مشري: آیا واک شخصيت بدلوي که راڅرګندوي يې؟

يو څوک چې تر پرون پورې به يې د نورو خبرې اورېدې، مشورې به يې غوښتې او مخالفت به يې مانه، نن چې واک ته رسيدلی، نه د چا خبره اوري او نه مخالفت زغملای شي.

آیا واک دا شخص بدل کړ، که موږ تر پرون پورې دا شخص سم نه و پېژندلی؟ 

واک يا قدرت د شخصيت ازميښت دی. موږ داسې ډير خلک پيژنو چې واک يې نه درلود نو يو ډول وو، خو کله چې واکمن شو نو بدلون مو پکې وليد. ځينې واک ته له رسيدو وروسته کبر اخلي، خو ځينې نور بيا ماتيږي.

پوښتنه دا ده چې آیا د دوی دا چلند نوی دی، يا له پخوا څخه پکې وو، خو د خلکو له ويرې او چاپيريال له کبله يې پټ کړی وو؟

کله چې له واک څخه غږيږو، هدف مو يوازې چوکۍ او رسمي موقف نه دی. شتمني، پوهه، ټولنيز مقام او ده ته د نورو اړتيا هم انسان ته يو ډول واک ورکوي. يعنې هر هغه څه دي چې شخص ته دا احساس ورکړي چې پر خپل ژوند واکمن دی او د خلکو او ټولنې په غم کې نه دی. 

هغوی چې دا واک ونه لري، نو عموماً د خلکو له تمو او غوښتنو سره يو برابر ژوند کړي. خو کله چې واکمن شي نو بيا دغو قيوداتو پسې دومره نه ګرځي. واک انسان ته دا خپلواکي ورکوي چې پر ځينو هغو غوښتنو عمل وکړي چې پخوا يې د چاپېريال او حالاتو له کبله ځپلې وې.

Businessman climbing ladder towards star with team cheering

هغه څه چې موږ د شخصيت يا په عامه اصطلاح د سترګو بدلول بولو، ممکن هغه څه وي چې خلکو پخوا د نورو له ويرې نه کول، خو اوس د چا په غم کې نه دي، او له خپل زړه سره سم عمل کړي.

واک د انسان پر ځان باور ډيرولای شي، د پرېکړو زړه ورتيا ورکوي، او خطرونو منلو ته يې هڅوي. خو همدا باور بیا کله ناکله پر خپلو وړتياوو د بې ځايه اتکا سبب ګرځي، ورسره له نورو د ځانګړي چلند تمه پيدا کوي او هغوی احساساتو ته يې پام کميږي.

د واک او ټولنيز چلند څيړنې ښيي چې واک د خلکو پر پاملرنه، محدوديتونو او د نورو پر نظر اوريدنه اغېزه کړي، خو دا تر ډيره شخص تر شخصه او د چاپيریال له مخې فرق کوي، پر هر چا يې اغېزه يو ډول نه وي. پر ځان باور دې ضرور نه وي چې د کبر سبب شي او نه پریکړه اخيستنه دې ضرور وي چې استبداد پورې وتړل شي.

له واک سره ښايي د شخص اوسني سلوکونه پراخه شي، ممکن يو څوک چې له وړاندې لاس خلاصی وي، ممکن له واک وروسته نور هم لاس خلاصی او سخي شي. بل اړخ ته که څوک له وړاندې بخيل وي، له واک سره يې بخل له منځه نه ځي.

هغوی چې له وړاندې يې په انصاف باور درلود، له واک وروسته ممکن همدې اصولو ته کار وکړي. واک ته رسيدنه تل د نوي فکر او چلند سبب نه ګرځي، کله ناکله يوازې د پخوانيو باورونو او غوښتنو عملي کولو ته لاره هواروي.

لدې سره بيا د مشرۍ بحث راځي. ښه نيت د ښې مشرۍ لپاره مهم دی، خو کافي نه دی. انسان ښايي ښه اخلاق ولري، خو ممکن د فشار پر مهال د خپلو ارزښتونو د ساتلو وړتيا ونه لري. ضرور نه ده چې يو څوک دې ښه وي او هغه دې ښه مشر هم شي، دواړه يو نه دي. 

مسؤليت، فشار، سيالي او له واک څخه ليرې کيدنه ټول پر چلند اغېزه کړي. خلک واک ته له رسيدو وروسته ښايي ورو ورو هغه اعمال او کړه وړه توجيه کړي، چې يو زمانه کې دوی بد او ذلیل ګڼل.

کوچنی کوچنی جوړ جاړې ورو ورو له وخت سره پر عادت بدليږي، او بيا همدا عادتونه د ده شخصيت ټاکي. 

هر څومره چې د يو چا واک ډيريږي، همدومره دا فرصتونه پيدا کوي چې يوازې له هغوی سره کيني پاڅي چې د ده پر طبعه برابر وي. په دوامداره توګه هغه څه اوري چې ده او ټولو ته د منلو وړ وي، له انتقاده او مخالف نظره خوندي وي.

هغوی چې ده ته کار کړي، په څرګنده له مخالفته ډډه کړي، ورو ورو له ده سره احساس پيدا کيږي، چې تل په حقه دی. د وخت له تيریدو سره واکمن دا توان له لاسه ورکوي چې د نورو پر نظر پوه شي، خپلواکه خبره واوري او له خپل نظره تير شي.

کله چې د مشر په مجلس کې ټول خلک د ده له نظر سره موافق وي، ښايي ستونزه د ده د نظر په سموالي يا بدوالي کې نه، بلکې د نورو د مخالفت او خپل نظر بیانولو په ناتوانۍ کې وي. 

عموماً، خلک هغوی ته درناوی لري چې د دوی پر راتلونکی اغېزه لرلای شي. د انسان اخلاق تر ډېره له هغوی سره په چلند کې څرګنديږي چې نه ورته ګټه رسولای شي او نه تاوان. دغه حالت کې ښکاري چې د ګټې او تاوان له حساب پرته دا له خلکو سره څه کړي.

له وخت سره واک د بنده د شخصيت برخه ګرځي، او کله چې واک د مسؤليت پر ځای د انسان د هويت برخه شي، نو د واک له لاسه ورکول ورته د خپل هويت له لاسه ورکول ښکاري. آن کله چې له واک څخه بې برخې هم شي، بيا هم هغه پخواني عادتونه پالي. انتقاد نه مني. مسؤلیت نه اخلي. له وخت سره ورته هر هغه څه مهميږي چې له ده سره د خپل موقف، اغيزې يا مقام په ساتلو کې مرسته کوي. له خپلو پخوانيو منل شوو اصولو څخه تيریدنه ورته اوس نسبتاً آسانه وي، که چيرې ورسره په واک کې د پاتې کيدو سبب ګرځي.

له همدې کبله، واک بايد يوازې پر شخصي اصولو بنا نه شي. دا بايد ونه ګڼل شي چې زه ښه يم، نو په واک کې به هم تل ښه پاتې شم. واک ته رسیدونکی شخص بايد ځوابده وي. ضعيفه سیسټمونه، بې پوښتنې ملاتړي او شخص ته له ضرورته ډيره وفاداري ټول ښايي له واک څخه د ناوړه ګټه اخيستنې سبب شي.

ځوابدهي او مسؤليت منل پر مشر بې باوري نه ده. بلکه، آن ښه انسان هم په داسې چاپېريال کې پر ناسمې لارې تللای شي چې نه څوک پوښتنه ترې کوي او نه يې د پرېکړو مخالفت کيږي. مناسبه ځوابدهي هم خلک او هم مشر ساتي.

په هغو کورنيو، ټولنو او ادارو کې چې واکمن استثناً پوښتل کيږي، هلته ممکن مشر د بې پوښتنې تابعدارئ تمې ولري. اکثراً خلک استبدادي مشر محکوموي، ګوته ورته نيسي. خو په خپله کورنۍ، کارځای او ټولنه کې بيا له نورو همدا تمه لري.

بې ځای غوړه مالي، تعريفونه، بې پوښتنې وفاداري او تل ښه ويل، د مشرانو پر سلوک اغېزه کړي. د مشرۍ او د مشر په سلوک کې يوازې هغه پړ نه دی، بلکه د هغې شاوخوا خلک هم د دې مسؤلیت لري چې مشر يې کومې خوا ته روان دی، او دوی د هغې سلوک په وړاندې څه کړي. مشر د خپل چلند مسؤل دی، خو د ده شاوخوا خلک هم د هغه چاپېريال په جوړولو کې ونډه لري چې دغه چلند پکې رامنځ ته او وده کوي. 

واک به موږ نورو ته ورپېژني، خو دا چې له واک سره څه کړو، له وخت سره مو شخصيت هم بدلوي. د واک اصل ازميښت ښايي دا نه وي چې موږ پرې څه کولای شو، بلکې دا وي چې د څه کولو توان لرو، خو د خپلو ارزښتونو له کبله ترې تيريږو.

ورته ليکنی: د برياليتوب نښې او شرايط، خلک يې نښې نقلوي، خو نه د هغه شرايط، په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت، د برياليتوب اوږد مزل، د برياليتوب تعريف که معیار، ټولنيزه دايره، سلوکونه او برياليتوب


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

ځواب دلته پرېږدئ

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading