اسانه ژوند د نن زمانې خاصه ده، د نن نسل د بشر د تاريخ ټولو نسلونو په پرتله ارامه او هوسا دی، نن:
- اړيکې خوندي او ګړندئ دي
- د هرې پوښتنې ځواب سمدلاسه شته
- د نړۍ له هر ګوډ څخه يو څوک څه اخيستلای يا راغوښتلای شي
- ساعتيري هر وخت هر چيرې شته
- مصنوعي ځيرکتيا ډيرې مسلکي چارې اسانه کړي دي
- بانکي يا مالي موضوعات ډيجيټل شوي دي، هر چيرې خپل حساب ته لاسرسی لرئ او تاديات کولای شئ
- د هر څه لپاره يوه نمونه يا بيلګه شته، هغې پسې ولاړ شئ، تاسې هم يو ځای ته رسوي
دا خو ټولې د نن ژوند ګټې شوې، دلته اوس پوښتنه دا ده چې که چيرې خلک له داسې يوې چارې سره مخ شي چې کړاو او زحمت غواړي، نو بيا به څه کړي؟
هوساينه او اسانتيا به يو څه اسانه او ګړندي کړي، خو د خلکو زغم او حوصله کموي.
بیلابیلې څيړنې ښيی چې د ټکنالوژيو دوامداره استعمال د خلکو حوصله اغيزمنوي، او له وخت سره بې حوصلې کيږي. خلک له ګړنديو نتايجو سره عادت اخلي، نو کله چې داسې يو څه سره مخ شي چې وخت، زده کړه، تمرين، او دوامداره هڅه يا زغم وغواړي، نو خلکو ته بيا دغه څه له ضرورته ډير ستونزمن ښکاري.
لدې پرته، دغو عادتونو له کبله،
- زده کړه اغيزمنيږي، ځکه زده کړه وخت او تکرار غواړي.
- د کار نظم خرابيږي، يو کار به په دوامداره توګه هره ورځ سرته رسوئ، تر څو پکې ممتاز شئ.
- اړيکې ضعيفه کيږي، هر څوک له ځان سره مصروف وي، له تاسې سره به ناست وي خو ټليفون ته به خاندي.
- ستونزو ته وارخطا کيږي، ژوند بې ننګونو نه دی، خو د هرې ستونزې/ ننګونې حل وخت او زحمت غواړي، او چې لدې سره څوک عادت نه وي، نو ممکن هرې کوچنۍ خبرې ته وارخطا شي.
ټکنالوژي سلوک بدلوي
نن سبا معلومات پراخه شوي دي، هر څوک هر ډول معلوماتو ته لاسرسی لري، خو دغه لاسرسی د پوهې او سرخلاصيدو پر معنا نه دی.
له يو څه خبريدل پر هغې د پوهيدلو پر معنا نه دي. د سر خلاصيدل ژور فکر او تمرکز غواړي، څومره خلک يې د نن په زمانه کې کولای شي، دا تر هغوی ده.
لدې سره، ټکنالوژي موږ له فکر ډير د غبرګون په لور بيايي، موږ په دوامداره توګه له غږونو، پيغامونو او زنګونو سره مخ يو، چې پر يو څه اوږدمهاله تمرکز ته مو نه پریږدي.
خو، معناداره او ډوب کار پریکون، چوپتيا، تمرکز، زغم او ژور فکر غواړي، داسې يو حالت چې شخص له نړۍ ځان پرې کړي، خپلې چارې ته پوره پاملرنه ولري، د حل او لارې نه موندلو په صورت کې ورته صبر وکړي او خپله د حل په لارې مزل ووهي.
زموږ د سلوکونو دې بدلونونو پر کاروبارونو هم اغيزه کړې ده، د مشتريانو په توګه موږ ګړندی ځواب غواړو، اسانه او جامع خدمت لټوو، داسې ځای ته ځو چې پروسې يې آسانه او څرګنده وي.
خو افراد او هم کاروبارونه باید د ګټورې اسانتيا او زیانمنو لنډو لارو تر منځ يو وټاکي. ګټوره اسانتیا د ټولو په خیر ده، خو زيان رسوونکې لنډه لار چې نن ترې ځان خلاص کړي او جنجال يې سبا ته پریږدي، د ټولو په تاوان دی.
پر سختیو سترګې پټول
د ژوند ځينې شيان نه اسانيږي، يا لږ تر لږه له اسانتيا سره خپل يو څه ارزښت له لاسه ورکوي، مثلا:
- د مهارت زده کړه پر وخت او زحمت ده، ښايي په پيل کې له نيمګړي زحمت سره ځان له يوه نيمچه ماهر سره تير کړای شئ، خو د مهارت کمال ته رسيدل عمر غواړي.
- شخصيت جوړونه، شخصيت چې له کومو ځانګړتياوو جوړ وي، هغه په يوه ورځ کې نه راځي، نه بې ازميښته او کړاوه وي، ښه شخصيت خپله د هغو کړاوونو شاهدي ده چې دا شخص ترې تير شوی دی.
- مشري، ښه مشري له وخت سره راځي، له هر ډول خلکو سره به په هر ډول ځای کې له بیلابیلو موضوعاتو سره مخ کيږئ، څرنګه دا خلک پر ځان راټولوئ، دا وخت او زغم غواړي.
- د سترو ستونزو حل، يوه ستونزه که ستريږي، معنا يې دا ده چې عادي خلکو پرې سترګې پټې کړي دي او ستروالي ته يې پریښي ده، ورسره دغه ستروالی يې پخپله د ننګونې او پيچلتيا پر معنا ده، د سترې ستونزې حل ستر شخصيت او وخت غواړي.
- باور رامنځ ته کول، که چيرې تاسې پر يو چا باور کوئ، نو له هغه سره به دوامداره معامله لرئ، ښايي پر يو چا پر لومړي ځل باور وکړئ، خو د دغه باور دوام وخت غواړي، همداسې که پر تاسې يو څوک اعتماد او باور کړي، نو بايد تاسې په دومداره توګه ځان د دغې اعتماد وړ وښاياست.
- روغتيا، پر خپلې روغتيا به دوامداره کار کوئ، تل به ورته له څه وړاندې ارزښت ورکوئ، او د وخت او عمر له تيريدو سره د روغتيا ارزښت نور هم ډيريږي.
ضرور نه ده چې هره سخته دې ستونزه وي، يا هر څوک دې هر وخت ځان سختيو ته ورکړي، خو شخصيت، ظرفیت او کمال په سخته کې رامنځ ته کيږي، هر څومره چې مو نن کړاو ډير وو، سبا به مو ژوند اسانه وي.
اسانتیا بده نه ده، ستونزه په اتکا يا روږدتيا کې ده. روږدي چې کله خپل روږد پيلوي نو وايي يو سګريټ، يو چونډئ نسوار يا د خوب يوه ګولئ څوک نه روږدې کوي، يا هر کله چې يې وغواړم نو پريښودلای يې شم، خو کله چې د پريښودو هڅه وکړي يا يې له زيانونو سره مخ شي، نو بيا هغه وخت د خپلې روږدتيا پر اصل پوه شي.
له ټکنالوژئ څخه د چارو اسانولو او بې ځایه زحمت له منځه وړلو لپاره کار واخلئ، خو خپل مسؤليت هغې ته مه سپارئ، ټکنالوژي به هیڅکله ستاسې د برخې زحمت ونه باسي.
د ټکنالوژئ ښه کارول بايد د وخت د ضياع مخه ونيسي، نه دا چې د يو چا د ودې او پرمختګ خنډ شي.
دا پوښتنې ځواب کړئ
دلته بحث د ټکنالوژیو پر ارزښت سترګې پټول نه دي، نه د هغې د ښو له لارو د خپل ژوند پر اسانولو انکار دی، بلکه، بايد له ځانه وپوښتئ، چې:
- د ټکنالوژئ دغو اسانتیاوو زما ژوند چيرې اغیزمن کړی دی؟
- چيرې يې زه بې حوصلې او لټ کړی يم؟
- کوم داسې عادت مې دی چې د دغې ارامتیا او اسانتیا له کبله خرابيږي، او بايد مخه يې ونيسم؟، او
- آیا د ټکنالوژئ دغه کارونه زما ظرفيتونه او مهارتونه لوړوي يا نور مې هم پر ځان روږدی او لټئ په لور بيايي؟
ارامتيا او اسانتيا د نن د ژوند يوه ستره لاسته راوړنه ده، خو ځينې وخت يې نامعلومه بيه پرې کوو، زموږ پر زغم، تمرکز او مسؤليتونو اغيزه کړي.
هدف له دغې اسانتياوو انکار نه دی، بلکه دا اسانول بايد زموږ په ژوند کې د هڅې او کړاو ارزښت راکم نه کړي يا لږ تر لږه د سختو چارو په وړاندې زموږ توان کمزوری نه کړي.
ټکنالوژي د وخت سپمولو لپاره وکاروئ، تر څو هغو چارو ته وزګار شئ چې ستر زحمت، ارزښت او ستره لاسته راوړنه لري.
ورته ليکنی: مصروف خو بې ګټې، ولې اکثراً ښه کارکوونکي پر ښو مشرانو نه بدليږي، ټکنالوژي او عقيده، ټکنالوژي او ذهني وده، مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی، ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل، د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، نور ناپوهه ګڼل، پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟، د فکر تپل






Leave a Reply