د ټکنالوژي پروژو ستونزې او ځينې د حل لارې

له بيلابيلو څيړنو او مطالعو معلوميږي چې د معلوماتي ټکنالوژئ پروژو لوړه فيصدي ناکاميږي چې د دې څيړنو تر ټولو ټيټه فيصدي چې د پروژو ناکامئ لپاره يې ورکړې ۷۰٪ او لوړه يې ۸۷ په سلو کې ده، يعنې دا پروژې يوازې ۱۳ فيصده څخه تر ۳۰ فيصده پورې د برياليتوب امکان لري، او د مسلک اکثره پوهان وايي چې دا اخيري فيصدي لږه ډيره خوشبينانه هم ده.

ټکنالوژي يوه بدليدونکي او وړتيا بښونکي پديده ده، چې په ګړنديوالي سره پرمختګ او پراختيا کوي، پر ټکنالوژئ د ډيرو خلکو سر نه خلاصيږي او د ټکنالوژئ مسلکيانو بیا د نړۍ په ډيرو چارو او سياستونو سر نه خلاصيږي چې دا د ناکامئ په لور لومړې ګام دی، وايي ليونی پر کلي او کلی پر ليوني خاندي، او دواړه ځان په حقه ګڼي.

د هرې پروژې حد معلومول ډېر مهم دي، د پروژې ټول دخيل خلک بايد پوه شي چې څه په پروژه کې شامل او څه نه دي، او د ټکنالوژئ په پروژه کې دا نوره هم ستونزمنه ده ځکه هر څه سره چې ټکنالوژي ليکلي وي د آی ټي په غاړه يې وراچوي، د فوټوکاپي له ماشينه نيولې تر مخابرو پورې ځينې وختونه د آی ټي مسؤليتونه ګڼل کيږي، چې همدا فکر بيا د ټکنالوژئ پروژو ته هم ځي، دا د مسؤليتونو او حدودو نه معلومول وروسته په پروژه کې د ډېرو ستونزو او ابهاماتو سبب ګرځي.

پروژه په خپل ژوند کې له بدلونونو تيريږي، د مشتريانو او دخيلو اشخاصو توقعات دوامداره بدليږي، نوي څه ويني، نوي څه اوري، په لومړنيو توقعاتو کې ستونزې پيدا کوي، او لدې هر څه سره ټکنالوژي هم بدليږي، نو که چيرې موږ ونشو کړای دا دوامداره بدلونونه په سمه توګه مستند يا وڅيړو نو کيدای شي د پروژې په پای که د قبوليت او ملکيت له ستونزو سره مخ شو.

اوس راځو چې د دې ستونزو په وړاندې بايد څه وشي، دلته يې يو څو د حل لارې چارې وړانديز شوي دي، چې کولای شي د دې جنجالونو په مخنيوي کې يو څه مرسته وکړي.

  • هر څه چې کوئ مستند يې کړئ، بريښناليک/ ايميل، ټليفوني ليکلی پيغام، امضا شوی سند يا عادي ليکلی سند تاسې له ډېرو جنجالونو او بې ځايه معنا کولو خلاصوي چې هر څوک له هر څه بيلابيلې تمې ولري، که هر څه ليکلې شکل ولري نو هر يو به ترې هماغه معنا اخلي څه چې ليکل شوې وي.
  • User Stories وکاروئ، يعنې په ساده ژبه له استعمالوونکي يا مشتري وپوښتئ چې ستاسې د ټکنالوژئ له اخيري پيداواره يا اخيري نتيجې څه تمه لرئ، اکثره وختونه تمې ډېرې ساده وي، لکه غواړم ما ته پر وخت معلومات راکړي، يا هغه معلومات چې راکول کيږي صحیح وي. ورته وواياست چې داسې فکر وکړي پروژه خلاصه ده او دوی هلته ولاړ دي او ستاسې د پروژې پيداوار کاروي نو د هغوی کار له اوس سره څه فرق بايد ولري او کار يې څرنګه آسانه شوی دی.
  • Features Traceability Matrix وکاروئ، دا يوه ساده د مشخصاتو تعقيب جدول دی، هر کله چې تاسې د خپلې پروژې لپاره اړتياوې راغونډوئ نو بايد له دې اړتياوو سره نومونه هم وليکئ، چې څوک څه غواړي، که چيرې احمد غواړي پوه شي چې څومره خلکو دې مياشت خپل معاش له وړاندې اخيستی، نو بايد ستاسې د پروژې د مشخصاتو جدول وليکي چې احمد د دې پروژې له اخيرې نتيجې څه تمه لري.
    هر کله چې ستاسې پروژه پای ته ورسيده نو تاسې د مشخصاتو يا Features له ليسټ سره ګورئ چې آیا ټول مو برابر کړل يا نه، ورسره د مشخصاتو جوړولو پر مهال که له کومې پوښتنې يا ستونزې سره مخ کيږئ نو هم پوهيږئ چې دا غوښتنه د چا وه او له چا څخه بايد د نورو معلوماتو غوښتنه وشي.
  • دوامداره ريسک پيژندنه وکړئ: اکثره پروژې او د پروژې مسؤلين ريسک پيژندنه کې لټي کوي، چې هغه د پروژې د اوږدېدو او مصارفو د ډېريدو سبب ګرځي، منفي ريسک يوازې دا نه چې ستاسې پر پروژه ناوړه اغېزه کوي بلکه ورسره اعتبار ته هم زيان رسوي، نو ځکه ډېره مهمه ده چې پروژه مو دوامداره توګه ريسک پيژندنه وکړي، او دا هم يو منل شوی اصل دی چې ريسک بايد ستاسې د پروژې په هره غونډه کې مطرح شي، يا لږ تر لږه دا پوښتنه بايد وشي، چې دې فعاليت يا عمل سره کوم جانبي ريسک شته يا نه.
    د پروژې هر فعاليت له ځان سره ريسک لري، له مامورينو نيولې تر مشتري قناعت، پر وخت د بودجې نه راتلل، کار له مشخصاتو سره سم نه خلاصول او داسې نور ټول موارد له ځان سره ناپيژندلې پايلې لرلی شي، ممکن تاسې به خپل يو مامور د ښه کار لپاره نازوئ پدې کې څه بد دي، خو کيدای شي دا شخص به په ځيني دفتري سياستونو کې دخيل وو او خلک به ترې دا نتيجه واخلي چې تاسې هغه سياستونه ترويجوئ نو په غېر عمدي توګه تاسې خپلو کارکوونکو تر منځ منفي رقابتونه رامنځ ته کړل.
    په دوامداره توګه هڅه وکړئ چې له ځان دا پوښتنه تل وکړئ، چې د دې عمل يا فعاليت ناپيژندلي منفي او مثبت عواقب به څه وي.
  • مفاهمه، مفاهمه او بيا مفاهمه وکړئ: بيلابيلو څيړنو ښودلې چې ضعيفه مفاهمه د پروژو د ناکاميو له اساسي دلايلو څخه وي، يوازې د خبر يا ورانئ په وخت کې خپل مشر يا مشتري ته مه دريږئ بلکه تل يې په جريان کې وساتئ، څيړنو دا هم ښودلې هغه مديران يا کارکوونکي چې د مفاهمې ښه مهارتونه ولري د پروژې برياليتوب او په شخصي توګه د ترقئ امکان يې ډېر وي، نسبت هغوی ته چې د مفاهمې مهارت يې ضعيفه يا د مفاهمې له نامناسبه کانال يا وسيلې کار اخلي.
    هڅه وکړئ هغوی چې په پروژه کې مو مهم دي دوامداره په جريان کې وساتئ، هغوی چې بايد د پروژې له احواله خبر شي خبر يې کړئ او هغوی چې بايد په پروژه کې مو کار ونه لري ورسره په رسمي چارو کې فاصله پيدا کړئ. بهترينه مفاهمه هغه ده چې مناسب معلومات (يعنې څومره چې ورته اړتيا وي) په مناسب حالت (ليکلي/شفاهي شکل) په مناسب وخت کې اړونده خلکو ته ورسوي.
  • او اخيره کې، وګورئ، که چيرې همداسې پروژه ستاسې ادارې يا په ملګرو کې مو چا عملي کړي وي نو هڅه وکړئ د هغې پروژې اسناد يا لږ تر لږه Lessons Learned ولولئ، چې پوه شئ هغه پروژه له کومو ستونزه او ننګونو تېره شوې وه او تاسې څرنګه کولای شئ له هغو جنجالونو ځان او خپله پروژه وساتئ.

دا ليکنه د نورو ليکنو په رڼا کې ليکل شوې چې کولای شي تاسې پر موضوع ښه پوهيدنه کې مرسته وکړي، کولای شئ د نورو معلوماتو لپاره ريسک و ستراتيژيهای مديریت آن، د ټکنالوژي پروژو پنځه ننګونې، د پروژو کيفيت او توقعاتو ستونزې ولولئ.



ټولي:Technology ټکنالوژي

2 replies

Trackbacks

  1. په افغانستان کې د بریښنایی حکومتدارئ پياده کول: ننګونی او فرصتونه، لومړئ برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. پيژندنه – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – لومړئ برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: