ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي

ماشينونه پر ګړنديوالي ځيرکه کيږي. د ځيرکه ماشين په طراحئ کې يو ازميښت د ژبې معنا کول دي. ژبه له ټکو او معناوو يا مفاهيمو جوړه وي، يعنې هر ټکی هر چيرې يوه معنا نه لري. ماشینونه به وکولای شي چې ټکي وژباړي خو دغو ټکو ته معنا ورکول اوس هم تر ډيره بنده ګانو ته پاتې ده.

د هر څه په څير له مصنوعي ځيرکتيا ژباړه هم نه ده پاتې او خپلې هڅې پکې کړي. داسې انګيرل کيږي چې نن سبا له ۹۰٪ ډيره ژباړه انسانان کړي، خو داسې نښانې شته چې په راتلونکي دريو کلونو کې به دا چاره په پریکنده توګه د ماشينونو له خوا تر سره شي.

a purple background with the word ai on it

د ماشين په مرسته د ژباړې تر ټولو لومړئ هڅه آی بي ايم (امریکايي شرکت) ۷۰ کاله وړاندې وکړه، چيرې چې دغه شرکت ماشين ته ۲۵۰ انګليسي ټکي ورکړل، شپږ ګرامري اصول يې ورته وټاکل، او ورڅخه يې وغوښتل چې روسي ته يې وژباړي. دغه د اصولو پر اساس د ژباړې کړنلاره وروسته، د معلوماتو سترې ذخيرې پر کړنلاره واوښته، چې ګوګل ټرانسليټ يې تر ټولو ښه بيلګه ده.

په دې کړنلاره کې کمپيوټر يا ځيرکه ماشين ته د معلوماتو ستره ذخيره ورکول کيږي، او بيا ورته وايي چې د دې ذخيرې د بيلګو په رڼا کې دا نوې محتوا وژباړي. دا د ژبې او معلوماتو سترې ذخيرې اصل نن سبا هم کاريږي، خو له ۲۰۱۶م کال راوروسته دا کړنلاره هم عامه شوه چې پر يوې سترې ذخيرې د اتکا پر ځای کوچنۍ او تخصصي ذخيرې سره وصليږي او اعصابو ته ورته شبکه رامنځ ته کوي، چيرې چې هر یو بل ته سګنل ليږي او معلومات سره شريکوي او ټول په ګډه غني کيږي.

د بشر او ماشين تر منځ د ژباړې په يوه ازميښت کې ماشيني او بشري ژباړونکو دواړو ته له ساده متن نيولې د قراردادونو او حقوقي اسنادو تر پيچلي متن پورې ليکنې ژباړې لپاره ورکول شوې. وروسته دغه ژباړې له څو اړخيزه ارزونې تيرې شوی، په دغه ارزونه کې معلومه شوه چې د بشر ژباړه په هغه وخت کې غوره وي چې که چيرې ژباړونکی پر دواړو ژبو حاکم او د ژباړل کيدونکي متن مسلکي پوهه ولري، يعنې د دواړو ژبو ويونکی وي او ژباړل کيدونکی متن يې د خپل مسلک وي، نو ژباړه يې پر ماشين ښه ده.

خو، دغه غوره والی دومره اندکه وو، چې داسې ګڼل کيږي په راتلونکو دريو کلونو کې چيرې چې بشر په دوامداره توګه ماشينونو ته پر ګړنديوالي سره معلوماتو ورداخلوي، دا توپير به هم له منځه ولاړ شي.

د ژباړې يو نړيوال شرکت چې په ايټاليا کې فعاليت کوي، له تيرو لسو کلونو څخه د ژباړې لپاره کمپيوټري پروګرامونه/ ماشينونه کاروي، دوی لومړی محتوا پر ماشين ژباړي، بيا يې بشري ژباړونکي اصلاح کوي. د دوی په فکر ښه ژباړه هغه وي چې د ماشين لخوا ژباړل شوې محتوا ډير ژر د بشر لخوا اصلاح شي.

دوی وايي چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۲ ميلادي کلونو تر منځ بشري ژباړونکو د ماشينې ژباړې اصلاح لپاره د اکثرو ژبو پر هر ټکي درې ثانيې وخت لګاوه، دا وخت اوس دوو ثانيو ته راټيټ شوی دی، او داسې ښکاري چې ښايي په راتلونکو دوو کلونو کې يوې ثانيې ته راټيټ شي.

يعنې څومره چې په ژباړه کې ستونزې ډيرې وي، همدومره يې اصلاح وخت نيوونکی وي. اوس ورو ورو د ماشيني او بشري ژباړې تر منځ د اصلاح دغه مزل مخ په لنډيدو دی.

له ماشين سره کار سلوکي اړخونه هم لري، يعنې زموږ په اوسني بحث کې د ماشين او بشر د ژباړې تر منځ توپير مخ په کميدو دی، خو که چيرې ژباړه خرابه شي، يا غلط مفهوم ورکړي، نو د بشر ملامتول آسانه او خوندور دي، د ستونزو لپاره د ماشين پړ ګڼل ښايي ډيرو ته خوند ورنه کړي.

له دومره پرمختګ سره، د ټکو يا جملو ژباړلو ستونزه تر ډيره حل ده، په ځانګړي ډول د نړۍ پرمختلليو ژبو لپاره. خو د ژباړې اصل محتوا کيفيت ته رسول اوس هم يو څه وخت ته اړتيا لري، داسې يو حالت چيرې چې د څو ژبو ويونکی د خپلې پوهې په رڼا کې د اصل او ژباړې تر منځ توپير له منځه وړي.

ځيرکه ماشينونه په عموم کې د خپلې پخوانۍ پوهې په محدوده کې بند دي. يعنې دوی تاسې ته هرڅه د هغه معلوماتو په رڼا کې تشريح کوي چې دوی ته ورکړل شوي وي. نو ځکه ژباړې په عموم کې چې څومره اوږديږي، خرابيږي. د لنډ متن ژباړه آسانه وي، خو د کتاب ژباړنه بيا د کيفيت جدي ستونزې لري، او له دغې ننګونې بيا ماشينونه هم مستثنی نه دي.

ژباړه يوازې د اصل منبع ژباړې ته رااړول نه وي، بلکه د هغې پر پس منظر هم بايد يو څوک پوه شي، او اکثره وختونه دغه پس منظر په ژباړل کيدونکی محتوا کې نه وي. لکه، يو څوک لنډۍ ژباړي، نو سره لدې چې پر لنډۍ بايد پوه شي، د هغې لنډۍ پر ټولنيز شاليد هم بلد وي، او ورسره پوه شي چې څرنګه يې بلې ژبې ته واړوي. ټکي به معنا کړئ، خو احساساتو سره به څه کړئ.

بشري ژباړونکی پوهيږي چې څه وخت ټکي په ټکي ژباړه وکړي، او څه وخت د مفهوم اړخ راونيسي، او څه وخت اضافي تشريحات وکاروي.

a white ball with writing on it in the air

لدې سره بل بحث د وروسته پاتو ژبو دی، هغه ژبې چې ډيره آنلاين محتوا نه لري. د معلوماتو سترې ذخيرې په کړنلاره کې کليدي ټکی د دواړو ژبو پراخې زيرمې شتون دی، بيا ماشين دا دواړه ژبې سره پرتله کوي، او يو بل ته يې ژباړي. هغه ژبې چې ستره ډيجيټلي زيرمه ونه لري، نو اتومات ژباړل يې ستونزمن دي.

د دغې ستونزې حل لپاره يوه بله کړنلاره ازمويل کيږي چې د ماشوم د ژبې له زده کړې يې الهام اخيستی دی. چيرې چې د معلوماتو له سترې زيرمې څخه د زده کړې پر ځای ماشين توري او غږونه سره نښلوي او ژبه زده کوي، خو په دې کې هم محتوا بايد ډيجيټايز شي، تر څو ماشين پرې پوه شي.

ژوندۍ ژباړه هم ورو ورو ماشيني کيږي، داسې سيسټمونه ازمويل کيږي، چې د ويناوال څهره، غږ ډول او حرکتونه څاري، او د دوی په رڼا کې وينا ته معنا ورکوي، يعنې ګوري چې کوم ټکی په کومه طريقه او له څه ډول غږ سره بيانيږي، او بيا يې بلې ژبې ته ژباړي.

دغه سيسټم ژباړه او وينا ښايي په راتلونکي کې هغو خلکو لپاره هم وکارول شي چې غږيدلی نه شي يا د غږيدا ستونزه لري.

د انټرنېټ له ډيريدونکي سرعت سره دا هيله هم شته چې د دوو مختلفو ژبو ويناوال به سره پر ټليفون پر خپلو ژبو غږيږي، خو په منځ کې به يو ماشين پر ډير سرعت د دوی خبرې يو بل ته ژباړي او دواړه به ترې مفهوم اخلي، پرته لدې چې ويناوال ژبه واړوي.

ځيرکه ماشين له د ژباړې چم زده کړي، خو د بشر لخوا د بلې ژبې زده کړه خپل يو خوند او احساس لري، د بلې ژبې له زده کړې سره خپل دود، طريقه، فکر او نور بلې ژبې ته ليږدوي او د بلې ژبې خپلې ژبې ته راوړي، ماشين چيرې چې هر څه ته په يوه سترګه ګوري، ښايي دغه احساسات ونه لري.

ورته ليکنی: ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري مينه – اخيري برخه،  د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

One response to “ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي”

  1. ژبه او مصنوعي ځيرکتيا – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ټولنيز اړخ لري، ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي، پر ټکنالوژئ میین ، ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان […]

    Like

Leave a reply to ژبه او مصنوعي ځيرکتيا – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading