ټولنيزې شبکې زموږ د ژوند نه بيليدونکې برخې دي. نن سبا بحث د ټولنیزې شبکو د کارولو نه دی، بلکه کومه يوه یې څوک کاروي. دغه شبکې د کاروونکو د محتوا پر اساس چليږي، يعنې څه ډول محتوا چې خوښيږي هماغه محتوا مو مخې ته راځي يا په کومه ټولنه کې چې ډير خلک پر کومه شبکه فعاله وي، هماغه شبکه هملته د پرمختګ او پراختيا امکان لري.
ښه، اوس څوک څه شريکوي.
«نن مو په جومات کې ختم وکړ، قاري صاحب ته دې الله اجر ورکړي» د جومات مخې ته به ولاړ وي. «بيګا ميلمستيا ته تللې وم، ټوله شپه مې د تشناب او کټ تر منځ تيره کړه” ژيړ رنګ به يې نيولې وي. “ډېر خوندور خوراک وو، له ملګرو سره په ميله کې»، د خوراک عکس به وي او دوی به کمرې ته ګوري. “خدای دې په ريا کې نه حسابوي، د شوال شپږواړه روژې مې ونيولې»، ورسره به په جاينماز ناست وي.
داسې او ورته ډېر اعلانونه به پر ټولنيزو شبکو وګورئ، ښځه به د خپل ميړه صفت کړي او ميړه له هغه ځايه خپلې ښځې ته د مينې او وفا اقرارونه راليږي، پخوا هغه څه چې محرم ګڼل کيدل نن په ډېر فخر نړۍ ته رسول کيږي.
نن سبا د مولوي صاحبانو بازار هم ګرم دی، ډيرې ويډيوګانې يې ښکته پورته کيږي، چې يو یې پر بل رد کوي، او بیا يې د ملاتړو تر منځ شخړې روانې وي. د آنلاین شريکولو کاروبار اصل پر همدې راڅرخي چې ستاسې کومه محتوا خوښيږي يا تاسې پر کوم نظر ياست، نو د همدې نظر ملاتړ لپاره اړونده محتوا لټوئ او وړاندې یې شريکوئ. خپله وينا د بل پر ژبه کوئ، بیا ترې دفاع کوئ، خو اصل محتوا او ورسره شريک شوي نظرونه ټول هلته پاتې کيږي.
د آنلاين شريکولو تر ټولو أساسي ټکی دادی چې تاسې به له لنډمهاله احساساتو تيريږئ، خو شريکول به مو اوږدمهاله اغیزه ولري. هر څه چې شريکوئ يو نه يو ځای کې يې نقل پاتې کيږي. په ځانګړي ډول په داسې يوه هېواد کې چې هر دويم کال په کې انقلاب وي، اوس له خلکو لاره ورکه ده چې څه ډول واوسي، څه ډول محتوا شريکه کړي، چې سبا بيا بل څوک يې در ونه ټکوي.
د ټکنالوژئ پدې پېر کې د محرميت رواجي شکل له منځه تللی دی او د محرميت هغه پخواني تعريفونه نن آن ډېرو هېوادونو په خپلو قوانينو کې هم بدل کړي دي، نن موږ په يوه نښتی نړۍ کې ژوند کوو چې ټکنالوژي او په ځانګړي ډول انټرنېټ زموږ د ژوند هره برخه رانغاړي، زموږ له کاروباري ژوند نيولې تر ټولنيز او شخصي ژوند پورې انټرنېټ په ځانګړي ډول ټولنيزو شبکو اړخ يې يو نه بيليدونکی واقعيت دی.
سره لدې چې زموږ محرميت مخ په ختميدو دی او د يوې تڼئ پر کېکاږلو يوه شخصي لحظه ولسي کيږي خو مخکې لدې چې يو څه آنلاين شي له ځانه بايد وپوښتو، آیا لدې بايد څوک خبر شي، ولې خبر شي، خلک به پرې څه فکر وکړي او پنځه کاله وروسته که زه همدا پوسټ وګورم نو ځان به راته څنګه ښکاره شي او تر ټولو مهمه آیا دا پوسټ زما په وړاندې يا خلاف کاريدلی شي.
بيلابيلو څيړنو ښودلې چې د ميډيا بېځايه شخصيت جوړولو او له هر څه شهرت لوړ ګڼلو پدې منډه کې انسانان په دوامداره توګه خودخواه کيږي، چې همدا د ځانځانۍ احساس ځينو وګړو ته له اړتيا ډیر د اهميت احساس ورکوي، چې د ټولنيزو شبکو شرکتونه د انسان له همدې احساسه تجارتي ګټه اخلي. هر يو ته دا فکر ورکوي چې نړۍ ستاسې د ښکلا وږې ده او که چيرې تاسې يوه ثانيه لدې شبکو ليرې شيء، له نړۍ وروسته پاتې ياست یا له تاسې پرته به نور خلک څه کړي.
دغه شرکتونه کاروبارونه دي، د خپلو کاروونکو پاملرنه او معلومات کاروباري، سياسي او اخلاقي موخو لپاره کاروي. همدې اوس کې د ټيک ټوک پر سر د امريکا او چين جنجال دی، او د دغې جنجال تر ټولو أساسي ټکی د ټيک ټوک لخوا د کاروونکو معلوماتو ته لاسرسی دی، دا نه چې دا لاسرسی د ټولنيزو شبکو نور شرکتونه نه لري، امریکا مزاج پدې خراب دی چې ولې يو غیر امریکایی شرکت دغو معلوماتو ته لاسرسی لري.
د ګوګل يو شريک ايريک شمت وايي هغه څه چې نه غواړئ خلک پرې خبر شي بايد له سره يې هیڅ شريک نه کړئ، يعنې هيڅ يې آنلاین نه کړئ. ضرور نه ده چې له ملګرو سره يې شريکوئ، کوم ګروپ کې يې اچوئ يا آن مسنجر کې يې ليږئ يا يوازې يې په خپل آنلاين اکاونټ کې یې ساتئ. هر څه آن د بريښناليک، عکسونو اکاونټونه، ای کلاوډ او ډراپ بکس هم خوندي نه دي، هر څه راسپړيدای شي.
د همدې شبکو د ارتقا بل شکل مصنوعي ځيرکتيا ده، په ځانګړي ډول توليدي ډول يې چې له شتو معلوماتو نوي څه زيږوي. دغه ځيرکتيا آنلاين ټول معلومات رااخلي او د هغې په رڼا کې ستاسې پوښتنې ځوابوي يا ستاسې له شتو انځورونو او ويډيو نوې ويډيو جوړوي او يا تاسې به هیڅ خبر نه ياست خو ستاسې انځورونه يا ويډيو به د دې ځيرکتيا په مرسته جوړ شوي وي.
انسان په دوامداره توګه له بيلابيلو احساساتو تيريږي، د احساس تعريف همدا دې چې لنډمهاله وي، مؤقت وي تيريږي، د مؤقت احساس نتيجه يا فکر آنلاين شريکول هغه تلپاتې کوي، او دا تلپاتې شريکول به له تاسې سره تل تړلي وي مهمه نه ده که وروسته پاک شي يا له خپل حساب څخه يې ليرې کړئ هغه څه چې يو ځل آنلاين شو د هغې پاکول نږدې ناممکنه کيږي.
لدې سره د کاروونکي له مرګه وروسته د هغې معلوماتو او حسابونو ته لاسرسی دی، دغه شبکې په ډيريدونکي ډول له خپلو کاروونکو غواړي چې دا وټاکي چې که چيرې دوی تر يوې ټاکلې مودی، لکه مياشت يا دوه خپل حساب را ونه سپړي، نو بايد له معلوماتو سره يې څه وشي، او څوک بايد د دوی معلوماتو ته لاسرسی ولري.
نو ځکه مخکې لدې چې يو څه تلپاتې کړئ له ځانه بايد وپوښتئ دا په شريکولو ارزي، که زما حالت بدل شي بيا هم غواړم چې پر دې ياد شم يا له ما پورې وتړل شي او که بل څوک زما دغه حساب ته لاسرسې ولري، نو آیا زه به ورسره راحت وم.
ورته ليکنی: پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه






Leave a reply to آنلاين هر څه رښتيا نه وي – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه