نن د پوهې او مهارتونو په پيړۍ کې هرې ادارې، ټولنې او هېواد لپاره استعدادونه حياتي ارزښت لري، د دې هر يو بریاليتوب او ناکامي تر ډيره پر دې ولاړه ده چې څه ډول استعداد ته لاسرسی لري، او څرنګه د راتلونکي استعداد روزي.
په نړيواله توګه د استعدادونو د جذب او پاللو ټکرونه او ډغرې له وړاندې نورې هم جدي شوي دي، د اقتصاد نړيوال فورم وايي چې که اروپا او امريکا غواړي په نړيواله توګه خپل د ابتکار او مخکښئ دا مزل وساتي نو تر ۲۰۳۰م کال پورې به ۷۲ميلیونه ماهره کاري ځواک روزي، په نړيواله توګه دا شميره بيا ۸۵ميليونه خلک دي، چې د يوه ستر هېواد نفوس سره پرتله کيدای شي.
دا هغه شمير دی چې د اوسني مزل دوام لپاره ورته اړتيا ده، دوی به نوي مهارتونه زده کوي او د هېوادونو په پرمختګ او هوساينه کې به حياتي ونډه لري.
چين د خپل پرمختګ يو ستر لامل د خپلې ملي بودجې ۱۵٪ پر تعليم او څيړنه مصرفول بولي، چې له دې لارې يې وکولای شو، په نړيواله توګه مخکښه ماهره خلک وروزل، نوي صنعتونه يې رامنځ ته کړل او چين ته یې هغه ځواک وربرابر کړ چې نن يې د پرمختګ او وړاندې تګ سبب ګرځي. دوی په يوازې توګه د اروپا له ټولې اتحاديې ډير ساينسپوهان لري، او همداسې نوي روزي.
همدا ډول تجارتونه وايي چې له ۷۰ تر ۷۵٪ حالاتو کې موږ د خپلې خوښې وړ ماهر کانديد نشو موندلای او له هغې ټيټ څوک استخداموو، دا فيصدي نوره هم مخ په لوړه روانه ده. په داسې حالاتو کې چې په نړيواله توګه د کډوالۍ په وړاندې قوانين سختيږي، خو د مهارت لرونکو خلکو جذبولو لپاره بيا قوانين آسانيږي.
هغوی چې فکر کړي نن په يوه ښه حالت کې دي او تل به همداسې پاتې شي، بايد وويني چې نړۍ په ستر سرعت بدليږي، نوې ټکنالوژئ، وسيلې، او پرمختګونه رامنځ ته کيږي. ستر ستر صنعتونه او سکتورونه له بدلونه تيريږي، له کرهڼې تر معادنو هر څه ټکنالوژئ او نوې طريقو ته اړتيا لري، پداسې صورتونو کې د نوو مهارتونو زده کړه او د استعدادونو روزنه له هر وخت ډيره مهمه ده.
چين، جنوبي کوريا، سنګاپور، هند او ورته مخ په وده هېوادونه ټول د استعدادونو روزلو ملي کړنلارې لري، چيرې چې دوی د خپلې اقتصادي او تجارتي ودې په رڼا کې ځانګړي مهارتونه او استعدادونه په نښه کړي دي، او د هغوی روزلو او رامنځ ته کولو لپاره وسايل مصرفوي.
دوی د نړۍ په غوره پوهنتونونو ګرځي، د هند په څير پرنفوسه هېواد نامتو ښوونځيو او کالجونو ته ځي، مبتکر شرکتونه په نښه کوي، هغوی ته د ماليو له بښلو نيولې د يوې ښې راتلونکې تر ژمنو هر څه مني، تر څو دوی د دوی هېوادونو ته راشي او هلته خپل نوی ژوند پيل کړي.
آن په هغه صورتونو کې چې دغه هېوادونه نشي کولای د خپل هېواد ټول بااستعداده خلک له ځان سره وساتي، هغوی چې له هېواده وتلي وي، هلته له هغوی سره په اړيکه کې وي، له نورو هېوادوالو سره يې وصلوي، تر څو وکولای شي، په شريکه يې له استعدادونو ګټه واخلي.
آن که له سپورتي لحاظه يې هم وګورئ، په نړيواله توګه ځينې هېوادونه او سيمې د خپل ځانګړي استعداد له کبله نامتو ځای لري. لکه د حبشې/ ایتوپيا د بيکوجي په نامه سيمه په نړيواله توګه د منځنۍ فاصلې ځغاستې نامتو لوبغاړو روزلو لپاره مشهوره ده، د دغه هېواد نږدې ټول اتلان د همدې سيمې دي يا د جمايکا په مرکز کنګسټن کې يو ځانګړی سپورتي کلب په نړيواله توګه د المپيک په ځغاسته کې د طلا تمغو ګټلو لپاره مشهور دی، د دغه هېواد ځغاستې نږدې ټول اتلان د کلب روزل شوي دي.
همداسې په فوټبال کې د برازيل بيلګه راواخلئ، په کرکټ کې هند ته وګورئ، د ميرمنو په ټينس کې روس ته وګورئ يا په اوږده ځغاسته کې کينيا ته وګورئ، دوی ټولو د خپلو ځانګړو استعدادونو روزلو لپاره ځانګړې پانګونې کړي او زيربناوې يې رامنځ ته کړي دي.
همدا بحث کاروبارونو او اقتصادي ودې ته هم درومي، چې څرنګه ماهره کاري ځواک کولای شي د يوه کاروبار او هېواد لوری بدل او د پرمختګ په لار يې وربرابر کړي.
د مهارت دغه اړتيا هغوی لپاره يو ستر فرصت دی چې په دوامداره توګه پر ځان کار کوي. پخواني مهارتونه، عادتونه او پوهه پريږدي او نوي مهارتونه او عادتونه زده کوي، او د اړتيا په صورت کې بدلون مني او له کړاوه يې ځان تيروي.
ورته ليکنی: د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه، وخت او مطالعه، تخصصي او عمومي پوهه، مشري: پريکړې او پوهه، ساعت تيره پوهه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، نور ناپوهه ګڼل






څرګندون پریږدئ