پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار

که د اورګاډي دې پاټليو ته مو فکر کړی وي نو له يو بل سره موازي روان وي، په معياري جوړښت کې د دوی تر منځ واټن ۱۴۳ سانتي متره وي، داسې ګڼل کيږي چې دغه واټن له روميانو راپاتې دی، ځکه چې د دوی جنګي ګاډيو د پايو تر منځ همدومره واټن وو او د خپلو لارو په جوړولو کې يې همدا پراخوالی په پام کې نيوه، او دغو جنګي ګاډيو د پايو تر منځ دا واټن له هغه بزګره راخيستی وو چې کله به يې د قلبې دوه آسونه يا غوايان سره نږدې ودرول نو دومره ځای به يې نيوه.

fogs covering trees on railways

پوهه ژوروالی لري، دغه ژوروالی له وخت سره راځي، يو تسلسل لري، هر هغه څه چې ويل کيږي د هغې شاته يو لامل وي، او د پخوانۍ تجربې او زده کړې پر رڼا موږ د نن پوهې او لاسته راوړنو ته رسيږو. د دغې تسلسل يوه ګټه بيا دا وي، چې خلک ډير څه وايي، خو هغه څه چې ګټور او ريښتوني وي د وخت له ازميښته تيريږي، پاتې يې شور وي چې ورکيږي.

د دې په وړاندې بيا ټولنيزې شبکې فيشن لري، نن که يوه خبره ښکته پورته کيږي پر هغې به تبصره وي، سبا به بله وي، دغه پوهه د اوبو د ځګ مثال لري، مهمه نه ده لاندې يې څه دي، خو چې څومره يې ځګ ډير وي، همدومره کش لري. يو څوک ولې دا خبره کړي، دا مهمه نه ده، خو دا مهمه ده چې خبره ګرمه ده، د خپريدو ده، او له خلکو غبرګون تر لاسه کولای شي، نو همدومره بس دي.

ټولنيزو شبکو ته هغه څه راووځي چې ټولنيزې خپريدا امکان يې ډير وي، عيسوي پادريانو به ويل چې هر هغه کتاب چې له کليسا بيرون ولوستل شي، هغه مردود دی، هغه د کفر او الحاد د خپريدو سبب ګرځي او لوستونکی او ليکوال دواړه يې دوزخيان دي. نو ځکه يې خپل ښوونځي لرل او هغه څه يې تدريسول چې د دوی په واک کې وو.

د چاپ له ماشين سره پوهه پراخه شوه، د دوی واک يې وننګاوه، نو ورسره د افواهاتو او خرافاتو بحث هم راګرم شو. د چاپ ماشينونو کتاب هر چا ته ورساوه، خو دا يې ستونزمنه کړه چې د دغې پوهې کره والی هر څوک معلوم کړي. نن ټولنيزه شبکې هم هر چا ته هر څه رسوي، خو دا چې دا څومره دروغ دي او څومره رښتيا، د دې معلومول بيا ستونزمن شوي دي.

لدې سره بل بحث د شهرت او ټولنيز قبوليت دی. خلک دغو شبکو ته هغه څه خپروي چې د پراخه قبولۍ سبب وګرځي. د مشهورو خلکو ويناوې به وينئ، د سفرونو انځورونه به وينئ، د ټولنو او رواجونو په اړه به يو يا دوه جملې معلومات وينئ، دا ټول د يو پراخه او ستر څه استازيتوب کړي، خو خپروونکی ترې يوازې هغه څه راخلي چې د ده په مزاج برابر وي.

د وړاندوينو په اړه يوه څيړنه کې د سياسي وړاندويونکو سياسي وړاندوينې راسپړل شوې وی، دغو څيړنو له نامتو کارپوهانو د نړۍ سترو بدلونونو په اړه پوښتنه شوې وه، نږدې د ټولو وړاندوينې غلطې وی، په عموم کې ټولو دعوه کوله چې ما دا ويلي وو، لکه يو څوک چې د خپلو پنځوسو دقيقو وينا څخه يوازې لس ثانيې راواخلي چې موږ خو دا لا پخوا ويلي وو.

خو په دوی ټولو کې بيا د هغوی وړاندوينې نسبتاً سمې وی، چې د خپلو معلوماتو لپاره يې له بيلابيلو منابعو او فکرونو معلومات راخيستي وو، او هر نظر يې متوازن کړی وو، د دوی په بهتره توګه وکړای شو چې راتلونکي ته تيار وي، يعنې نه يوازې خپل نظر بلکه د مخالف نظر ارزښت يې هم درک کړی وو، او راتلونکي لپاره يې په پام کې نيولی وو.

راتلونکی ټولو ته مبهم دی، وړاندوينې پر معلوماتو کيږي او دغه معلومات بيا څو سناريو يا شکلونه خپلوي که چيرې داسې وشي، نو دا به کړو او که داسې وشو نو داسې به کړو. انسان له ابهامه تښتي، نو ځکه غواړي چې نړۍ پر خپل فکر عياره کړي، تر څو له هغې بې وسۍ او تکليفه ليرې وي چې د ابهام له کبله رامنځ ته کيږي، هغو مفکورو پسې ګرځي چې د ده له فکر سره سمې وي او بيا نړۍ د خپلو دغو مفکورو په قالب کې اچوي، او د خپل فکر پر ملاتړو او مخالفو خپلې ټاپې وهي.

brown wooden book shelves with books

د ټولنيزو شبکو ذکاوت له پوهې او خير رسولو ډير پر ګړندي حل ولاړ وي، داسې څه چې له ډيرو سره د شريکيدو وي، ډير وخت ونه نيسي او سمدلاسه اوريدونکي او ليدونکي ته ښه احساس ورکړي، دغه محتوا په لنډه کې ښايي ډيره ښه وي، خو په اوږده کې شخص يو خاص فکر او احساس ته بيايي، چې بيا که بل څه که هر څومره رښتيا او ګټور هم وي، د ده له فکر سره برابر نه وي، هغه نه اوري او نه يې مني.

که بهترې راتلونکې ته ځان تياروئ، نو د پوهې لپاره پر ټولنيزو شبکو اتکا مه کوئ، دا د ساعتيرئ وسيلې دي. له بيلابيلو فکرونو او زيرمو خپله پوهه غني کړئ. ورسره هغه د علماوو خبره که چيرې تږي ياست نو بل شخص ته څوک ډک لوښې نه ورکوي چې اوبه درکړي، ستاسې کاسه بايد تشه وي چې نورې اوبه پکې ځای شي، له وړاندې بايد ومنئ چې زه يې له هر چا زده کولای شم او له دغې تندې سره ورته ورشئ.

ورته ليکنی: ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

19 responses to “پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار”

  1. آنلاين شريکول – لنډ احساس اوږده اغيزه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  2. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  3. ۲ – د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] سکتور – ننګونې او وړانديزونه، ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  4. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] سکتور – ننګونې او وړانديزونه، ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  5. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] سکتور – ننګونې او وړانديزونه، ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  6. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – ۲ – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] سکتور – ننګونې او وړانديزونه، ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  7. ډيجيټلي وده – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] سکتور – ننګونې او وړانديزونه، ستراتيژي هدف که پروسه، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  8. پر ټکنالوژئ میین  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  9. د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی:هوښيارتيا، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  10. آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  11. ستاسې ډيجيټل نقل  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  12. ډيجيټل ملګری – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  13. ساعت تيره پوهه    – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: مشري: پريکړې او پوهه،  واک او اغيزه،  پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، د مسلک […]

    Like

  14. د معلوماتو واکداري  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] مخئ آنلاين مزل – د آنلاين او فيسبوک معلوماتو اعتبار، مشري: پريکړې او پوهه،  واک او اغيزه،  پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، اته (۸) […]

    Like

  15. ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  16. ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  17. ټکنالوژي او بشري سلوک – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  18. معلوليت او ټکنالوژي – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري […]

    Like

  19. ذکاوت ټولنيز اړخ لري – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت، د ذکاوت […]

    Like

Leave a reply to د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – ۲ – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading