مصنوعي هوښيارتيا – Artificial Intelligence

د نن ټکنالوژئ وسيله په دوامداره توګه هوښياريږي، خو څومره هوښياره ده!

Aritificial Intelligence

موږ ته هر څه ميراثي رارسيدلي ده، الله (ج) انسان اشرف المخلوقات پيدا کړې نو ورسره يې هوښيارتيا وربښلې، او انسان د خپلې ارتقا په پړاوو کې ډير څه زده کړې، او هر نسل د خپل پخواني نسل پر زده کړې نوره پرمختللې وده وکړه او نور ډير څه يې پرې ورډير کړل او په دوامداره توګه هوښيار شوی، موږ ته خپله پوهه او ورسره اړونده چارې ډيرې آسانې ښکاري، خو کله چې موږ وغواړو دا هوښيارتيا بل ته وليږدوو لکه يو هوښيار ماشين جوړ کړو نو هلته د خپلې پوهې پر قدر پوه شو.

نوې زيږيدلې ماشوم د خپلې ودې پر مهال ورو ورو هر څه زده کوي، په دوامداره توګه د ټولنې او په ځانګړي ډول د مور پلار په ليدو له هغوی زده کړه کوي، لومړی احساس ورته د لوږې وي چې د ژړا له لارې نور خبروي، ورپسې خندا او لاسونو ښورول د سترګو له لارې اړيکې او همداسې ګرځيدلو او خبرو ته رسيږي، زموږ ژبه يو تر ټولو پيچلې او پرمختللی ميکانيزم دی، هم ژبه پخپله د عضلې په توګه او هم ژبه د افهام او تفهيم وسيلې په توګه له دواړو اړخه موږ د خبرو له لارې تر ټولو پيچلې او جنجالي ستونزې او موضوعات حلوو.

لکه که موږ سره مڼه وغواړو، نو دلته سور رنګ، مڼه او غوښتنه مطرح ده، هغه مقابل لورې بايد سور رنګ وپيژني پوه شي چې رنګ څه ته وايي او څرنګه پيژندل کيږي، ورسره بايد مڼه وپيژني چې څرنګه ښکاري چيرې موندل کيږي او خلک پرې څه کوي او له غوښتنې هدف دادی چې غواړم ويې خورم يعنې د خوراک لپاره راوړل شي نه ډيره خامه وي، خوسا نه وي، وينځل شوي وي او داسې نورې چارې، دا هر څه موږ ته په ميراث کې راپاتې دي او له ټولنې مو زده کړي دي، لکه زموږ په هېواد کې يو چا ته روغه مڼه ورکول ممکن بد ونه ګڼل شي يا ميلمه ته ممکن مڼه په يوه حالت کې ورکړل شي خو ورسره ملګري ته بل حالت کې وړاندې شي.

الله موږ ته د مغزو او ذهن په شکل ډير غښتلې ميکانيزم راکړې، چې ځان په دوامداره توګه عياروي، ضرور نه ده چې ما دې په نړئ کې هر کار له وړاندې کړې وي تر څو يې بيا اجرا کړم او يا ضرور نه ده چې په هر څه دې پوه شم خو که چيرې له اصولو خبر واوسم نو کولای شم چې د هغې په رڼا کې نورې چارې هم پر مخ بوځم، اصول شته د هغې په رڼا کې انسان بېشماره چاره اجرا کوي، کار به يو وي خو د اجرا لارې چارې به يې بېشمېره او ټولې به سمې وي.

انسان خپله ځان پخپله هوښياروي، خپله پخپله زده کړه کوي، خپله ځان کنټرولوي، خپله حل لټوي، خپله ځان مړوي، خپله ځان چارجوي، خپله خپل ژوند سموي، خپله ځان خوشحالوي، خپله ځان خپه کوي، او همداسې نور په زرهاوو چارې چې انسان يې خپله کوي، يا له مذهبه، یا له ټولنې، يا له کتابه، يا له طبعيته خو له هرې لارې چارې چې وي دا چارې اجرا کوي، اوس ماشين ته دا هر څه څرنګه وښايو.

د هوښيار ماشين جوړولو هڅې له شپيتو کالو راهسې روانې دي چې بريالئ بيلګې يې د فابريکو ماشينونه، د معلوماتو فلټرولو لوی کمپيوټرونه، سپوږمکئ او داسې ورته نور ماشينونه دي، خو پدې ټولو کې يو شی عام چې دا ټول ډير تخصصي او ماشينې چارې يعنې د زور کار کوي، يو ماشين به د زرو انسانانو د مټ زور ولري خو د يو کوچني ماشوم ذهني يا عقلي وړتيا به ونه لري، د نن ماشين غښتلې دی خو هوښيار نه دی.

په هوښيارتيا کې پوهه ډير کليدي رول لري او پوهه پر معلوماتو ولاړه وي، اوس چې موږ په دوامداره توګه آنلاين يو او ډير وخت له کمپيوټر او انټرنېټ سره تيروو نو د دې هم امکان ډيريږي چې انسان به وکولای شي تر ډيره خپل معلومات کمپيوټر ته انتقال کړي او موږ به وکولای شو د همدې معلوماتو په رڼا کې هوښيار ماشينونه چې په ثانيو کې د بې حسابه معلوماتو ارزولو توان لري جوړ کړو، چې دا ماشینونه به وکولای شي موږ ته د همدې معلوماتو او ارزونې په رڼا کې ګټور وړانديزونه راکړي.

پدې ټول بحث کې تر ټولو جنجالي موضوع پخپله ځان هوښيارول دي، انسان دا توان لري چې د شته معلوماتو، چاپيريال په ليدو، پخوانئ تجربې، دوامداره بيلابيلو هڅو او نورو داسې مواردو کې د خپل عقل او هوښيارتيا پر کارولو ځان نور هم هوښيار کړي، خو تر اوسه داسې ماشينونو ته ډېر اوږد مزل پروت دی چې په دوامداره توګه وکولای شي د معلوماتو، ټولنې، کلتور او داسې نورو چارو په رڼا کې پرېکړې وکړي او ځان پخپله هوښيار کړي.

له ډېرې ساده بيلګې سره مو پرېږدم، درې جملې دي: زحمت کشه دی لکه خر؛ کمعقل دی لکه خر؛ سر زوری دی لکه خر، دا درېواړه پر ټولنې متکي جملې دي چې د لوستونکي يا ويونکي د فکر په رڼا کې مثبت يا منفي معنا کيږي، نو که موږ نړيوال هوښيار ماشين جوړوو نو د هوښيارتيا تعريف څه شو؟

نور بيا…



ټولي:AI, Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , ,

2 replies

Trackbacks

  1. د نن ټکنالوژئ لس ننګونی | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. ډيجټيلي استبداد – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: