د کمښت اصل

نن هر يو د ډيرولو په لټه کې دی، داسې يو حالت چې هره ورځ له خلکو اورئ نور کتابونه ولولئ، نوي مهارتونه زده کړئ، نوې او ډيرې وسيلې وکاروئ، له نورو ډير کار وکړئ، او پر همدې مزل پر ژوند نور او نور ورډير کړئ، نوي موقفونه، نومونه، القابونه او همداسې نور.

خو، ممکن د ډيرولو په دې منډه کې اصل کمال په کمولو کې وي. يعنې زموږ ژوند په اغيزمنه توګه هغه وخت بهتره کيدای شي چې موږ له ژونده زيانمنې چارې ليرې او يوازې ګټورې پرې ورډيرې کړو، او هر کله چې دغه ګټورې نورې ګټورې نه وي، بیا يې ليرې او نورو غوره چارو پسې وګرځو.

د دې پر ځای چې دا وپوښتو چې څه وکړم؟ بايد وپوښتو چې له څه بايد ډډه وکړم؟ څه ونه کړم؟، دا پوښتنه ممکن کوچنۍ وي، خو د سترو بدلونونو سبب ګرځي.

a pile of luggage sitting on top of a dolly

ولې له ډيروالي ځان ساتنه ښه وي

په داسې يوه زمانه چې اکثريت د ډيروالي په لټه کې وي، د ښه کار نوې وسيلې لټوي، نورې کړنلارې او ستراتيژئ غواړي، بیلابیل او ډير اهداف بايد ولري، هر چا ته بايد ورسيږي، ټول بايد وپيژني.

دا فکر بايد وکړي چې هر زياتيدنه، پيچلتياوې ډيروي، فشار رامنځ ته کوي، تمرکز کموي او تر ټولو مهم هره زياتيدنه د يو څه د کميدنې سبب ګرځي، وخت ټاکلی او کم دی، تاسې چې هرې نوې چارې ته لاس اچوئ هغه د يوې بلې چارې پر بيه تماميږي، يعنې هر څه چې ډيروئ، يو څه به کموئ.

نو که پر دې پوه نه شو چې څه مهم دي، نو هر څه به راته مهم شي، او لس بې اهميته، د يوه مهم ځای نه نيسي.

اکثره خلک لدې کبله نه ناکاميږي، چې نه پوهيږي. بلکه ناکامي يې لدې وي چې پر ځان يې ډيره کړې وي. هر ښه شی چې ډير شي، تاوان شي. ځينې وخت ستونزه دا نه وي چې څه نه شته، بلکه دا وي چې څه بايد نش کړئ.

د کمولو ژوندئ بيلګې

روغتيا

د دې پر ځای چې د روغتيا په لټه کې شو، او وپوښتو څرنګه روغ پاتې شم؟ له بې ځايه خوراک ځان وساتئ، تر ناوخته مه کينئ، او بې ځايه فشار مه اخلئ.

روغتيا مو ممکن د پيچليو چارو له کبله ښه نه شي، خو د بې ځايه او زيانمنو عادتونو پر مخنيوي به ورځ تر بلې ښه وي.

اغيزمن کار

د دې پر ځای چې وپوښتو څرنګه ښه او اغيزمن کار وکړم؟

بلکه له ځانه وپوښتئ: چې څه مې وخت ضايع کوي؟ په دوامداره توګه د ټولنيزو شبکو له څارلو ځان وساتئ، بې ځايه غونډې مه نيسئ، ځان مه تير باسئ چې بوختيا او مصروفيت د کار په نامه تير کړئ، پوه شيء څه مو کار دی او پر هم هغې تمرکز وکړئ.

ښه او اغيزمن کار عموماً د خنډونو او وخت ضايع کوونکو له منځه وړل وي، نه دا چې پرمختللي او پيچلي سيسټمونو رامنځ ته کړئ.

مشري

د مشرانو وخت محدود وي، هر څوک غواړي له مشر سره کيني او د فيسبوکو په زمانه کې ورسره انځورونه واخلي، نو د مشر لپاره کمول يا له ډير څه ډډه کول نور هم مهم دي.

مشران هڅه کړي چې د نورو اصولو، سيسټمونو، د فشار راوستلو او دبدبې له لارې د کار د بهترئ هڅه وکړي، خو زموږ د کمښت د اصل په رڼا کې ښه مشران کولای شي، څرګنده لارښونې ورکړي او د لار ورکئ مخه ونيسي، بې ځايه بيوروکراسي له منځه وباسي، نور ونه ويروي، بې ځايه تمې ونه لري.

مشري تل لارښوونې نه وي، ځينې وخت د خنډونو او ځنډونو ليرې کول هم د مشرۍ تر ټولو اغيزمن عمل وي. ضرور نه ده چې تل نور ښه کار ته وهڅوئ، ممکن د هغوی په وړاندې د شتو موانعو ليرې کول او د لارې پاکول هم د ګړندي پرمختګ سبب وګرځي.

زموږ په څير ټولنې او ادارو لپاره د کمښت ونډه پدې هم مهمه ده چې موږ له وړاندې له کمښتونو سره مخ يو، اکثره هڅې د دې له کبله نه ناکاميږي چې اخلاص يا ښه نظرونه نه وي، بلکه لدې کبله وي چې اکثراً يو کار د څو طريقو او لارو له مخې وړاندې ځي، د خلکو او ادارو تر منځ همغږي کمه يا نه وي، او يا بې ځايه پيچلتياوې رامنځ ته کيږي.

بيا د همدغو ستونزو د حل لپاره نورې پاليسئ او کړنلارې جوړيږي، غونډې دايريږي او إضافي بيوروکراسي او پوړونه رامنځ ته کيږي.

خو اصل پرمختګ هغه وخت کيږي چې موږ پروسې او ګامونه روښانه او ساده کړو، د هر چا ونډه او مسؤلیتونه څرګنده کړو، او په هر صورت د کار او موقفونو له غبرګيدو ډډه وکړو، يو کار بايد يو کس وکړي.

د چارو ساده کول او له اسرافه ځان ساتل ستر کمال دی.

ځينې وخت ښايي موږ ډيرو حلونو ته اړتيا ونه لرو، بلکه د ستونزو کمولو په لټه کې شو، مخکې لدې چې د ستونزې حل ته ولاړ شو، له ځانه بايد وپوښتو چې ولې له دې ستونزې سره مخ يو.

پر کم قناعت ولې مهم دی

  • د ناوړه عادت او سلوک پریښودل، د بهترينو عادتونو او سلوکونو له رامنځ ته کولو آسانه دي
  • له اشتباهاتو او نيمګړتياوو ځان ساتل د پوره والي له لټون او دعوې اسانه دي
  • ساده والی د څرګندتيا او روښانتيا سبب ګرځي
  • قناعت کې آراموالی دی

د يو کوچني ناوړه عادت پریښودل، له لسو نوو ښه عادتونو رامنځ ته کولو غوره دي. کوچني بدلونونه او ګامونه مو د پرمختګ مزل ګړندی او آسانوي.

څرنګه يې عملی کړو

ممکن لدې لارو يې عملی کړئ

۱. وپوښتئ، د دې پرځای چې وواياست څه بايد ورډير کړم، دا پوښتنه وکړئ چې له څه بايد ډډه وکړم؟ څه کمولی شم؟

۲. خنډونه او ستړياوې مو وپيژنئ، مثلاً هڅه وکړئ هغه درې يا پنځه شيان وپيژنئ چې وخت مو ضايع کوي، هغه يو يا دوه عادته وپيژنئ چې د پرمختګ مخه مو نيسي، نن يا همدا اوس يې له کوم بدلونه پيلولای شئ؟

۳. اونيزه ليرې کول، هره جمعه له ځانه وپوښتئ، پدې اونۍ کې مې داسې څه وکړل چې هیڅ خیر يې نه درلود؟ بله اونۍ داسې څه شته چې که له ژونده یې ليرې کړم، ګټور به وي؟

۴. پر ارزښتونو تمرکز وکړئ، هر هغه څه چې ژوند ته مو ارزښتمن نه وي، هغه پريږدئ.

په داسې يوه نړۍ کې چې ټول ځان له بل سره پرتله کوي، ډيره غواړي، قانع نه وي، او دوامداره ورته ويل کيږي چې قناعت ناکامي ده، هلته ممکن حکمت دا نه وي چې ټول عمر دې د ډيرولو هڅه وشي، ممکن کم خو غوره به ښه وي.

بریاليتوب ممکن يوازې دا نه دی چې څه مو وګټل، څه مو وکړل، څه مو لاسته راوړل، دا هم دی چې له څه مو ځان وساته، څه مو ونه کړل او څه ستاسې نه دی.

په دوامداره توګه بوخته نړۍ کې، تمرکز او روښانتيا له کمښته پيليږي، حکمت په دې کې دی چې څوک پر دې پوه شي څه زما نه دي، پر هغې پوه شي او ترې ډډه وکړي.

ورته ليکنی: ظرفیت جوړونه، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې،  مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی،  زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading