بريا او فشار

هره بریالئ چاره فشار لري. هر هغه چا چې د خپل ژوند يا د نړۍ بدلولو، کاروبارونو پر پښو درولو يا عمومي برياليتوب په لور کار کړی دی، پوهیدل چې دا چارې له ځان سره ستر فشارونه لري. هغوی چې لدې فشاره تيريږي تر هر څه وړاندې بايد ورسره پر خپل تعلق پوه شي او هغه چاپيریال درک کړي چې دا فشار پکې دی.

دا فشار عموماً دوه اړخه لري، يو يې دا دی چې څوک ستر کار کوي، يا لوړ اهداف لري او د هغې له کبله د فشار لاندې دی، مثلاً کاروبار پر پښو دروي، نړيوالو سياليو کې برخه اخلي يا آن اولاد روزي او ستروي. دوهم يې بيا د کوچنيو چارو فشار دی مثلاً يو څوک دنده لري، او دا ويره ورسره وي چې که چيرې خپل کار سم ونه کړي، نو ممکن له کاره وشړل شي.

پر دې فرق پوهيدل له دې کبله مهم دي چې موږ بیا دې فشار ته له کوم اړخه ګورو. لومړی ډول فشار يې څوک پخپله اخلي، يعنې دا احساس ورسره وي چې دا هر څه ما په ځان پخپله راوستي دي، له کاروباره تيریدلای شئ، له سياليو تيريدلای شئ يا يې زموږ د کرکټ لوبغاړو په څير هر ځل يې بایلودای او بيا ورته دليلونه لټولای شي، يا د اولاد روزنه هم بل چا ته سپارلای شئ، دغه ډول فشار اختياري دی، نو اخيستونکي ته يې يو ډول د خپلواکۍ احساس ورکوي، چې هر وخت ترې ځان خلاصولای شم، دا ډول فشار عموماً ستړی کوونکی وي خو زړه تنګی او ناوړه نه ګڼل کيږي.

دوهم ډول يې چيرې چې له فشار اخيستونکي سره دا احساس وي چې بله هیڅ چاره نه لرم او هر څه چې کيږي بايد همدا کار پر مخ يوسم، دا مې کار دی او تر څو چې يم نو له همدې فشار سره به مخ يم. دا فشار بيا ناوړه فشار ګڼل کيږي او عموماً يو ډول رواني ستړيا او کړاو لري. خلک فکر کوي له يوه تکليفه او درده تيريږي. هره ورځ‌دندې او مصروفیت ته راتلل ورته يو ډول شخړه او ستړی کوونکې چاره ښکاري.

white plastic toy on brown wooden table

دا فشار له کومه راځي. لومړی خو دا ساده فکر دی چې خلک فکر کوي ژوند آسانه دی. يا هر چا خپل ځان ته ژوند منظم او آسانه کړی دی. يوازې دا زه خوار او ازاري پاتې يم چې دا ژوند مې دومره له کړاوه او ستړيا ډک دی. خو، د ژوند هره ستره چاره که هغه کاروبار وي، د پوهنتون يا تحصيلي مزل پيل وي، يا آن د اولاد لرل وي، دا ټول د فشار، ستړيا او درد سبب ګرځي، خو څرنګه چې دغه کړاوو، ستړيا او هڅه د دغو چارو د ارزښت له کبله ارزي، نو دا فشار بدل وي، آن خپل يو ځانګړی خوند هم لري.

دغه فشار هغه وخت تر ټولو دروند وي کله چې يو چا سره د قرباني احساس پيدا شي، يعنې فکر وکړي چې په دې کې زه هیڅ واک او اختيار نه لرم. خپل چاپيريال هير کړي. د ژوند هر باارزښته او مهم کار به له ځان سره ستړيا او شپې بې خوبي او ژړاوې لري، خو پدې ټولو کې بايد دا هير نه کړئ چې پدې کې بې اختياره او بې واکه نه ياست.

له فشار سره خپلوي بدلول
فشار ته ټول منفی ګوري. خلک فکر کړي چې دا ژوند او چارې بايد دومره سختې نه وي. آن دا خو عامه وينا ده چې دا ژوند پر دومره کړاو او زړه خوږي نه ارزي. خو، هغوی چې ستر اهداف لري، ځان او چاپيريال بدلوي او نسلي د ژوند لوړ پوړ ته ځان رسوي، هغه پوهيږي چې له فشاره او ستړيا پرته بريا نه شته.

د نړۍ پر برياليو او د ستر فشار لاندې خلکو باندې شوې څيړنې ښيي چې موږ له فشار سره خپلې تعلق بدلولی شو. دا څيړنې چې د نړۍ د سترو شرکتونو پر نامتو مشرانو، برياليو او نړيوالو لوبغاړو او د اردو پر ځانګړو قطعاتو سر ته رسيدلي دي، ښيي هغوی چې دا فکر خپلوي چې «فشار د غوره والي او بهترئ سبب ګرځي»، له ښې روغتيا برخمن وي، له کمو روغتيايي ستونزو سره مخ کيږي او تر اوږدمهاله خپلو چارو ته دوام ورکوي. د هغوی په پرتله چې فشار ته منفي او ناوړه څه په سترګه ګوري.

لومړی، فشار او ستړيا ښه وګڼئ. موږ هغه وخت فشار اخلو کله چې یو څه راته ارزښت ولري، مهم يې وګڼو. فشار ته لدې اړخه کتل تاسې ته د کار ارزښت ښيي. دا درښيي چې دا فشار مو پخپله اخيستی دی او بې واکه پکې نه ياست.

دوهم، هر څومره چې نن ځان ډير ستړی او له فشاره تير کړئ، سبا به سترو ازموينو ته تيار او ژوند به مو آسانه وي. د نړۍ هره ستره چاره زده کړه لري. هر بريالی اتل چې وينئ هغې پريکنده موده په روزنه او د مهارت په زده کړه کې تيره کړې ده. ستاسې د نن ستړيا او فشار ستاسې د سبا بريا لپاره زده کړه او تياری دی.

درېيم، دغه فشار، ستړيا او هڅه مو په بریا کې مرسته کړي. د انسان جوړښت داسې دی چې له ودې وړاندې له ستړيا او درده تيریږي. دغه فشار وجود ته وايي چې امتحان سره مخ دی نو بايد ډير تمرکز وکړي، هر څه ته يې پام وي او هره دقيقه او ساعت حسابوي. دومره هر څه ته پام کول انسان په ذهني ډول ستړی کوي او خلک فشار اخلي. خو، کله چې په دوامداره توګه څوک له دا ډول فشار تير شي، نو بيا د نورو په پرتله ډير تيار او پياوړی وي.

په پای کې له ځان څخه په دوامداره ډول دا پوښتنه ده چې څرنګه د نن دا تجربه مو چې موږ ترې تيريږو، سبار له موږ سره په راتلونکي ژوند کې مرسته کولای شي، څرنګه مو راتلونکې بريا او پرمختګ ته تياروي. او تر ټولو مهم دا فکر دی چې که چيرې موږ ناکام هم شو، نو موږ مخ په وړاندې تګ کې ناکام شوي يو، او هره ناکامي مو اخيري هدف ته لنډوي.

ورته ليکنی: د برياليتوب نښې او شرايط، خلک يې نښې نقلوي، خو نه د هغه شرايط، په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت، د برياليتوب اوږد مزل، د برياليتوب تعريف که معیار، ټولنيزه دايره، سلوکونه او برياليتوب


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading