ولې ځينې دندې خلکو ته له نورو قدرمنې ښکاري؟ 

ضرور نه ده چې مسلک دې تل د ټاکونکي د توانونو يا د ټولنې د اړتيا پر اساس وټاکل شي. اکثره وخت مسلک لدې کبله ټاکل کيږي چې خلکو ته قدرمن او درانه ښکاره شو.

فکر وکړئ يو څوک به په عملي چارو کې ډير ښه وي، په عامه اصطلاح د مستريتوب کارونه به يې خوښيږي. هر مات او خراب څه پسې به يې پيچتاو او پلاس راخيستی وي، کولای شي چې يو ښه برقي، ميخانيک، تخنيکګر، ترکاڼ، نلدوان يا بل ماهره کاريګر شي.

خو، کله چې د مسلک ټاکلو وخت راشي، کورنۍ ورپورې نښتې وي چې بايد ډاکتر شی يا لږ تر لږه پوهنتون خلاص کړي. 

دا به لدې کبله نه وي چې طبابت يا پوهنتون له ټولو ښه دی، بلکه لدې کبله چې کورنۍ يې د ټولنې له خبرو خلاصه شي، چې دا خلک به څه وايي چې ځوی يې مستري دی. د کورنۍ مشران به خپله نيمګړتيا د اولاد په زور پټوي. 

دا يوازې زموږ ستونزه نه ده، خو خير موږ پرې لږ ډير اخته يو. د پرمختلليو هېوادونو د اتحاديې څيړنه ښيي چې د ځوان نسل لخوا د مسلک ټاکنه په څرګنده توګه د ټولنې د تمو پر اساس وي او عموماً دا ټاکنه د دوی له وړتياوو يا د بازار له اړتياوو سره سمون نه خوري.

ټولنې په عموم ځينو کارونو ته ټيټ ګوري، په ځانګړي ډول هغه دندې چې عملي او لاسي اړخ ولري، چيرې چې حرفوي مهارتونو ته اړتيا وي. اوس هم اکثره خلک ځينې کارونو او دندو مسلکيانو ته سپک ګوري، تګ راتګ ورسره نه کړي او آن په ملګرتيا يې هم شرميږي. 

Welder is working, creating sparks in the dark

دې فکر لپاره به تر ډيره پخوانی يا د مشرانو نسل ملامته وي، خو دا تر مسلک ټاکونکو ځوان نسل هم ده، چې له حرفوي مسلکونو سره تړلې دا فکر بدل کړي. پر دې بايد پوه شي چې هیڅ کار او دنده ټيټه نه ده، او شخص پر موقف يا مسلک نه درنيږي.

د نن د مصنوعي ځيرکتيا د ودې په زمانه کې بیلابيلې څيړنې ښيي چې يوازې رسمي زده کړې کفايت نه کړي. د نن مسلکونه او ګمارونکی ادارې تر ډيره دې ته ګوري چې خلک په عملي توګه څومره پر خپله پوهه او مهارت حاکم دي او عملاً څه کولای شي.

په افغانستان کې ځينې دندې له نورو معتبرې ګڼل کيږي، يو منل شوی ترتيب وي، يعنې دا خلک ډاکتر، انجينر، د پوهنتون فارغ او د دفتر کارکوونکی چې د ميز شاته ناست وي او د کمپيوټر ټکاری يې راخيستې وي.

له برقي، تخنيکګر، ميخانيک/ مستري، ترکاڼ، ويلډنک کار، نلدوان يا په عموم حرفوي ماهر څخه ښه ګڼي، خو دا د دوهمې ډلې خلک بيا هغه څه لري، چې دا لومړني يې ښايي ونه لري:

  • دوی ته هر وخت اړتيا وي. ټولنه تل حرفوي ماهر نازوي.
  • دوی په څرګنده توګه پوهيږي چې څه کړي او د خلکو سمدلاسه ستونزې حلوي.
  • د خپلو کاروبارونو رامنځ ته کولو او پر خپلو پښو دريدو څرګنده لار او امکانات لري.
  • څرنګه چې ورته اړتيا ډيره وي، نو عموماً په بازار کې يې سيالي کمه وي، تکړه شخص پسې خلک له ليرې راځي.
  • عايد يې ثابت او د تجارت له بنسټيزه مهارتونو سره يې نور هم ښه کولای شي.

له همدې کبله د ټولنې په توګه موږ له يو متضاد حالت سره مخ يو. خلک له بې کارئ ګيله من دي خو د هغه مهارتونو او مسلکونو پر ارزښت سترګې پټوي چې ټولنه ورته ريښتونې اړتيا لري او د پرمختګ او ودې څرګنده فرصتونه پکې شته. 

فکر وکړئ د ځوان نسل دوه نفره دي. يو يې پوهنتون ته ځي، څلور کاله د يوه مسلک په زده کړه کې تيروي، د کورنۍ د نوم لپاره د پوهنتون سند اخلي.

خو يو بل يې له ښوونځي وروسته مستقيماً مثلاً د يخچالونو جوړولو او حرفوي زده کړې ته مخه کوي، او په عامه اصطلاح دوکان يې پرانيزي.

پنځه کاله وروسته، د پوهنتون فارغ بيا هم در په در دندې پسې ګرځي. خو، زموږ په اصطلاح د يخچال مستري ممکن خپل کاروبار ولري، له ځان سره يو دوه شاګردان لري، د کاروبارونو او کورنيو په خدمت کې دی او عايد يې هم ښه دی، او دا امکان هم لري چې خپل کاروبار او دوکان ته نوره وده هم ورکړي.

کوم يو يې بریالی دی، هغه بحث يې تاسې وکړئ.

دا بحث د پوهنتون د زده کړو خلاف نه دی. پوهنتون ډيرو مسلکونو لپاره حياتي دی او خپل پریکنده ارزښت لري. هدف دا دی چې پوهنتون بايد د وړتيا او ظرفيت سبب شي، نه دا چې د يوازې سندونه وويشي.

پوهنتون بايد د دې لپاره تعقيب شي چې:

  • اړوند مسلک ورته اړتيا لري،
  • زده کوونکی يې دا وړتيا او استعداد لري چې زده کړې يې تعقيب کړي، له ځانه يو څه جوړ کړي.
  • د يوه داسې ظرفيت سبب ګرځي چې ټولنه ورته اړتيا لري، او دا شخص پکې دوامداره وده کولای شي.

د دې لپاره بايد څوک پوهنتون ته ولاړ نه شي، چې سبا به راته خلک ډاکتر صاحب يا انجينر صاحب وايي.

د ټولنو طبقاتي څيړنو ښودلې چې له پخوا دا رواج را روان دی چې ټولنې ځينو مسلکونو او دندو ته له نورو لوړ ګوري، خو دا درونوالی او لوړه کتنه د اړتيا، اقتصادي ارزښت، کاري ظرفيتونو، ستونزمنتيا، خدمت، یا عايداتي ګټې له کبله نه وي، بلکه همداسې راپاتې ده.

ځوانان چې بيا کله مسلک ټاکي، نو د مسلک دې نوم او مقام ته ګوري، هر يو هڅه کړي چې دغه نامتو دندو او مسلکونو ته ولاړ شي. چې له کبله يې هغه لږې نامتو يا په اصطلاح ټيټې دندې څوک نه کړي، او د ماهره کاري ځواک کمبود پکې احساسيږي.

او د همدې کمبود له کبله بيا د دې مسلکونو اقتصادي ارزښت لوړيږي. 

زموږ په هېواد او کلتور کې زده کړه له عايد لوړ يو څه ګڼل کيږي. له ځينو سره اوس هم دا پوښتنه وي چې که چيرې پوهنتون درته دنده پيدا نه کړي نو ولې يې لولی، چې اکثراً ورته دا ځواب ورکوي چې پوهنتون به مې سر خلاص کړي، شخصيت به راکړي او نور، هغې بحث ته زه نه ځم چې شخصيت دې د پوهنتون محتاج شي. 

خو، زموږ په ټولنه کې تعليم عموماً له شرافت، پرمختګ، کورنۍ وياړ او نوم او ټولنيزې ودې سره تړل کيږي، او دا بحث تر يو حده د منلو وړ هم دی. خو، موږ تعليم له سند سره ګډ کړی دی. فکر کوو چې زده کړه يوازې په سندونو کې ده، او مسلکي دروانوالی يوازې دفتري کار کې دی. 

يو تکړه ميخانيک او مستري په خپل کار کې ماهر دی. غښتلی ترکاڼ د خپل مسلک استاذ دی. هوښيار بزګر د خپل کار لوړه پوهه لري. ځيرکه مستري د ماشين له غږه پوهيږي چې ستونزه چيرې ده.

پوښتنه دا نه ده چې هغه حرفوي زده کړې لري او خپل لاسونه کاروي. بلکه دا بايد وي چې دا هغه څه کړي چې ټولنه ورته اړتيا لري او نورو ته يې خير رسيږي. 

جرمني، ډنمارک او اتريش ځوانانو ته دا فرصت وربرابروي چې د ښوونځيو زده کړې له حرفوي زده کړو سره ګډې کړي. لدې لارې برخوالو ته دا فرصت وي چې ښوونځيو او پوهنتونونو سره حرفوي زده کړې هم حاصلې کړي، دواړه يو د بل په ځای کې قدرمنې دي.

لدې لارې حرفوي زده کړې يوازې هغوی ته نه دي پاتې چې په کانکور کې پاتې راغلی وي يا له ماغزو تش وي نو ځکه دې کارونو ته يې لاس اچولی دی.

د ټولنې لخوا يوه مسلک يا دندې ته ارزښت ورکول يا د هغې کم ګڼل، مستقیماً دا ټاکي چې راتلونکی ځوان نسل هغه وټاکي يا ترې تير شي.

کاروبارونه او ادارې په دوامداره توګه لدې ګيله من وي چې ماهره خلک نه پيدا کيږي، خو ټولنه بيا خپل اولادونو ته وايي چې دغه کار ته مه ځه او هغې ته ولاړ شه.

که هر څوک انجينر شي، نو د ودانيو اړوند د بريښنا، نل او نورو کارونه به څوک کړي. که هر څوک غواړي چې آمر او رئيس شي، دا دوی لاندې کارونه به څوک کړي.

ټولنې د مسلکونو عايداتي او د ګټې اړخ نه ټاکي، بلکې د هغې ارزښت او قدر ټاکي. ځوان نسل بيا دې قدر ته ګوري چې خلک چا ته درانه ګوري او بيا هم هغې پسې ځي. کله چې هر څوک موقف او نوم پسې ولاړ شي، او څوک د مهارت او زحمت قدر ونه کړي، نو بيا ټولنه په عموم کې کړيږي.

درونوالی او قدر د موقف او دندې نه وي، بلکه د هغه زحمت او زيار وي چې د دندې او مسلک څښتن يې باسي. هر څوک چې په خپل مسلک کې ريښتونی، زحمت کشه او هڅانده وي، هغه بریالی دی. مهمه نه ده چې ټولنه ورته په کومه سترګه ګوري. 

پوښتنه دا نه ده چې آیا ټولنې ته يو مسلک له بلې قدرمن ښکاري. مهمه پوښتنه دا ده چې آیا دا کسب يا کار د يو چا مشکل حلوي، د شخص له وړتياوو او خوښې سره برابر دی او داسې لارې چارې او فرصتونه لري چې پکې وده او پرمختګ وکړي. 

مسلکونه او کسبونو پر اشخاصو درنيږي، نه دا چې مسلک او موقف شخص قدرمن کړي.

ورته ليکنی: د مسلک بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، کار موندنه، شخصي او مسلکي وده، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، ډیر ناوخته نه ده، څرنګه خپل مسلک ته راوګرځئ


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading