د دندې مرکې پوښتنې، دویمه برخه

محمد نجيب عصمتي

(له http://najibasmaty.blogspot.com څخه په مننه)

د تيرې ليکنې په دوام (د دندې مرکې پوښتنې، لومړئ برخه)

هوښیاران وايي د راتلونکي د عمل بهترین ښکارندوی د پخوا عمل دی. کوم چا چې پخوا یو عمل کړی وی ډېر امکان یی شته چې په آینده کی یی هم تکرار کړی. که یو کس په یو اضطراری حالت کی خپل حواس/ سد له لاسه ورکړی وی او اشتباه ترې ترسره شوې وي نو دا سړی په آینده کی هم تر فشار لاندی سمه فیصله نشی کولای. همدا وجه ده چی نن سبا د مصاحبی اکثره پوښتنی د پخوا د کار په هکله وي او په اکثره پوښتنو کی د یو حالت عکس درته وړاندې کړي او د هغی په باره کی بیلابیلی پوښتنی کوي. 

یو څو پوښتی د مثال په توګه:

۱. ایا کوم وخت داسی شوی چی امر دي ۲ او یا ۳ کارونه درکړی وی چی دری واړه باید په یو وخت خلاص شی؟

د پوښتنی اصل هدف دا ده چی وګوری چی تاسو دکارونو پر لومړيتوب ټاکلو (Prioritization) پوهيږئ او کنه. دوهمه خبره دا ده چې ایا تاسو کولای شئ چې د خپلو مامورینو نه په سمه توګه کار واخلی (Delegation of work)، يعنې وبه کولای شئ چې هغوی ته کار په څرګنده او اندازه کيدونکې توګه وسپارئ.

لومړيتوب ټاکنه یو له ډېرو مهمو مهارتونو څخه دی او نږدې په هره مصاحبه کی د دی په باره پوښتنه کيږي.

۲. دداسی وخت کيسه راته وکړه چی له يوې ستونزمنې پریکړی له حالت سره مخامخ شوی وی؟ او په څه توګه نتیجې ته رسیدلې ياست؟

لومړی هدف ستاسو دی تشریح کولو د مهارت معلومول دي او دوهم دا چې ستاسو د یو پریکړې ته د رسیدو پروسه څه ده، کوم مهم شیان دي چې باید په نظر کی ونيول شي.

دا مضمون د يوې لړئ برخه ده، چې د تيرې ليکنې پر دوام (د دندې مرکې پوښتنې، لومړئ برخه) ليکل شوې دی.


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

3 responses to “د دندې مرکې پوښتنې، دویمه برخه”

  1. د تعليم او دندې واټن | مديريت او ټکنالوژي Avatar

    […] توپير لپاره يې ولولئ، د دندې مرکې پوښتنو لومړئ او دوهمې برخې لپاره يې […]

    Like

  2. وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] مديريت – د دفتر او نورو څانګو تر منځ پر اړيکو پوهيدل، د دندې مرکې پوښتنې، دویمه برخه، د وظيفې د مصاحبې پوښتنې، لومړئ […]

    Like

  3. آیا په ريزومی يا خلص سوانح کې عکس وي يا نه | مشري || ټکنالوژي || مديريت Avatar

    […] (ورته ليکنی: وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مزد او کار، د مسلک پيل او پر نورو وړاندې کیدل، مخ په وړاندې، د وظيفې د مصاحبې پوښتنې، لومړئ برخه، د دندې مرکې پوښتنې، دویمه برخه) […]

    Like

Leave a reply to آیا په ريزومی يا خلص سوانح کې عکس وي يا نه | مشري || ټکنالوژي || مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading