مصنوعي ځيرکتيا فکري اغېزې 

نن سبا موږ ټول معلوماتي ټکنالوژي کاروو. موبایل، فېسبوک، ټويټر، ټیک ټاک، یوټیوب او نورې شبکې زموږ د ورځني ژوند برخه ده. هر چيرې هر چا سره موبايل وي، له دومره استعمال سره یوه مهمه پوښتنه دا ده، چې:

د محتوا دومره مصرف زموږ پر فکر څه اغيزه لري؟ موږ ټکنالوژي کنټرولوو، که ټکنالوژي زموږ فکر کنټرولوي؟

بیلابيلو څیړنو ښودلې هغه څه چې تاسې لولئ يا وينئ هغه ستاسې پر فکر او ذهن اغيزه لري، چې په دغه کتار کې اوس د مصنوعي ځيرکتيا اغيزو بحث هم رامنځ ته شوی دی، او داسې نښې شته چې ښيي د ټکنالوژيو کارونه د رواني ګډوډيو او فکر اوړيدنې سبب ګرځي.

لومړی، رواني او فکري ګډوډي څه ده؟ 

په ساده ژبه يې ووايو، داسې يو حالت دی چې یو انسان د انټرنېټ یا مصنوعي ځيرکتيا له امله پر داسې فکرونو او باورونو باور پيدا کړي چې ناسم، له حقيقته ليرې يا پړسول شوي وي.

یعنې، هغه څه چې موږ آنلاین وینو، ورو ورو زموږ په ذهن کې پر “حقیقت” بدلېږي، ضرور نه ده چې هغه حقیقت دی يا نه.

له دې سره بيا دوهم بحث د فکر اوړيدنه يا بدليدنه ده.

دا یو ساده پروسه ده:

  1. تاسې یو څه آنلاين لټوئ او وينئ.
  2. مصنوعي ځيرکتيا یا ټولنیزې شبکې ستاسې لټون درښيي، او لدې وروسته درته همغې ته ورته نوره محتوا هم ښيي.
  3. تاسې یوازې یو ډول معلومات وینئ، څه چې مو له پخوا منلي وي، هماغه بيا بيا ګورئ.
  4. خپل باور او فکر مو قوي کېږي
  5. شک یا بل نظر ته پکې هیڅ ځای نه پریږدئ.

دا يې فکر بدليدنه يا اوړيدنه شوه، هغه څه چې ستاسې پر فکر سم وو، يوازې هماغه مو وليدل، او اوس پر همدې باور ياست.

a computer generated image of a purple brain

عملي بيلګې،

۱. د ناروغۍ وېره 

  • د يو چا پر سر درد دی، پر انټرنېټ يې په اړه معلومات لټوي، چې ځان پوه کړي، ولې.
  • له لټون وروسته ورته پر همدغه موضوع نورې ويډيوګانې او محتوا مخ ته راځي. د نورو ناروغيو په اړه پوهيږي.
  • ورو ورو په ځان کې د نورو ناروغيو اثار ويني، او باور کوي چې شاید دی هم جدي ناروغ دی.
  • ممکن د سر درد يې د عادي ستړيا يا بې خوبئ له کبله وو، خو اوس فکر کړي چې په نورو ناروغيو اخته دی او بايد د ځانه غمه وخوري.

نتیجه، اوس له بې ځایه انديښنو او ويرو سره مخ دی.

۲. توطيوي يا دسيسوي نظریې 

  • يو څوک آنلاين يوه ويډيو ګوري، چې ګاونډي هېواد، يا غرب يا دښمن ستاسې د بربادئ لپاره پټ پلانونه او کارونه تيار کړي دي، يا نړۍ د پټو لاسونو لخوا کنټروليږي او هغوی هيڅوک نه پيژني.
  • لدې سره د ورته ويډيوګانو يا محتواوو لړئ پيليږي، همدغې ته ورته نور ډير څه مو مخه ته راځي.
  • ورو ورو باور کوي چې ټول نظامونه دروغ دي، هر څوک د بل پښه وهي، او پدې کې پټ لاسونه دخيل دي.
  • بيا چې هر څومره شواهد ورکړئ، نه يې مني، له نورو څخه ډډه کړي او خبرې يې نه مني

له کبله يې شخص له ټولنې جلا کيږي يا يوازې هغوی سره کيني پاڅي چې د ده پر فکر برابر وي.

۳. د بریاليتوب او خوښئ غلط تصور 

نن سبا د مثبت فکر او انګيزو بازار هم ګرم دی، یو څوک د بریالیتوب ویډیوګانې ګوري:

  • په ۳۰ ورځو کې ميلیونر شئ
  • کار مه کوئ، یوازې آنلاین پیسې وګټه
  • يوازې مثبت اوسه، هر څه سميږي

نتيجه:

  • غیر واقعي تمې
  • د ژوند په اړه ناسم فکر
  • له زحمته سترګې پټول او په اوږده کې ناهيلې کيدل چې ولې يې خوارئ او هڅې نتيجې ته نه رسیږي.

ولې مصنوعي ځيرکتيا دا ستونزه پړسولې کړې ده؟

د مصنوعي ځيرکتيا وسيلې داسې جوړې شوې دي، چې:

  • ستاسې پام ځان ته راواړوي او له ځان سره مو اوږدمهال وساتي.
  • پر داسې څه مو بوخت وساتي چې ډير فکر او زحمت ته اړتيا ونه لري.
  • هغه څه دروښيي چې ستاسې خوښيږي، او د وخت له تيريدو سره مو پر طبعه پوه شي.

دلته مهمه خبره دا ده چې بايد پرې سر خلاص کړو: د مصنوعي ځيرکتيا وسيلې د حقيقت پيژندنې او ښودلو لپاره نه دي جوړې شوي، بلکه ستاسې مصروفه او ساعت تيرولو لپاره مو جوړې دي، نو هغه څه به درښيي چې ستاسې خوښيږي.

يعنې، که يو څه مو خوښيږي، نو دغه وسيلې به همدا څه درښيي، ضرور نه ده چې دغه محتوا سمه او رښتيا ده، یا نه.

زموږ په څير هېواد لپاره دا بحث له دې اړخه هم مهم دی چې زموږ په ټولنه کې ډير خلک معلومات نه تصديقوي، څه چې واوري هغه مني. آنلاين محتوا کنټرول او څارنې لپاره خاص څه نه لرو، خلک چې ليکلی ټکی وويني، سمدلاسه يې مني او ډيجيټل پوهه او مهارت کم دی، آن ځينې وخت جعلي جوړ شوی انځور له اصله ډير بازار لري.

چې له کبله يې ښايي درواغ او ناسم معلومات ډير خپاره شي، او خلک په ناسمو فکرونو او باورونو کې بند پاتې شي.

د فکر اوړيدنې نښې څه دي، که يو څوک: 

  • وایي، چې یوازې زه سم یم، نور ټول په غلطه دي.
  • یوازې یو ډول معلومات ګوري
  • ډېر ژر په قهرېږي یا پر دې ويريږي چې که څوک يې نظر نقد کړي، ممکن خلکو ته کم عقله ښکاره شي.
  • د نورو خبرې نه مني

ځان ترې څنګه وساتو: 

۱. بیلابيل نظرونه ولټوئ. 

یوازې یو ډول معلومات مه تعقیبوئ، هرې موضوع په اړه د هغې خلاف يا ضد نظر هم وڅيړئ.

۲. له ټولنیزو شبکو وقفه واخلئ.

ذهن هم ستړيا لري. ټولنيزې شبکې ډيرې مه کاروئ. دا شبکې پر فکر د ناوړه اغيزو لرلو سره، د وخت تر ټولو ستر ضايع کوونکي دي.

۳. معلومات تصدیق کړئ.

د رښتياوو معلومول د هر چا مسؤليت دی. یو خبر له څو ځایونو تصديق کړئ. هڅه وکړئ له مختلفو منابعو يې وڅيړئ، د مخالف فکر خلکو له منابعو يې واورئ.

۴. مخامخې اړيکې مو غښتلې کړئ. 

له کورنۍ او دوستانو سره مخامخ ووينئ، بحثونه وکړئ، د نظر مخالفت زده کړئ، دا هم زده کړئ چې څرنګه له نورو د اختلافي مواردو په اړه واورئ، او بحث آرامه او خوښ وساتئ.

۵. غلطي ومنئ. 

له ځانه وپوښتئ، که زه په غلطه وم، نو څه به وشي. هیڅوک هر وخت په سمه نه وي، ضرور نه ده چې تل دې هر څوک هر وخت پر خپل خره سپور وي.

ټکنالوژي غښتلې وسيله ده، زموږ ژوند يې ډير را اسانه کړی دی، خو ورسره خپلې ننګونې هم لري. او که چيرې ورسره احتياط ونه شي، نو ممکن له داسې فکرونو او باورونو سره مو مخ کړي چې په هیڅ منطق او حقیقت به برابر نه وي.

نن کمال دا نه دی چې يو څوک ډير معلومات ولري، بلکه کمال دا دی چې بايد پوه شي څرنګه همدا معلومات له بیلابيلو ځایونو مؤثق کړي او په دوامداره توګه خپل فکر وننګوي، او د اړتيا په صورت کې يې فکر کړي.

ورته ليکنی: مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی،  ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښې، مشري: د اختلاف جرأت، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، نور ناپوهه ګڼل، پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟، د فکر تپل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

One response to “مصنوعي ځيرکتيا فکري اغېزې ”

  1. […] ليکنی: مصنوعي ځيرکتيا فکري اغېزې، ظرفیت جوړونه، د معلوماتو واکداري،  ټکنالوژي او وړ […]

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading