اصول تمې يا توقعات ټاکي، يعنې څه بايد وشي، خو په يوازې د سلوک بدليدو سبب نه ګرځي. سلوک هغه وخت بدليږي کله چې د اصولو اړوند شرايط هم بدل شي.
هره ټولنه اصول لري، خو هر يوه يې يو ډول نتايجو ته نه رسيږي
هر هېواد قوانين، مقررې، کړنلارې او تګلارې لري. هره اداره/ کاروبار د اجراتو معياري تګلاره لري، له بشري منابعو نيولو تر تدارکاتو ټولو لپاره اصول لري، د اخلاقو او کار ارزولو کړنلارې هم لري. خو، د دوی نتايج يو تر بله څرګنده توپيرونه لري.
ځکه چې، برياليتوب يوازې اصول نه غواړي، بلکې دې ته هم ګوري چې خلک دغه اصولو سره څه کړي.
خلکو ته امتيازات له لارښونو ډير مهم دي
خلک عموماً خپلې ګټې ته ګوري، دا ويني چې ما ته پکې څه پاتې کیږي؟ يا څه تاوان کړم، دې ته نه ګوري چې لارښونې څه وايي.
مثلاً، ښوونځي زده کوونکو ته وايي چې له ځان سره فکر وکړئ، ځوابونه مو له تحليل وروسته وليکئ، خو نومرې پر يادښت او د ښوونکي پړپړې پر ليکلو ورکوي، زده کوونکي به هغه څه لیکي چې د ښوونکي پر طبعه برابر وي.
ادارې/ کاروبارونه وايي چې مبتکره اوسئ، ستونزې پخپله حل کړئ، خو پرمختګ هغوی کړي چې تر اخيري نقطې لارښونې عملي کوي او هیڅ نه پوښتي، نو بيا خلک ابتکار پسې نه ځي، هر څه آمر ته راوړي، هغې چې څه وويل هماغه د کاڼي کرښه شي.
خلک هغه څه پسې ځي چې دوی ته پکې امتياز وي، لیکلو او لارښونو پسې نه ګرځي.
له ظرفيت پرته اصول د ستړيا سبب ګرځي
اکثره اصول پر دې فکر جوړيږي چې خلک پرې پوهيږي او عملي کولی يې شي، خو اکثراً داسې نه وي.
مثلاً، اداره راپور ورکولو لپاره نوې ډيجيټلی وسيله جوړوي، مالي اصول ټاکي، د مصنوعي ځيرکتيا خپلول هڅوي، څيړنې او ابتکار خوښوي، او نور پر کاغذ ښه ښکاريدونکي اصول ټاکي، اما اړوند روزنه او لارښونې ورسره نه وي.
په داسې حالت کې، اصول پر داسې توقعاتو بدليږي چې خلک يې د پوره کولو وس او توان نه لري.
دود تګلارې وژني
اکثره ادارې/ شرکتونه د اصولو دوه کتابه لري، يو هغه چې ليکل شوي وي او يو هغه چې ټول پرې پوهیږي خو لیکلي نه وي.
ليکلي اصول وايي چې تل رښتيا واياست، خو ناليکلي اصول وايي چې له خپل آمر سره به هيڅکله مخالفت نه کړی، دا به تاسې ته پريږدم چې کارکوونکی کوم اصل پسې ځي.
دا دو يا کلتور دی چې خلکو ته ښيي، څه منل کيږي.
د آمر يا مشر سلوک په اصل کې تګلاره يا پاليسي ده
کارکوونکي خپلو آمرينو ته ګوري، که دوی پر پروسيجرونو يا کاري ګامونو سترګې پټوي، کار ته ناوخته راځي، ځان مسؤل او ځوابده نه ګڼي، يو پر بل ښه ګڼي، پر وخت کار سر ته نه رسوي، او نور سلوکونه ښيي، نو له کارکوونکو تمه مه لرئ، چې له دې مخالف عمل وکړي.
کارکوونکي له ليکلي اصل ډير د آمر چارو ته ګوري، او سلوک يا کړه وړه له پاسه راکوزيږي.
مناسب عمل له زوره ښه وي
څيړنې ښيي چې د وړاندوينې وړ نتايج سلوک بدلولو لپاره له نامناسب او بې دوامه زور ښه وي، مثلاً که چيرې څوک پوه شي چې له کومو نتايجو سره به مخ کيږي، خپل سلوک ښه بدلوي، نسبت دې ته چې يوه ورځ خان په يوه روان وي، بله ورځ بله ډنګوي.
يا په عامه تګلارو کې که چيرې د ټرافيک قوانين، د ښوونځيو اصول يا د ادارو/ شرکتونو اخلاقيات پر مختلفو خلکو مختلف ډول عملي کيږي، نو بيا خلک پر دغو اصولو باور له لاسه ورکوي، ځکه پوهيږي چې اصول مهم نه دي، مهمه دا ده چې پر کوم موقف ياست او څوک پيژنئ.
متوقع سلوک آسانه کړئ
څيړنې ښيي چې خلک آسانه چاره خوښوي، که چيرې ښه سلوک سخت وي، ګران وي، ستونزمن وي، نو خلک ترې ډډه کړي.
مثلاً، که راپورونو ورکول دي، دولتي پروسيجرونه دي، يا آنلاين فورمونه دي، هر څه چې له ضرورته ډير پيچلي شي، خلک ورته لنډې لارې لټوي يا ترې تيريږي.
ځينې وخت د پروسو آسانول سلوکونه په آسانه بدلوي، نسبت دې ته چې نوي اصول وټاکل شي.
خلک نور نقلوي
بشر يې له بله زده کوي. مثلاً، که په بازار کې ټول د موټر چلولو اصول مراعتوي، نو مخالف يې له ځان سره شرميږي. که ټول د اوبو له څښلو وروسته بوتلې له موټر بهر سرک ته غورځوي، نو هر يو يې کړي. که هیڅوک د تدارکاتو اصول نه مني، نو نوی مامور يې هم نه مني.
سلوک وبايي شکل لري، پخپله او ګړندی خپريږي.
باور د منښت سبب ګرځي
خلک هغه اصول مني، چې د دوی په فکر پر انصاف ولاړ وي، هر څوک يې تعقيبوي، مشران ورته ژمن وي، هڅوونکي ادارې يې د اعتبار وړ وي.
له باور پرته، هر اصل بايد وڅارل شي، او څارنه بيه لري. د لوړ باور ټولنې محدودې څارنې لري.
تلپاتې بدلون سيسټمونه غواړي
اصول يوازې يو اړخ دی، اصل بدلون د مشرئ، امتيازاتو، ظرفيت، دود، مسؤليت منلو، زيرمو، اندازه کولو واحدونو، باور او دوامداره عملي کولو تر منځيو توازن غواړي.
کله چې دا هر يو يې بل ملاتړ کړي، نو سلوک ورسره په طبعي ډول بدليږي.
مثلاً، کورنئ اولادونو ته وايي چې درواغ به نه واياست، خو که چيرې ماشومان خپل اشتباهات ومني، نو جزايي کيږي، لنډه لار ورته هماغه دروغ پاتيږي يا خپل اشتباهات پټوي. کارځای کې د نظرونو شريکول هڅيږي، خو په اصل کې خلک د انتقاد يا مخالف نظر بيه پرې کوي، خلک چوپ پاتې کيږي.
بدلون هغه وخت تلپاتې وي کله چې اصول د وړ او باتوانه خلکو، اعتباري مشرئ، مناسبو امتيازاتو، غښتليو ادارو او داسې دود يا کلتور له لارې ملاتړ شي چې مناسب سلوک په طبعي ډول ملاتړ کړي.
غښتلې ټولنې يا ادارې دا نه ده چې تر ټولو ډير اصول او لارښوونې دې ولري، بلکه هلته مناسب سلوک تر ټولو آسانه او منل شوی عمل وي.
ورته ليکنی: د برياليتوب نښې او شرايط، خلک يې نښې نقلوي، خو نه د هغه شرايط، ولې هره ستونزه پر حل نه ارزي، ولې يوازې ښه پلانونه کفايت نه کړي، مصنوعي ځيرکتيا ته چمتو هېواد، غښتلتياوې به مو ممتاز کړي، له معلوماتو تر قضاوته، د ځيرکه وسيلو غوره کارول، د غښتلي فکر خلک غواړي، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل، د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل






Leave a Reply