Own Business زما کاروبار زما آزادي

زما کاروبار، زما آزادي، زما په لاس

هغه کاروبار چې تل يې غواړئ پیل کړئ، همدا نن ورته مټې راونغاړئ، او د هېواد او ټولنې په پرمختګ کې برخه واخلئ.

موږ ټول له يو څه سره مينه لرو، ټول غواړو چې په خپل چاپيريال کې يو بدلون راولو، د ټولو يو يا ډېر د خوښې دندې شته چې موږ له دې نړۍ پريکوي او چې پکې مشغول شو نو له دنیا او مافیها څخه مو بې غمه کوي.

د وړوکوالي د لوبو هغه حس نن هم موږ کې شته چې په سره غرمه کې به په لوبو شو او تر څو چې به يو چا له غوږه ونه نيولو نو له نړۍ به پرې وو او يا به ستړيا رالاندې کړو او کور ته به راستانه شو.

د وخت له تيريدو سره دا احساس پټيږي، خو زه دا نه منم چې له لاسه يې ورکوو، د ډوډئ منډه مو ډېرو دروازو ته دروي، خو دا فکر راسره تل وي چې ولې نه! خپل در پرانيزم (کاروبار پیل کړم)، چې يو څو نور هم راسره بوخت شي.

ما له پنځلس کاله دندې وروسته له ملګرو سره خپل کاروبار پیل کړ، لومړې احساس چې لرم هغه د آزادئ دی ځان راته غښتلی ښکاري هر څه راته شوني ښکاري، پوهیږم اتل يا سوپرمین نه يم او نه هر څه کولای شم، خو پوهيږم چې په هغه څه به خپله انرژي ولګوم چې پرې باور لرم او پوهيږم چې زما او د نورو په ژوند کې به يو توپير راولي.

د خپل کار له پيل سره زه د خپلو ستونزو حل نه وينم، خو پوهيږم چې د نورو خلکو ستونزو لپاره به خپل وخت نه ضايع کوم، پوهيږم چې زما ګټه به مستقيماً زما له هڅو سره اړيکه ولري او په پای کې پوهيږم چې زما له خپل کاروبار څخه او نورو له ما څخه تمې څه دي، او پوه به شم چې په نيمګړي کار به پخپله ملامته او په ښه کار به پخپله بريالی وم.

زموږ اکثريت له ناکامئ ويريږي او دا ويره په ځای هم ده ځکه دلته اکثريت د خپلو مردارو د پاکولو په ځای پر بل يې تپي او په هغې کې نيمګړتياوې لټوي، ټول د خپلو ناکاميو لپاره بل ملامته بولي، او هر کله چې زموږ ناکامئ/ ستونزې د بل د ملامتيا په صورت کې څيره پیدا کړي نو موږ د ستونزو حل پر ځای پر هغه شخص په قهر يو.

زه له ناکامئ ويريږم خو ورسره د همغو ناکاميو مسؤليت هم اخلم، زما عمل زما ناکامي، خو له خدایه دا همت هم غواړم چې د هغوی حل او له ناکامئ وروسته د بيرته پاڅيدو او بلې هڅې توان راکړي.

يو څو کاله وړاندې يو ورکشاپ ته تللی وم، له خارجه يې سلاکار راوارد کړی وو، هغه غريب پخپله هم نه پوهيده چې څه وايي خو له ټولو يې وپوښتل چې ستاسې خوښ ځناور کوم يو دی، ما ورته ميږی ياد کړ، او هغه پدې دليل چې ډله ييز کار کوي، له خپل ځانه څو چنده دروند بار اوچتوي، پوهيږي چې څه غواړي او مشر پسې ځي.

زموږ بريا هم په همدې اساساتو کې ده، ريسک واخلئ (نه پوهيږم ريسک ته څه پښتو لرو، زه له خطر سره موافق نه يم)، په هغه څه چې باور لرئ وخت ورکړئ، له ابتکاره کار واخلئ هغه څه چې نور بريالي کړي دي ډير امکان لري چې تاسې ته به ګټه ونه کړي، خپل برياليتوب او آزادي پخپله وزيږوئ.

پيسه او برياليتوب پخپله راځي، موږ بايد زيار وباسو او خپلې دندې/ مسؤليت ته پوره ريښتوني واوسو، لدې سره دا نور څه چې پيسه، برياليتوب او شهرت دي هغه پخپله ستاسې د ريښتونې هڅې او زيار له برکته راځي، زما په فکر د کاروبار موخه بايد پيسه ونه اوسي ځکه هغه په غلا او حرامو هم پيدا کيږي د کاروبار موخه بايد هغه څه واوسي چې تاسې فکر کوئ پر زحمت او زيار ارزي هغې لور ته کار وکړئ برياليتوب مو پخپله په نصيب کيږي.

او د دې کاروبار هڅې يوه دويمګړې ګټه د عقيدې پوخوالی شو ځکه لومړې پرې نه پوهيدم خو اوس چې وينم داسې احساس مې کاوه لکه چې زما روزي زما د دندې له معاش سره نښتې وي يا زما روزي رسان هغه اداره وي چې زه ورته کار کوم، روزي الله ورکوي او کله ناکله موږ بايد خپله عقيده وازمويو ځکه ډير وخت انسان پر ځان نه پوهيږي خو قبله يې بدله شوې وي.

پر ځان باور، پر مټو اتکا، پر خپلې پوهې او مهارتونو زيار او پر الله توکل تاسې ته د برياليتوب مزل ډېر لنډوي.



ټولي:مديريت Management

ټگونه:

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: