وده بې ترتيبه کاروبار ماتوي

وده يوازې فرصت نه دی، بلکه يو مسؤليت هم دی.

که چيرې يو کاروبار له خپلو خلکو، سيسټمونو او مشرۍ څخه ګړندئ وده وکړي، نو دغه پرمختګ او پراخيدنه د دې لپاره پر يوه تر ټولو سترې ننګونې بدليږي.

اکثره کاروباريان دا هيله لري چې پراخه خرڅلاو ولري، ډيرې پروژې وي، کارکوونکي يې بې حسابه وي، عايد يې لوړ وي. تل ورسره دا فکر وي چې د کاروبار پرمختګ او پراخيدنه بايد د څو کالو د زحمتونو نتيجه وي.

خو اکثره کاروبارونه لدې کبله نه ناکاميږي چې مشتريان يې کم دي، بلکه لدې کبله وي چې ناڅاپي پرې ډير شي. وده خوندوره ده، خو د ودې مديریت او سمې لوري ته بیول بيا ستونزمن دي.

Bar chart with growing arrow, light background. Business accounting and dartboard, stack of gold coins. Concept of financial goal and investment. 3D rendering

برياليتوب کاروبار بدلوي

د کاروبار پيل يې يو غم او پراخول يې بل. هغه مهارتونه چې له تاسې سره يې د کاروبار په پيل کې مرسته وکړه، ښايي هغه وخت لپاره کفايت ونه کړي چې کله مو د کاروبار کچه غبرګه شي.

د کاروبار وده بايد دا پوښتنه ځواب کړي، چې: آیا دا کاروبار خپل ځان وړلای شي؟

له مشتريانو سره مسؤليتونه ډيريږي

هر نوی مشتري ښه او پر وخت خدمت غواړي، په کاروبار کې صداقت او دوام غواړي او فکر کوي چې ټول تمرکز بايد پر هم هغې وي.

د کاروبارونو او ادارو څيړنې ښيي چې په دوی کې پيچلتياوې او بيوروکراسي د کارکوونکو يا مشتريانو له شمير څخه وړاندې پراخيږي او جنجالي کيږي، يعنې اکثره وخت کاروبار لپاره د هغوی کاغذي کار او پروسې له مشتري ډيرې مهمې وي.

يو مشتري ممکن درته حوصله وکړي، له نيمګړتياوو هم تير شي، خو سلو کې بيا هر يو همدومره سخي نه وي، هر څه يې په ياد پاتيږي. وده د عايد په پرتله د خلکو توقعات پر سرعت لوړوي.

مثلاً، يو ماهره خياط کاروبار پيلوي، خلک يې کار خوښوي، کاروبار پراخيږي، هر مشتري قبلوي، کار سره پر ده فشار هم ډيريږي، خو هر څه پر وخت نه شي خلاصولای، کيفیت خرابيږي، مشتريان ترې ګيله من او نورو ته يې نه توصيه کوي او په پای کې کاروبار له لاسه ورکوي.

زحمت تل د سيسټمونه بديل نه شي کيدای

د کاروبار په پيل کې، د کاروبار څښتن له هر څه خبر وي، هر مشتري پيژني، له هرې تاديې خبر وي، هر کارکوونکی او ستونزه ده ته راځي، خو څومره چې کاروبار پراخيږي، بيا يوازې شخصي هڅه کفايت نه کړي.

څيړنې ښيي چې کاروبارونه عموماً د ګړندئ ودې پر مهال ناکاميږي، ځکه چې مديريتي سيسټمونه د دغې ودې د ادارې ظرفیت نه لري. د کاروبار څښتن بايد سيسټمونه رامنځ ته کړي، که نه، نو بيا همدا څښتن د کاروبار د ودې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ او تر ټولو بوخت شخص وي.

مثلاً، نوی ريسټورنټ خلاصيږي، ځان لپاره د ټولنيزو شبکو له لارې پراخه کمپاينونه چلوي، له هر لوري ورته مشتریان راځي. د سيسټمونو نه شتون په صورت کې، د خوراک په ټاکلي وخت کې پر پخلنځي فشار ډيریږي، د خوراک کيفیت خرابيږي.

هغه څه چې د دوی د شهرت سبب ګرځيدلي وو، دوی ته بيرته تاواني کيږي.

عايد او ګټه يوه نه ده

اکثره مخ پر وده کاروبارونه ډيريدونکي خرڅلاو ته خوښ وي. خو، بیا د خپلو مصارفو په پوره کولو کې پاتې وي، ځکه چې پرمختګ او وده د پيسو له راتګ وړاندې پيسې غواړي.

بايد ډير خامه مواد ولري، نور کاروونکي وګماري، پراخه ځای ونيسي، پر وسایلو او زيربناوو پانګونه وکړي، خو مشتريان بیا وروسته راځي او پيسې له هغې هم وروسته پيدا کيږي.

کاروبار ښايي له بهره بريالی ښکاره شي، خو په داخل کې به يې بوجئ سورۍ وي او ډير ژر به له پيسو خلاصيږي.

وده هره نيمګړتيا رابرڅيروي

کوچنۍ ستونزې پر سترو بدليږي، بې ځايه توقعات او غږيدا ګډوډي وي، ضعيفه مالي سيسټم تاوانونه راوړي، د دندو او مسؤليتونو ابهام د شخړو سبب ګرځي.

دا ستونزې د ودې له کبله نه وي، يوازې دومره ده چې کاروبارونو پرې لومړی سترګې پټې کړی وي، او اوس ترې ځان نه شي خلاصولای.

مثلاً، يو تعميراتي شرکت په يوه ځای څو پروژې پيلوي، خو همدومره وړ خلک نه لري. مواد يې ناوخته او بې کيفيته رارسيږي، د نوي کار لاسته راوړل ورته ستونزمن کيږي، ځکه چې پخواني مشتریان اعتماد له لاسه ورکوي.

کارکوونکي له ګمارنې وروسته مشري غواړي

تر ټولو آسانه کار د خلکو پر دنده ګمارل دي، خو بيا د دوی کاروبار کې يوځای کول او غښتلې کاري ډلې رامنځ ته کول ستونزمن دي.

نوی استخدام عموماً لارښونې، روزنې، باور، لاسنيوي او هدف ته اړتيا لري. او دا هر څه مشري غواړي. د خلکو ډيرول ممکن فعاليتونه پراخه کړي، خو ضرور نه ده چې د ښه کار سبب هم شي.

نيکنامي او شهرت وخت نيسي خو ژر له منځه ځي

د کاروبار نيک نوم کلونه نيسي چې ځای ته ورسيږي، خو يوه خرابه پروژه، يو ناراضه مشتري، بې کيفیته محصول، درواغ، پر ژبه نه دريدل يا بې واکه وده دا هر څه ننګولې شي.

مشتريان دې پسې نه ګرځي چې څومره ژر مو کاروبار پر پښو ودراوه، هغوی دې ته ګوري چې تاسې يې څرنګه ښه خدمت وکړ.

انکار زده کړئ

هر فرصت ښه فرصت نه دی. ځينې قراردادونه د بنده له توانه ډير ستر وي، ځينې مشتريان نه راضی کيږي، ځينې پراخيدنې له وخته وړاندې دي.

هوښیار کاروباري پوهيږي چې ځيني وختونه د کاروبار ساتنه د کاروبار له ودې او پراختيا ډيره مهمه ده. وده يوازې دا نه ده چې هر څه ومنئ، ځينې وخت به دې ته هم ګورئ چې له څه تير شوئ.

وده څښتن بدلوي

په پيل کې څښتن هر څه کړي. خو، له وخت سره بيا دا هر څه ناشوني شي. پراخيدونکي کاروبار څښتن بايد زده کړي چې څرنګه د هر څه له کولو څخه د هغې مشرئ ته ولاړ شي، نور پریږدي چې کار وکړي وي او ورسره د هرې ستونزې له حل څخه دې ته ولاړ شي چې څرنګه خلک يې پر دې پوه کړي چې خپلې ستونزې پخپله حل کړي.

د کاروبار څښتن لپاره تر ټولو ستره ننګونه د کاروبار بدلول نه وي، بلکې د ځان بدلول وي، له هغه څه څخه تيريدل وي چې ده ته يې د کاروبار پيلولو شوق ورکړی وو.

دوامداره پالل کيدونکې وده آرامه وي

هر لوري ته خلک د ګړندئ او پراخه ودې کيسې کړي، خو ډير محدود يې هغه منظم تيارئ ته ګورئ چې يو کاروبار په دوامداره توګه پر مخ بيايي.

غښتلي کاروبارونه عموماً په کراره خو آرامه وده کړي، ځکه چې دوی د کاروبار له پراختيا وړاندې پر اهل خلکو، ښه مالي مديریت، څرګنده سيسټمونو، د مشتريانو باور او دوامداره زده کړه پانګونه کوي.

څيړنې ښيي چې د کاروبارونو پراخول تر ډيره د کاروبار پر مشرئ، پروسو، مالي نظم او د کاروبار پر داخلي ظرفیت تمرکز کړي، نه دا چې ټول پام د خرڅلاوو پراخيدنې ته وشي.

هرې ننګونې او توپان ته غښتلې ونې په يوه شپه کې وده نه کړي، د هغوی ريښې د هغو له څانګو وړاندې وده کړي. بريالي کاروبارونه پر خپل ظرفيت له وړاندې کار کړي نه دا چې دا ظرفيت اخيري حد ته ورسوي او بيا يې غمه وخوري.

closeup photography of plant on ground

هر کاروبار د ودې ارمانجن وي، خو ودې ته د شيدو د لوښي په توګه وګورئ، که چيرې لوښې بې کاره وي، دا اضافي بار يې ماتوي، خو که چيرې کلک وي، ډيرې شيدې وړلی شي.

د کاروبار هدف د هغې سترول نه دي، بلکې له پراخولو او غټولو وړاندې د هغې غښتلي کول دي، چې خپله وده پخپله يوړلای شي. غښتلی کاروبار ځان ته پخپله وده ورکوي.

ورته ليکنی: نوی ټکنالوژي، پخوانۍ ادارې او کاروبارونه،  غلي کارکوونکي، بې خبره آمر ، يوازې پر ښه نيت نه ده، ولې هره ستونزه پر حل نه ارزي، غښتلتياوې به مو ممتاز کړي،  وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading