(Best Phone) کوم ټليفون ښه دی

زموږ د ټکنالوژئ له مسلکيانو يا استعمالوونکو څخه دا پوښتنه تل کيږي چې کوم يو يې ښه ټليفون دی او دا پرتله عموماً د ايپل، سامسنګ، ايچ ټي سي او وينډوز (لکه نوکيا) ټليفونونو تر منځ وي، او د دې پوښتنې تر ټولو اساسي دليل د ټليفون بازار ډير غښتلې سيالي ده چې نږدې هرو درې مياشتو کې موږ نوې پيداوار وينو.

ټليکام يو له ډيرو ګړنديو پرمختلونکو سکتورونو څخه ده، او ټکنالوژئ توکي هم په ګړنديتوب سره مخ په يوځای کيدو دي، پخوا که چيرې موږ د خبرو، انټرنېټ او خريدارئ لپاره درې پيداوار ګرځول نن هغه ټول کارونه په يوه وسيله کې کوو او د ټکنالوژي موادو Convergence ورته وايو يعنې ټول خدمات سره راغونډيږي.

هغه هېوادونه چې د انټرنېټ ثابتې، غښتلې او منظمې زيربناوې لري هلته اوس هڅه کيږي چې آن تفريحي مواد لکه ټلويزون، فلمونه او نور هم د انټرنېټ زيربناوو له لارو وګړو ته ورسوي، اوس خو آن ځينې مشهورې ټکنالوژئ کمپنئ هم د انټرنېټ له لارې د ډرامو خپرولو لپاره خپل پروډکشن پيلوي، نو لدې ټول بحثه همدا نتيجه اخلو چې زموږ د ټکنالوژئ وسايل پداسې څه بدليږي چې د هر څه ځواب به وايي، هم به کمپيوټر وي، هم به ټلويزون، هم به راډيو او هم د خريدارئ ماشين.

اوس چې دا ټول بحث په نظر کې وساتو نو د ګرځنده ټليفون ګټه پدې کې ده چې له شخص سره تل وي نو ځکه د ټليفون جوړوونکي هڅه کوي هر څه په ټليفون کې راونغاړي او تاسې وهڅوي چې د هغوی پيداوار واخلئ. د ټليفونونو دومره ګړندي بدليدلو اساسي دليل دادی چې اړونده پروګرامونه يا سوفټويرې په ګړنديتوب سره بدليږي او نړئ د محتوياتو يا content په لور روانه ده، همدا لامل دی چې د ټليفونونو جوړوونکي هڅه کوي ستاسې له محتوياتو سره تجربه نوره هم غني کړي.

دمحتوياتوترټولولویلوبغاړيفيسبوکاوګوګلدي،چېدواړهپر ګرځنده ټليفون واکدارئ پسې ګرځي. ګوګل تر ډيره پر کمپيوټر استعماليدونکي انټرنېټ واکداري ترلاسه کړې ده، هر څه يې د خپل لټون او نورو خدمتونو له لارې تر ډيره په خپل اختيار کې ساتلي دي، خو په ګرځنده انټرنېټ يعنې هغه چې د ګرځنده وسيلو له لارې کاريږي، کې تر اوسه وروسته پاتې دی، د دواړو انټرنېټ استعمالولو تر منځ اساسي توپير د اعلانونو او خدمتونو وي ځکه په ګرځنده انټرنېټ کې د کاروونکي موقعيت اړونده اعلانونه او خدمتونه ډير ارزښت لري.

اوس فيسبوک او ګوګل دواړه هڅه کوي چې وکولای شي د انټرنېټ ګرځنده کاروونکي په خپل اختيار کې ولري، فيسبوک په دې نږدې وختونو کې ځيني ايپليکشنې راوړاندې کړي دي چې تر ډيره پوهان فکر کوي په ګرځنده انټرنېټ به د هغې واکداري ډيره غښتلې کړي، ورسره موږ د ايپل ټليفونونه آی فون هم لرو د دې ټليفونونو تر ټولو غښتلې ټکی د ايپل شرکت غښتلې بازار موندنې مهارتونه دي، ايپل تر ډيره هڅه کړې ځان د يوه پرمختللي او مبتکر شرکت په توګه بازار ته وړاندې کړي او ورسره خپلو کاروونکو ته هم دا احساس ورکوي، خو پدې نږدې وختونو کې د سامسنګ ټليفونونو چې د ګوګل انتظامي (آپريټنګ) سيسټم انډرويډ کاروي د آی فون بازار هم ورخراب کړی دی.

اوس که خپلې لومړنئ پوښتنې ته راشو او وپوښتو چې په دې ټولو کې کوم ټليفون ښه دی، خو دا دومره بحث يوازې د دې لپاره وو چې د عادې غږيدنې او ليکلي پيغامونو لپاره موږ ته نږدې هر ټليفون ښه دی او ممکن موږ تر ډيره هوښيار/سمارټ فون ته اړتيا هم ونه لرو، خو که چيرې محتوياتکاروونوبيايوڅهشخصي ذوقونه او پريکړې په نظر کې نيول کيږي.

آی فون ډير ښه چاپيريالي سيسټم (eco system)لري،يعنېايپللهټليفوننيوليترکمپيوټره، تر ټبليټ او پر انټرنېټ ډير ښه حضور لري ورسره د سندرو، پروګرامونو او نورو ډاونلوډولو خپل ميکانيزم لري، ايپل پر دې وياړي چې ځان ته د هر مرض دوا وايي يعنې خپل کاروونکو ته پوره حل وړاندې کوي، نو که تاسې ايپل کمپيوټر لرئ او له ميکانيزمونو سره يې بلد ياست نو ممکن آی فون تاسې لپاره ښه ټليفون وي.

ځينې ستونزې چې موږ يې ممکن له آی فون سره ولرو، د هغې کارولو لپاره بايد تاسې د ايپل سيسټم ته ننوزئ چې هلته د خاصې آي ډي جوړول او نور جنجالونه لري او زموږ هېواد چې د هغوی په ليسټ کې نشته نو داسې آي ډي جوړول او ورسره يې کارول يو څه خاصې ګوتې غواړي د حل لاره لري خو ډير زغم غواړي، لدې پرته ورسره بلديدل هم يو څه وخت نيسي.

پر انډرويډ چليدونکي ټليفونونه لکه سامسنګ ګلکسي يا ايچ ټي سي او نور ډير پراخ ملاتړ لري اکثره ورته خلک د غريب سړي ټليفون وايي يعنې د هرې بيې ټليفون پکې موندل کيږي او ورسره تاسې له يوه ټاکلي سيسټم سره نه تړي نو که ستونزې سره مخ شئ همدې ته ورته ستونزې سره له تاسې وړاندې هم يو څوک مخ شوي او ډير امکان لري چې حل به يې هم موجود وي.

ځينې ستونزې چې ممکن ولري دا سيسټم بې پلاره دی، يعنې سمه ده چې ټليفون به د سامسنګ يا نورو وي خو اکثره ستونزې په سوفټ ويرو کې وي نو ځکه ځينې وختونه يوې ستونزې ته بې شماره حلونه وړاندې شوې وي او سړې نه پوهيږي چې کوم يې سم دی، ورسره دوامداره آپ ډيټ، يعنې نوې زياتونې/ بهترئ چې وخت په وخت له جوړوونکي راځي، ټليفون ته راکوزول جنجالي وي، لدې پرته هغه پروګرامونه چې تاسې يې ممکن ټليفون ته راکوز کړئ هغه شخصي تضمين نه لري چې د ايپل سيسټم يې تاسې ته درکوي، يعنې ممکن يو نيم ناوړه/ خراب ايپليکشن سره مخ شئ چې ټليفون مو له ستونزو سره مخ کړي.

د افغانستان په څير هېواد کې چيرې چې انټرنېټ بې نظمه او سست دی دلته له فيسبوک پرته نور د انټرنېټ هر کار به دې زړه شين کړي دلته موږ که وغواړو نو بيا هم محتويات غښتلي پروګرامونه او چارې پر مخ نشو وړلای ورسره زموږ بانکي نظام هم تر هغه حده ندې رسيدلې چې وکولای شو د انټرنېټ له لارې پيرودنې وکړو، نو د کريډيټ کارډ له لارې اجرا کيدونکې ډيرې چارې محدوديږي.

که لدې ټول بحث اخيري پايله واخلو، نو فکر کوم يو ټاکلي ايکوسيسټم پورې ځان تړل به موږ ډير محدود کړي او په دوامداره توګه به له ستونزو سره مخ شو، د نن ټليفونونو دومره توانونو کارولو لپاره موږ ټاکلي چاپيريالي سيسټم ته اړتيا لرو چې په هغې کې انټرنېټ ډير کليدي او حياتي رول لري، او زموږ هېواد تر اوسه هغه ځای ته ندې رسيدلې چې موږ وکولای شو سمارټ فون د هغې بشپړې وړتيا سره سم وکاروو، زما په نظر چې څومره آزاد واوسئ همدومره به ښه وي.

پدې ټول بحث کې موږ د وينډوز له ټليفون او بليک بيري څخه يادونه ونه کړه، د نن په منډه کې دا دواړه ډير وروسته پاتې دي او زه په پريکنده توګه دا سلا ورکولای شم چې دا ټليفونونه په پيرولو نه ارزي.

هو ما د برانډ نوم وانخيست چې کوم يو ښه دی، پرېکړه مې تاسې ته پريښوده!!



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: