آیا نړۍ موږ ته دريږي

که په فردي توګه ورته وګورئ نو هم ستاسې ملګري، همکاران، ورونه ټول روان دي خپل ژوند کوي، څوک به هوسا او څوک به په عذاب وي، خو خپل مزل لنډوي، همداسې په ملي او د هيواد په کچه نړۍ هم پر خپل مزل روانه ده، ټول د خپلو هيوادونو د پرمختګونو بحث کړي. نړۍ له يوه بدلونه تيريږي، او ضرور نه ده چې دا بدلون دې زموږ په ګټه وي.

د مريخ د تسخير بحثونه روان دي، او ښايي تر ۲۰۳۰ پورې هلته د بشر ليږلو هڅه وشي، د ځوان او غښتلي پاتې کيدو لپاره نانوټيک او روبوټس جوړيږي، کور په کور ماشينونو سپارلو لپاره کار کيږي چې د کور په چارو کې مرسته وکړي، هند کې د ښوونځي نجونې چې تر ټولو مشره يې ۱۵ کلنه وه کوچنۍ سپوږمکۍ جوړوي خپلو ساينسپوهانو ته يې ورکوي چې فضا ته يې ليږي تر څو د هوا حالات د هيواد له دهقانانو سره شريک کړي.

view of Earth and satellite

نړۍ د کاري ځواک له ستونزې سره مخ ده، همدا ګاونډ پاکستاني ځوانان په نړۍ کې آنلاين کار لپاره پيژندل کيږي، د نړۍ دريو مخکښو هيوادونو (هند، بنګله دیش) سره يوځای ياديږي، ايران له ۱۹۷۹ څخه د نړۍ له بنديزونو سره بيا هم په طبابت، فرهنګي چارو، د کمپيوټري پروګرامونو جوړولو او نورو کې په سيمه کې ممتاز دی، له بنديزونو سره روس ته بې پيلوټه الوتکې ورکوي، عربي هيوادونو له دومره پيسو سره يې بيا هم ورسره سيالي نه شی کولای.

جنګ، ښکنځلې، د هر چا له ځانه شړل، ټولو ته بد ويل، پدې تمه کيناستل چې حالات ښه شو بيا به زه له ځانه حرکت ښيم، له نورو زما د ژوند بدلولو تمه، او داسې نورې چارې د پوهې کموالي او ځان تير ويستو نښې دي، زموږ ټول بحث له پخوا راتاوو وي، له امان الله خانه نيولې تر ننيو چارواکو ټولو پسې بد رد وايو، د بل د اصلاح هڅه کړو، خو خپل ګريوان کې نه ګورو.

یوازې که پاکستان زموږ په کورنيو چارو کې لاس ونه وهي، که امريکا زموږ پيسې راپريږدي، ايران مو کډوال آزار نه کړي، هند راته ويزې راکړي، روس راته غنم او سلاوې راکړي، او داسې نور، نو بيا به دا وطن جنت شي، او زه به بيا د ماهيپر پر څوکو ناست د احمدشاه بابا د دهلي د فتحې او شاه رخ مرزا د کلتوري لاسته راوړنو زمزمې وايم.

د ناکاميو منل او خیرات ته کيناستل له ذهنه شروع کيږي، نړۍ دې زموږ په چارو کې ګوتې نه وهي، خو خیرات دې راباندې نه بندوي، موږ به پر ټولنيزو شبکو خلکو ته ښکنځل کوو، د نظر اختلاف به نه منو خو دا ټولنيزې شبکې بايد زموږ پاڼې او حسابونه بند نه کړي.

جاپان له دويمې نړيوالې جګړې وروسته له امريکايانو زده کړل، خو امريکايانو دوی ته څه نه ښودل، ولس به حکومت زده کړې لپاره امريکا ته ليږه، خو چا به په ټولګيو، د درس او کارځای کې په ګټوره توګه نه پريښودل، داسې ډيرې بيلګې وی چې دوی به د ميزونو، ځمکو پاکولو او نورو په بهانه تلل، د دوی نوټونه به يې لوستل، خبرې به يې اوريدلی او دا پوهه به يې خپلو خلکو ته رسوله.

دا د وردګو او نورې مڼې چې ياديږي، د ډاکټر صاحب وکيل تاريخچه ولولئ، چې څرنګه له هر سفر سره به يې په بکس کې د بوټو نمونې له ځان سره راوړلې، د باغدارۍ او کرهڼې ودې لپاره يې څه څه ونه کړل، او د ده دا مزل آسانه نه وو، داسې بيلګې هم وې چې دا نمونې يې په پټه هيواد ته راوړی وي.

د هټلر او نازيانو په زمانه کې، د ستورمزلو او براعظمونو تر منځ کاريدونکو راکټونو مخکښه ساينسپوهانو سره لدې چې له حکومت سره وران وو خو بيا يې هم د راکټونو جوړولو لپاره له حکومت سره مرسته وکړه، کله چې د نازيانو حکومت سقوط وکړ، دا ساينسپوهان امريکا او روس له ځان سره بوتلل، نن دواړه هيوادونه د ليرې واټن ويشتلو په ټکنالوژيو کې له مخکښه هيوادونو څخه حسابيږي.

دلته عقيده سياسي مفکورې مهمې نه دي، مهمه دا ده چې موږ داسې څه کولای شو چې د هيواد په ګټه وي، هيوادونه په خپله وده او پرمختګ کې له ډير څه تيريږي، مهم د خلکو پر عقيدې برابرول نه دي، مهم له هر چا سره د خپلو هيوادونو ودې لپاره کار اخيستل دي.

aerial view photography of vehicles and buildings during daytime

چين په منځنيو پيړيو کې د نړۍ يو منل شوی اقتصاد وو، د وريښمو لار يې په وچه او لمده کې ساتله، هغه وخت کې چې اروپايي هيوادونه او غرب په مذهبي خرافاتو کې غرق وو، خپل منځي جنګونه وو، چين ته خلکو د پرمختللې او آبادې نړۍ په توګه کتل، هلته نظام په دوامداره توګه نورې نړۍ ته خپل خلک د کشفياتو او ځان پوهولو لپاره ليږل، چې په دې کې د کښتيو مزلونه هم شامل وو، دا ټول د شاهي کورنۍ په ملاتړ روان وو، خو کله چې د هغې زمانې شاه عزل شو، او ورپسې بل شاه راغی، نو هغې دا هر څه عبث وبلل او آن د هيواد کښتۍ يې وسوځولې او وګړو لپاره يې د کښتيو لرل جرم وګاڼه.

له چينايانو زده کړل شوو ټکنالوژيو او مهارتونو په مرسته نورې نړۍ نور کشفيات وکړل، او دوی ورځ په ورځ وروسته روان وو، چې د اپينو له جګړې نيولې تر قحطۍ هر څه يې وزغمل. د ملتونو په تاريخ کې لسګونه او سلګونه کلونه د مزل برخه وي، د نن ناوړه پريکړې راتلونکی نسل خواروي، زموږ د نن زحمت د سبا هوساينې پالي، او د نن لټي مو سبا عذابوي.

د فرد په توګه د ځان رسول، او نظام په توګه د ځان او هيواد لپاره هدف ټاکل د پرمختګ بنيادونه دي، موږ په مهارتونو، اقتصادونو، زده کړو، آسانتياوو او نور هر څه کې به له نورو سره سيالي کوو، ځکه که موږ د فرد له دندې نيولی د تجار له پانګونې پورې چارې راسپړو، نو مجبور يو هغه آسانتياوې او ژبه وکاروو چې نړۍ پرې پوهيږي.

نړۍ موږ ته نه دريږي، او هر څومره ژر چې ځان دغې لار ته برابر کړو، همدومره ژر به مو چارې آسانې کړې وي.

ورته ليکنې: پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – شپږمه برخه، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت، د آنلاين لوبو بندول


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

51 responses to “آیا نړۍ موږ ته دريږي”

  1. د بې ارزښتو هڅې – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: د برياليتوب تعريف که معیار، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ګړندئ اغېزه، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د […]

    Like

  2. پوهه، مهارت او سلوک  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  3. کله چې په ژوند کې  له يوه ستر بدلونه تير شئ، دا پنځه کړنلارې وکاروئ – (۱) – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، بدلون د ژوند يو اصل، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه […]

    Like

  4. د ماهر کاري ځواک روزلو جریان – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنې: آیا نړۍ موږ ته دريږي، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ماشومانو/ځوانانو […]

    Like

  5. د مفاهمې اته نيمګړي تمايلات – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنې: آیا نړۍ موږ ته دريږي، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ماشومانو/ځوانانو […]

    Like

  6. ولې اوږد فکر مهم دی؟ – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنې: آیا نړۍ موږ ته دريږي، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، کله چې په ژوند کې  له […]

    Like

  7. څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  8. د ناپوهۍ بيه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  9. له انساني بيالوژي اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] د نن ټکنالوژئ لس ننګونی پر ټکنالوژئ اتکا او خپلواکي آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، […]

    Like

  10. اهداف او عادتونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  11. د علومو ويش – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  12. د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  13. د بدلون له ډار اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله ، د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  14. د ناکامۍ مزل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو […]

    Like

  15. سايبري مينه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: اهداف او عادتونه، د باور او مفکورې جهل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  16. سايبري مينه – اخيري برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] او ټکنالوژي،  اهداف او عادتونه، د باور او مفکورې جهل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  17. د برياليتوب دوام – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: د ناکامۍ مزل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو […]

    Like

  18. د لياقت شخړه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: له انساني بيالوژي اخوا، د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  19. د ښکنځاوو ارزښت – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: د لياقت شخړه، بې ادبه که حرام فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  20. سيالي له چا سره، سيال مو څوک دی؟ – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  21. د بيزوګانو نکل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: سيالي له چا سره، سيال مو څوک دی؟، د ناکامۍ مزل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو […]

    Like

  22. شکوڼ او ګيدړ – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې […]

    Like

  23. آنلاين دروغ رښتيا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  24. ولې هلکان په ښوونځيو کې ضعيفه وي – نړيواله څيړنه څه وايي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  25. ټکنالوژي او وړ کاروونکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  26. ژبه او ټکنالوژي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  27. د زده کړې – ولې  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  28. د بریالي ژوند معيار – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې […]

    Like

  29. پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  30. ژبه او محتوا – ټکنالوژي څه وايي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  31. آنلاين شريکول – لنډ احساس اوږده اغيزه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  32. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  33. ۲ – د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  34. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  35. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  36. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – ۲ – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  37. ډيجيټلي وده – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  38. پر ټکنالوژئ میین  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  39. د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  40. آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  41. ستاسې ډيجيټل نقل  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  42. ډيجيټل ملګری – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  43. ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او آنلاين خوندتيا – (۵)، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  44. ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او آنلاين خوندتيا – (۵)، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  45. د کال ارزونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  46. په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې جهل، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه […]

    Like

  47. د ژوند که د بدلون تکليف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

    Like

  48. مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې جهل، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک […]

    Like

  49. ټکنالوژي او بشري سلوک – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او آنلاين خوندتيا – (۵)، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

    Like

  50. متضاد – Paradox – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې جهل، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک […]

    Like

Leave a reply to ډيجيټل ملګری – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading