به وکړم، خو کار به پداسې توانونو کوم، اداري جوړښت به زما د خوښې وي، او کار به په خپله طريقه کوم. د دې نتيجو تمه بايد ولرئ، دومره وخت اخلم، ځکه زه همداسې يم.

مسلکي بريا پر پلانولو نه راځي، بلکې هغه وخت ورته رسيږئ کله چې شخص د خپلو توانونو/ غښتلتياوو، کار طريقه او ارزښتونو په رڼا کې فرصتونو ته لاس واچوي. د خپل ځای پيژندل، يو اوسطه بااستعداده زحمتکشه شخص، يوه بریالي نامتو مسلکي ته بدلولای شي.

(دا ليکنه د درې برخې مضمون دوهمه برخه ده، نورو برخو لپاره يې دغه لنکونه کليک کړئ: د ځان اداره او پيژندل – لومړئ برخه؛ د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه)



ټولي:مديريت Management

ټگونه:, ,

5 replies

  1. ډیر عالی او په زړه بوری څرکندونی وی

    Like

Trackbacks

  1. د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. د ځان اداره او پيژندل – لومړئ برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. د برياليتوب تعريف که معیار | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Google photo

You are commenting using your Google account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: