آیا نړۍ موږ ته دريږي

که په فردي توګه ورته وګورئ نو هم ستاسې ملګري، همکاران، ورونه ټول روان دي خپل ژوند کوي، څوک به هوسا او څوک به په عذاب وي، خو خپل مزل لنډوي، همداسې په ملي او د هيواد په کچه نړۍ هم پر خپل مزل روانه ده، ټول د خپلو هيوادونو د پرمختګونو بحث کړي. نړۍ له يوه بدلونه تيريږي، او ضرور نه ده چې دا بدلون دې زموږ په ګټه وي.

د مريخ د تسخير بحثونه روان دي، او ښايي تر ۲۰۳۰ پورې هلته د بشر ليږلو هڅه وشي، د ځوان او غښتلي پاتې کيدو لپاره نانوټيک او روبوټس جوړيږي، کور په کور ماشينونو سپارلو لپاره کار کيږي چې د کور په چارو کې مرسته وکړي، هند کې د ښوونځي نجونې چې تر ټولو مشره يې ۱۵ کلنه وه کوچنۍ سپوږمکۍ جوړوي خپلو ساينسپوهانو ته يې ورکوي چې فضا ته يې ليږي تر څو د هوا حالات د هيواد له دهقانانو سره شريک کړي.

view of Earth and satellite

نړۍ د کاري ځواک له ستونزې سره مخ ده، همدا ګاونډ پاکستاني ځوانان په نړۍ کې آنلاين کار لپاره پيژندل کيږي، د نړۍ دريو مخکښو هيوادونو (هند، بنګله دیش) سره يوځای ياديږي، ايران له ۱۹۷۹ څخه د نړۍ له بنديزونو سره بيا هم په طبابت، فرهنګي چارو، د کمپيوټري پروګرامونو جوړولو او نورو کې په سيمه کې ممتاز دی، له بنديزونو سره روس ته بې پيلوټه الوتکې ورکوي، عربي هيوادونو له دومره پيسو سره يې بيا هم ورسره سيالي نه شی کولای.

جنګ، ښکنځلې، د هر چا له ځانه شړل، ټولو ته بد ويل، پدې تمه کيناستل چې حالات ښه شو بيا به زه له ځانه حرکت ښيم، له نورو زما د ژوند بدلولو تمه، او داسې نورې چارې د پوهې کموالي او ځان تير ويستو نښې دي، زموږ ټول بحث له پخوا راتاوو وي، له امان الله خانه نيولې تر ننيو چارواکو ټولو پسې بد رد وايو، د بل د اصلاح هڅه کړو، خو خپل ګريوان کې نه ګورو.

یوازې که پاکستان زموږ په کورنيو چارو کې لاس ونه وهي، که امريکا زموږ پيسې راپريږدي، ايران مو کډوال آزار نه کړي، هند راته ويزې راکړي، روس راته غنم او سلاوې راکړي، او داسې نور، نو بيا به دا وطن جنت شي، او زه به بيا د ماهيپر پر څوکو ناست د احمدشاه بابا د دهلي د فتحې او شاه رخ مرزا د کلتوري لاسته راوړنو زمزمې وايم.

د ناکاميو منل او خیرات ته کيناستل له ذهنه شروع کيږي، نړۍ دې زموږ په چارو کې ګوتې نه وهي، خو خیرات دې راباندې نه بندوي، موږ به پر ټولنيزو شبکو خلکو ته ښکنځل کوو، د نظر اختلاف به نه منو خو دا ټولنيزې شبکې بايد زموږ پاڼې او حسابونه بند نه کړي.

جاپان له دويمې نړيوالې جګړې وروسته له امريکايانو زده کړل، خو امريکايانو دوی ته څه نه ښودل، ولس به حکومت زده کړې لپاره امريکا ته ليږه، خو چا به په ټولګيو، د درس او کارځای کې په ګټوره توګه نه پريښودل، داسې ډيرې بيلګې وی چې دوی به د ميزونو، ځمکو پاکولو او نورو په بهانه تلل، د دوی نوټونه به يې لوستل، خبرې به يې اوريدلی او دا پوهه به يې خپلو خلکو ته رسوله.

دا د وردګو او نورې مڼې چې ياديږي، د ډاکټر صاحب وکيل تاريخچه ولولئ، چې څرنګه له هر سفر سره به يې په بکس کې د بوټو نمونې له ځان سره راوړلې، د باغدارۍ او کرهڼې ودې لپاره يې څه څه ونه کړل، او د ده دا مزل آسانه نه وو، داسې بيلګې هم وې چې دا نمونې يې په پټه هيواد ته راوړی وي.

د هټلر او نازيانو په زمانه کې، د ستورمزلو او براعظمونو تر منځ کاريدونکو راکټونو مخکښه ساينسپوهانو سره لدې چې له حکومت سره وران وو خو بيا يې هم د راکټونو جوړولو لپاره له حکومت سره مرسته وکړه، کله چې د نازيانو حکومت سقوط وکړ، دا ساينسپوهان امريکا او روس له ځان سره بوتلل، نن دواړه هيوادونه د ليرې واټن ويشتلو په ټکنالوژيو کې له مخکښه هيوادونو څخه حسابيږي.

دلته عقيده سياسي مفکورې مهمې نه دي، مهمه دا ده چې موږ داسې څه کولای شو چې د هيواد په ګټه وي، هيوادونه په خپله وده او پرمختګ کې له ډير څه تيريږي، مهم د خلکو پر عقيدې برابرول نه دي، مهم له هر چا سره د خپلو هيوادونو ودې لپاره کار اخيستل دي.

aerial view photography of vehicles and buildings during daytime

چين په منځنيو پيړيو کې د نړۍ يو منل شوی اقتصاد وو، د وريښمو لار يې په وچه او لمده کې ساتله، هغه وخت کې چې اروپايي هيوادونه او غرب په مذهبي خرافاتو کې غرق وو، خپل منځي جنګونه وو، چين ته خلکو د پرمختللې او آبادې نړۍ په توګه کتل، هلته نظام په دوامداره توګه نورې نړۍ ته خپل خلک د کشفياتو او ځان پوهولو لپاره ليږل، چې په دې کې د کښتيو مزلونه هم شامل وو، دا ټول د شاهي کورنۍ په ملاتړ روان وو، خو کله چې د هغې زمانې شاه عزل شو، او ورپسې بل شاه راغی، نو هغې دا هر څه عبث وبلل او آن د هيواد کښتۍ يې وسوځولې او وګړو لپاره يې د کښتيو لرل جرم وګاڼه.

له چينايانو زده کړل شوو ټکنالوژيو او مهارتونو په مرسته نورې نړۍ نور کشفيات وکړل، او دوی ورځ په ورځ وروسته روان وو، چې د اپينو له جګړې نيولې تر قحطۍ هر څه يې وزغمل. د ملتونو په تاريخ کې لسګونه او سلګونه کلونه د مزل برخه وي، د نن ناوړه پريکړې راتلونکی نسل خواروي، زموږ د نن زحمت د سبا هوساينې پالي، او د نن لټي مو سبا عذابوي.

د فرد په توګه د ځان رسول، او نظام په توګه د ځان او هيواد لپاره هدف ټاکل د پرمختګ بنيادونه دي، موږ په مهارتونو، اقتصادونو، زده کړو، آسانتياوو او نور هر څه کې به له نورو سره سيالي کوو، ځکه که موږ د فرد له دندې نيولی د تجار له پانګونې پورې چارې راسپړو، نو مجبور يو هغه آسانتياوې او ژبه وکاروو چې نړۍ پرې پوهيږي.

نړۍ موږ ته نه دريږي، او هر څومره ژر چې ځان دغې لار ته برابر کړو، همدومره ژر به مو چارې آسانې کړې وي.

ورته ليکنې: پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – شپږمه برخه، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت، د آنلاين لوبو بندول


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

51 responses to “آیا نړۍ موږ ته دريږي”

  1. […] ليکنی: د برياليتوب تعريف که معیار، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ګړندئ اغېزه، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د […]

  2. […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

  3. […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، بدلون د ژوند يو اصل، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه […]

  4. […] ليکنې: آیا نړۍ موږ ته دريږي، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ماشومانو/ځوانانو […]

  5. […] ليکنې: آیا نړۍ موږ ته دريږي، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، د ماشومانو/ځوانانو […]

  6. […] ليکنې: آیا نړۍ موږ ته دريږي، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، کله چې په ژوند کې  له […]

  7. […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

  8. […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

  9. […] د نن ټکنالوژئ لس ننګونی پر ټکنالوژئ اتکا او خپلواکي آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، […]

  10. […] ليکنی: د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

  11. […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

  12. […] ليکنی: د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

  13. […] مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله ، د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

  14. […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو […]

  15. […] ليکنی: اهداف او عادتونه، د باور او مفکورې جهل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

  16. […] او ټکنالوژي،  اهداف او عادتونه، د باور او مفکورې جهل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

  17. […] ليکنی: د ناکامۍ مزل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو […]

  18. […] ليکنی: له انساني بيالوژي اخوا، د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

  19. […] ليکنی: د لياقت شخړه، بې ادبه که حرام فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

  20. […] ليکنی: آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

  21. […] ليکنی: سيالي له چا سره، سيال مو څوک دی؟، د ناکامۍ مزل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو […]

  22. […] په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې […]

  23. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  24. […] ليکنی: څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

  25. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  26. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  27. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  28. […] په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې […]

  29. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  30. […] ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  31. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  32. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  33. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  34. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  35. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  36. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  37. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  38. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  39. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  40. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  41. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  42. […] برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  43. […] او آنلاين خوندتيا – (۵)، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  44. […] او آنلاين خوندتيا – (۵)، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  45. […] برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

  46. […] په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې جهل، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه […]

  47. […] برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او […]

  48. […] په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې جهل، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک […]

  49. […] او آنلاين خوندتيا – (۵)، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو […]

  50. […] په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې جهل، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک […]

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading