که د اورګاډي دې پاټليو ته مو فکر کړی وي نو له يو بل سره موازي روان وي، په معياري جوړښت کې د دوی تر منځ واټن ۱۴۳ سانتي متره وي، داسې ګڼل کيږي چې دغه واټن له روميانو راپاتې دی، ځکه چې د دوی جنګي ګاډيو د پايو تر منځ همدومره واټن وو او د خپلو لارو په جوړولو کې يې همدا پراخوالی په پام کې نيوه، او دغو جنګي ګاډيو د پايو تر منځ دا واټن له هغه بزګره راخيستی وو چې کله به يې د قلبې دوه آسونه يا غوايان سره نږدې ودرول نو دومره ځای به يې نيوه.
پوهه ژوروالی لري، دغه ژوروالی له وخت سره راځي، يو تسلسل لري، هر هغه څه چې ويل کيږي د هغې شاته يو لامل وي، او د پخوانۍ تجربې او زده کړې پر رڼا موږ د نن پوهې او لاسته راوړنو ته رسيږو. د دغې تسلسل يوه ګټه بيا دا وي، چې خلک ډير څه وايي، خو هغه څه چې ګټور او ريښتوني وي د وخت له ازميښته تيريږي، پاتې يې شور وي چې ورکيږي.
د دې په وړاندې بيا ټولنيزې شبکې فيشن لري، نن که يوه خبره ښکته پورته کيږي پر هغې به تبصره وي، سبا به بله وي، دغه پوهه د اوبو د ځګ مثال لري، مهمه نه ده لاندې يې څه دي، خو چې څومره يې ځګ ډير وي، همدومره کش لري. يو څوک ولې دا خبره کړي، دا مهمه نه ده، خو دا مهمه ده چې خبره ګرمه ده، د خپريدو ده، او له خلکو غبرګون تر لاسه کولای شي، نو همدومره بس دي.
ټولنيزو شبکو ته هغه څه راووځي چې ټولنيزې خپريدا امکان يې ډير وي، عيسوي پادريانو به ويل چې هر هغه کتاب چې له کليسا بيرون ولوستل شي، هغه مردود دی، هغه د کفر او الحاد د خپريدو سبب ګرځي او لوستونکی او ليکوال دواړه يې دوزخيان دي. نو ځکه يې خپل ښوونځي لرل او هغه څه يې تدريسول چې د دوی په واک کې وو.
د چاپ له ماشين سره پوهه پراخه شوه، د دوی واک يې وننګاوه، نو ورسره د افواهاتو او خرافاتو بحث هم راګرم شو. د چاپ ماشينونو کتاب هر چا ته ورساوه، خو دا يې ستونزمنه کړه چې د دغې پوهې کره والی هر څوک معلوم کړي. نن ټولنيزه شبکې هم هر چا ته هر څه رسوي، خو دا چې دا څومره دروغ دي او څومره رښتيا، د دې معلومول بيا ستونزمن شوي دي.
لدې سره بل بحث د شهرت او ټولنيز قبوليت دی. خلک دغو شبکو ته هغه څه خپروي چې د پراخه قبولۍ سبب وګرځي. د مشهورو خلکو ويناوې به وينئ، د سفرونو انځورونه به وينئ، د ټولنو او رواجونو په اړه به يو يا دوه جملې معلومات وينئ، دا ټول د يو پراخه او ستر څه استازيتوب کړي، خو خپروونکی ترې يوازې هغه څه راخلي چې د ده په مزاج برابر وي.
د وړاندوينو په اړه يوه څيړنه کې د سياسي وړاندويونکو سياسي وړاندوينې راسپړل شوې وی، دغو څيړنو له نامتو کارپوهانو د نړۍ سترو بدلونونو په اړه پوښتنه شوې وه، نږدې د ټولو وړاندوينې غلطې وی، په عموم کې ټولو دعوه کوله چې ما دا ويلي وو، لکه يو څوک چې د خپلو پنځوسو دقيقو وينا څخه يوازې لس ثانيې راواخلي چې موږ خو دا لا پخوا ويلي وو.
خو په دوی ټولو کې بيا د هغوی وړاندوينې نسبتاً سمې وی، چې د خپلو معلوماتو لپاره يې له بيلابيلو منابعو او فکرونو معلومات راخيستي وو، او هر نظر يې متوازن کړی وو، د دوی په بهتره توګه وکړای شو چې راتلونکي ته تيار وي، يعنې نه يوازې خپل نظر بلکه د مخالف نظر ارزښت يې هم درک کړی وو، او راتلونکي لپاره يې په پام کې نيولی وو.
راتلونکی ټولو ته مبهم دی، وړاندوينې پر معلوماتو کيږي او دغه معلومات بيا څو سناريو يا شکلونه خپلوي که چيرې داسې وشي، نو دا به کړو او که داسې وشو نو داسې به کړو. انسان له ابهامه تښتي، نو ځکه غواړي چې نړۍ پر خپل فکر عياره کړي، تر څو له هغې بې وسۍ او تکليفه ليرې وي چې د ابهام له کبله رامنځ ته کيږي، هغو مفکورو پسې ګرځي چې د ده له فکر سره سمې وي او بيا نړۍ د خپلو دغو مفکورو په قالب کې اچوي، او د خپل فکر پر ملاتړو او مخالفو خپلې ټاپې وهي.
د ټولنيزو شبکو ذکاوت له پوهې او خير رسولو ډير پر ګړندي حل ولاړ وي، داسې څه چې له ډيرو سره د شريکيدو وي، ډير وخت ونه نيسي او سمدلاسه اوريدونکي او ليدونکي ته ښه احساس ورکړي، دغه محتوا په لنډه کې ښايي ډيره ښه وي، خو په اوږده کې شخص يو خاص فکر او احساس ته بيايي، چې بيا که بل څه که هر څومره رښتيا او ګټور هم وي، د ده له فکر سره برابر نه وي، هغه نه اوري او نه يې مني.
که بهترې راتلونکې ته ځان تياروئ، نو د پوهې لپاره پر ټولنيزو شبکو اتکا مه کوئ، دا د ساعتيرئ وسيلې دي. له بيلابيلو فکرونو او زيرمو خپله پوهه غني کړئ. ورسره هغه د علماوو خبره که چيرې تږي ياست نو بل شخص ته څوک ډک لوښې نه ورکوي چې اوبه درکړي، ستاسې کاسه بايد تشه وي چې نورې اوبه پکې ځای شي، له وړاندې بايد ومنئ چې زه يې له هر چا زده کولای شم او له دغې تندې سره ورته ورشئ.
ورته ليکنی: ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه






Leave a reply to ډيجيټلي وده – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه