يو ماشوم چې نن ښوونځی پيلوي، لس يا پنځلس کاله وروسته به داسې نړۍ کې مسلکي ژوند پيلوي چې ښايي له نننۍ نړۍ سره ډېر توپير ولري. د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتيا په پرمختګ سره به ګڼ مسلکونه بدل شوي وي. خو پوښتنه دا ده چې موږ نن دغه ماشوم ته څه ورزده کوو؟ آيا هغه مهارتونه چې نن يې زده کوي، سبا به هم ورسره مرسته وکړي؟
پوښتنه دا ده، چې آیا موږ خپل اولادونه هغه نړۍ ته روزو چې دوی ته به پاتې وي يا هغې ته چې اوس پکې اوسيږو؟
په تيرو دوو لیکنو (د استعدادونو نړيواله سيالي، افغانستان چیری دی؟ او د ضايع شويو وړتياوو پټه بيه) کې مو وليدل چې پرمختللي هېوادونه څنګه د استعدادونو د جذب او ساتنې لپاره سيالي کوي، او افغانستان د خپلو بشري وړتياوو په روزلو او کارولو کې له کومو ننګونو سره مخ دی. د امريکا، هند او خليجي هېوادونو تجربې ښيي چې پوهه، پانګونه، مسلکي فرصتونه او د استعدادونو ملاتړ د پرمختګ مهم بنسټونه دي. که څه هم موږ د دغو هېوادونو تجربې ټکي په ټکي نه شو نقلولای، خو له اصولو يې زده کړه کولای شو.
دا اصولاً او په عموم کې کولای شي موږ ته يوه بیلګه واوسي، ضرور نه ده چې ټکي په ټکي رانقل شي.
هر څه پر اصولو او اساساتو ولاړ وي، او د هغو اساساتو زده کړه کولای شي يو چا سره ټول عمر پاتې او ورسره مرستندوی واوسي. ضرور نه ده چې موږ دې راساً پرمختلليو ټکنالوژيو ته ولاړ شو، د ځينو مضامينو بنسټيزه پوهه کولای شي چې له موږ سره د دغو ټکنالوژيو په زده کړه او عملي کولو کې مرسته وکړي.
ټکنالوژي بدلېږي، وسيلې نوې کېږي او د کار طريقې له منځه ځي يا بدلېږي، خو د لوستلو، پوهېدو، فکر کولو او ستونزو د حل وړتيا له انسان سره پاتې کېږي. څوک چې دغه بنسټونه غښتلي ولري، د نوو مهارتونو زده کړه به ورته نسبتاً اسانه وي.
لوستل، لیکل، رياضيات او ابتکاري او انتقادي فکر اوس هم تر ټولو مهم دي. زموږ ماشومان بايد د لیک لوست ښه مهارتونه ولري. رياضيات د منطقي او تحليلي فکر په روزلو کې مرسته کوي او د ټکنالوژۍ په ډېرو برخو کې بنسټيز ارزښت لري. لدې سره بايد ابتکاري او انتقادي فکر ولري چې اوسنی حالت وپوښتي او ښه حلونه ورته وړاندې کړي.
ښه مفاهمه، د ستونزو حل، تحليلي فکر او له بدلون سره د ځان عيارولو وړتيا په يوه ځانګړي مسلک پورې محدوده نه دي. يو ښوونکی، ډاکټر، انجنير او کاروباري ټول ورته اړتيا لري. دا هغه مهارتونه دي چې انسان يې له يوه کاره بل ته او له يوه مسلکه بل ته له ځان سره وړلای شي.
هر څومره چې موږ مخ په وړاندې ځو، پوهه به عملي شکل خپلوي، او څوک چې څومره پر دې ښه پوه شو چې ښه له بدو بيل کړي، او بيا څه چې يې زده کړې وي، هغه عملي کړي، به له نورو وړاندې وي.
تخنيکي تخصص او پوهه مهمه ده خو بايد يو غښتلی بنسټ ولري، او موږ کولای شو چې دا بنسټله نن څخه رامنځ ته کړو.
له ټکنالوژۍ سره بلدتيا له وړوکوالي پيليږي. نن د مصنوعي ځيرکتيا مصرفوونکي ياستو. د مصنوعي ځيرکتيا د وسيلو عادي کارول، په مسلکي چارو کې ترې ګټه اخيستل او د دغو ټکنالوژيو جوړول درې بېلابېلې کچې دي. ضرور نه ده چې هر افغان دې د مصنوعي ځيرکتيا متخصص شي، خو دا مهمه ده چې خلک وپوهېږي دا وسيلې د دوی په کار او مسلک کې څه مرسته کولای شي.
موږ کولای شو دا وسيلې په زده کړه، کرهڼه، کاروبار، روغتيا او مديریت کې وکاروو. د بېلګې په توګه، يو افغان بزګر ښايي د هوا، اوبو لګولو او د نباتاتو د ناروغيو په اړه له ډيجيټلي وسيلو مرسته واخلي. يو ښوونکی کولای شي د خپلو زده کوونکو د پوهې له کچې سره سم درسي مواد برابر کړي، او يو کوچنی کاروباري د بازار د پېژندلو او مشتريانو ته د رسېدو نوې لارې ومومي.
مصنوعي ځيرکتيا کولای شي په څو شېبو کې ځوابونه برابر کړي، خو هر ځواب يې ضرور نه دی چې سم نه وي. که انسان خپله د فکر او ارزونې وړتيا ونه لري، ښايي له دغو وسيلو څخه د ګټې پر ځای زيان وويني. نو څومره چې وسيلې هوښياریږي، هغومره ورسره زموږ د ښه قضاوت اړتيا هم زياتېږي.
دا وسيلې کولای شي چې لومړنيو نتيجو ته مو ژر ورسوي، خو کاروونکی بايد ورسره پوه شي چې څرنګه دا نتایج وارزوي، خپل معلومات خوندي وساتي او پر خپل فکر او قضاوت باور ولري. او د بدليدونکی نړۍ د کار نوې رامنځ ته کيدونکی رواج دی، چې بنده به له ماشين سره کار کړي.
نړۍ بدليږي، او چا ته نه دريږي. هغوی چې دوامداره زده کړه کوي او له نويو شرايطو سره ځان عياروي، د بدلونونو پر وړاندې د درېدو او له نويو فرصتونو د ګټې اخيستنې ښه امکانات لري. زده کړه بايد له تحصيلي سند سره پای ته ونه رسېږي. کتابونه، آنلاين سرچينې، عملي تجربې او له نورو خلکو زده کړه ټول د پوهې د زياتولو لارې دي.
کورنۍ، ښوونځي، پوهنتونونه او کاروبارونه کولای شي دوامداره زده کړه پر يوه ټولنيز عادت بدله کړي. کله چې انسان زده کړه نه دروي، له نويو شرايطو سره د ځان عيارولو او د نويو مهارتونو د ترلاسه کولو وړتيا يې هم پياوړې کېږي.
د دوامداره زده کړې له کبله يو څوک کولای شي چې په يوه وخت کې څو مهارتونه ولري، او دا مهارتونه له شتو فرصتونو څخه د ګټې اخيستنې لپاره وکاروي. هغه ځايونه وپيژنئ چې ستاسې مهارت يې پر فرصت بدلولای شي. له نورو يې زده کړئ، عملي تجربې حاصلې کړئ او هغه څه ولټوئ چې استخداموونکي ورته واقعاً اړتيا لري.
البته په افغانستان کې دا هر څه دومره اسانه نه دي. د زده کړو محدود فرصتونه، اقتصادي ستونزې، برېښنا، انټرنېټ او مسلکي امکاناتو ته محدود لاسرسی د ډېرو خلکو د پرمختګ مخه نيسي. خو دغه ستونزې بايد موږ د راتلونکي له فکره بې غوره نه کړي، بلکه برعکس، اړتيا ده چې له شته امکاناتو څخه د غوره ګټې اخيستنې لارې چارې ولټوو.
د راتلونکي لپاره چمتووالی يوازې د يوه کس مسئوليت نه دی. افراد بايد زده کړې ته دوام ورکړي، تعليمي ادارې بايد د پوهې او عملي وړتياوو ترمنځ اړيکه غښتلې کړي، کاروبارونه بايد پر خپلو کارکوونکو پانګونه وکړي او بهر مېشتي افغانان کولای شي د خپلو تجربو او اړيکو له لارې د هېواد له ځوانانو سره مرسته وکړي.
هر هغه افغان چې له هېواده وتلی، ضرور نه ده چې له هېواد سره يې د پوهې او تجربې اړيکه هم پرې شوې وي. يو مسلکي افغان کولای شي له لرې زده کړه ورکړي، ځوانانو ته لارښوونه وکړي، له کاروبارونو سره خپلې تجربې شريکې کړي او د نړيوالو فرصتونو په پېژندلو کې مرسته وکړي.
موږ نه شو کولای په ډاډ سره ووايو چې راتلونکی به زموږ له اولادونو کوم مهارتونه غواړي، خو کولای شو هغوی داسې وروزو چې له زده کړې، فکر کولو او بدلون سره د ځان عيارولو وړتيا ولري.
سبا ښايي ډېر کارونه ماشينونه وکړي، خو د دغو ماشينونو د کارولو، ارزولو او د انسانانو د ګټې لپاره د عيارولو مسئوليت به بيا هم د انسان پر اوږو وي. زموږ دنده دا نه ده چې د سبا هر څه نن وروښيو، بلکې دا ده چې هغوی د سبا د زده کړې جوګه کړو، او هر څه چې راځي د زده کړې او ځان ورسره د برابرولو له لارې پرې بريالي شي.
ورته ليکنی: ظرفیت جوړونه، د کډوالۍ بل اړخ، يوازې روزنه د ظرفيت جوړونې پر معنا نه ده، د استعدادونو لټه، ولې ځينې دندې خلکو ته له نورو قدرمنې ښکاري؟






ځواب دلته پرېږدئ