کاروبار: سیالي

که چيرې په داسې کاروبار کې ياست چې سيالان لرئ نو دا په دې معنا چې ستاسې محصول یا خدمت بازار لري.

دوکانداران يا نانوايي راواخلئ هر کوڅه کې شته او د هر یو کاروبار روان دی، د کاروباري سيالانو لرل د محصول او خدمت د مشتريانو په معنا وي، هیڅوک داسې څه هيڅکله نه خرڅوي چې څوک يې نه اخلي، يا په اوږده کې بازار ونه لري.

سیال تاسې په کاروبار کې ساتي، کاروبار مو ژوندی ساتي، ابتکار ته مو هڅوي، تاسې لپاره بازار موندنه کوي، مشتري مو هوښياروي، له سيالئ به نه ډاريږئ.

په کاروبارونو کې هیڅ څه نوي نه وي، يوازې د پخواني بهتره او عیار شوی شکل وي. د بشر د پوهې په څير هر کاروبار د پخوانيو پر تجاربو او زده کړو بنا وي، د وړاندې کولو طریقې به يې فرق ولري.

بریاليتوب د لټئ او سستئ سبب ګرځي، د سیالانو لرل د دغې لټۍ مخه نيسي، چې که نن مو کاروبار ښه دی، نو که سبا مو سیال پیدا کړ، ممکن هغه ستاسې مشتریان ځان ته جذب کړي.

a chess board with blue glass pieces on it

د بريالي کاروبارونه تل سیالان لري، هر کله چې نور وويني چې ستاسې کاروبار چليږي، ساعت مو تیر دی، نو سمدلاسه مو د کاروبار د نقلولو او هغې پر پل د تللو هڅه کړي، د هغې مخه نه نيولی کيږي، که يو څوک په دوامداره توګه پر خپل کاروبار او تجارت کار کوي، نو په دوامداره توګه به یې زده کوي، او له نورو به وړاندې وي.

کله چې کاروبارونه او ادارې نوي پيليږي، نو ټول ورته ډير زحمت باسي، ستړيا مني او هڅه کړي چې پر پښو يې ودروي، خو کله چې نسبتاً روان شي، نو لومړی يې هغه مشر يا څښتن هغه زحمت نه باسي چې کله یې د کاروبار په پيل کې ويسته، له همدې کبله اړونده موضوعاتو ته یې پاملرنه کميږي، او د کاروبار د ټيټوالي سبب يې ګرځي.

د دې په وړاندې چې کله سیالان نوي بازار ته راځي، نو هغوی بيا همدا زحمت باسي، زیار ګالي او خپله چاره بريالئ کوي، دا لړۍ تل روانه وه، او لدې وروسته به هم روانه وي.

د کاروبارنو د ناکامۍ پریکنده برخه د سیالانو او بیروني عواملو له کبله نه وي، بلکه پخپله د کاروبارونو د چلوونکو داخلي موضوعاتو، نه پاملرنې، ابتکار نه شتوالي او بې زغمۍ له کبله وي. هر څومره چې يوه کار ته وخت ورکړئ، پرې زحمت وباسئ او هر اړخ او نیمګړتیا ته يې پام وکړئ، هغه د تکامل په لور ځي او ښه بازار لري.

خو، بنده د خپلې ناکامۍ او نیمګړتيا په منلو کې ښه نه دی، تل غواړي چې خپلو نیمګړتیاوو لپاره بیروني عوامل ولټوي، غواړي چې داسې حل او لاره واوسي چې ټولې ستونزې يې په يوځايي حل شي، اما ژوند او کاروبار به دوامداره کوئ، هره ورځ به له نوې ننګونې سره مخ کيږئ او په خپله طریقه به يې حلوئ.

د کاروبار ودې او غوره مديریت لپاره:

خپل کاروبار وارزوئ، هغه ځايونه او نيمګړتياوې معلومې کړئ، چې کولای شي ستاسې کاروبار له ننګونو سره مخ کړي، او مخکې له دې چې بل څوک ترې ګټه واخلي، پخپله يې مطرح او ليرې کړئ، يا یې لږ تر لږه اغيزه راکمه کړئ.

خپل سیالان وپيژنئ، له هر چا سره سيالي مه کوئ، سیالان د ورته محصولاتو او خدماتو له اړخه پيژندل کیدای شي، هر هغه څوک چې تاسې سره په يوه سيمه، ورته مشتريانو او ټاکليو محصولاتو او خدماتو کې سيالي کوي، هغه مطالعه کړئ، ضعفونه او غښتلتياوې يې وپيژنئ او ترې زده يې کړئ.

ناکامي ومنئ، هر ابتکار او بريالیتوب له ناکامۍ پيلیږي، که يو څه له پيله ښه وو، هیڅ ستونزه ونه لري، نو هر چا به کول، ناکامي مهمه نه ده چې ټول کاروبار دې راونغاړي، ممکن يوه نيمګړې ساحه ټول کاروبار تر سيورې لاندې راولي. ناکامي د نوي څه تجربه کولو او ابتکار نښه ده، ويې ارزوئ، ترې يې زده کړئ او نوي څه ته لاس واچوئ.

هر څه ته د يوې زده کړې په توګه وګورئ، که چیرې فکر کوئ چې سیال مو له تاسې وړاندې دی، نو ويې ارزوئ چې ولې او تاسې ترې څه زده کولای شئ، که فکر کوئ چې تاسې ترې وړاندې یاست، نو ووينئ چې څرنګه کولای شئ نور هم وړاندې ولاړ شئ، يا څه کیدای شي ستاسې د ناکامۍ سبب شي.

هر کاروبار سیال لري، له هغې انکار نه کيږي، آن که تاسې يې په پیل کې ونه لرئ، خو څرنګه چې مخکې ولاړ شئ، بريالي شوئ، بیا مو سیالان پيدا کيږي. که څوک مو نقل باسي، له تاسې يې زده کوي او درسره سيالي کوي، دا ځان لپاره د وياړ ځای وبولئ، او پوه شئ چې له ښو خلک نقل کړي او غواړي پر پل يې ولاړ شي.

ورته ليکنی: کاروبار: د نوکيا ناکامي، کاروبار او د فرصت پيژندنه، د زحمت او نتيجې تر منځ، دنده او د خوښې پریښودنه، د فکر شپږ خولئ: د ښه فکر او پریکړو تخنيک،  د خرڅولو مهارت، د مشر نیمګړتياوې او کاري ډله، د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د سلاکار او سلا اوصاف، د نن دندې په اړه نهه درواغ – مشران څه کولای شي


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

څرګندون پریږدئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading