څه چې نازول کيږي، تکراريږي

له ډيرو به واورئ چې ريښتينولی ښه ده، زده کړه مهمه ده، کيفيت ګټور دی، مشوره وکړئ، ګډ کار برياليتوب دی، له دوه مخئ ځان وساتئ او نور، خو کله چې د همدې خلکو سلوکونو ته وګورئ، نو بيا يو تضاد وينئ.

خلکو ته دا مهمه نه ده چې يو څوک دې څه وايي، مهمه دا ده چې څه کړي. عمل له وينا ډير مهم دی.

انساني سلوک د وړاندوينې وړ دی، د خلکو قدرداني او ارزښت، امتيازات او ګټې، وده او فرصتونه خوښيږي، اما له جزا او ګوتنيونې، له تاوانه او نيمګړتيا ډډه کړي. ضرور نه ده چې دا د ښه او بد پر تله وتلو، بلکې دا د انساني خصلت برخه ده، او کله چې تاسې له خلکو سره کار کوئ، نو بايد په پام کې يې ونيسئ.

هر څه چې ونازول شي، تکراريږي.

مثلاً په کورنيو کې چيرې ماشومانو ته يوازې هغه وخت پام کيږي چې ورانی او غلطي کوي، نو بيا دا سلوک د پاملرنې لپاره تکراروي.

که په کارځای کې کارکوونکی يوازې په دې دليل نازول کيږي چې ځان مصروفه وښيي، د هر چا په کار کې کار ولري او دوه مخيو ته ناست وي، نو بيا به همدا سلوک وينئ.

که په ښوونځيو کې زده کوونکي پر يو څه د پوهيدلو پر ځای د هغې پر يادو يادولو نازول کيږي، نو هغوی به پر موضوع سر نه خلاصوي، خو د طوطي په شان به يې په يادو يادوي.

ادارې، کورنۍ، کاروبارونه او ټولنې عموماً دوه ډوله ارزښتونه لري، يو يې د وينا ارزښتونه دي، چې خلک ورته يوازې په خبرو کې باورمن وي، بل يې عملي ارزښتونه وي، چې په عمل کې يې ښيي، مهمه نه ده چې دا يې د وينا له ارزښتونو سره څومره همغږي وي.

او دوهم ډول يا د عمل ارزښتونه بيا په دې دواړو کې مهم دي.

yellow and white trophy

غير ارادي نتايج

ځينې وخت همدا د وينا او عمل تضاد غير ارادي او جانبي نتايج پیدا کوي.

مثلاً،

  • که په يوه اداره کې دا رواج وي چې هر څه اخيري دقيقې ته ساتل کيږي، نو بيا خلک ګړنديوالي او مصروفيت پسې ګرځي، او کار کيفیت خرابيږي.
  • که چيرې اطاعت او بلې صيب تر هر څه مهم وي، نو هلته بيا پخوانئ چارې تکراريږي، او بدلون او ابتکار ټکنی وي.
  • که چيرې فردي لاسته راوړنې نازول کيږي، نو هلته بيا ټول د بل پښې وهي، ګډ کار نه وي، او ټول پوهيږي چې له بل سره په سيالئ کې دی.

يوازې ښه نيت کفايت نه کړي، بلکه د امتيازاتو سيسټم هم بايد ښه ونازوي.

د مشر او فرد له نظره 

مشرانو لپاره يوازې دا مهمه نه ده چې خپلې وينا ته متوجه وي، بلکې دا هم بايد وګوري چې څه کړي، ځکه د ده ملاتړو ته د ده له وينا څخه د ده سلوک ډير مهم دی، خلک له وينا ډير له عمل زده کړه کوي.

په فردي لحاظ بايد له ځان وپوښتئ چې زه په خپله کوم سلوکونه نازوم، مثلاً

  • آیا منظم يم، ژوند مې کوم نظم لري؟
  • آیا زده کړه نازوم؟، نوي څه عملي کوم؟
  • آیا روغ عادتونه لرم، څرنګه پر روغتيا او پرمختګ کار کړم؟
  • آیا لټ يم، يا څرنګه آرامتيا او لټئ په لور روان يم؟

شاوخوا وګورئ

خپل شاوخوا وګورئ، او متوجه شئ چې:

  • زما په کارځای کې کوم سلوکونه نازول کيږي؟
  • په کورنۍ کې مې کوم سلوکونه ارزښتمن دي، د وينا او عمل کوم فرق شته؟
  • په ټولنه کې څه تضادونه شته، پر څه باور لرو او پر څه عمل کړو؟
  • زما په ژوند کې څه بدلون ته اړتيا لري؟ څه وايم او څه کړم؟

ممکن دا څارنه او توجه تاسې ته له تګلارو، ويناوو او نصيحتونو ډير څه دروښيي.

عموماً، خلک هڅه کړي چې د مشورې، لارښوونو، نيوکو او يا آن ګواښ له لارې د خلکو سلوکونه بدل کړي، خو کړه وړه عموماً هغه وخت بدليږي کله چې د نازولو سيسټم بدل شي.

خلک ممکن زموږ خبرو ته غوږ شي، خو عموماً هغه وخت عمل کړي کله چې د نازولو سيسټم د دوی عمل ونازوي.

ورته ليکنی: وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې،  مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی،  زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading