څه چې شميرئ، هغه مو عمل ټاکي 

په کورنیو، ښوونځيو، کارځايونو، کاروبارونو او ټولنو کې ډير څه اندازه کيږي: حاضري، شميرې، خرڅلاو، ګټه، وخت، راپورونه، د ټولنيزو شبکو لايکونه، ملاتړي، درجه بندئ او نور.

په پیل کې يوازې شميرې وي، يو معلومات وي، خو وروسته وروسته خلک بيا همدې شميرو په لور کار کړي، د خپل عمل بندي وي، څه چې شميرو هغه واقعيت نه وي، خو له وخت سره زموږ پر واقعيت بدليږي.

شمېر ته پام کيږي

خلک په طبعي توګه هغه څه ته متوجه کيږي چې څرګنده او د شميرلو وړ وي. مثلاً که چيرې مسؤلین په اونيزه توګه يوازې د خرڅلاو شميرې غواړي، نو خلک يوازې همدې ته پام کړي.

که ښوونځي هر کله د ازموينو له نتيجو بحث کړي، نو زده کوونکو ته دغه شميرې مهميږي. که کاروبارونه يوازې پر ګټه غږيږي، نو کارکوونکو ته يې هغه مهميږي، د مشتريانو باور، د کارکوونکو هوساينه، او د شرکت اعتبار ورته له اهميته غورځي.

شميرنه د پاملرنې سبب ګرځي. پاملرنه د زحمت سبب ګرځي او زحمت د نتيجې سبب ګرځي.

brown abaca

د کم ارزښتو شميرلو ستونزه

په ژوند کې اکثره مهم شيان د شميرلو نه وي يا يې شميرنه سخته وي، مثلاً باور، د مشرۍ کيفيت، د زده کړې کچه، د کارکوونکو اخلاص او انګيزه، د مشتريانو ژمنتيا، ريښتينولي، ابتکار، او اوږدمهاله اغيزه، نو ځکه ادارې/ کاروبارونه د آسانه شيانو لکه حاضري، غونډو او راپورونو شمير، فعاليتونه، کاري ساعتونه، د ازموينو نتيجې، لنډمهاله پلور او نورو شميرلو ته مخ رااړوي.

چې له کبله يې دغه رواج او ستونزه راپيدا کيږي چې اکثره وختونه دغه آسانه شيان تر ټولو مهم نه وي او نه د شميرلو ارزښت لري، خو بيا هم د هر چا پام همدوی ته وي.

کله چې اصل مقصد شميرنه شي

نن سبا د هر څه شميرلو رواج مخ په ډيريدو دی.

  • يو څوک د خپلې روغتيا د بهترولو پر ځای خپل قدمونه او کالوري حسابوي.
  • له چکر او کورنۍ سره د ښه وخت تيرولو پر ځای، د بچو، مور او پلار د مينې لايکونو او د چکرو انځورونو پوسټولو پسې روان وي.
  • زده کوونکي د زده کړې پر ځای لوړو نومرو پسې وي.
  • تجار/ کاروبار نن خپله سودا کړي، خپل مال پر خلکو تيروي، خو د مشتري اوږدمهاله اعتبار پسې نه ګرځي.
  • د ټولنيزو شبکو کاروونکی هر هغه څه نشروي چې د لايکونو او خوښولو سبب شي، نه دا چې يو چا ته ګټور وي.
  • ادارې/ شرکتونه له خپلو فعاليتونو خلک خبروي، خو دا نه شي ثابتولی چې چا ته يې څه خير رسيدلی دی.

کله چې اصل مقصد او هدف شميرې شي، نو ممکن خلک بريالي معلوم شي، خو ريښتونی پرمختګ ورک وي.

په کاروبارونو کې همدې لپاره يو اصل شته چې د ګوډهارټ په نامه ياديږي، دا وايي کله چې شميرنه هدف شي، نو عموماً خپل ارزښت له لاسه ورکوي، يعنې نوره ښه شميرنه نه پاتيږي، نور هغه تله نه او معيار نه وي، چې يو څه پرې وتلل شي.

لکه، که چيرې خلک يوازې پر شميرو وتلل شي، يعنې ډير ساعتونه کار وکړي، ډيرې غونډې ولري، ښه حاضري ولري، او نور، نو بيا خلک/کارکوونکي دغه شميرو په لور کار کړي، ارزښتمن کار ترې پاتې وي.

که چيرې يوه روزنه يوازې پدې دليل بريالئ وبللی شي چې برخوال يې ډير وو، نو ادارې/ شرکتونه به بيا د برخوالو ډيرولو هڅه کړي، نه دا چې يو څوک پکې څه زده کړي.

د مشرۍ مسؤليت د سمې تلې/ شميرنې ټاکل دي 

د مشر مسؤلیت يوازې دا نه دی، چې تل دې پسې وګرځي:

  • آیا خلک کار کړي؟
  • آیا راپورونه او معلومات پر وخت راروان دي؟
  • آیا فعاليتونه روان دي او پر وخت پوره کيږي؟

بلکې دا هم وپوښتي، چې

  • آیا چارې بهتره کيږي؟
  • آیا يو څوک څه زده کوي، زموږ پرمختګ زموږ د زده کړې سبب ګرځي.
  • آیا مشتريان/ مراجعين خوښ دي؟
  • آیا کاري ډله/ مامورين مو غښتلي کيږي، ورځ تر بلې يې چارې ښې کيږي؟
  • آیا ښې پریکړې کوو، يا پريکړې مو ورځ تر بلې ښې کيږي؟
  • آیا سلوکونه بدليږي؟ ښه کيدو په لور روان دي؟

ضعيفه تله د ضعيفه مديريت سبب ګرځي. نيمګړې او بيکاره شميرې د نيمګړو او بې ګټو اجراتو سبب ګرځي.

په کاروبارونو کې شميرې مهمې دي، خو بايد هر کاروبار پوه شي چې څه پر شميرلو ارزي، څه بايد څه وخت وشميري، که چيرې يوازې له ورځني خرڅلاوو راتاوو وي، نو بيا ممکن د مشتریانو آسانتيا او تجربه ترې پاتې وي، د خدمت/محصول کيفیت يې زيانمن شي، د کارکوونکو ظرفيتونه يې نيمګړي پاتې شي، له وخت سره يې اعتبار زيانمن وي او اوږدمهاله وده ونه کړي.

کاروبار ممکن له بيرونه فعال او ښه ښکاره شي، خو له منځه به خوسا وي. لنډمهاله شميرې ممکن اوږدمهاله ضعف پټ کړي.

همداسې که د شخصي ژوند له نظره يې راواخلئ، خلک هم خپل ژوند تلي، خير که په غيرشعوري ډول هم وي، ځان ته شميرې لري، ځينې خپل ارزښت د عايد، دندې، موقف، شهرت، د ټولنيزو شبکو ملاتړو، ملکيتونو، شجرې او نورو له اړخه ارزوي، خو پر خپلې روغتيا، نظم، زده کړې، اړيکې، سکون، قناعت، بل ته د خير رسولو توان، شخصيت، اخلاق او نورو باندې سترګې پټوي.

دلته بحث د ښه او بد نه دی، خو کله کله د انسان ژوند هغه څه پسې ځي چې دا يې شميرې، تلي يې.

څه بايد وشي

شميرنه بده نه ده، خو

  • هغه څه وګڼئ/ اندازه يې کړئ، چې مهم وي، نه دا چې آسانه وي.
  • شميرې د پريکړو لپاره وکاروئ، شمير په خپل ذات کې هيڅ دی.
  • وګورئ چې ستاسې دغه شميرې د ښه سلوک او ګټې سبب ګرځي، که نه.
  • ډير پيچلي څه پر يوه شميره نه خلاصه کيږي، ځان ورسره همداسې پوه کړئ.
  • له ځانه وپوښتئ، چې دا هره شميرنه ستاسې کوم سلوک ملاتړوي.
  • اوږدمهاله فکر او ارزښتونه ولرئ، لنډو نتيجو پسې مه ځئ.
  • نتيجې او لاسته راوړنې وارزوئ، يوازې فعاليتونو او مصروفيتونو پسې مه ځئ.

موږ د پوهيدنې لپاره يو څه شميرو، اندازه کوو يې، خو کله چې خلک پر اندازو او شميرنو پوه شو، نو بيا خپل سلوک دغو شميرو سره عياروي، نو ځکه مشرانو، کاروبارونو، ادارو او په فردي توګه موږ لپاره مهمه ده چې بايد پوه شو، غلط حساب، شميرنه، اندازه ښايي د غلط سلوک سبب شي.

ستونزه د شميرنې نه ده، ننګونه يې دا ده چې کله کله غلط شی اندازه کيږي، او هغه د پرمختګ پر نامه قبليږي.

ورته ليکنی: څه چې نازول کيږي، تکراريږي، مصروف خو بې ګټې، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې،  مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی،  زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading